خان عبدالغفار خان؛ په سولېدلو کليشو کې د پېړۍ تجربه! ملايانو ولې مخالفت کاوه!

18 سلواغه 1396 وحيدالله مصلح / شپږمه برخه

د باچا خان او ديني جريانونو مخالفتونه بايد په دوو جلا منظرونو کې تحليل شي: لومړی کله چې باچا خان د خدايي خدمتګارو په رنګ کې مبارزه کوله او وروسته چې کله بيا سياسي عمل نظرياتي رنګ واخيست، نېشنل عوامي ګوند، پښتون زلمی او پښتون سټوډنټس فېډرېشن شو، نو په دې دواړو کې نقشونه او موقفونه د همغه مهال په تاريخي منظر او سياق او سباق کې تحليل غواړي.
لومړی- د خدايي خدمتګارو پېر: کله چې د خدايي خدمتګارو د مبارزې خبره کوو، په دې مرحله کې باچا خان غوښتل په پښتانه قام کې اصلاحي غورځنګونه رامنځته کړي، د ازادۍ حس يې بيدار کړي، د انګليس پر ضد يې بسيج کړي، د تعليم مرکزونه جوړ کړي، پښتانه له مدني حقونو سره متعارف کړي او په دې ټول تحريک کې هغه د خپلې ستراتېژۍ لپاره اسلامي استدلال کاوه، په دې مرحله کې د دې اړتيا وه چې ملايانو بايد د خان ملا تړلې وای، خو داسې ونه شول او دا ډېره ستره اشتباه وه، دې نه همکارۍ او مخالفت قام پېړۍ شا ته وغورځاوه.
په دې مرحله کې څو خبرې دي، لومړۍ دا چې خان غوښتل چې دين په اصلي بڼه وړاندې شي، هغه به چې له کوم بدعت نه حجاب پورته کاوه نو ملايانو به يې په مقابل کې حساسيت ښود، دويمه دا چې خان د خپلې مبارزې لپاره ديني برهان او منطق درلود او دا کار په هغه ماحول کې چې ملايانو پکې د ضالين او ظالين، اسقاط او خيرات، په قاعده کې د تشهد ګوتې په پورته کولو او نه پورته کولو مناظرې او شخړې کولې دا ورته نوی دين ښکارېدو، له همدې امله دوی خان تخريباوه. درېيمه دا چې خان ټولنيز تحول غوښت، دورې به يې کولې، خان يو ژوندی او خوځنده انسان و په خلکو کې يې تحرک پيدا کړ، نو طبيعي ده چې په محافظه کاره پښتني ټولنه کې ملايان يو قوي طرف وو، هغوی د دې تحول پر وړاندې حساس وو، هغوی فکر کاوه چې د دوی مقام به په نوي تحول کې وغورځېږي، نو ځکه يې مخالفت کاوه. څلورمه خبره دا چې په دې مخالفتونو کې د انګليس لاس هم و، هغوی نه غوښتل چې تعليم دې عام شي، په قام کې دې عامه بېداري او د حقونو غوښتنه ژوندۍ شي او په قام کې دې په دې ډول د ازادۍ غورځنګونه علمي او بنسټيز شي، ځکه هغوی پوهېدل چې په دې ډول به دوی په راتلونکې کې برېټانوي استعمار ته د سر درد وي، نو يې د خان او ملايانو مخالفت حمايه کړ.
دويم د نېشنل عوامي پارټۍ سياستونه: د خان په ژوند کې داسې مرحله راغله چې خدايي خدمت کرار کرار چپي نظريو ته ځای پرېښود، په نېشنل عوامي پارټۍ کې د چپيانو زېلۍ وغځېده او دغه ګوند يې په نظرياتي لحاظ له دين سره پر ټکر ودراوه، دلته بيا له ديني جريانونو سره د نېشنل ګوند ټکر له شخصي او بيرونيو فکټورونو ووت، اصولي مخالفتونه رامنځته شول او په دې مرحله کې ديني جريانونو د خپل مخالفت لپاره قوي منطق درلود، په دې مرحله کې نېشنل عوامي پارټي د خپل قام د ديني نښو او شعايرو پر ضد وکارېده، دوی په شوروي مفکوره کې سختې خوشکې وکړې، د نېشنل ګوند ادبيات او لېټرېچر پر ديني ارزښتونو راوګرځېدل. دين، جنت، دوزخ، حورې، مومن به موارد او هره ديني پديده وننګول شوه او ملنډې پرې ووهل شوې. تاسو وګورئ، کله چې خدايي خدمتګارو په خپل ديني تشخص کې حتی په کانګرېس کې سياست کاوه نو د سرحد ايالت ټاکنې يې دوه ځلې وګټلې او دوی هلته د اسلام دعوه دار مسلم ليګ ته ماتې ورکوله؛ خو کله يې چې چپي نظريه کې دين وټکاوه نو تر ننه بيا په ټولنه کې بېګانه روان دي، دا بېګانه توب به نور عوامل هم لري خو دا عامل يې ډېر حساس او مهم دی.

باچا خان، داودخان او اسلامي نهضت!
جوانان مسلمان (اسلامي نهضت) د محمدظاهر شاه د ډيموکراسۍ په لسيزه کې رامنځته شو. دا د ۱۳۴۸ لمريز کال پسرلی و او مسلمانو ځوانانو پکې د الحاد پر وړاندې د عقيدې محور جوړولو. ډېر ژر داود خان د ډيموکراسۍ لسيزه او شاهي نظام د پرچمي نظاميانو په ملاتړ را وپرځول. داود خان د پښتونستان په قضيه کې انقلابي سياست درلود، کټ مټ پر همدغه کلونو کې خان د خپل ګوند له مشرتابه سره په کابل کې د تبعيد شپې کولې، د خان کورنۍ او د خان له خدايي خدمتګارو نه څنګ ته شوې ترقي پسندې کړۍ د عدم تشدد له فلسفې سره خدای پاماني کوله. دوی کابل ښار ته نږدې په چهار اسياب کې نظامي زده کړې اخيستې او په کوزې پښتونخوا کې يې غلچکي بريدونه پيل کړي وو او بيا داسې مرحله هم راغله چې دوی پکې د سرحد ايالت اعلی وزير حيات احمد خان شېرپاو هم ترور کړ. ويل کېږي چې باچاخان د خپلو پيروانو له دې کړنو راضي نه و او هغه به دا ويل چې دوی د عدم تشدد مبارزه ورخرابه کړه.
داود خان تر کودتا وروسته جمهوريت اعلان کړ او پر سياسي فعاليتونو يې بنديزونه ولګول، په عمل کې چپيان له دې بنديزونو مستثنی وو. پرچميانو د داود خان په کابينه کې تر نيمايي ډېر وزارتونه واخيستل، دوی ډېر ژر هېوادپاله قيادتونه زندانونو ته واچول، پخوانی صدراعظم محمد هاشم ميوندوال يې په مرموز ډول پرته له محاکمې شهيد کړ او د مساوات ګوند د مشرتابه نږدې ۴۰ کدرونه يې د صمد ازهر او نبي عظيمي په څار او نظر کې شهيدان کړل. محمد موسی شفيق يې هم بندي کړ او حتی د ماليې پخوانی وزير عبدالملک عبدالرحيمزی يې هم زندان ته واچاوه.
پرچميان پر اسلامي نهضت ډېر خراب راوګرځېدل، د نهضت د هرې ليکې مشران يې بنديان کړل، استاد غلام محمد نيازی، انجنير سيف الدين نصرتيار، انجنير حبيب الرحمن او ډېر نور ورک نومي پيروان يې بنديان کړل. په دوی کې يې انجنير حبيب الرحمن په تنکۍ ځوانۍ کې شهيد کړ، د اسلامي نهضت مشرتابه او فعالينو د دې پوليسي او چپي کسات په مقابل کې تبعيد غوره کړ، کوزې پښتونخوا ته لاړل او له هغه ځايه يې د انجنير حبيب الرحمن د شهادت او د نورو ډېرو نهضتيانو د شکنجو پر وړاندې د غبرګون په توګه په ګڼو ولسواليو کې نظامي عمليات تر سره کړل. په دې جريان کې مولوي حبيب الرحمن، ډاکټر محمد عمر او خواجه محفوظ منصور ونيول شول او د داود خان د دېوان حرب په محکمه کې چې د چپيانو په ګرو کې وه پرې د اعدام پرېکړه وشوه. وروسته يې بيا دوی هم بېرحمانه شهيدان کړل.
باچاخان په دې ټوله موده کې په کابل کې و، د خان په مخ کې دا هر څه تېرېدل، هغه په دې مسايلو کې ډېر منفعل و او ګوښی يې خپل استراحت کاوه. نوموړي د يو پښتانه سپين ږيري او بانفوذه مشر په توګه کولای شول داود خان ته مشورې ورکړي، منځګړيتوب وکړي او په سياسي همغږيو کې خپل نقش تر سره کړي؛ خو هغه کله هم د خپل پاخه عمر او اوږدې تجربې په رڼا کې د دې تکليف ونه ايست چې داود خان د حالاتو په نازکوالي پوه کړي، هغه کله هم داود خان ته ونه ويل چې د پرچميانو په انتخاب کې غلط شوی يې، دوی دې له ملت او ملتپالو شکوي او په دينپالو کې دې پردی کوي، بې قامه کوي دې او په پای کې به پر ميدان ځان ته پاتې شې. خان کله هم ورته ونه ويل چې استبداد بغاوت ټوکوي او په پای کې به ستا ماڼۍ در ړنګوي، هغه کله هم ورته ونه ويل چې په ظلم کلي نه کېږي او دا چې د جوانان مسلمان ځوانان مه مجبوروه چې ستا د سياستونو دښمن پاکستان ته لاړ شي، دوی به بيا عکس العمل کوي، کسات به اخلي او ستا د سياستونو مخالف پاکستان ملاتړ به لري.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.