په شمالي کوريا کې عجيب، خو وېروونکی ژوند

23 زمری 1396 ژباړن: عبدالرقيب نوري

شمالي کوريا او کيوبا هغه هېوادونه دي چې لا هم د شلمې پېړۍ کمونېستي ارزښتونو ته پکې په افراطي ډول درناوی کېږي. کيوبا هېواد له دې امله چې د امريکا متحدو ايالتونو ته نږدې پروت دی او د نړۍ له ګڼ شمېر هېوادونو سره ډيپلوماټيکې اړيکې لري تر يوه بريده پېژندل شوې سيمه ده، خو که د شمالي کوريا په اړه له خلکو وپوښتل شي، ښايي په اړه يې ډېر لږ معلومات ولري، ځکه دغه هېواد په ۲۱ مه پېړۍ کې هم په سټاليني سيسټم اداره کېږي.
د شمالي کوريا حکومتي رهبر کېم جونګ اون نومېږي. د اون پلار کېم جونګ اېل او نيکه يې کېم اېل سونګ هم د شمالي کوريا رهبران وو. د شمالي کوريا بدبخته خلک د شمالي کوريا د حکومت مشر (کېم جونګ اون) د رهبر مرستيال بولي، ځکه دوی ته ويل شوي چې رهبر (کېم اېل سونګ) مړ نه دی بلکې له لمر سره يو ځای شوی چې ځمکه ګرمه او روښانه کړي.
په شمالي کوريا کې يوازېنی څوک چې د فکر کولو حق لري د حکومت مشر دی چې لوی قوماندان يې بولي. کله چې لوی قوماندان د کومې مسئلې په اړه نظر ورکوي، هېڅوک حق نه لري چې پر وړاندې يې څه ووايي.
وايي، يو وخت د شمالي کوريا د حکومت مشر کومې کارکوونکې ته، چې کرتۍ او لمن يې اغوستې وه، ويلي وو: "د شمالي کوريا په سنتي لباس کې ډېره ښکلې ښکارې" په همغه شپه د شمالي کوريا دولتي ټلوېزيون اعلان وکړ، چې ټولې ښځينه کارکوونکې بايد د کار پر مهال د شمالي کوريا دوديزې جامې واغوندي څو نړۍ لا ډېره ښکلې شي.
شمالي کوريا خورا سمسور طبيعت لري، د يوې سيمې هوا يې له بلې هغې سره ډېر توپير لري، خو د شمالي کوريا بدمرغه خلک له يوې سيمې بلې ته د تلو اجازه نه لري. يا په بل عبارت ټول خلک په خپلو کليو کې زندانيان دي. که څوک غواړي چې له يوه ښاره بل ته او يا له يوه کلي بل ته سفر وکړي، بايد له حکومته اجازه واخلي.
په شمالي کوريا کې څوک په مينه د واده کولو حق نه لري، مګر په دې شرط چې د هغه هېواد د استخباراتو او امنيت له وزارته اجازه واخلي. په دې مانا چې که يو څوک پر چا زړه بايلي او غواړي واده ورسره وکړي بايد د شمالي کوريا د استخباراتو او امنيت وزارت ته د خپلې مينې د ټولو جزیاتو (دا چې ولې مينان شوي، له يو بل سره څومره مينه لري... او نورو مسايلو په اړه) يو اوږد راپور وړاندې کړي او صبر وکړي چې وزارت يې مرکې ته ور وغواړي.
په دغه موده کې د شمالي کوريا استخبارات د هلک او نجلۍ اووه پشته او پېړۍ پلټي او که د پلټنو پر مهال له ډېرې کوچنۍ شکمنې مسئلې سره هم مخ شي، د واده اجازه نه ورکوي.
د شمالي کوريا خلک فقير او تل له قحطۍ سره مخ وي، چې له امله يې هر کال څو زره کسان مري.
د دغو خلکو بله بدمرغي دا ده چې حکومت يې د بهرنيو هېوادونو غذايي مرستې نه مني، ځکه فکر کوي چې مرسته شوي خواړه به يې د خلکو پر فکرونو ناوړه اغېز وکړي او په دې توګه به د شمالي کوريا پر کمونېستي نظام د کلتوري يرغل زمينه برابره شي.
د شمالي کوريا وګړي قطعاً بهر ته د تلو اجازه نه لري او هغه کسان چې د بهرنيو هېوادونو ليدو ته لېوالتيا ولري، د ضد انقلاب او دښمن په سترګه ورته کتل کېږي او سزا ورکول کېږي. له شمالي کوريا بهرنيو هېوادونو ته د ټليفون يوه اړيکه هم سړی د مرګ له سزا سره مخ کولی شي.
که د شمالي کوريا وګړي بهرنيو هېوادونو ته د تلو اجازه نه لري، دغسې بهرنيان هم نه شي کولای چې شمالي کوريا ته ورشي. د امريکا ضد سرسخته کمونېستان له دې بنديزه مستثنی دي او کولای شي چې په ډله ييزه توګه شمالي کوريا ته سفر وکړي او د دغه هېواد په مختلفو جشنونو او مناسبتونو ته کې ګډون وکړي. شمالي کوريا د هر بهرني لپاره يو جاسوس ګوماري څو هغوی وڅاري او اجازه ور نه کړي چې له چا سره خبرې وکړي.
په شمالي کوريا کې ان د خلکو د خوبونو ليدل هم کنټرولېږي. په دغه هېواد کې ټول زده کوونکي مجبور دي چې خپل او د والدينو ليدلي خوبونه يې په ټولګي کې د استخباراتو او امنيت وزارت استازي ته ووايي.
په شمالي کوريا کې د دغه هېواد د اړوندو ټولو بدو سياسي، ټولنيزو او اقتصادي خبرونو خپرول منعه دي. پر کمونېستي نظام او د هېواد پر لوړ پوړو چارواکو وړه نيوکه لوی جرم بلل کېږي. په دغه هېواد کې ۱۲ ورځپاڼې چاپېږي، خو يوه يې هم خبريال نه لري. په دغو ورځپاڼو کې يوازې هغه خبرونه خپرېږي چې د شمالي کوريا د استخباراتو او امنيت وزارت يې ليکي. په يادو ورځپاڼو کې خپرېدونکي ټول موضوعات، له سرليکنو پرته، سره ورته وي.
د شمالي کوريا په دولتي ټلوېزيون کې د هر راز بهرنيو سينمايي فلمونو ان کارټونونو خپرول منعه دي. په دغه هېواد کې د انټرنېټ نوم هم لا ډېرو خلکو نه دی اورېدلی. د بهرنيو راډيوګانو اورېدل يا د ډېش ټلوېزيونونو او فکس دستګاوو ساتل د شمالي کوريا په قوانينو کې جرم دی چې مرتکبينو ته يې درنې سزا ګانې ورکول کېږي. د کمرو او داسې موبايلونو درلودل چې کمرې ولري، د جاسوسۍ هڅه بلل کېږي او مالکانو ته يې د مرګ سزا ورکول کېږي.
له هغو کمونېستانو، چې د شمالي کوريا د ځانګړو مېلمنو په توګه دغه هېواد ته ورځي، موبايلونه او کمرې اخيستل کېږي او د تلو پر مهال بېرته ورسپارل کېږي.
بهرني مېلمانه قطعاً نه شي کولی چې د شمالي کوريا له وګړو سره خبرې وکړي. دغه مېلمانه که په بازار کې د يو جنس بيه هم پوښتي بايد له هغه کس يې وپوښتي چې د استخباراتو او امنيت وزارت له لوري د ده د څارنې لپاره مؤظف شوی. څارونکی به له دکانداره د نرخونو پوښتنه کوي او بيا به يې مېلمه ته وايي.
د شمالي کوريا خلک د نړۍ له حالاتو په هېڅ نه دي خبر، په دغه هېواد کې ان د بهرنيو فلمونو کتل هم منعه دي. دوی نه پوهېږي چې له شمالي کوريا بهر څه روان دي.
څو کاله وړاندې د پيونګ يانګ پوهنتون خپلو محصلینو ته د اوليفر ټوېسټ فلم ور وښود، چې د دوو سوو کلونو مخکې کيسه کوي. د پوهنتون چارواکو د فلم تر ختمېدو وروسته محصلينو ته وويل "د لندن سړکونه مو وليدل. اوس تاسو قضاوت وکړئ، چې اروپايان پرمختللي دي، که مونږ".
د شمالي کوریا چارواکي په دې باور دي چې د بهرنيو، په ځانګړي ډول امريکايي فلمونو کتل د دوی پر هېواد کلتوري يرغل ته لاره هواروي. دغه هېواد له چين، روسيې، کيوبا، ليبيا، سوريې او وينزويلا پرته نور تول هېوادونه دښمنان بولي.
په شمالي کوريا کې زده کړې وړيا دي، خو درسي کتابونه يې ټول د رهبرانو په ستاينو ډک دي. هلته روغتيايي چوپړتياوې هم وړيا دي خو په روغتونونو کې يې درمل نه موندل کېږي او خلک يوازې د مړينې او دې لپاره ورځي چې له سختيو خلاص شي.
په شمالي کوريا کې څوک شخصي موټر نه شي چلولی او نږدې ۷۰ سلنه اوسيدونکي يې د تګ راتګ لپاره له بايسکېلونو استفاده کوي. د دغه هېواد ټول وګړي، چې له کوره راوځي، بايد رسمي جامې واغوندي. له دې سربېره بايد پر خپلو جامو ځانګړي نښانونه هم ولګوي چې د استخباراتو مامورين يې وپېژني او پوه شي، چې څوک چېرته روان دي؟
په شمالي کوريا کې دوه ډوله پیسې چلېږي، يو ډول هغه چې د ياد هېواد اتباع يې په سوداګريزو معاملو کې کاروي او بل هغه پیسې چې بهرني ميلمانه يې د توکو د رانيولو لپاره کاروي. د شمالي کوريا استخباراتي ادارې وايي، د دې سيسټم په پلي کولو سره په اسانۍ سره پوهېدای شي چې چا له دښمنانو يا سيلانيانو پیسې اخيستې او يا يې ورسره سوداګريزه معامله کړې ده.
د شمالي کوريا ټول خلک د هرې ورځې په پيل کې د هغه هېواد د مړو شويو رهبرانو مجسمو ته تعظيم کوي، د ۱۰ دقيقو لپاره د امريکا پر ضد د خپلو ادارو د مشرانو ويناوې اوري، د پنځو دقيقو لپاره د "مرګ پر امريکا" شعارونه ورکوي او وروسته خپلو کارونو ته ور ستنېږي.
شمالي کوريا کې دغه پروګرام له تېرو پنځوسو کلونو راهيسې هره ورځ پلی کېږي. د دغه هېواد د ټولو خلکو عايد تقريباً مساوي دی او هر وګړی يې په مياشت کې نږدې ۸۰۰ افغانۍ معاش اخلي.
د شمالي کوريا هغه ورزشکاران چې په نړيوالو لوبو کې د ګډون لپاره بهرنيو هېوادونو ته ځي، تر سفر مخکې ورته يو مياشتني عقيدتي ټولګي دايرېږي، سياسي زده کړې ورکول کېږي او کورنۍ يې د حکومت له لوري برمته کېږي، څو بېرته هېواد ته ور وګرځي.
که کوم ورزشکار خپل هېواد ته له ور ستنېدو ډډه وکړي د کورنۍ ټول غړي او خپلوان يې وژل کېږي. که ور ستون هم شي، تر ډېرې مودې پورې اجازه نه ورکول کېږي چې له چا سره خبرې يا کاته وکړي. په دې موده کې ترې هر اړخيزې پلټنې کېږي څو مالومه شي چې د بهرني کلتور تر اغېزې لاندې راغلی او که نه؟
له دې ټولو ناخوالو سره – سره د شمالي کوريا اوسيدونکي فکر کوي، چې د نړۍ تر ټولو نېکمرغه وګړي دي. هغوی فکر کوي چې لمر له دې امله ګرم دی چې د دوی رهبر ورسره يو ځای شوی.
د شمالي کوريا د استخباراتو او امنيت وزارت د دغه هېواد پر يوازېنۍ وېبپاڼه ليکلي "په نوو څېړنو کې په ډاګه شوې چې لوی رهبر کېم اېل سونګ له وړاندې د لمر يوه برخه وه، خو کله چې ومړ په ښکاره له لمر سره يو ځای شو، چې له کبله يې د تودوخې درجه په ناببره توګه لوړه شوه.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(8 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.