صدام حسین

07 زمری 1396 شفیق امیرزی

 صدام حسين په ۱۳۱۶ لمریز (۱۹۳۷م) کال کې د عراق د تكريت په نوم ښارگوټي د العوجه كلي په يوه غريبه كورنۍ كې زېږدلی دی.

صدام حسين لس كلن و چې له تكريته بغداد ته ولاړ او د خپل تره احمد حسن البکر كره مېشت شو. ده به په خپله ويل چې ډېر څه یې له خپل تره زده كړي او ور ښودلي یې دي او د تره یوه خبره یې ورته دا وه چې: هېڅكله به دښمنانو ته شا نه کوې، كه څه هم دښمن دې ډېر قوي وي.
نوموړي په ۱۳۳۶ كال كې هغه مهال چې لا شل كلن و، د بعث گوند غړيتوب ترلاسه كړ. د صدام تره د بعث گوند له يوه مهم غړي سره پېژندل او د هغه له لارې يې صدام هغوی ته ور وپېژاند. د غړیتوب له اخیستو وروسته صدام حسين په خپل پلرني كلي او ښار تكريت كې د یاد ګوند مهم غړی شو، په دې ترڅ کې یې د ویناوو او فعالیتونو له لارې ډېر خلك پر ځان ور ټول کړل او په عراق كې یې د انګلیس د لاسپوڅې رژيم پر وړاندې یې په گڼو لاريونونو او فعاليتونو كې برخه واخيسته. په دې وخت په مصر كې جمال عبدالناصر واكمن شوی و، په يو شمېرعربي هېوادونو كې پاڅونونه وشول او نوي حكومتونه رامنځته شول.
بعث ګوند ته د صدام حسین له ورتلو یو كال وروسته د عراق د هغه مهال د پوځ مشر جنرال عبدالكريم قاسم، له سلطنتي حكومته دويم فيصل لرې كړ. د جنرال پر دې كړنه بعث گوند ناراضه شو او د نوي حكومت پر وړاندې ودرېدل او لاريونونه یې وکړل چې بالاخره په ۱۳۳۸ کال كې د عراق لومړی وزیر جنرال عبدالكريم قاسم ووژل شو، د هغه د وژنې تور رسماً پر صدام ولگول شو، خو صدام له دې پېښې وروسته چې حالات ورته چندان ښه نه ښكارېدل مصر ته ولاړ او هلته يې د حقوقو پوهنځي کې زده کړې پیل کړې. د عراق حكومت صدام ته د لومړي وزير د وژنې د جرم له امله په غياب كې هغه ته د مرگ سزا وټاکله. لا ډېر وخت نه و تېر چې د بعث ګوند چې ډېری غړي یې په پوځ کې وو، کودتا وکړه او په ۱۳۴۲ کال کې یې د عراق ټول قدرت په لاس كې واخيست، خو په یاد ګوند کې د اختلافاتو له امله حكومت یې تر اتو میاشتو ډېر دوام ونه کړ. په همدې حال كې صدام له مصر څخه عراق ته راستون شو او د دغه گوند د غړو ترمنځ يې د اختلافاتو لرې كولو هڅې پيل كړې.
په بعث ګوند کې اختلافات د دې لامل شول چې حکومت د دوی یو مخالف عبدالرحمان عارف په لاس كې واخلي. صدام په ۱۳۴۳ كال كې د دغه حکومت له لوري زندان ته واچول شو او بیا په ۱۳۴۶ كال كې له زندانه له تښتېدو وروسته د بعث گوند مهم غړی وپېژندل شو. یاد ګوند په ۱۳۴۶ کال كې بله کودتا چې جنرال احمد حسن البكر يې مشري كوله، وکړه او په ترڅ کې یې د چارو واگې په لاس كې واخیستې.
د بعث ګوند له خوا د واک له اخیستو وروسته صدام حسين ته د فعالیت ښه زمينه برابره شوه او یوه موده یې د ځان لپاره کار پیل وکړ، هماغه و چې په ۱۳۵۵ کال کې د عراقي ځواكونو د عمومي قوماندان په توگه وټاكل شو. خو کله چې صدام پر دې پوه شو چې ولسمشر احمد حسن البكر نور زوړ شوی او د چارو ترسره كولو توان نه لري، هغه یې له واکه ګوښه کړ او ځان یې په رسمي ډول د عراق د ولسمشر په توگه ونوماوه. صدام د خپلې ولسمشرۍ په موده کې د عراق ټول كارونه په خپله ترسره کول او ډېرو غونډو ته به خپله حاضرېده.
د صدام د حکومت په لومړیو کې په عراق كې ډېرې ستونزې وې؛ لکه د شعيه او سني ترمنځ ټکرونه، د كردانو او نورو لږكيو ترمنځ مخالفتونه، شخړې او داسې نور خو صدام حسين په ډېر ښه ډول دا ستونزې وروـ ورو هوارې كړې او عراق یې د يوه قوي مركزي حكومت څښتن كړ. صدام د هغو كمپنيو مخه ونيوه چې له عراقه یې تېل ارزانه پېرل. له نفتو ترلاسه کېدونکي پیسې به یې د پوځ په قوي كولو او اقتصادي پرمختگ په برخو کې لګولې.
صدام په لومړي سر کې له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې لرلې، نوموړي د وخت له شوروي اتحاد سره په بېلابېلو برخو كې د مرستې رسونې يو تړون هم لاسليك كړ چې له هغه وروسته په زرگونو روسي مشاورين او كارپوهان دغه هېواد ته ولاړل او په بېلابېلو برخو كې يې د صدام له حكومت سره مرسته وكړه، خو په ۱۳۵۷ كال كې په عراق كي د زيات شمېر عراقي كمونستانو له په دار ځړولو سره د بغداد او کرملین اړيكې ترينگلې شوې. له شوروي سره د صدام د اړيكو له خرابېدو وروسته صدام له غربي هېوادونو سره خپلې اړيكې ورغولې او دا اړيكې د عراق او ايران په جنگ كې نورې هم قوي شوي؛ ځكه ټولو غربي هېوادونو له ايران سره د جنگ پر مهال د صدام ملاتړ کاوه.
هغه مهال چې په ايران كې اسلامي انقلاب د خميني په مشرۍ رامنځته شو، له ټولو هېوادونو سره د ايران په بهرني سياست كي بدلون راغی، نو ایران له عراق سره هم ځيني ستونزې پيدا كړې؛ ځكه صدام حسين د ايران له پخواني ولسمشر رضا شاه پهلوي سره د يوه تړون له مخې امام خميني د عراق د نجف له ښار څخه ايستلی و. خميني له هغه وروسته فرانسې ته ولاړ او له هغه ځایه یې د ايران انقلاب وكړ. دخميني او صدام ترمنځ اړيكي ډېرې ترينگلې شوې وې، په همدې حال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ سرحدي ستونزې هم راپورته شوې. عراق په ۱۳۵۹ كال كې د ايران په خوزستان ايالت بريد وكړ او له هغه وروسته د دغو دواړو هېوادنو ترمنځ جنگ پيل شو او اته كاله يې دوام وكړ. په دغه جنگ کې د دواړو هېوادونو ۱۷ لكه كسان ووژل شول چې بالاخره ايران په ۱۳۶۷ كال كې د ملگرو ملتونو د امنيت شورا د ۵۹۸ پرېكړه ليك پر بنسټ جنگ درولو ته غاړه كېښوده. د ايران او عراق جنگ د صدام لپاره كومه ښه پايله نه لرله او ۷۵ ميليارده ډالر يې عراق ته مالي زيان هم واړاوه، صدام بيا وروسته له نورو هېوادونو د قرضې په توګه تر یوه بریده دغه خساره جبران كړه.
صدام حسین له کویټ سره هم جګړه وکړه، همدا هېواد وروسته ورته بلا شو او امریکایانو ته یې د عراق پر ضد په خپله خاوره کې نظامي اډې ورکړې.
د كويټ له جنگ وروسته د امريكا او عراق اړيكې ترينگلې شوې او پر صدام دا تور هم ولگول شو چي غوښتل يې د امريكا د هغه مهال ولسمشر جورج اېچ بوش كويټ ته د سفر پر مهال ووژني، دې خبرې لا نورې هم د امريكا او عراق اړيكې خرابې کړې.
سره له دې چې امريكا او نورو غربي هېوادونو پر عراق بنديزونه لگولي وو، د دغه هېواد پر مهمو ځایونو یې هم هوايي بریدونه کول، خو دغه ځل د پخواني بوش زوی جورج بوش چې تازه د امريكا ولسمشر شوی و، هوډ وكړ چې پر عراق به برید کوي، هغه ته صدام ډېر خطرناك ښكارېده. که څه هم پر عراق د برید پلویان لا وړاندې هم په امریکا کې وو خو هغوی کله هم اکثریت نه وو او په لویه کچه یې ملاتړ نه کېده. خو د ۲۰۰۱ د سپټمبر تر پېښو وروسته پر عراق د برید پلویان قوي او ډېر شول او پر افغانستان تر برید وروسته یې عراق د امریکا مهم هدف ګاڼه. بوش به په خپلو خبرو كې ايران، عراق او شمالي كوريا د شيطاني مثلث په نامه يادول او د دغو هېوادونو د واكمنانو د له منځه وړو خبرې به يې كولې. بوش پر صدام توره ولگاوه چې كيمياوي وسلې يې جوړې كړې دي او د اټومي وسلو د جوړولو پلان لري. په ۱۳۸۱ كال كې دوه ځلې امريكا كوښښ وكړ چې د هوايي بريدونو له لارې صدام ووژنې خو دغه هڅه يې ناکامه شوه، بالاخره يې په ۱۳۸۲ كال رسماً پر دغه هېواد بريد پيل او له څو مياشتو مقاومت وروسته امريكايان پر دې وتوانېدل چي د صدام حسين حكومت را وپرځوي او پر ځای يې لاسپوڅی شعيه حكومت واكمن كړي.
صدام حسین وروسته تر دې چې امريكا پر عراق بريد وكړي، نادرکه شو، اوازې وې چا به ويل چې سوریې ته تللی، چا به ويل چې اردن ته تللی او چا به ويل چي د هټلر په څېر يې ځان وژنه كړې، خو دا ټولې خبرې د عراقي مقاومت د ضعیفه کولو په موخه وې. صدام تر پایه په عراق کې پاتې شو او دوه ځلې د جنگ پر مهال هم چې لا امريكا عراق نه و نيولی د صدام مركې د تلويزیون له لارې خپرې شوې او هر ځل به د نوموړي خبره دا وه چې د مرګ تر بریده مقاومت ته ولاړ دی.
د ۲۰۰۳ كال د ډسمبر په ۱۴مه نېټه د عراق ولسمشر جلال طالباني د يوې خبري غونډې پر مهال اعلان وكړ چې صدام حسين يې نيولی دی. له دې وروسته د برېتانیا لومړي وزير ټوني بلېر او د عراق امريكايي چارواکي پل برمر هم اعلان وكړ چې صدام حسين د امريكایي ځانگړو ځواکونو په عملیاتو کې نیول شوی دی.
کله چې امريكا پر عراق پراخ بريد پيل كړ، صدام په خپل پلرني ښار تكريت كې تر يوه كور لاندې څو متره ځای سوری كړی و او هلته يوازې اوسېده او بالاخره د ۲۰۰۶ ميلادي كال د ډسمبر په ۳۰مه د لوی اختر په لومړۍ ورځ سهار درې نيمې بجې په دار وځړول شو، خو دا چې ولې د اختر په ورځ اعدام شو؟ لا یوه معما ده.
صدام حسين درې ودونه كړي وو. د هغه لومړۍ مېرمن د هغه د ماما لور ساجده طلفاح نومېده چې ډېر اولادونه يې هم له همدې ښځې وو، چې د صدام دوه تكړه زامن (عدي او قصي) هم له دې ډلې دي. صدام له دې ښځې د رعنا، رغد او حلا په نومونو لوڼې هم درلودې.
د صدام یاد دوه زامن، عدي او قصي، پر عراق د امريكايانو تر يرغل څو مياشتې وروسته له امريكايي ځواکونو سره په يوه مخامخ نښته كې ووژل شول.
د صدام حسین نورې دوه ښځې سمیرا او ندال الحمداني نومېدې.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

100 نظرونه

  • Vernita
    Vernita یکشنبه, 27 غبرګولی 1397 20:28 د نظر لنک

    This is reallу interesting, You are an excessively profеssional
    blogger. I've joined your feed and sit uр foг searching for more of your excellent post.
    Additіonally, I've shаred your website іn my social networks

  • Judi
    Judi یکشنبه, 27 غبرګولی 1397 14:57 د نظر لنک

    I ⅾon't knoѡ whether it's just mе or if perhaps evеrybⲟdy else exρeriencing problems with yoսг site.
    It ѕеems ⅼike some of the written text within your postѕ are running off the sⅽreen. Can somеone else please comment and let me know if
    this is happening to them as ѡell? This may be a problеm with my browsеr
    because I've had this happen before. Thank you

  • Oren
    Oren یکشنبه, 27 غبرګولی 1397 06:01 د نظر لنک

    Unquestionably consider that thаt you said. Your favorite
    reason seemed to be on the net the simplest thing to take into аccount of.
    I say to you, I definitely get annoyed whilst people think about concerns that they plainly don't realize about.
    You managed to hit the naіl upon the hiցhest and outlined out the entire thing without having siⅾe-effects , folks can take a signal.

    Will probably be back to get more. Thank you

  • Selene
    Selene یکشنبه, 27 غبرګولی 1397 05:23 د نظر لنک

    Heⅼlo! I'm at work browsing your blog from my new ipһone 3gs!
    Just wanted to say I love reaԀing your blog and look forwɑгd to all
    your posts! Carry on the excellent work!

  • Gerardo
    Gerardo یکشنبه, 27 غبرګولی 1397 04:57 د نظر لنک

    Greetingѕ from Flоrіԁa! І'm bored at work
    so I decided to check out your blog on my iphone during lunch breɑk.
    I love the information you prοѵide here and can't wait to take a look when I
    get home. I'm shocked at how quick your blog ⅼoaded on my mobile ..
    I'm not even using WIFI, just 3G .. Anyhow,
    excellent blog!

  • Ermelinda
    Ermelinda یکشنبه, 27 غبرګولی 1397 00:54 د نظر لنک

    Thank you fоr the good writeup. It in fact was a аmusement account it.

    Lo᧐k advanced to fаr added agreeable from you!
    However, how could wе communicate?

  • Hugh
    Hugh شنبه, 26 غبرګولی 1397 22:49 د نظر لنک

    Ηmm is anyone else having problems with the іmages on this blog loading?
    I'm trying to find out if its a problem on my end or іf
    it's the blоg. Any responses wouⅼd be greatly appreciated.

  • InvigoRise Reviews
    InvigoRise Reviews شنبه, 26 غبرګولی 1397 03:14 د نظر لنک

    Hey there! Do you know if they make any plugins to assist with SEO?
    I'm trying to get my blog to rank for some targeted keywords
    but I'm not seeing very good results. If you know of
    any please share. Cheers! http://www.lianmengpk.cn/go.asp?url=http://elitelaunch.net/groups/can-masturbation-really-perceived-as-penis-enlarging-exercise/

  • Grazyna
    Grazyna جمعه, 25 غبرګولی 1397 23:20 د نظر لنک

    I feel this is one of the so much significant info
    for me. And i'm glad studying your article.
    But should statement on few general issues, The website taste
    is perfect, the articles is in reality excellent : D. Just right task,
    cheers

  • panel maker
    panel maker جمعه, 25 غبرګولی 1397 23:19 د نظر لنک

    I read this paragraph fulply concerning the comparison oof most up-to-date and previous technologies, it's amazing article.

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.