ټرېنېډاډ او ټوبېګو

18 چنګاښ 1397 حشمت الله نوري

 ټرېنېډاډ او ټوبېګو د جنوبي امریکا په شمال کې د لویدیځو طول البلدونو د ۶۱ او ۶۲ درجو او د شمالي عرض البلدونو د ۱۰ او ۱۱ درجو په منځ کې موقعیت لري. پراخوالی یې ۱۹۷۲ کیلو متره مربع دی او له دې پلوه د نړۍ ۱۷۴یم لوی هېواد دی.
ټرېنېډاډ او ټوبېګو په کارابین کې داسې ټاپوګان دي چې له هېڅ هېواد سره ګډې پولې نه لري، خو سمندري پولې یې ۳۶۲ کيلو متره اوږدوالی لري.
سره له دې چې دغه هېواد له سمندر سره د ګاونډیتوب له امله لنده بل لرونکې ګرمه هوا او ډېر اورښت لري، خو سمندري بادونه یې هوا معتدله ساتي. د دغه هېواد پلازمېنه پورت اف سپېن ښار دی. د وګړو شمېر یې یو میلیون تنه اټکل شوی دی. د ‎نفوسو ګڼوالی یې په هر کیلو متر مربع کې ۲۴۰ نفره ښودل شوی. ۱۰ سلنه وګړي یې په ښارونوکې مېشت دي، پاتې ۹۰ سلنه نور یې بیا په کلیو او بانډو کې ژوند کوي. د دغه هېواد د قانون له مخې هره کورنۍ په ټول عمر کې یوازې د دوو ماشومانو د لرلو اجازه لري. ۳۵ سلنه وګړي یې ختیځ هندي، ۳۵ سلنه یې افریقايي، ۱۶ سلنه یې ګډ نژاده او پاتې نور یې د بېلابېلو نژادونو څخه دي. ۲۲ سلنه وګړي یې رومن کاتولیکان، ۳۳ سلنه پروتستانت، ۷ سلنه مسلمانان، ۱۹ هندیان او پاتې نور یې د مختلفو دینونو پیروان دي. رسمي ژبه یې انګلیسي او لیکدود یې لاتین دی. چاګوناس، مون ریپس، سان فرناندو، پورت اف سپېن او ریوګلارو یې لوی او مهم ښارونه دي.
د ټرېنېډاډ او ټوبېګو نوی اساسي قانون د ۱۹۶۲ کال د اګسټ په ۳۱ مه نافذ شوی او تر اوسه پرې څو ځلې نوې کتنې شوې دي.
په دغه هېواد کې ولسمشر د ولسي جرګې او مشرانو جرګې له خوا د ۵ کلونو لپاره ټاکل کېږي او دوه ځلې کار کولی شي. په دغه هېواد کې د هغه ګوند مشر چې په ولسي جرګه کې رایې وګټي، لومړی وزیر ټاکل کېږي او وزیران د ملي شورا د غړو له منځ څخه غوره کېږي او ۵ کاله کار کوي.
د دغه هېواد ملي شورا دوې جرګې لري؛ لومړۍ مشرانو جرګه، ۳۱ غړي لري چې ۱۶ یې د واکمن ګوند یا د ګوندونو د ائتلاف له خوا، ۹ د ولسمشر او ۶ د مخالف ګوند یا ګوندونو په خوښه ټاکل کېږي. دویمه ولسي جرګه، ۴۱ غړي لري چې د خلکو په خوښه ټاکل کېږي. د ټرېنېډاډ او ټوبېګو د شورا د دواړو جرګو غړي ۵ کاله کار کوي. همدا راز په دغه هېواد کې د رایې ورکولو عمر ۱۸ کاله ټاکل شوی او رایه ورکول پکې عمومي دي.
د ټرېنېډاډ او ټوبېګو حقوقي نظام په برېټانوي قوانینو ولاړ دی، ستره محکمه د دغه هېواد تر ټولو لوړ قضایي ارګان دی.
د خلکو کانګرېس، ملي ولسواکه جبهه، د خلکو ملي غورځنګ او د پرمختګ ملي خوځښت د دغه هېواد لوی او مشهور ګوندونه دي.
ټرېنېډاډ او ټوبېګو د ۱۹۶۲ کال د اګسټ په ۳۱مه له برېټانیا څخه خپلواکي ترلاسه کړه، نو له همدې امله د اګسټ ۳۱مه په دغه هېواد کې هر کال د خپلواکۍ د ورځې په نوم نمانځل کېږي.
دغه هېواد د ګڼو نړیوالو ټولنو تر څنګ په ۱۹۶۲ کال کې د ملګرو ملتونو غړیتوب هم ترلاسه کړ.
ټرېنېډاډ او ټوبېګو وړوکی، خو پرمختللی او ماډرن اقتصاد لري. په کارابین کې د تېلو او ګازو دا تولیدوونکی هېواد ورځ په ورځ نړیوالو سوداګرو ته په زړه پورې کېږي.
سیاسي ثبات، امنیت او پوره اداري او حقوقي اسانتیاوې هغه عوامل دي، چې بهرني پانګه وال په دغه هېواد کې پانګونې ته هڅوي. د همدغو اسانتیاوو له امله ډېرو بهرنیو پانګه والو د انرژۍ، صنایعو او خدماتو په برخه کې ډېره پانګونه کړې او دغه هېواد یې داسې حد ته رسولی چې اوس په ټوله جنوبي امریکا کې لوړ سړي سر کلني عایدات لري.
تېل او ګاز د دغه هېواد ۸۰ سلنه صادرات او ۴۰ سلنه غیر خالص کورني تولیدات جوړوي او ۶ سلنه خلکو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده.
ټرېنېډاډ او ټوبېګو غواړي چې د سیلانیانو، کرنې، اطلاعاتو، مخابراتي اسانتیاوو او سمندري سوداګرۍ په برخو کې پانګونه وکړي.
د سړي سر کلني عاید اندازه یې ۱۵۸۳۸ ډالره اټکل شوې، خو کاري ځواک يې ۷ لکه تنه ښودل شوی دی. د وزګارتیا کچه یې ۴ سلنه او ۱۵ سلنه وګړي یې د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.
د تېلو او ګازو استخراج او پروسس، اوبلن ګاز، پېټروشيمي محصولات، کیمیاوي سره، فولادي ورقې، ساختماني مواد، خوارکي توکي، امونیا، استهلاکي توکي او سګرېټ د دغه هېواد په صنعت کې عمده رول لري.
د ټرېنېډاډ او ټوبېګو ۶ سلنه ځمکه د کرنې وړ ده. ۷ سلنه نوره یې څړځایونو، ۵۰ سلنه يې ځنګلونو او پاتې نوره غرونو، غونډیو، سیندونو، ښارونو، کار ځایونو او د استوګنې کلیوالو سیمو نیولې ده. ۳ سلنه خلک یې د کرنې په سکټور کې په کار بوخت دي او کابو ۲ سلنه غیر خالص کورني تولیدات له همدې سکټور څخه لاسته راوړي. لرګي، تنباکو، ګني، وریجې، ناریال، چغندر، قهوه، کېلې، مېوې، سابه، لبنیات، غوښه، هکۍ او واښه د دغه هېواد مهم محصولات دي.
مس، سره زر، سپین زر، طبیعي قیر، ګاز او مالګه د دغه هېواد له لویو کانونو څخه شمېرل کېږي. د صادراتو ټوله بیه یې ۱۳ میلیارده ډالره او د وارداتو ټوله بیه یې ۱۰ میلیارده ډالره اټکل شوې ده.
د امریکا متحد ایالتونه، برازیل، کولمبیا، کابون، روسیه، کاناډا او چین یې لوی سوداګریز شریکان دي.
دغه هېواد ۵ هوایي ډګرونه لري. د ټلیفون کوډ نمبر یې ۰۰۱۸۶۸ او د انټرنېټ کوډ نمبر یې ټي ټي دی. ۶ لکه کسان یې انټرنېټ ته لاسرسی لري.
ټرېنېډاډ او ټوبېګو یو راډیو ټلوېزیون لري چې په انګریزي، چینایي، هندي او فرانسوي ژبو خپرونې کوي. د دغه هېواد خصوصي برخه ۶ ټلوېزیونونه او ۴۰ راډیو ګانې لري او د دې تر څنګ په ټرېنېډاډ او ټوبېګو کې ۷ ورځپاڼې او ۷۰ اونیزې، میاشتنۍ او مهالنۍ شته. هر کال په دغه هېواد کې په منځنۍ توګه ۵۰ نوي لیکلي یا ژباړلي علمي، ادبي، هنري او ټولنیز کتابونه خپرېږي او هر سړی په کال کې په منځنۍ توګه ۲۰ کیلو ګرامه کاغذ د لیکلو، لوستلو او خپرولو لپاره لګوي.
ټرېنېډاډ او ټوبېګو د نړۍ له کوچنیو، خو خوندي، هوسا، شتمنو او ښایسته هېوادونوڅخه دی. د ټرېنېډاډ او ټوبېګو ۹۹ سلنه خلک په لیک او لوست پوهېږي او منځنۍ، مسلکي یا لوړې زده کړې لري او زده کړې په دغه هېواد کې له ۶ تر ۱۱ کلنۍ پورې وړیا او الزامي دي.
که څه هم چې ټرېنېډاډ او ټوبېګو دواړو په ګډه یو هېواد جوړ کړی، خو هر یو جلا تایخ لري. د ټرېنېډاډ ټاپو چې د اورینوګو سیند په ۱۲ کیلومترۍ کې پروت دی، په ۱۴۹۸ کال کې د لومړي ځل لپاره د نامتو هسپانوي سمندري سیلاني کرسټېف کولمب له خوا وپېژندل شو او د اسپانیا ملکیت وبلل شو، خو د ټوبېګو په ټاپو کې د مخ کاریب بومیان اوسېدل. کله چې هالنډیانو دلته د سرو زرو په موندلو او استخراج لاس پورې کړ، نورو اروپايي ځواکونو لکه، هسپانویانو او فرانسویانو هم په ټوبېګو یرغلونه پیل کړل. په پای کې برېټانویان په نورو لاسبري شول او ټوبېګو ټاپو یې خپل ملکیت وباله.
په ۱۸۳۴ کال کې غلامي په ټرېنېډاډ او ټوبېګو کې لغوه او هغه په زرګونو تور پوستي افریقایان چې د دغه ټاپوګانو د ګنیو په کروندو کې په کار بوخت وو، ښارونو ته ولېږدېدل او ورو ورو یې ځای په کلیوالو سیمو کې هندي کارګرانو ونیو. دا بهیر په ۱۸۴۵ کې پیل او تر ۱۹۱۷ کال پورې اوږد شو. په دې اوږده موده کې په زرګونو هندي کارګران ټرېنېډاډ او ټوبېګو ته وکوچېدل چې اولادونه یې اوس هم هملته مېشت دي.
په ۱۹۲۴ کال کې په ټرېنېډاډ او ټوبېګو کې د خپلواکۍ غوښتنې لومړنۍ هڅې پیل او وړې سیاسي ډلې جوړې شوې. ټرېنېډاډ او ټوبېګو په ۱۹۵۰ کال کې خپلواکي تر لاسه او ددې ټاپوګانو د خلکو ملي غورځنګ مشر ډاکټر اریک ویلیامز د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو. نوموړی تر۱۹۸۱ کال پورې د دغو ټاپوګانو لومړی وزیر و.
په ټرېنېډاډ او ټوبېګو کې د تېلو موندلو د هېواد له اقتصادي پرمختګ سره ډېره مرسته وکړه او د بورې جوړولو صنعت پکې دویم دریځ غوره کړ. د تېرې پېړۍ په اویایمه لسیزه کې په ټرېنېډاډ او ټوبېګو کې ټولنیزې ستونزې ډېرې او هندي او افریقایي اوسېدونکو د ښه او بسیا ژوند لپاره په پرله پسې اعتصابونو لاس پورې کړ.
په ۱۹۷۶ کال کې په دغه هېواد کې جمهوري نظام ټینګ او د ټولو خلکو د حقوقو د درناوي غورځنګ پیاوړی شو.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتېژیکو څېړنو مرکز په کتاب کې د ټرېنېډاډ او ټوبېګو پېژندګلوي نشته او دا دواړه هېوادونه هېڅ راز اړیکې نه لري.
له افغانستان څخه تر ټرېنېډاډ او ټوبېګو پورې د هوا له لارې فاصله ۱۲۷۰۵ کیلومترو ته رسېږي. همدا راز د کابل او پارټ اف سپېن تر منځ د وخت توپیر اته نیم ساعته دی.

 

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.