انګېلا مېرکل

17 سلواغه 1396 اجمل روهي

جرمني تر افغانستان کوچنی هېواد دی او د پاموړ کانونه نه لري. په دوو نړيوالو جګړو کې نه يوازې وران شو، بلکې په دوو برخو هم ووېشل شو چې ختيځه برخه يې د پخواني شوروي اتحاد د نفوذ په ساحه کې شامله شوه او لويديځه برخه يې د امریکا په مشرۍ د نورو متحدينو تر ولکې لاندې راغله.
تر وېشل کېدو وروسته نه يوازې د جرمني هر ډول اقتصادي، سياسي او ټولنيزې اړيکې وشلېدې بلکې د بېلتون داسې دېوالونه هم پکې ودرول شول چې د نړېدو تصور يې په لنډه موده کې نه کېده. له دې ټولو ناخوالو سره سره دغه ملت د زيات کار او علم ته د پاملرنې له برکته، ځان د دې جوګه کړ چې د نړۍ د پرمختللو هېوادونو په کتار کې ودرېږي، د بېلتون دېوالونه ونړوي او بېرته يو هېواد او يو ملت شي. د جرمنيانو په هکله دغه خبره مشهوره ده چې وايي: «خلک کار کوي چې ژوند وکړي، خو جرمنيان ژوند کوي چې کار وکړي».
په لوېديځ او بيا په ځانګړې توګه داسې يوه هېواد لکه جرمني کې چې تر امريکا وروسته يې په نړۍ کې د صادراتو له پلوه ډېره موده دويم مقام درلود او د امنيت له پلوه په نړۍ کې لومړی ځای لري، مشرۍ ته رسېدل څه اسانه کار نه دی او ډېرې هلې ځلې غواړي.
هلته دا ناشونې ده چې په ارزښتونو باندې دې معامله وشي يا دې قانون مات کړای شي او مشرۍ ته د رسېدو لپاره دې چا ته وزارتونه ومنل شي، چا ته دې بډې ورکړل شي او یا دې هم جعلي کارتونه وکارول شي. د دغه هېواد په ټاکنو کې لومړۍ او وروستۍ خبره د ملت رايه کوي.
انګېلا مېرکل د جرمني په تاريخ کې تر ټولو بختوره مېرمن بلل کېږي، ځکه چې نه يوازې د دغه هېواد لومړنۍ ښځينه لومړۍ وزيره ده بلکې د څلورو دورو لپاره د دغه هېواد لومړۍ وزيره ټاکل شوې ده. دا په لومړي ځل د جرمني له سوسیال ډيموکراتانو سره د يوه جوړجاړي له لارې واک ته ورسېده، خو تر لومړي ځل واک ته رسېدو وروسته بيا د واک ساتل څه ستونزمنه خبره نه وي.
انګېلا مېرکل د څلورم ځل لپاره په داسې حال کې واک ته ورسېده چې لوېديځې اروپا ته جوپې جوپې کډوال ور روان دي او ورسره جوخت د جرمنيانو له لوري د بهرنیانو پر ضد د غبرګون څپې هم پياوړې شوې دي.
د انګېلا مېرکل په هکله پر نورو خبرو او رازونو د پوهېدو په موخه، د نوموړې ژوندليک ته ځير شئ.
انګېلا دوروتيا مېرکل Angela Dorothea Merkel د ۱۹۵۴ کال د جوﻻی مياشتې په ۱۷ مه په «هامبورګ» بندري ښار کې زيرېدلې ده. پلار يې «هورست کاسنر» د تيولوجي (الهياتو) زده کړې کړې او مور يې د ﻻتينې او انګرېزي ژبې ښوونکې وه.
د انګېلا تر زيږېدنې څو اونۍ وروسته يې کورنۍ له هامبورګ څخه ختيځ المان يا د جرمني ډيموکراتيک جمهوريت ته کډه وکړه. انګېلا مېرکل هيله درلوده چې ښوونکې شي او دا به يې په خیال کې هم نه ګرځېده چې څلور ځله به سر په سر د دغه هېواد لومړۍ وزیره ټاکل کېږي.
لومړنۍ زده کړې:
په ۱۹۶۱ کال کې نوموړې د پوليتخنيک لوړ ښوونځي کې شامله شوه او په رياضياتو او روسي ژبه کې د ښو نومرو په ترلاسه کولو سره په ۱۹۷۳ زېږديز کال کې فارغه شوه.
لوړې زده کړې:
انګېلا مېرکل ﻻ د ښوونځي په دوران کې د فزيک د زده کړو پرېکړه کړې وه. په ۱۹۷۳ کال کې د کارل مارکس پوهنتون ته شامله شوه او په ۱۹۷۸ کال کې يې لوړې زده کړې سر ته ورسولې. نوموړې د کمونېستي رژيم د اپوزېسيون محصلينو له ډلې څخه نه وه، خو په وينا يې دې هغه مهال د خپلې خوښې د ليکوال راينر کونڅې، چې د حکومت له مخالفينو څخه و، ليکنې لوستې او له نوموړي سره يې ليدنې شوې دي.
واده:
په ۱۹۷۳ کال کې د زده کړو پر مهال له خپل لومړني هم مسلکه مېړه اولريښ مېرکل سره اشنا شوه او د ۱۹۷۷ کال د سپټمبر په درېيمه نېټه يې په يوه کليسا کې ورسره واده وکړ.
په ۱۹۸۱ کال کې له خپل مېړه جلا کېږي او درې کاله وروسته له خپل دويم او اوسني مېړه «ياخيم زاور» سره تر اشنا کېدو وروسته په ۱۹۹۸ کال کې دويم واده ته زړه ښه کوي.
د يادونې وړ ده چې انګېلا مېرکل په ۱۹۸۶ کال کې د څو ورځو لپاره فدرالي المان يا لويديځ جرمني ته هم تللې وه چې په بېرته ستنېدو سره يې د شرقي ډيموکراتيک المان خلکو ته خپله وفاداري څرګنده کړه. هغه مهال له ختيځ جرمني څخه لويديځ جرمني ته سفر کول يوه ﻻتري وه او په دې ﻻره کې زيات شمېر جرمنيان قرباني شوي دي. وروسته له هغه چې ختيځ المان له لويديځ المان سره د برلېن نامتو دېوال اوچت کړ، ډېرو خلکو له کمونېستي رژيم څخه د تېښتې هلې ځلې وکړې چې ډېر کم خلک يې په تېښته بريالي شوي او پاتې يې يا په مرميو سوري شوي او يا په کوم بل ډول د مرګ کومي ته ور غورځېدلي دي.
سياسي هلې ځلې :
د ۱۹۸۹ کال په مني کې وروسته له دې چې د برلېن دېوال ونړول شو، په ختيځ جرمني کې هم نوي سياسي ډيموکراتيک جوړښتونه رامنځته شول او له بلې خوا په ختيځ المان کې د علومو اکاډمۍ په پخواني شکل سره خپل موجوديت له ﻻسه ورکولو. په همدې مهال انګېلا مېرکل په يوه نوي ډيموکراتيک غورځنګ «ډيموکراتيک پيل» کې په سياسي فعاليتونو پيل وکړ.
په اويايمو او اتيايمو کلونو کې د مېرمن مېرکل ملګري او دوستان له دې امله ډېر حيران وو چې مېرکل ولې له مسيحي ډيموکرات ګوند سره همکاري کوي، ځکه هغه د نظرياتو له پلوه زياته «زرغون» ګوند ته نږدې وه او مور يې د جرمني تر بيا يو کېدو وروسته له سوسيال ډيموکراتانو سره په فعاله توګه کار کاوه.
انګېلا مېرکل په «ډيموکراتيک پيل» کې سياسي هلې ځلې کولې او څو ځله يې د ګوند په نوم او موخو کې بدلونونه هم راغلل، خو د ۱۹۹۰ کال د مارچ مياشتې په ټاکنو کې يې په نشت حساب رايې تر ﻻسه کړې او همدا راز په وروسته څو مياشتو کې بدلونونو دوی د مسيحي ډيموکرات اتحاديې له ګوند سره نږدې کړل. د همدې کال د اګسټ په څلورمه نېټه د دوی ګوند د لويديځ جرمني «د مسيحي ډيموکراتې اتحاديې» له ګوند سره يوځای شول او له همدې مهاله يې په ګوند کې د پرمختګ لپاره ﻻره هواره شوه ان تر دې چې د لومړي وزارت څوکۍ ته پکې ورسېده.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.