ایتوپیا

15 زمری 1397 حشمت الله نوري

ایتوپیا د افریقا د لویې وچې په منځنۍ او جنوب ختیځه برخه کې د ختیځو طول البلدونو د ۳۳ او ۴۸ درجو او د شمالي عرض البلدونو د ۳ او ۱۳ درجو په منځ کې موقعیت لري. پراخوالی یې ۴۲۴۷۳ کیلو متره مربع دی او له دې پلوه د نړۍ ۲۳م لوی هېواد دی. شمال ته یې اریتریا، جنوب ته یې سومالیا او کینیا، ختیځ ته یې سومالیا او اریتریا او لوېدیځ ته یې سوډان موقعیت لري. ایتوپیا د استوا له کرښې او سمندر سره د نږدېوالي له امله په ټیټو سیمو کې ډېره توده او لنده بل لرونکې هوا لري.
د دغه هېواد پلازمېنه اډیسه بابا ښار دی. د وګړو شمېر یې ۱۰۲ میلیونه تنه اټکل شوی دی. د نفوسو ګڼوالی یې په هر کیلو متر مربع کې ۸۳ تنه ښودل شوی دی. ۲۵ سلنه وګړي یې په ښارونو کې ژوند کوي، خو پاتې ۷۵ سلنه نور یې بیا په کلیو او بانډو کې مېشت دي. د دغه هېواد د قانون له مخې هره کورنۍ په ټول ژوند کې د پنځو ماشومانو د درلودو اجازه لري.
۳۵ سلنه وګړي یې تور او رومو نژاده، ۲۵ سلنه یې امارا نژاده، ۲ سلنه یې ګامو نژاده، ۱۱ سلنه یې ګوراجي نژاده او پاتې نور یې د بېلابېلو نژادونو څخه دي. همدا راز ۳۵ سلنه وګړي یې مسلمانان، ۴۴ سلنه یې ارتودوکس، ۱۹ سلنه یې پروتستانت او ‎پاتې نور یې کاتولیکان دي.
کونډار، دیره، دعوه، اواسا، باهیردار، اوجیما، او مکیل یې لوی او مهم ښارونه دي.
د ایتوپیا نوی اساسي قانون د ۱۹۹۵ کال د اګسټ په ۲۲مه نافذ شوی دی.
د ایتوپیا ولسمشر د هېواد د دواړو جرګو له خوا د ۶ کلونو لپاره ټاکل کېږي او دوه ځلې کار کولای شي. د ایتوپیا لومړی وزیر د هغه ګوند له خوا ټاکل کېږې چې په ولسي جرګه کې اکثریت ولري او د کابینې نور وزیران د لومړي وزیر په وړاندیز د ولسي جرګې له خوا ټاکل کېږي.
د ایتوپیا پارلمان دوې جرګې لري. لومړۍ فدرالي جرګه چې ۱۰۸ غړي یې د سیمه ییزو شوراګانو له خوا د ۵ کلونو لپاره ټاکل کېږي. د ایتوپیا فدرالي جرګه دنده لري چې اساسي قانون تفسیر او فدرالي تشکیلات وڅېړي. دویمه ولسي جرګه چې ۵۴۷ غړي لري او ټول د خلکو له خوا د ۵ کلونو لپاره ټاکل کېږي. په ایتوپیا کې د رایه ورکولو سن ۱۸ کاله او رایه ورکول عمومي دي.
د ایتوپیا حقوقي نظام په مدني قوانینو ولاړ دی. ستره محکمه د دغه هېواد تر ټولو لوړ قضایي ارګان دی چې رییس او مرستیال یې د لومړي وزیر په غوښتنه د هېواد د ولسي جرګې له خوا ټاکل کېږي. د دغه محکمې نور قاضیان د لومړي وزیر په غوښتنه د فدرالي حقوقي ادارې د شورا له خوا ولسي جرګې ته د منظورۍ لپاره ور پېژندل کېږي.
د ایتوپیا ولسواک ګوند، د ایتوپیا د خلکو انقلابي ډیموکراټیکه جبهه، د ټولې ایتوپیا د یووالي ټولنه، د ارکوبا د خلکو ولسواکه ټولنه، د خلکو ولسواکه جبهه، د سوماليا د خلکو ولسواک ګوند یې له مهمو او مشهورو ګوندونو څخه شمېرل کېږي.
دغه هېواد د ګڼو نړیوالو ټولنو تر څنګ په ۱۹۴۵ کال کې د ملګرو ملتونو غړیتوب هم تر لاسه کړ.
ایتوپیا د۱۹۹۱ کال د مې په ۲۸مه خپلواکي ترلاسه کړه، نو له همدې امله هر کال د مې ۲۸ مه په دغه هېواد کې د خپلواکۍ د ملي ورځې په نوم نمانځل کېږي.
د ایتوپیا اقتصاد په کرنه ولاړ دی. دغه سکټور د هېواد ۴۱ سلنه غیر خالص کورني تولیدات، ۷۵ سلنه صادرات او ۸۶ سلنه وګړو ته کار برابروي.
په دې وروستیو کلونو کې د ایتوپیا د دولت یو بل نوښت دا دی چې خپلې ځمکې کورنیو یا بهرنیو پانګه والو ته په اوږده اجاره ورکوي چې هغوي یې ابادې کړي او کرنیز حاصلات یې ډېر شي.
د دغه هېواد د سړي سر کلني عاید اندازه ۹۲۷۰ ډالرو ته رسېږي او کاري ځواک یې ۳۸ میلیونه تنه اټکل شوی دی. ۲۵ سلنه وګړي یې د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي. همدا راز د دغه هېواد ټوله بودجه ۶میلیارده ډالرو او لګښتونه یې ۷ میلیاردو ډالرو ته رسېږي.
کتان، جامې، چرم، بوټونه، د کاني موادو استخراج، خوراکي توکي، ټوکران، فلزي شیان، سمنټ، کیمیاوي مواد، برېښنا او لاسي کارونه د دغه هېواد په صنعت کې عمده رول لري.
د ایتوپیا ۱۱ سلنه ځمکه د کرنې وړ ده. ۴۰ سلنه یې څړځایونو، ۲۵ سلنه ځنګلونو او پاتې ۱۹ سلنه یې غرونو، سیندونو، ښارونو او د استوګنې کلیوالو سیمو نیولې ده. د دغه هېواد ۸۶ سلنه خلک د کرنې او مالدارۍ په سکټور کې په کار بوخت دي او د هېواد ۷۵ سلنه صادرات او ۴۱ سلنه غیر خالص کورني تولیدات له دې سکټور څخه لاسته راځي. لرګي، اوربشې، غنم، کچالو، ګني، ږدن، جوار، قهوه، تنباکو، چغندر، مېوې، سابه، غوښه، لبنیات، هګۍ او واښه د ایتوپیا د کرنې او څارویو مهم محصولات بلل کېږي.
طبیعي ګاز، سره زر، مس، د ډبرو سکاره او مالګه د دغه ّ هېواد له مهمو کانونو څخه شمېرل کېږي. د ايتوپیا د صادراتو ټوله بیه ۳ میلیارده ډالره او د وارداتو ټوله بیه یې ۱۰ ميلیارده ډالره اټکل شوې ده.
المان، چین، بلجیم، سعودي عربستان، اېټالیا او سوډان د دغه هېواد لوی سوداګریز شریکان دي. د دغه هېواد د اورګاډي پټلۍ ۷۰۰ کیلومترو ته رسېږي. ۱۰ سوداګریزې د کارګو لویې بېړۍ او ۶۰ هوایي ډګرونه لري چې ۲۰ یې په عصري او اساسي ډول رغول شوي دي.
د دغه هېواد د ټلیفون کوډ نمبر ۰۰۲۵۱ او د انټرنېټ کوډ نمبر یې اي ټي دی. همداراز یو ميلیون وګړي یې انټرنېټ ته لاسرسی لري.
د ایتوپیا دولتی ټلوېزیون له اډیسه بابا څخه د ټول هېواد لپاره او دولتی راډیو په ۱۳ اداري واحدونو کې خپرونې لري. خصوصي برخه یې ۲۰ سوداګریزې او سیمه ییزې راډیوګانې لري. تر څنګ یې په ایتوپیا کې ۷ ورځپاڼې او ۱۰۰ اونیزې، میاشتنۍ او مهالنۍ چاپېږي. همدا راز په دغه هېواد کې هر کال کابو ۳۰۰ عنوانه نوي کتابونه خپرېږي.
ایتوپیا د افریقا او نړۍ له وروسته پاتې، خو پرمخ تلونکو هېوادنو څخه دی. ۴۴ سلنه نارینه او ۳۶ سلنه ښځې یې په لیک او لوست پوهیږي. په دغه هېواد کې زده کړه د ۵ کلنۍ نه تر ۱۶ کلنۍ پورې وړیا او جبري ده.
لرغونو یونانیانو د ایتوپیا خلکو ته تور پوستي ویل، ځکه چې مخونه یې لمر او تودوخې غنم رنګ یا تور کړي وو. وروسته بیا یونانیانو ټول افریقایان په همدې نامه یادول. حبشه د اوسنۍ ایتوپیا بل نوم دی، دا نوم د حبشت له عربي نامه څخه اخیستل شوی او دا هغه قوم و چې له ميلاد څخه ۲۰۰۰ کاله مخکې له یمن څخه افریقا ته کډه شوي وو.
د ایتوپیا په شمال کې د اکسوم په نوم هېواد په پخوانیو وختونو کې د سره سمندر د بنادرو او د پاسني نیل د درې تر منځ د راکړې ورکړې او سوداګرۍ ځای و.
داسې ښکاري چې له ميلاد څخه ۱۰۰۰ کاله مخکې حضرت سلیمان او ملکه سبازوی منلیک د حبشې بنسټ اېښی دی. له ميلاد څخه ۶ پېړۍ مخکې په حبشه کې داسې خلک اوسېدل چې په حامي، ساسمي او نیولټي ژبو یې خبرې کولې.
اکسوم په لومړۍ مېلادي پېړۍ کې داسې یوشمتن هېواد و چې ټولې حبشې ته یې ګټه رسېده. د اکسوم واکمني په ۵ مو او ۶مو پېړیو کې دومره پراخه شوه چې د فارس او هند له هېوادونو سره یې سوداګریزې اړیکې درلودې. د ۱۹۷۷ کال د ډسمبر په ۲۰مه د پوځ کمونېستو افسرانو کودتا وکړه او منکیستو هیلي ماریام یې د هېواد د مشر په توګه اعلان کړ. نوي حکومت د حبشې نوم په ایتوپیا واړاوه، پادشاهي نظام یې پای ته ورساوه، ملي شورا یې ړنګه کړه، سوسیالېستي نظام یې اعلان کړ، له شوروي اتحاد څخه یې مرستې او وسلې تر لاسه کړې او د اریتریا او تیکره له خپلواکي غوښتونکو سره یې جګړه پراخه شوه.
په ۱۹۹۰ کال کې شوروي اتحاد چې د ړنګېدو په درشل ولاړ و، خپل پوځي مشاورین له ایتوپیا څخه ور وبلل. له دې وروسته ارتیریایي جنګیالیو ژر مصوع بندر، د اسمره ښار او هغه لارې ونیوې چې ایتوپیا ته تللې وې او بیا یې ورو ورو ټوله اریتریا د ۱۹۹۱ کال په مې کې چې شوروي اتحاد ړنګ و او د ایتوپیا دولت له سختو ستونزو سره مخ و ونیوله. د ایتوپیا د خلکو انقلابي ولسواکه جبهې له لوري د سولې د خبرو په بل پړاو کې د اریتریا خپلواکي ومنل شوه.
په ۱۹۹۴ کال کې د قانون جوړولو شورا د ایتوپیا نوی اساسي قانون جوړ کړ چې د هېواد لپاره یې فدرالي ولسواکه ډيموکراټیک دولت په پام کې نیولي و. دا قانون د ۱۹۹۵ کال په ټولپوښتنه کې تصویب شو.
په ۲۰۰۰ کال کې ایتوپیا او اریتریا داسې یو تړون لاسلیک کړ چې د دوی سرحدي ستونزې یې پای ته ورسولې. دواړو هېوادونو د جګړې حالت پای ته ورساوه او سوله ټینګه شوه. له دې تړون څخه ۷ کاله وروسته د ایتوپیا او اریتریا د سرحدونو د ټاکلو کمېسیون خپل کار پای ته ورساوه او ګډې پولې یې په نښه کړې.
په ۱۳۳۲ کال کې په قاهره کې د افغانستان لوی سفیر صادق مجددي هڅه وکړه چې له ایتوپیا سره په افریقا کې د خورا مهم ستراتېژیک موقعیت له امله سیاسي اړیکې ټینګې کړي، خو د ایتوپیا له خوا لېوالتیا ونه ښودل شوه. ورته هڅه په ۱۹۶۸ کال کې بیا هم په قاهره کې افغان سفیر ارواښاد محمد موسی شفیق وکړه. نوموړي وشو کولای په ۱۹۷۳ کال کې د افغانستان او ایتوپیا تر منځ د نا استوګنو اړیکو د جوړېدو اعلامیه په کابل او اډیسه بابا کې خپره کړي.
له افغانستان څخه تر ایتوپیا پورې د هوا له لارې فاصله ۳۹۱۲ کیلو مترو ته رسېږي. همداراز د کابل او اډیسه بابا ښارونو تر منځ د وخت توپیر هم یو نیم ساعت دی.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.