باچا خان، يو دينداره شخصيت!

11 سلواغه 1396 وحيدالله مصلح / دویمه برخه

کله چې د باچا خان کتاب لولی نو حتماً به د هغه ديني اړخ له نظره تېروئ. هغه يو تکليفي او تصنعي مسلمان نه و، بلکې اسلام د هغه د ژوند ورځنۍ بوختيا وه. باچا خان به چې په زندان کې و نو کالي به يې دومره لنډ ورکول چې سجدې ته به تلو نو ملا به يې ښکارېده او هغه به يې چې بل زندان ته انتقالاوه نو وظيفات (په څرمنيز پوښ کې پوښلی قرآن کريم) به يې تر ټولو لومړی غاړې ته اچاوه.
اټرچند يې په اړه وايي: «زه فکر نه کوم چې هغه دې په خپل ژوند کې کوم لمونځ قضا کړی وي».
مشر ورور يې وايي: «په ځوان ورور غفارخان کې تر ټولو ښه خاصيت، چې زما په ذهن کې دی، د هغه روحانيت دی. د اسلام رښتينی روحانيت، چې خدای ته د ځان د سپارلو او تسليمولو په معنا دی».
يوازې باچا خان نه، بلکې خدايي خدمتګاران په يوه طبيعي ديندارۍ کې له جومات، لمونځ او اسلامي شعايرو سره تړلي وو. يو وخت خو داسې هم و چې انګليس په کوزه پښتونخوا کې ټولې مدرسې وتړلې او استادان يې زندانونو ته کړل، پر استادانو يې ږيرې وخرېيلې او د اذان، جماعت او لمانځه له بنديزونو سره يې مخ کړي وو؛ خو کله چې بيا خدايي خدمتګاران جوپې جوپې بنديان شول، نو دوی په زندانونو کې د ږيرې، اذان او جماعت بنديزونه مات کړل. د دې لوی علت دا کېدای شي چې خدايي خدمتګارو ګوندي اډانه درلوده او همدې نظم او تعهد دوی ته د بغاوت، درېدنې او ثبات جوهر ورکړی و.
باچاخان په ۱۹۲۶ کال کې د حج پر سفر ووت. هغه مهال دا کوم اسانه سفر نه و، له خپل کلي نه کراچۍ ته لاړ، له کراچۍ نه په بحري بېړۍ کې عدن ته ولاړ، په لاره کې له ډېرې يخنۍ مريض هم شو، له هغه ځايه جدې، مکې، طائف او مدينې ته ولاړ. خان په دې دوره کې يوازې حجاز ته نه، بلکې د اسلامي نړۍ د حوادثو پر مرکزونو هم وګرځېد، بيت المقدس ته ولاړ، غوښتل يې د مصر قاهرې او اسکندريې ته هم لاړ شي خو اجازه ورنه کړل شوه، شام ته ولاړ او عراق ته يې سفر وکړ. خان چې کله بيت المقدس ته ولاړ نو مېرمن يې د بيت المقدس مسجد له زينو وغورځېده او وفات شوه، هغه يې هملته دفن کړه.
خان چې کله نبوي مسجد ته ولاړ نو هلته يې لس شپې اعتکاف وکړ، خان په دې موده کې له مشهور محب رسول صلی الله عليه وسلم، حاجي محمد امين سره وليدل، دا هغه حاجي محمد امين دی چې کله مدينې ته رسېدلی و نو پڼې يې ويستلې وې او پښې يبلی د مدينې په کوڅو کې روان و، له سترګو يې اوښکې تللې او ويل يې چې:
زړګيه سترګې لګوه د قدم لاره نه ده
رسول پرې ايښې قدمونه دومره خواره نه ده
حاجي محمد امين، خان ته وويل چې دلته د يو کال لپاره چېله کېږم، خان ورته وويل، استخاره وکړه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم په دې خوشالېږي چې ته دلته له هغه سره په کوټنۍ کې ناست يې او که په دې خوشالېږي چې ته لاړ شې او د هغه پيغام خلکو ته ورسوې.
باچا خان چې کله د طائف سفر کاوه، نو هلته يې د خپلې مبارزې لپاه د رسول الله صلی الله عليه وسلم د عملي ژوند ځمکه او تاريخ کاته، هغه ورته له هغه ځايه منطق راټولاوه. خان وايي، مونږ خو طايف ته د دې لپاره راغلي يو چې دلته د حضور صلی الله عليه وسلم هغه عزم، اراده، او عفوه وګورو چې هغوی دلته د تبليغ لپاره راغلي وو او خلکو په کاڼو، ګټو وويشت، زخمي يې کړ خو هغه په خپل عزم ټينګ ولاړ و او بيا يې هغو خلکو ته دعا وکړه چې خدايه ته دوی ته هدايت د نېکۍ وکړې.
دا د نبوي ژوند هغه تجربه وه چې خان وروسته ترې د عدم تشدد او زغم په منطق کې ګټه اخېسته.
پاچاخان به تل په خپلو ويناوو کې اسلامي لارښوونې، سيرت او اسلامي تاريخ خلکو ته تشرېح کاوه، هغه خپلې مبارزې ته منطق په اسلامي سرچينو کې لټولو، که به يې عامه وينا کوله، که به يې ګوندي فعالينو ته وينا کوله او که به يې د هند او پاکستان په رسمي غونډو کې خبرې کولې نو استناد به يې د محمد صلی الله عليه وسلم پر سپېڅلي سيرت او احاديثو کاوه، پاچاخان په ډېرو واضح ټکو د خپل تحريک (خدايي خدمتګار) په اړه وايي چې زمونږ تحريک يو رښتينی تحريک و، دا يو مذهبي تحريک و. زه وايم چې ان نن ورځ هم خدای پر مونږ رحم کوي او خلک مو را ويښوي.

د مسلمانانو خواخوږی باچا خان!
باچاخان چې د انسانيت کوم درد درلود، هغه د نړۍ په ډېرو فراقومي انسانانو کې نه شي موندل کېدای، باچاخان انسان ته د انسان په سترګه کتل، هغه چې کله په هند کې له کانګرېس سره پاتې کېده او هغه چې کله د هند له جمعيت علما سره ناستی کاوه او باچا خان چې کله د خلافت د تحريک د سر په سړو کې و، نو دا د دې لوی ثبوتونه دي چې باچا خان له مسايلو سره د انساني دايرې په قطر کې برخورد کاوه. باچا خان په خپل کتاب کې د نړۍ مسلمانان وروڼه يادوي، کله چې په لومړۍ نړيواله جګړه کې هنديان او په ځانګړي ډول هندي مسلمانان د انګليس په لښکرو کې په اسلامي هېوادونو کې جنګېدل، د هنديانو ظلمونو او نادودو دوی د عربانو په ذهنونو کې د انګليس د ځرو او غلامانو په شکل کېنولي وو، کله چې باچا خان د عربي هېوادونو په سفر و، څو ځايه ورته عربانو همدغسې ستغې ويلې وې، خو خان يې په مقابل کې د هندوستان مسلمانان پړه ګڼل.
د بيت المقدس په سفر کې د کيسو له نقلولو داسې برېښي چې هغه په عربي نړۍ کې د ترکانو د خلافت له واکمنۍ سره خواخوږي لرله، هغه يو ځای د بيت المقدس له يوه عرب سره مرکه کوي، له عربه پوښتي:
«بيت المقدس خو ډېره ترقي کړې ده، نوي نوي سړکونه په کې پېرنګيانو جوړ کړل او نوې نوې ابادۍ يې په کې وکړې. عرب ورته وايي چې مونږ به سړکونه او ابادۍ څه کړو؟ مونږه او زمونږ ملک ورځ په ورځ د پرېوتو او غربت طرف ته روان دی، ځکه چې ترکو به د قسطنطنيې د خزانې روپۍ دلته لګولې او پېرنګيان لکه د جورو په مونږ لګيا شوي دي، زمونږ مال خوري او ولايت ته يې لېږي او بيا يې يو سوړ اسويلی وکړو، چې مونږ ترکو پسې ډېر ارمانونه کوو خو وخت تېر دی، الله دې مونږ ته عفوه وکړي او د دې ظالمانو د پنجې نه دې مونږ خلاص کړي».
خان چې کله د هندوستان په بېلابېلو ايالتونو او ښارونو وګرځېد نو د مسلمانانو پر حالت سخت ځورېده، هغه به تل د مسلمان او هندو پرتلنه کوله او د مسلمان پر وروسته پاتې توب به يې افسوس کاوه. يو ځل يې په ډيلي کې د جامعه ملي اسلاميه ډيلي مشر ذاکر حسين ته چې هغه هم له پلار نيکه نه اپريدی پښتون و خو ژبه يې هېره کړې وه، وويل چې زه دې نتيجې ته رسېدلی يم چې په چوف کوف قومونه نه ابادېږي، کار په کار دی او نه د جلسو د تقريرونو په واسطه په هغوی کې ژوند پيدا کېدای شي، نو ما اراده کړې چې د مسلمانانو لپاره کار وکړم او د دوی د اصلاح د پاره مرکزونه قائم کړم او چې تر کومې ما ته خپلې صوبې ته د تللو اجازت نه دی شوی، د دوی څه خدمت وکړم، مګر ما سره د دې خبرې ډېر فکر دی چې که چېرې ما ته خپلې صوبې ته د تللو اجازت وشو نو د دوی خدمت به بيا څوک کوي؟».
په لسګونو داسې بېلګې به تاسو ته مخې ته درشي چې خان پکې د يو انسان دوست او له مظلوم سره د خواخوږي شخصيت په بڼه ومومئ، د خان په کتاب کې دا بېلګې بېخي ډېرې دي، خو کتل غواړي.
د باچاخان په ليکنو او ويناوو کې به داسې څه ونه موندل شي چې هغه دې پکې قومونو ته په سپکه کتلي وي، هن دا جلا خبره ده چې باچا خان د پښتنو لپاره د حق اواز پورته کړی و، دا د زمانې وېش و چې په قومي جغرافيو کې يې انسانانو ته نوي شناختونه ورکړي، دا د شلمې پېړۍ د انګليس او اروپا لوی جنايت و چې د خپلو ګټو په خاطر يې پولې په قومي وېش کې خرابې جوړې کړې او باچا خان هم د انګليس په همدې وېش کې له يوې خوا د هند په جغرافيه کې محروم پښتون و او وروسته بيا په قومي راښکلې کرښه غوڅ شوی وجود. باچا خان د همدې محروم وېشلي قوم لپاره د خير لمن غوړولې وه، خو هغه خپل قوم کله هم له نورو قومونو سره په ورانه سيالۍ کې نه روزه، هغه ورته يوازې د خپلو مشروع حقونو د مبارزې چل ورښوده.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.