خان عبدالغفار خان؛ په سولېدلو کليشو کې د پېړۍ تجربه!

17 سلواغه 1396 وحيدالله مصلح / پمځمه برخه

احمدشاه بابا چې کله د افغانستان حدود ټاکل او امير عبدالرحمن چې کله يو قوي مرکزي حکومت جوړاوه نو دا يې په تعريف شوې ملتپالنه کې نه ترسره کول. دا هر څه ډېر طبيعي وو، خو په شرق کې په ځانګړي ډول په شلمه پېړۍ کې ملتپالنه په تعريف شوې اډانه کې لوستي قشر ته معرفي شوه. دې ملتپالنې ته ځانګړي عناصر وټاکل شول او د همدې عناصرو په اډانه کې پولې او حکومتونه وټاکل شول. دا عناصر پر قوم، ژبې، رنګ، نسل، تاريخ او دين راټول وو. عموماً په ملتپالنه کې دين د خلکو په عنعناتو تعبيرېږي، يو څو خاص مراسم وي او نور د ژوند په چارو کې دين ته صبر وي.
په دې ډول نو ملتپالنه په دغو عناصرو کې يو داسې ظرف دی چې د ژوند لپاره کومه مشخصه نظريه او سېسټم نه لري، بلکې کېدای شي د اقتصاد لپاره کمونېزم غوره کړي، کېدای شي د اډم سمېټ کپيټالېزم واخلي، کېدای شي د مائوتسه دونګ په تعبيرونو کې مخته لاړ شي، همداسې يې د حکومت ټاکلو بڼه در واخلئ، لېبرال ډيموکراسي، ګونديزه ډيموکراسي، پارلماني ډيموکراسي، صدارتي ډيموکراسي، سوسيالېسټي ډيموکراسي او ډېرې نورې بڼې د ختيز په ملتپاله غورځنګونو کې موجودې دي. په فرهنګي، اجتماعي او نورو برخو کې هم دې ته ورته سيسټمونه بېلابېل دي.
باچاخان په پيل کې د ملتپالنې داعيې ته يوازې ټولنيز او سیاسي اصلاحي رنګونه راټول کړي وو. ازادي، تعليم، پرمختګ، د ژوند په بېلابېلو برخو کې اصلاح او داسې نورې واضح ولسي او ټولنيزې غوښتنې وې، خو باچا خان په پيل کې د ملتپالنې داعيې ته د نظام په توګه مشخصه نظريه ور نه کړه، دا چې دوی څرنګه اقتصادي نظام غواړي؟ دا چې څرنګه حکومت غواړي؟ او دا چې په يوه مسلمانه پښتنه ټولنه کې دوی د نظام په توګه اسلام څرنګه را اخلي؟ دا هغه پوښتنې دي چې ځواب يې ګونګ او په ابهام کې پټ دی.
باچاخان په دې حساب له مشخصې نظريې پرته ولسي غورځنګ مخ ته يووړ، ورو ورو د خدايي خدمتګارانو ولسي او مذهبي رنګ بې رنګه کېده، کوزنيو پښتنو ملتپالو منظم ګوندي تشکيلات جوړ کړل، نېشنل عوامي پارټي NAP رامنځته شوه او نېپ بيا د نظرياتي جدل توده دوره تېره کړه. په دې ګوند کې عبدالحميد بهاشاني، افضل بنګښ، لطيف اپريدی، اجمل خان خټک، جمعه خان صوفی او ډېر نور چې په ملتپالو کې د کمونېستي هستې جوړوونکې ذيلۍ وې را ټول شوي وو. په نېشنل عوامي پارټۍ کې د چينايي او شوروي کمونېستانو کشمکش خپله يو تاريخ دی. عبدالحميد بهاشاني په دوی کې د چينايي مائوتسه دونګ د فکر، چې موږ يې په افغانستان کې شعله يان بولو، مشري کوله. د بهاشاني په اړه ويل کېږي، هغه چې کله د نېپ مشر و نو د ايوب خان د مارشلا او استبداد پر وړاندې په ټاکنو کې د جناح د خور فاطمې جناح قوي ملاتړی و، خو کله چې د چين د کمونېست ګوند د مشر له خوا ورته وويل شول چې د ايوب خان ملاتړ وکړه نو بيا يې د عوامي نېشنل پارټۍ د سياست سره په تقابل کې د فاطمې جناح ملګرتيا پرېښوده او د ايوب خان په پلوۍ کې ودرېد. بهاشاني د خپل ګوند سياست د چين د لومړي وزير غوښتنې ته څملاوه، دا پېښه را ښايي چې نظرياتي قناعتونه او د ملتپالنې کالبوتونه په کومو اړيکو کې کوشېرونه لري. له بلې خوا بيا شوروي کمونېستان د ولي خان په مشرۍ په جوړې شوې نېشنل عوامي پارټۍ کې راټول شول، په دې کشمکش کې بهاشاني، افضل بنګښ او نور چينايي کمونېستان په جلا لاره لاړل او پاتې مارکسېستانو بيا د ولي خان په پارټۍ کې په شوروي لاره مزلونه پيل کړل.
له باچاخان سره د خپل قام د خير څو مشخصې غوښتنې وې او د هغه لپاره يې په خپله شخصي ديندارۍ کې مبارزه وکړه، خدايي خدمتګاران هم تر ډېره ولسي دينداران وو چې د خدای لپاره يې منډه ترړه کوله، خو خان په خپل قامي تحريک کې کله هم د دې زحمت نه وو ايستلی چې په ګوندي تربيه کې د اسلامي لېټرېچرو او وسايلو د کارولو اړتيا را پورته کړي. دا تشه په اکاډميک لحاظ د خدايي خدمتګارو له پيل راهيسې د نېشنل ګوند تر وروستي سياسته همداسې تشه پاتې ده.
کله چې د عوامي نېشنل پارټۍ او پښتون سټوډنټس فېډرېشن PSF جوړښتونه رامنځته شول نو اړتيا وه چې د مبارزې لپاره نظرياتي تشخص رامنځته شي، دلته نو بيا باچا خان د دې چپي نظرياتي ډکون په وړاندې څه نه شو کولای، ځکه هغه د کمونېستي نظريې په وړاندې بديله نظريه نه وه تبني کړې، همدا لامل دی چې چپي نظريه په نېشنل ګوند کې بې سياله پياوړې شوه او باچاخان په ګوندي خپلوۍ کې دغه نظرياتي تشخص وزغمه او په مقابل کې يې هېڅ ونه شو کړای.
د ملايانو او باچا خان پېچلې اړيکه!
باچا خان پخه يارانه له ملايانو سره کړې، په خپل کلي ولس کې له مشهورو ديني عالمانو مولانا فضل محمود مخفي، مولوي عبدالعزيز، مولوي فضل ربي او مولوي تاج محمد سره و. د ترنګزو له حاجي صاحب او نورو مبارزو ديني مرجعيتونو سره يې ډېرې پياوړې اړيکې درلودې. له شيخ الهند سره يې د مبارزې همغږي او شراکت درلود، د هغه له مولانا عبدالکلام ازاد، مولانا عبيدالله سندي او نورو سترو عالمانو سره هم قوي رابطې وې. حتی کله چې باچا خان تر تبعيد وروسته له کابل نه پېښور ته ستنېده نو مفتي محمود مرحوم ورته تورخم ته راغلی و. د ديوبند له علماوو سره د هغه ناستی او د خلافت د تحريک رهبري د هغه د ژوند هغه تاريخ دی چې د هغه د ديني ميلان د اندازې لوړې څوکې دي.
خان چې کله د ديني مدرسو په جوړولو کې بوخت و، په قام کې يې د اصلاح عملي ګامونه اخېستل، پر پرګنو ګرځېده او اصلاحي دورې يې کولې خو د دې ټولو په غبرګون کې د ملايانو له خوا د ږيرې د نه لرلو او دا چې دی ملا نه دی او په جوماتونو کې ديني وعظ کوي، په بدو يادېده. ما ته په همدې سناريو کې د ده او مولانا سيد ابوالاعلی مودودي ګډ مظلوميت له ورايه ښکاري، له مولانا سره چې ملايانو کوم برخورد کړی او هغه چې په دې برخورد کې څومره مظلوم مزلونه کړي دا نو د دوی دواړو ګډه ځانګړنه ده او دا يوه مهمه خبره مونږ ته راښايي چې په ټولنه کې د تغير سوچ څومره ستر قېمت، درنه مبارزه او حساس برخوردونه غواړي.
خان په خپل کتاب زما ژوند او جد و جهد کې د ديني عالمانو نه يوازې دا چې سپکه نه ده ويلې بلکې هغه په ډېر وياړ له ديني علماوو سره د خپلو اړيکو کيسې کړې دي. سره له دې چې د خان په ټولنه کې له سترو ديني بنسټونو او ډېرو عالمانو سره خوږې اړيکې وې خو په مجموع کې د نوموړي او ملايانو تر منځ يو کشمکش هم موجود و. کله چې باچا خان يوازې افتخاري مشر پاتې شو او د واک منابع د نېشنل عوامي ګوند په ليکو کې ووېشل شوې نو بيا خو دې کشمکش يو جديت او شدت واخېست.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.