خان عبدالغفار خان؛ په سولېدلو کليشو کې د پېړۍ تجربه!

22 سلواغه 1396 وحيدالله مصلح / اوومه برخه

افغانستان د هند تر وېش وروسته تل باچاخان د ډيورنډ کرښې په داعيه کې حمايه کړی دی. کوزنيو پښتنو ته د کابل په خوشحال خان لېسه او جلال اباد کې د لوړو زده کړو اسانتيا برابره شوه. په وطن کې ورته ځمکې ورکړل شوې، کورونه او مېلمستونونه ورته برابر شول، سياسي ادرسونه او بوختياوې يې لرلې او حتی د داودخان په ملاتړ ورته د نظامي زده کړو کمپونه جوړ شول. خو په زړه پورې ده چې خان او ملګرو يې کله هم په تېرو نظامونو پسې اوښکې تويې نه کړې او په هر نوي نظام کې يې لا نورې اسانتياوې خپلولې. د ثور کودتا وشوه او دې کودتا په نېشنل ګوند کې د ترقي پسندې چپي کړۍ پر وده او پياوړتيا ژور اغېز پرېښود. په نېشنل ګوند کې نور د خدايي خدمتګارو ځای د مارکس پيروانو په تېزۍ نيولو.
د ثور تر کودتا وروسته د باچا خان ګوندي مشرتابه بيا هم په کابل کې وه، دوی ليدل چې تره کی او امين څنګه له دين سره ډزې کوي. تره کی څرنګه شبارشين ته وايي چې پنځه کاله وروسته راشی نو وبه ګوری چې جوماتونه ټول خالي شوي. دوی څنګه خپل ملت وژني، دوی د پوهنتون استادان، محصلين، معلمان او ديني عالمان په څرخي پله پوليګون کې ژوندي خښوي. دوی نه کتل چې د يو ملت درېيمه برخه نفوس ولې وطن پرېږدي؟ خو د باچاخان پيروانو دا هر څه کتل او په دې ټولو کې د کودتا اخلاقي او سياسي ملاتړي وو، دوی په نظرياتي شراکت کې سخت جوړ راغلي وو.
خلقي حکومت ړنګ شو او ببرک کارمل د شورويانو پر ټانکونو سپور راغی. يو لوی وطن اشغال او يو عزيز ملت استحصال شو. همدلته وه چې نېشنل ګوند پر خپل مرام راوګرځېد، هغه چې تر پرونه يې د خپلواکۍ هوا په سر کې ګرځوله نن د افغانستان د خپلواکۍ او بې واکۍ په قضيه کې ډېر خراب طرف شو. دوی چې د هند د وېش پر مهال د خپلواک پښتونستان داعيه پورته کړې وه نن يې د افغانستان په بې واکۍ کې شوروي استعمار ته پښتانه لېمه ټيټي کړي وو. دا يو سخت فکري او نظرياتي تضاد او جدل و. نه يوازې د ازادۍ په لحاظ بلکې د نېشنلېزم او انټرنېشنلېزم په تناظر کې دوی ملتپالنه، انټرناسيونالېزم ته څملوله. دوی کتل چې شوروي لښکرې مسلطې دي، ټانکونه او توپونه يې ثقيلان غورځوي، سکډ او اورا وروي او جيټان يې نيپال بمونه. د باروتو دې ورښت ته بل څوک نه افغان انسان ولاړ دی، خو د دوی ترقي پسندو پکې له ببرک سره ودکا څښله او شورويانو ته يې خرشو ويل...
دوی له شورويانو سره ياري وپالله، پرچميان يې خپل وګڼل او افغان ملت يې په خپله داعيه کې نه يوازې ځان ته پرېښود بلکې د کوزې پښتونخوا په کليو او ښارونو کې يې د عزيزولۍ هېڅ اړيکه ونه پالله. دوی سرباري پېغورونه ورکول او داسې يې ښودل چې ګنې دا ميليونونه افغانان په يوه غلامه اړيکه کې له خپل وطنه راکوچېدلي... دوی ببرک نه ليده؟ شوروي يلغار او کتلوي وژنې يې نه ليدې؟ دوی کډوال افغانان ليدل چې د پښتونخوا په کمپونو کې يې د خېمو غربت ګاله خو دوی په کې کډوال افغانان په زميو مينځل او د پت هېڅ يې په منځ کې نه پرېښودل. هغه وخت چې دوی په کې له پېښوره ويل چې جنګ د امريکې او سويټ يونين دی، نو دا يې د بې پرې دريځه نه ويل، دوی په کې د اشغال پر ضد يوه ملي داعيه ټکوله او دوی په کې له شوروي او کارمل سره د يارانې وفا په زبات رسوله.
نېشنل ګوند د افغان ملت او استعمار په مبارزه کې د استعمار په ځولۍ کې ټالونه وهل، هغه مهال د دوی «ببرک ولي، بهاي بهاي» شعارونه د ازادۍ په توده جګړه کې له شا د خپلوانو غدار ګوزارونه وو، دوی له بده مرغه په دې جګړه کې قوي طرف وو، که د باچا خان دا خبره سمه وي چې جنګ د شوروي او امريکا دی او دل پکې افغان دی، نو په دې حساب نېشنل ګوند د ببرک – ولي په ورورۍ کې د همدې افغانانو په ځپلو او دل کولو کې د جارح لوري مټ و.
نېشنل ګوند په افغانستان کې د پرچم ګوند او ببرک کارمل په دايره کې و، دوی خلق ګوند ته په راستۍ نه وو او دا ځکه چې يو خو د اشرافي او مرفه طبقې ګډه خاصه وه او له بلې خوا دا اړيکه کېدای شي شوروي ګټو ته د اولې او دويمې درجې وفادارۍ په وېش کې هم ولټول شي. طبيعي ده چې پرچم ګوند په دې وفادارۍ کې لوړه ذليله نومره اخلي.
دوام لري...

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.