باچا خان، يو قامي معلم!

15 سلواغه 1396 وحيدالله مصلح / درېمه برخه

باچاخان د تعليم يو ارمانجن مشر و. هغه چې په شلمه پېړۍ کې د خپل قام د تعليم لپاره مدرسې او ښوونځي جوړول له بده مرغه همغه مهال د انګليس ځري په ديني پوښ کې د دې مدرسو د بندولو پر دنده بوخت وو. هغه دا ښوونيزه سلسله د خپل قام د تعليمي ظرفيت د لوړولو لپاره جوړه کړې وه.
باچاخان له دې رنځېده چې هغه مهال به ملايانو کوچنيان په لومړنيو ښوونځيو کې زده کړو ته نه پرېښودل، هغه په ۱۹۱۰ مېلادي کال کې بيا له يو شمېر ديني عالمانو سره په همغږۍ د اسلامي مدارسو سلسله پيل کړه. دا مدرسې د اتمانزو په شمول په ګڼو ځايونو کې جوړې شوې. باچاخان وايي: «ما او مولوي عبدالعزيز صاحب يوه مدرسه په اتمانزو کې جوړه کړه او د نورو مدرسو جوړلو لپاره مو د نورو علاقو دورې شروع کړې، د خلکو توجه مو د علم طرف ته کړه او د پښتنو په زړونو کې مو د علم ضرورت احساس پيدا کړو او دغه شان مو ورو ورو په مختلفو علاقو کې د مدرسو جوړول شروع کړل او په لږ وخت کې مو ډېرې مدرسې جوړې کړې».
وروسته بيا يو شمېر ملايانو ورسره مخالفت وکړ، باچاخان د دې مخالفت عمده دليل دا ګڼي چې ګنې ملايان له دې وېرېدل چې د علم په عامېدو بيا د دوی اهميت غورځېږي، خو خان په دې برخه کې د فرنګيانو لاسوهنه هم يادوي.
باچا خان تر وروستي حده د خپل قوم د تعليم ارمانجن و. چې کله پوه شو د ملايانو په مخالفت کې د مدرسو جوړښت خرابېږي نو خپله شاته شو او د مدرسو سرپرستي يې د ترنګزو حاجي صاحب ته پرېښوده.
که هغه مهال د تعليم دغه سرچينې نه وای وچې شوې نو نن به پښتون قوم نه يوازې بشپړ لوستی وای، بلکې ډېر به شعوري وای، د ازادۍ مبارزه تر شا لوستی او شعوري ملاتړ غواړي، دا ملاتړ يوازې د ازادۍ لپاره نه بلکې تر ازادۍ وروسته د حکومتولۍ او ملي وحدت لپاره ډېر اړين دی، له بده مرغه دا کمی تر پايه همداسې کمی پاتې شو. که د خان قوم په تعليمي ميدان کې نه وای مات شوی نو دوی به لږ تر لږه په تعليمي برلاسۍ کې له علمي مقامه خپلو سيالانو سره سيالي کولای، حتا په وېشلي هند کې به يې هم قدمونه مستحکم او ژبه ډېره روانه وای، فکر به يې غني وای او پايله به يې منطقي وای.
باچا خان، د بېدارۍ او ازادۍ بېلګه!
باچاخان يوازې د پښتنو د بېدارۍ مبارز نه و، بلکې نوموړی چې کله په برېټانوي هند کې و نو د ټول هندي انسان د ازادۍ غږ يې درلود. هغه چې کله فلسطين ته لاړ نو د هغه ځای د مسلمانانو له مرګوني خوب، ټنبلۍ، بېکارۍ او فکري خلا نه يې سر ټکولی. کله چې نوموړی د حج تر سفر وروسته بيت المقدس ته لاړ نو د هغه ځای د مسلمانانو پر وضعيت سخت وځورېد، باچاخان وايي: «يوه ورځ مې دې عربو وروڼو ته وويل چې دا تاسو په کومه دنيا کې يی؟ لږې سترګې خو وغړوئ، زه چې ستاسو په دې ملک کې ګرځم نو چې چرته شاړه زمکه وي او رېګ وي نو چې تپوس وکړم چې دا د چا زمکه ده؟ نو وايي چې دا دعرب ده او چې ښکلې اباده زمکه او باغ او بنګله ووينم نو تپوس وکړم چې دا د چا ده؟ نو وايي چې دا د يهودي ده. تاسو دې خپل ژوند ته وګورئ او د هغوی ژوند ته وګورئ، که علم مو نه شته نو سترګې خو مو شته!».
باچا خان د خپل قام د بېدارۍ لپاره خدايي خدمتګاران تيار کړل، دا نوم په خپل ذات کې له يوې خوا ديني رنګ لري او له بلې خوا تعصب ټکوي، يو څوک چې خدايي خدمتګار وي نو هغه بيا د انسانيت په خدمت کې وي او هغه بيا يوازې د خدای لپاره کار کوي.
باچا خان د داسې کسانو په لټه کې و چې هغه يې ځانګړنې په خپله وايي: «د قومونو د ژوندي کولو او بېدارولو لپاره داسې کسان په کار دي چې بې غرضه وي، ديانت دار وي، ايماندار وي او د خدای لپاره د خپل قوم خدمت ته تيار وي، چې داسې کسان په کوم قوم کې پيدا شي نو د هغوی په کوښښونو هغه قوم کې مينه، محبت، همدردي، وروري او عزيزولي پيدا شي، هغه قام اباد شي، مونږ بې همتو او خود غرضو خانانو، ملايانو او باباګانو تيارې ته کېنولي يو، ځکه خو زمونږ د قام دا حال شو!».
باچا خان د انګليس پر ضد په قام کې ولولې او انګېزې پيدا کولې، هغه د ترنګزو ملاصيب او د ازادۍ له نورو نومياليو سره په اړيکه کې د وطن په غرو رغونو کې د ازادۍ مبارزه کړې. خان به کله د کوزې پښتونخوا په غرونو کې مزلونه کول او کله به د غازي امان الله خان نوي ازاد حکومت ته په هيلو راتلو. د خان ژوند د مبارزې مجموعه ده. د باچا خان د مبارزې تر ټولو غټ ثبوت په زندانونو کې د نوموړي ۳۶ کاله ژوند دی، دا زندانونه د ازادۍ غوښتنې د داعيې سزا وه، خان يوازې زندان نه بلکې د تبعيد زښت ډېر کلونه په کابل کې تېر کړي.
باچاخان او کانګرېس!
د برېټانوي هند په مرحله کې باچا خان د کانګرېس غړی او ملاتړی و او دا هم جالبه ده چې د مسلم ليګ په شتون کې باچاخان ولې کانګرېس ته لاړ؟ دا تلل خپل پسمنظر لري، خان په زندان کې و او بېرون پر خدايي خدمتګارو ځمکه تنور وه، انګليس پرې له هرې خوا ظلمونه او تعدي کوله، خدايي خدمتګارو بيا په زندان کې باچاخان ته ځواب ولېږه چې څه وکړو؟ هغه ورته وويل چې مسلم ليګ ته ورشئ او ورنه غوښتنه وکړئ چې په هند کې د دوی د مظلوميت غږ پورته کړي او مرسته ورسره وکړي، کله چې د خدايي خدمتګارو غوښتنه مسلم ليګ سره مطرح شوه، هغوی په دې پلمه چې ګنې تاسو د حکومت مخالفت کوی او مونږ دا مخالفت نه شو کولای نو ځکه مو ملاتړ هم نه شو کولای. بيا نو دوی له ناچارې کانګرېس ته خپله ستونزه وړاندې کړه او هغوی يې په کلکه ملاتړ وکړ، د کانګرېس تر ملاتړ وروسته پر خدايي خدمتګارو ظلمونه کم شول او په دې ډول باچاخان د کانګرېس پر سياستونو ورګډ شو.
باچا خان د هند تر وېشه د کانګرېس سره په ژمنه او قول ولاړ پاتې شو، خو کانګرېس په پای کې له باچاخان سره چل او غدر وکړ، هغه يې په نيمه لار کې يوازې پرېښود، د هند د وېش په مرحله کې د هند وايسرای لارډ مونټ بېټن، ګاندي او جناح پر دې جوړ راغلل چې پنجاب او بنګال به دوی په خپل منځ کې ووېشي او په مقابل کې به د سرحد ايالت د هند او پاکستان په انتخابونو کې ټولپوښتنې ته پرېږدي. لومړی خو دا چې دا ټولپوښتنه په خپل ذات کې بې منطقه ځکه وه چې که پښتنو هند ته رايه ورکړې وای نو له هندوستانه په زرګونو ميله لرې پښتونخوا به څرنګه د هند حکومتولي مخ ته وړلای؟ او دويمه مهمه خبره د باچاخان د مبارزې موخه وه، باچاخان خو له کانګرېس سره په ګډه له انګليسه د واحد هند د ازادۍ مبارزه کوله، نو کله چې هند د ازادۍ پر ځای وېشل کېږي نو باچا خان پکې بيا هم ولې له دوه بادارانو يو انتخاب کړي؟ د باچاخان مبارزه خو داسې نه وه. او درېيمه خبره دا چې باچاخان د خپل پښتني ضد او له کانګرېسه د مرورتوب له مخې هم حتا دې ته حاضر نه شو چې د پاکستان او هند د وېش په ټولپوښتنه کې کانګرېس ته قامي رايه راټوله کړي، نوموړي له ټولپوښتنې سره پرېکون وکړ او کمو خلکو په اکثريت رايې سره پاکستان انتخاب کړ.
خو دا پوښتنه هم وارده ده چې که باچاخان د هند په پلوۍ په ټولپوښتنه کې برخه اخېستې وای نو ايا ګټلې به يې وای؟ د ليکوال په خيال سره له دې چې دا مهال په سرحد ايالت کې خدايي خدمتګارو د کانګرېس په اډانه کې حکومت جوړ کړی و، دوی له ۳۰ څوکيو ۲۱ ګټلې وې او دا په سرحد ايالت کې مسلم ليګ ته سخته ماتې وه، خو کله چې د هند د وېش وخت راورسېد نو ورسره جوخت د هندو – مسلمان شخړې او قتلونه دومره زيات شول چې بيا پکې شايد کانګرېس له پښتونخوا نه هغسې روغه رايه نه وای اخېستې او باچاخان شايد په دې ښه پوهېده چې پښتانه په دې وېش کې رايه د کانګرېس ځولۍ کې نه غورځوي. د هند تر وېش څو مياشتې مخکې چې کله د هند د صدراعظم په توګه جواهر لعل نهرو د پښتنو قبايلو په دوره راغلی و، باچاخان او د سرحد ايالت اعلی وزير ډاکټر خان يې ملګرتيا کوله، په قبايلو کې له نهرو سره ډېر سوړ برخورد شوی و، حتی د تيږو ګوزارونه پرې شوي وو، نو هلته وار له مخه د مذهب پر بنسټ د هند د وېش لپاره عامه ذهنيت تبديل شوی ښکارېده.
دوام لري...

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.