مارګرېت ټاچر

10 سلواغه 1396 سمیع الله ایلم

مارګرېټ هیلډا ټاچر د ۱۹۲۵ز د اکټوبر په ۱۳مه د لینکولن شایر په ګرانتهام سیمه کې د یوه بقال الفرد رابرټس په کور کې زیږېدلې وه. مور یې د کور مېرمن وه.
د دې پلار د پروټسټانت کلیسا پیرو، مذهبي مبلغ او په ورته وخت کې د ښاري شورا غړی و. د ټاچر پلار په شخصیت او سیاست دواړو کې اغېزناک شخص و.
ټاچر د خپل پلار په اړه وایي: «زما هر څه چې تاسو یې ګوری د پلار له وجې دي. زه په هر څه کې د پلار پوروړې یم».
ټاچر د طبیعي علومو په برخه (کیمیا) کې له اکسفورډ پوهنتون څخه د زده کړو سند ترلاسه کړی او درېیمه ښځه وه چې په دې پوهنتون کې یې د محافظه کارانو د ټولنې مشري په غاړه واخیسته.
د لوړو زده کړو له سرته رسولو څخه وروسته یې د پلاستیک جوړولو په کوم شرکت کې کار پیل کړ او په ورته وخت کې په سیمه يیزه کچه د محافظه کار ګوند په سیاست کې فعاله پاتې شوه.
په ۱۹۴۹ز کې د ګوند د سیمه يیزې ادارې له خوا د پارلماني ټاکنو لپاره د کنټ ښار ټاکنیزې حوزې ته ور وپېژندل شوه. د ۱۹۵۰ او ۱۹۵۱ز په ټاکنو کې یې له دې حوزې څخه ځان کاندید کړ خو هر ځل له ماتې سره مخامخ شوه. له ماتو سره سره ټاچر په دې وتوانېده چې په دې سیمه کې د ګوند لپاره اکثریت رایې را ټولې کړي. د دې ټاکنو پر مهال نوموړې د هېواد د ځوانو کاندیدانو په نوملړ کې شامله شوه. ټاچر په ۱۹۵۱ز کې د ډنیس په نوم له یوه تجار سره واده وکړ او په ورته وخت کې یې د حقوقو په څانګه کې خپلو زده کړو ته ادامه ورکړه.
په ۱۹۵۳ز کې یې د وکالت دنده ترلاسه کړه او د مارک او کارول په نامه دوه زامن یې په نصیب شول.
د ۱۹۵۵ز په ټاکنو کې یې بیا ځان نوماند کړ خو بیا یې ماتې وخوړه. په ۱۹۵۹ز کې يې د فینچلي له ټاکنیزې حوزې څخه، چې د محافظه کارانو تر کنټرول لاندې سیمه وه، ځان کاندید کړ او د رایو په اکثریت سره یې ټاکنې وګټلې.
د دوو کلونو په جریان کې نوموړې د محافظه کار ګوند په کابینه کې ځان د وزیر تر مرستیالۍ ورساوه.
کله چې په ۱۹۶۵ز کې «الک ډاګلاس هو» د محافظه کار ګوند له مشرۍ استعفی وکړه، ټاچر د «اېډوارډ هیس» له نوماندۍ ملاتړ وکړ. د دې کار په بدل کې ورته په کابینه کې د مسکن جوړولو او املاکو وزارت په نصیب شو؛ د خپل وزارت پر مهال يې د عادي خلکو او تجارانو لپاره د استوګنځیو په برابرولو کې لوی پلانونه عملي کړل او هغوی چې کورونه یې نه درلودل، د جایداد مالکان شول. د خپل وزارت پر مهال یې د کارګر ګوند د مالیو پر پالیسۍ سخت انتقادونه وکړل.
کله چې په ۱۹۷۰ز کې هیس د لومړي وزارت مقام ته ورسېد، ټاچر ته یې د ښوونې او روزنې وزارت ورکړ. د وزارت پر مهال د دې ټوله هڅه دا وه چې د وزارت لګښتونه را کم کړي. هماغه وو چې د ۷ او ۱۱کلونو تر منځ په ماشومانو یې سرکاري شیدې بندې کړې.
د ټاچر دغه کار په هېواد کې مخالف ګوند او مطبوعاتو ته موقع ورکړه او نوموړې یې د شیدو غله وبلله.
د شیدو غل په انګرېزي اصطلاح کې هغه چا ته ویل کېږي چې له هر فرصت څخه د ځان په ګټه استفاده کوي.
که څه هم د کابینې په داخلي غونډو کې د دې اقدام مخالفت و خو بیا یې هم دا اقدام وکړ. پخپلو خاطراتو کې یې په دې اړه ولیکل: «زما لپاره دغه موضوع یو لوی درس شو. د ډېرې وړې سیاسي لاسته راوړنې لپاره مې ځان په لوی جنجال ککړ او مخالفین می زیات کړل».
هغه مهال چې ښځو په سیاست کې د پام وړ کوم ځای نه درلود، ټاچر په رسنیو کې خورا زیاته مطرح شوه او خلکو به ويل، لرې نه ده چې دغه ښځه به لومړۍ وزیره شي.
د هیس کابینې ډېر دوام ونه کړ. په ۱۹۷۳ز کې د صنعتي فعالیتونو د کمښت له کبله یې کاري ورځې په اونۍ کې دریو ته را ښکته کړې، له بلې خوا یې حکومت له سختو نیوکو او کارګري لاریونونو سره مخ شو. هماغه وو چې حکومت یې د ۱۹۷۴ز په فبرورۍ کې ړنګ شو.
کله چې د محافظه کارانو ګوند واک له لاسه ورکړ او په پارلمان کې یې د اپوزېسیون ځای خپل کړ، نو ټاچر په جدي توګه د ګوند پر برحال مشر اېډوارډ انتقادونه وکړل او د ۱۹۷۵ز په ټاکنو کې چې کله ګوند غوښتل د حزب لپاره نوی مشر وټاکي نوموړې د هیس په مقابل کې ودرېده.
د نوماندۍ څخه وروسته چې کله ټاچر د هیس دفتر ته لاړه، هیس بې له دې چې سر اوچت کړي، دې ته وویل: ماته خورې، ښه ورځ در ته غواړم.
خو د حیرانتیا خبره دا وه چې نوموړې په لومړي پړاو کې په دې وتوانېده چې له اېډوارډ څخه زیاتې رایې وګټي. هماغه وو چې اېډوارډ له خپل مقامه استعفی وکړه او مقابله د ټاچر او ویلي تر منځ پاتې شوه. ټاچر له ویلي څخه د ټاکنو تر ګټلو وروسته د برېټانیې په تاریخ کې لومړنۍ ښځه شوه چې د یوه ګوند مشرۍ ته ورسېده.
د ګوند د مشرۍ تر ګټلو وروسته، سمدستي یې په نړیواله کچه د خپلو نظریاتو په بیانولو پیل وکړ او د خلکو پام یې ځان ته جلب کړ. په ۱۹۷۶ز کې د یوی وینا پر مهال یې پر شوروي اتحاد نیوکه وکړه. تر دې نیوکې وروسته، یوې شوروۍ ورځپاڼې د دې د خبرو په غبرګون کې نوموړې ته د اوسپنیزې مېرمنې لقب ورکړ. ټاچر د دې نوي لقب په اورېدو په خپله هم خوشاله وه.
مېرمن ټاچر د واک پر مهال دې ته لېواله وه چې د حکومت د رول په راکمولو او د خصوصي سکتور په پیاوړتیا سره، د برېټانیا کاواکه اقتصاد ورغوي.
د خپل حکومت پر مهال ټاچر په دې وتوانېده چې زیاتره دولتي سکتورونه خصوصي کړي او اقتصادي وضعیت نورمال کړي.
نه یوازې دا چې هېواد یې له اقتصادي او مالي کړکېچ څخه و ایست بلکې د کارګرانو پر اتحادیو، چې هغه مهال یې ډېر واک درلود محدودیتونه وضع کړل.
ټاچر په خپل بهرني سیاست کې هڅه کوله، د برېټانیې پخوانی موقف را ژوندی کړي چې کارګر ګوند د خپل حکومت پر مهال ورته ډېر پام نه و کړی. ټاچر په نړیوال سیاست کې ښه ملګری پیدا کړ. دغه ملګری یې د امریکا د وخت ولسمشر رونالډ رېګن و. رونالډ رېګن د ټاچر له اقتصادي پروژو او پالیسیو سره همغږی و. ټاچر حتا د شوروي له اصلاح غوښتونکي ولسمشر ګورباچوف سره هم ښې اړیکې ټینګې کړې.
کار ګر ګوند چې مشري يې نیل کینوک کوله له خپلو داخلي ستونزو سره لاس او ګرېوان و. هماغه وو چې ټاچر د ۱۹۷۸ز ټاکنې هم وګټلې او د درېیم ځل لپاره د برېټانیې لومړۍ وزیره شوه. د نوې دورې پر مهال یې د مالیاتو یو نوی سیستم معرفي کړ چې له دې لارې څخه زیاتره لاس ته راغلې پیسې به یې په ښاري فعالیتونو او چارو لګولې.
د لومړي وزارت د درېیمی دورې پرمهال، چې کله ټاچر نوې ټکس پالیسي اعلان کړه نو د خلکو او د ګوند د ننه له مخالفتونو سره مخ شوه. په پارلمان کې ډېر په دې باور وو چې ممکن د ټاچر دغه پالیسي به حکومت چپه کړي خو په دې هم پوهېدل، تر څو چې ټاچر په واک کې وي، حکومت به خپلې دندې ته دوام ورکړي او ماتې به و نه خوري.
په ۱۹۸۹ز کې د ګوند د مشرې په توګه د ټاچر رهبري د ګوند د یوه ډېر بی شهرته غړي (انتوني مېير) له خوا وننګول شوه خو ټاچر په دې وتوانېده چې خپل موقف وساتي. خو دغه ننګونه د دې سبب شوه چې په ګوند کې د ټاچر خلاف ګنګوسې، خبرې او شکایتونه زور واخلي.
په ۲۰۰۱ز کې یې روغتیایي وضعیت خراب شو. د زړه تر څو حملو وروسته، ډاکټرانو ترې وغوښتل چې په ویناوو کې برخه وانخلي. داسې ویل کېږي چې دغه اوسپنه په وروستيو کې ډېره ویلې شوې وه او د دې خبرې تصدیق یې د لور له خولې کوو چې په ۲۰۰۸ز کې یې وویل چې مور یې له عصبي اختلالاتو هم ځورېده.
په ۲۰۰۳ ز کې یې مېړه ډنیس د ۸۸ کلونو په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې. د مېړه په مرګ سخته خواشینې شوه او د هغه له لاسه ورکول یې د یوې تکيې له لاسه ورکول وبلل.
د ۲۰۰۴ ز په جون کې ټاچر د سیاست د وخت د نږدې ملګري رونالډ رېګن د مرګ په مراسمو کې ګډون وکړ او واشنګټن ته لاړه.
د ټاچر د برونزو مجسمه د برېټانیا د پارلمان په محوطه کې لګېدلې ده. دا لومړی ځل دی چې په برېټانیا کې يوې لومړۍ وزیرې ته دا ډول درناوی کېږي.
د ۱۹۹۲ز په جولای کې د تمباکو کمپنۍ فیلیفز موریس له خوا نوموړې د جیو پولیټیکل سلاکارې په توګه استخدام شوه چې د کال یې ۲۵۰،۰۰۰ ډالره معاش ورکاوه او د هرې وینا په مقابل کې به یې ۵۰،۰۰۰ ډالره فیس اخیست.
له لومړي وزارت څخه وروسته هم د ټاچر په مخ د ډاونېنګ سټریټ (د لومړي وزیر د مقر) دروازې بندې نه شوې.
ګورډن براون او ډېوېډ کېمېرون دواړو، ټاچر خپل دفتر ته دعوت کړې وه. ټاچر داسی یوه وزیره وه چې د موافقینو او مخالفینو دواړو په زړونو کې یې ځای درلود.
مارګرېټ ټاچر داسی یوه ښځه، لومړۍ وزیره او سیاستواله وه چې هېڅکله یې نه غوښتل، نظریات او اعتقادات يې د نورو د انتقادونو او مخالفتونو قرباني شي.
له ۱۹۹۲ تر ۱۹۹۹ز پورې د بوکېنګهم پوهنتون افتخاري ریيسه وه. بوکېنګهم د برېټانیې لومړنی خصوصي پوهنتون و چې نوموړې په ۱۹۷۵ز کې پخپله افتتاح کړ او له ۱۹۹۳ تر ۲۰۰۰ ز پورې یې د ویلیم او میري کالج افتخاري ریاست مشري په غاړه درلودله.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.