پانامه

21 غبرګولی 1397 حشمت الله نوري

پانامه د منځنۍ امریکا په جنوب ختیځه برخه او د اتلس سمندر په اوبو کې د لویدیځو طول البلدونو د ۷۷ او ۸۳ درجو او د شمالي عرض البلدونو د ۷ او ۱۰ درجو تر منځ موقعیت لري. پراخوالی یې ۷۵۴۲۰ کیلومتره مربع دی چې له دې پلوه د نړۍ ۱۱۸ ام لوی هېواد دی. شمال ته یې کارابین سمندر، جنوب ته یې ارام سمندر، ختیځ ته یې کولمبیا او لویدیځ ته یې کوستاریکا هېواد پروت دی.
پانامه استوا کرښې ته د نږدېوالي له امله توده او د سمندر له اوبو سره د ګاونډیتوب له امله لنده سمندري هوا او ډېر اورښت لري. پلازمېنه یې پانامه ښار دی. د اوسېدونکو شمېر یې له ۴ میلیونو زیات اټکل شوی دی. د نفوسو ګڼوالی یې په هر کیلومتره مربع کې ۴۹ تنه ښودل شوی دی.
۶۷ سلنه وګړي یې په ښارونو کې ژوند کوي او پاتې ۳۷ سلنه نور یې بیا په کلیو او بانډو کې مېشت دي. د دغه هېواد د قانون له مخې هره کورنۍ په ټول ژوند کې د دوو ماشومانو لرلو اجازه لري.
۶۵ سلنه وګړي یې ګډ نژاد لري، ۱۳ سلنه یې اصلي امریکایي نژاده، ۱۰ سلنه یې افریقایې نژاده او پاتې نور یې د مختلفو نژادونو څخه دي.
۸۵ سلنه وګړي یې کاتولیکان او ۱۵ سلنه نور یې د پروتستانت مذهب پیروان دي. رسمي ژبه یې اسپانوي ده او لیکدود یې لاتین دی.
سان میګولیتو، توکومن، ډاوید، کولون، لاس کومبرېس، له چوریرا، پاګورا او سانتاګو یې لوی او مهم ښارونه دي.
د دغه هېواد وروستی اساسي قانون د ۱۹۷۲ کال د اکټوبر په ۱۱مه نافذ شوی چې څو ځله نوې کتنې پرې شوې دي. ولسمشر یې د لومړي وزارت دنده هم پرمخ بیایي. د پانامې ولسمشر او د هغه مرستیال دواړه په یوه وخت کې د خلکو له خوا د ۵ کلونو لپاره ټاکل کېږي.
د پانامې ولسمشر دوه ځلې پرله پسې کار نه شي کولی، خو له ۱۰ کلونو وروسته بیا ځان ولسمشرۍ ته نوماند کولی شي. همدا راز د کابینې غړي د دغه هېواد د ولسمشر له خوا ټاکل کېږي.
د پانامې ولسي جرګه ۷۱ غړي لري چې د خلکو په خوښه د ۵ کلونو لپاره ټاکل کېږي. حقوقي نظام یې پر مدني قوانینو ولاړدی او ستره محکمه يې د هېواد تر ټولو لوړ قضایي ارګان دی چې ۹ قاضیان یې د ولسمشر له خوا ټاکل کېږي او ۱۰ کاله کار کوي. ستره محکمه یې ۴ څانګې لري مدني، جنایي، اداري او سوداګریزې څانګې.
ولسواک بدلون ګوند، انقلابي ګوند، لېبرال خوځښت ګوند او د عوامو ګوند یې له لویو او مهمو ګوندونو څخه شمېرل کېږي.
دغه هېواد د ۱۸۲۱ کال د نومبر په ۲۸مه له هسپانیې څخه خپلواکي تر لاسه کړه. په ۱۹۴۵ کال کې یې د ګڼو نړیوالو ټولنو ترڅنګ د ملګرو ملتونو غړیتوب هم ترلاسه کړ.
د پانامې کانال، د ازادې سوداګرۍ زون، بيمې، د کانټینري سوداګرۍ بندرونه، د نورو هېوادونو د بېړیو ثبت او سیلانیان هغه خدمات دي چې د پانامې ۶۵ سلنه خلکو ته یې د کار زمینه برابره کړې او د هېواد ډېر عواید هم له همدې لارو تر لاسه کېږي.
پانامې په ۲۰۰۷ کال کې د هغه کانال د پراخولو او ژورولو کار پیل کړ چې د جوړولو کار یې په ۱۸۸۰ کې پیل شوی و. زرګونو فرانسوي کارګرانو او انجنیرانو شل کاله زیار ویست او د دغه کانال ستره برخه یې وکيندله، خو مالي ستونزو د کار د دوام مخه ونیوله. په ۱۸۹۳ کې امریکا او پانامې یو تړون لاسلیک کړ او پرېکړه یې وکړه چې دا کانال به د هغو بېړیو پر مخ پرانيزي چې له ارام سمندر څخه اتلس سمندر ته ځي.
امریکایانو په ۱۹۹۳ کې فرانسوي شرکت ته ۴۰ میلیونه ډالره ورکړل او د کانال پاتې کارونه یې په لسو کلونو کې د ۳۸۷ میلیونو ډالرو په لکښت بشپړ کړل. د پانامې کانال د ۹۶ سلنه کار له بشپړولو وروسته په ۲۰۱۶ کال کې پرانیستل شو.
د پانامې د غیر خالص کورني تولید کچه ۷۴ ميلیارده ډالره او د سړي سر کلني عاید کچه یې بیا ۱۵۳۱۳ ډالره اټکل شوې ده. کاري ځواک یې تر یو میلیون کسانوپورې رسېږي. د وزګارتیا کچه پکې ۳ سلنه ده. ۲۲ سلنه کورنۍ یې د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.
تېل، ګاز، برېښنا، لرګي، سمنټ، د مسو استخراج، او چاڼ، د ډبرو سکاره اوسپنه، پولاد، خوراکي توکي، استهلاکي شیان، کاغذ او قرطاسیه، سپورتي وسایل، ماشینونه او نقلیه وسایط د دغه هېواد په صنعت کې مهمه ونډه لري.
۸ سلنه ځمکه یې د کرنې وړ ده، ۲۷ سلنه یې څړځایونو، ۵۴ سلنه ځنګلونو او پاتې نوره یې غرونو، غونډیو، ښارونو، سیندونو، د کار او تولید ځایونو او د استوګنې کلیوالو سیمو نیولې ده. د پانامې ۱۸ سلنه وګړي د کرنې په سکټور کې په کار بوخت دي او ۴ سلنه غیر خالص کورني تولیدات یې له همدې سکټور څخه لاس ته راځي. لرګي، واښه، وریجې، غنم، جوار، مېوې، سابه، لبنیات او هګۍ د دغه هېواد مهم کرنیز پیداوار دي.
تېل، ګاز، د ډبرو سکاره، د ودانیو ډبرې، مس او مالګه یې مهم کانونه دي. د صادراتو ټوله بیه یې ۱۹ میلیارده ډالره او د وارداتو ټوله بیه يې ۲۶ میلیارده ډالره اټکل شوې ده. د دغه هېواد د اورګاډي پټلۍ ۸۰ کیلومترو ته رسېږي.
۱۲۰ هوایي ډګرونه لري چې له دې ډلې یې ۶۰ په پاخه او عصري ډول رغول شوي دي. د ټلیفون کوډ نمبر یې ۰۰۵۰۷ او د انټرنېټ کوډ نمبر یې پي اې دی. تر سل زرو پورې اوسېدونکي یې انټرنېټ ته لاسرسی لري.
پانامه د ښوونې او روزنې یو دولتي راډیو ټلوېزیون لري، خو د رسنیو خصوصي برخه یې ۲۴۰ راډیوګانې او ۴۰ ټلوېزیونونه لري. په پانامه کې ۱۰ ورځپاڼې او ۲۵۰ اونیزې، میاشتنۍ او مهالنۍ شته او هر کال په منځنۍ توګه پکې ۱۱۰۰ عنوانه نوي علمي، ادبي، هنري او فرهنګي کتابونه له چاپه را وځي.
پانامه په امریکا کې چټک پرمختلونکی هېواد دی او دولت هڅه کوي چې د ټولنیزو لګښتونو د ډېروالي له امله عوامو خلکو ته ګټه ورسوي او ډېری کاري فرصتونه رامنځته کړي. د پانامې ۹۶ سلنه خلک په لیک او لوست پوهېږي، منځنۍ، لوړې یا مسلکي زده کړې لري او په دغه هېواد کې زده کړې د ۷ نه تر ۱۴ کلنو ماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره وړیا او الزامي دي.
د مورخینو له څېړنو څخه داسې ښکاري چې د چیبچا تمدن چې د امریکا له سترو تمدنونو څخه دی، لومړی د پانامې په اوسنۍ خاوره کې رامنځته شوی دی او بیا د سیمې نورو هېوادونو ته غځېدلی دی. باستیداس هغه لومړنی هسپانوي سمندري سیلاني دی چې په ۱۵۰۱ کال کې د پانامې خاورې ته رسېدلی. یو کال وروسته نامتو هسپانوي سمندري پوه کرېستف کولمب پانامې ته ورسېد. درې کاله وروسته بل هسپانوی واسکو نونیزد بالبوا د ډېرو څېړنو او د دې سیمې د پوره پېژندګلوۍ لپاره پانامې ته واستول شو.
هسپانیا د ۱۵۷۲ نه تر ۱۵۹۵ کال پورې د پانامې په سواحلو کې لومړني کلي جوړ کړل. پانامې ته د هسپانویانو ډېر تګ خلک دې ته وهڅول چې یو شمېر مسلکي خلک هلته ځای پرځای کړي.
مورګان په ۱۶۷۱ کال کې د پانامې زوړ ښار چې په ۱۵۱۹ کال کې ودان شوی و، وران کړ او د نوي ښار بنسټ یې کېښود. په دې موده کې پانامې ژر جیوپولیټیکي ارزښت وموند او د هېواد اصلي بندرونه د نړۍ د سوداګرۍ پر مهمو مرکزونو بدل شول. پانامه تر ۱۷۱۷ کال پورې د پیرو د نایب السلطنت له خوا اداره کېده، خو وروسته په ګریناډا پورې وتړل شوه. په ۱۸۲۱ کال کې کله چې کولمبیا له هسپانیا څخه جلا او خپلواکه شوه، پانامه، کولمبیا، اکواډور او وينزویلا سره یو ځای شول.
په ۱۸۶۴ کال کې د امریکا او پانامې تر منځ یو تړون لاسلیک شو. دغه تړون د پانامې په هغه برخه کې چې وروسته د پانامې نامتو کانال پکې جوړ شو، د امریکایې پوځونو ځای پرځای کېدلو ته لار پرانیستله. په دغه تړون کې امریکا ژمنه کړې وه چې د پانامې کانال ختیځې او لویدیځې سیمې به سره یو ځای کوي او سمدلاسه به په پانامه کې له ختیځ څخه تر لویدیځ پورې د اورګادي پټلۍ جوړوي.
په ۱۹۹۹ کال کې په پانامه کې یوې مېرمنې، میریا موسکوسو د خلکو رایې وګټلې او د هېواد په تاریخ کې یې د لومړنۍ ولسمشرې په توګه د وفادارۍ لوړه وکړه. د همدغه کال د ډسمبر په میاشت کې د امریکا ولسمشر جیمي کارتر پانامې ته سفر وکړ او د یو لړ مراسمو په ترڅ کې یې د کانال اداره پانامې ته وسپارله.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو څېړنو مرکز په کتاب کې د پانامې پېژندګلوي نشته او دا دواړه هېوادونه په خپلو کې هېڅ راز اړیکې نه لري.
له افغانستان څخه تر پانامې پورې د هوا له لارې فاصله ۱۴۲۴۰ کیلومترو ته رسېږي. همداراز د کابل او پانامې ښار تر منځ د وخت توپیر نهه نیم ساعته دی.

 

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.