خان عبدالغفار خان

16 سلواغه 1396 وحيدالله مصلح / څلورمه برخه

واقعيت دا دی چې د نېشنل ګوند په تاريخي سير کې داسې مرحله نه ده راغلې چې هغوی دې پکې د لوی افغانستان داعيه تبني کړې وي. باچاخان د هند تر وېش مخکې د ۱۹۴۷ کال د جون په ۲۷ مه د پښتونستان جوړولو پرېکړه وکړه او د دې داعيې لپاره يې د منطق او استدلال په توګه وپوښتل چې ايا افغانستان، ايران، عراق، عربستان او مصر خپل بېل حکومتونه نه لري؟ دا په دې مانا چې باچاخان د افغانستان په ګاونډ کې ازاد پښتونستان غوښت.
د هند د وېش پر مهال ټولپوښتنه وشوه او باچا خان په دې خاطر ورسره پرېکون وکړ چې درېيم انتخاب پکې نه و، دوی نه غوښتل چې د هند او پاکستان په منځ کې يو غوره کړي، دوی د ازاد پښتونستان پر انتخاب ټينګار کاوه. باچا خان اصلاً د هند او پاکستان تر منځ نه بلکې د ازاد پښتونستان او پاکستان تر منځ په انتخاب ټينګار کاوه؛ خو دا داعيه د ډېر لږ وخت لپاره وه او د هند تر وېش وروسته ډېر ژر د پاکستان په پارلمان کې په ګډون کولو سره باچا خان او د ده ګوند د پاکستان غوښتونکي شول.
باچا خان حتی د هند تر وېش دوه مياشتې مخکې له محمد علي جناح سره دوه ځلې وکتل، په لومړي ځل ګاندي هم ورسره و، باچا خان جناح ته وويل: «اوس چې کانګرېس د هند وېش منلی، پښتانه کاملاً له پاکستان سره په يو ځای کېدو موافق دی، خو په دې شرايطو:
۱- بايد په ابرومندانه شرايطو سره وي.
۲- په هغه صورت کې چې که پاکستان له خپلواکۍ وروسته پرېکړه وکړه چې د برېټانيا تر حاکميت (Dominion) لاندې به پاتې کېږي، د سرحد ايالت د مسکونو ولسواليو او د قبايلي سيمو پښتانه به د دې انتخاب واک ولري چې ايا د دې حاکميت لاندې پاتې کېږي او که بېل خپلواک دولت جوړوي.
۳- د قبايلي سيمو د خلکو په اړه ټول مسايل به د غير پښتنو له لاسوهنې او حاکميت پرته پښتانه په خپله پر مخ بيايي، يو داسې حق چې د موسسانو د اوسني مجلس له خوا هم منل شوی».
کله چې هند ووېشل شو نو د ۱۹۴۷ کال د سپټمبر په درېيمه او څلورمه په سردرياب کې د باچا خان له لوري لويه غونډه جوړه شوه او هلته يې پرېکړه ليک صادر کړ چې پکې راغلي وو: «خدايي خدمتګاران پاکستان خپل هېواد بولي او ژمنه کوي چې د ګټو د پياوړتيا او له هغو څخه د دفاع لپاره تر خپلې وروستۍ وسې هلې ځلې کوي او د هغو لپاره هر ډول قربانۍ ورکولو ته چمتو دي».
کېدای شي چې دوی په باطن کې خپله ګوندي اجنډا لرله خو دا چې په ښکاره يې نوره د پښتونستان داعيه په پاکستاني شناخت کې غورځوله نو دوی د خپلې مبارزې پر نظرياتي منطق خاورې اړولې. باچا خان د ژوند تر پايه د پاکستان په واکمنۍ کې د ايالتونو تر منځ د مساوي حقونو داعيه پر مخ وړې او لسيزې وروسته چې بيا د نېشنل ګوند لوړپوړي چارواکي کاسي ګوند پرېښود نو ويل يې چې اسفنديار ولي خان د ډيورنډ کرښه ښخ شوی مړی بللی او دا يې تېر تاريخ ګڼلی و. کله چې په ۱۹۶۵ مېلادي کال کې هند پر پاکستان بريد وکړ نو اجمل خان خټک پاکستاني پوځيانو ته د رېډيو پاکستان له مايکروفونه شعرونه ويل او کله چې هغه د مشرف په وخت کې ويل چې يو مضبوط پاکستان غواړي نو د غيرت چيغه کتاب پاڼه پاڼه رژېده.
خو دا چې افغانستان ولې په هومره لوی قېمت باچا خان او د هغه پيروان پالل د افغانستان په تاريخي داعيه کې پرته خبره ده. افغانستان د امير عبدالرحمن خان د واکمنۍ پر مهال د خپلو سيمو تر بايللو وروسته، چې ويل کېږي اصلاً د ډيورنډ موافقې پر هغه اصلي نسخه د امير لاسليک هم نه شته، چې هند وېشل کېده نو افغانستان د ډيورنډ کرښې په اړه خپل ملاحظات وړاندې کړل او د برېټانيې تر وتلو وروسته يې پر بايللي وطن خپل حق وغوښت؛ خو انګليس دا حق پاکستان ته حواله کړ او په دې ډول د ډيورنډ کرښه تر پايه پوله نه شوه. افغانستان د پاکستان تر جوړېدو وروسته په هېڅ مرحله کې ډيورنډ رسمي پوله نه ده منلې.
دوام لري...

 

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.