خان عبدالغفار خان؛ په سولېدلو کليشو کې د پېړۍ تجربه!

10 سلواغه 1396 وحيدالله مصلح / لومړۍ برخه


نه پوهېږم ولې؟ خو سره له دې چې د باچاخان او د هغه د لارويانو ضد ټولنه کې رالويېدم، په دغه ټوله محدوده کې مې باچاخان بدې نه راتلو، په زړه کې مې شکونه ضرور وو، خو په شکونو کې مې د ښو ګومانونو خوندي خواوې هم لږې نه وې.
د تحريکونو او شخصيتونو د پېژندنې او تحليل لپاره پر تنظيمي او کورني موقف بسنه نه ده پکار، کله چې مونږ غواړو د مهمو قضيو په اړه ژور او دقيق نظر ولرو نو اړينه ده چې د نوموړو تحريکونو او شخصيتونو په اړه لومړی لاس سرچينو ته ورشو. د خان عبدالغفار خان په اړه تنظيمي ليد يو سولېدلی او کليشه يي ليد دی، باچا خان د پخواني هند، وېشلي هند، افغانستان او کوزې پښتونخوا د سياستونو لويه قضيه او د پېړۍ تجربه ده. پر هغه ليکل، لوستل او تنقيد د خان او د هغه د ګوند د ادبياتو مطالعه او پر هغه د نقد اثار لوستل غواړي. خو د دغو سرچينو لوستنه خپله بې طرفي غواړي، له بې طرفۍ مې موخه دا نه ده چې ګنې نقدي سوچ دې ووژل شي، خو د نقد لپاره د عدل او بې پرېتوب اصلونه حياتي دي.
ما څو کاله مخکې په همدې منظر کې د باچاخان کتاب «زما ژوند او جدوجهد» واخيست او بيا مې د باچا خان مرحوم په اړه خپل نظر ځان ته را ټول کړ. په نوموړي کتاب کې باچاخان ما ولوست، پر باچاخان خپله د هغه مبارزه يو لوی شاهد دی او د دې ګواهۍ خوندي سند د نوموړي ژوند او جدوجهد دی.
کله چې تاسو د باچا خان په اړه لوستنه وکړی، نوموړی د ده په خپلو او نورو بې پرې اثارو کې ولولی نو و به ګوری چې د باچا خان په اړه قضاوتونه څومره په عقدو کې شوي؟ او دا عقدې اکثره بيا د ده په اړه همداسې ړندې خورې شوې او هېچا د دې خواري نه ده کړې چې خان ولولي او بيا پرې نظر ورکړي. خان چې څومره د دين په نوم په ټولنه کې بدنام شوی دا نو د تاريخ تر ټولو لويه جفا ده.
که په ټولنه او په ځانګړي ډول پښتني هغه کې څوک د مشرۍ شوق کوي نو د دې لارې د پېچ و خم په اړه دې د خان د ژوند او جدوجهد کتاب ولولي، د قوم او مشرتابه اړيکه، ملګرتيا، وفا او جفا، کشمکش او د مبارزې يوه لويه تجربه به يې وړيا پانګه وي.
خدايي خدمتګار او عدم تشدد!
خدايي خدمتګار د باچا خان د مبارزې لومړنۍ منظمه اډانه وه، نوموړي چې کله له خپلو ملګرو سره په لاهور کې د کانګرېس لويه غونډه وليدله او هلته يې د انګليس پر ضد د کانګرېسيانو د ازادۍ شور او جذبه وکتله او بيا په دې جذبه کې چې هلته مېرمنو څومره برخه اخيستې وه نو دې ټولو پر باچاخان او د هغه پر ملګرو ډېر اغېز وکړ، دوی وانګېرل چې د هغوی مېرمنې د ازادۍ مبارزه کوي او زمونږ سړي د غفلت پر خوب ويده دي. باچا خان چې له لاهور نه راستون شو نو په اتمانزو کې يې لويه غونډه جوړه کړه او هلته يې ولس ته وويل: «د هندوانو او پېرنګيانو په دې جنګ دی چې پيرنګی وايي چې هندوستان کې به بادشاهي مونږ کوو او هندوان وايي چې دلته به بادشاهي مونږ کوو او مسلمانان د غفلت په خوب اوده دي، نو اې پښتنو وروڼو! زه ستاسو نه پوښتنه کوم چې تاسو به څه کوی؟ ناست به يی دواړو ته به دعا کوی او د غلامۍ او پټتي توب ژوند به تېروی؟».
د باچا خان وينا پر حساسو وګړو ډېر تاثير وکړ، تر دې وروسته څه خلک باچاخان پسې شول چې مونږ بايد يو منظم خوځښت ولرو، باچاخان تر مشورو وروسته له خپلو ملګرو سره د خدايي خدمتګار منظم غورځنګ جوړ کړ، نوموړي دا نوم ځکه غوره کړ چې پښتانه د خدای لپاره په مينه او اخلاص کار کوي، خو په نورو نومونو دوی نه راجمع کېږي.
باچا خان د دې خوځښت لپاره د عدم تشدد فلسفه غوره کړه، هغه په دې مانا چې د خدايي خدمتګار غړي به د خدای د مخلوق خدمت کوي، تشدد به نه کوي، د انتقام پر ځای به بښنه کوي، کينې او دښمنۍ به نه کوي، ناوړه کارونه به نه کوي، ساده ژوند به کوي او دې ته ورته نورې ډېرې ښې ځانګړتياوې يې د خدايي خدمتګارانو لپاره وټاکلې. د خدايي خدمتګار د غړو شمېر ډېر زر تر ۳ لکو واوښت او دا په هغه مهال کې بې ساري نفوذ و.
باچا خان د خدايي خدمتګارو په ملتيا د پښتنو د سيمو دورې پلان کړې، دوی به په دې دورو کې سپينه خامتا اغوسته، دا چې دورې اوږدې وې نو زر به خيرنېدې، باچاخان بيا دوی ته وويل چې خامتا مو رنګ کړئ، کله يې چې دوبي ته يووړې نو هغه د صنوبر د پوټکي په رنګ کې ورته رنګ کړې، دغه سور رنګ بيا تر پايه د خدايي خدمتګارو رسمي رنګ شو. پر باچا خان بيا تور پورې شو چې دا رنګ يې ګنې د شوروي کمونېستي انقلاب پر تقليد غوره کړی، خو هغه دا پروپاګند بولي او وايي: «دغه د سرو جامو وجه وه چې پېرنګيانو بيا زمونږ پر خلاف پروپاګنډه شروع کړه چې دا د بالشويکو تحريک دی، مونږ خو هغه وخت د دې نه خبر هم نه وو چې د بالشويکو هم سره وردي ده، دا خو يوه اتفاقي خبره وه، ما تر دغه وخته پورې نه د مارکس، نه د لېنن او نه د ګاندهي جي کوم کتاب لوستی وو».
د باچا خان د عدم تشدد فلسفه په پښتني ټولنه کې نوې تجربه وه، پښتانه چې په فطري توګه سخت او جنګيالي دي د دې فکر په وړاندې يې مقاومت وکړ، خو باچا خان ښه مسلمان هغه ګاڼه چې بل مسلمان يې د ژبې او لاس له ضرره په امن کې وي او دا د هغه حديث پر استناد چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: المسلم من سلم المسلمون من لسانه و يده.
په خپلمنځي لحاظ عدم تشدد ډېره ښه او حياتي فلسفه ده، په ځانګړي ډول افغانان هر مهال په خپلمنځي ډول بايد د عدم تشدد فلسفه تدريب کړي او که دا ونه کړي نو جنګ به يې نسلونه تباه کړي. که عدم تشدد ته له څو زاويو وګورو نو عدم تشدد په فطري ډول د يوې ثابتې او هرمهالې پاليسۍ په توګه کارنده نه ده، کله چې خبره د بېروني جارحيت وي، کله چې د ازادۍ د مبارزې خبره وي نو دلته عدم تشدد موثريت نه لري، د فشار د يوې وسيلې په توګه ښايي مدني عصيانونه ترسره شي، سوله ييز مزاحمتونه شايد وشي خو استعمار له زور پرته بله فلسفه نه پېژني.
عدم تشدد وروسته بيا د نېشنل عوامي پارټۍ په مبارزاتي ژوند کې مراعت نه شو، کله چې دوی د پښتون زلمي په وجود کې په کوزه پښتونخوا کې وسله وال برخوردونه وکړل نو د باچاخان دا فلسفه يې عملاً له ګوندي سياسته ګوښه کړه او کله چې يې لسيزې وروسته په خيبر پښتونخوا کې حکومت تر لاسه کړ نو هلته يې هم له پاکستاني طالبانو سره د تشدد او عدم پاليسي غوره کړه.

 

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.