خان عبدالغفار خان؛ په سولېدلو کليشو کې د پېړۍ تجربه!

23 سلواغه 1396 وحيدالله مصلح / اتمه او وروستۍ برخه

نېشنل عوامي ګوند د خپل سياسي ژوند په اوږدو کې هڅه ونه کړه چې له افغان ملت سره ولسي اړيکه جوړه کړي. تل يې له حکومتونو سره پيوندونه اخيستي، مهم موړونه په ژوند کې هر ځل نه تکرارېږي، د باچاخان په ټاټوبي کې شپږ ميليونه کډوال افغانان يو حساس موړ و، سره له دې چې دا د هغه وخت د نېشنل ګوند تبعيد شوي مشرتابه ته ننګونه وه، ځکه له يوې خوا يې مشرتابه د پاکستان تر شديد کنټرول او څار لاندې وو او له بلې خوا يې فکري او نظرياتي اړيکې هم ډېرې پېچلې پرچمۍ وې، خو رهبران تل ننګونې پر فرصتونو اړوي. له ملت او قوم سره اړيکې جوړولو معنوي جوهر غوښت او دا جوهر د نېشنل ګوند مشرتابه د مارکس په انټرناسيونالېستي او د افغانستان په پرچمي اړيکه کې سخت بايللی و. هلته چې په کوزه پښتونخوا کې اسلامپاله تنظيمونو د ديني ګوندونو ملګرتيا او حمايه درلوده، خو په مقابل کې يې ملتپاله ګوندونه بيا په دغسې ګنجۍ اړيکه کې سخت خوارځواکي پاتې شول.
کله چې څو کاله مخکې نېشنل ګوند په کوزه پښتونخوا کې ولسي رايه خپله کړه او حکومت يې جوړ کړ نو هلته دوی له افغانانو سره د لر او بر يو افغان چيغه سخته خوشکه کړه، افغانانو چې د دوی په حکومت کې څومره ذلت ليدلی خدای که يې د هجرت په دا څلورو لسيزو کې کتلی وي. افغانان ترې خدای که په چارسدوالو څپليو او پېښوريو سټايلونو کې ورکېدلی شول، زندانونه پرې ډک وو او کوتکونه يې پرې ایښی وو، د افغان پر لاس د افغان له ټکولو وفاقي سټراټېژېستانو خوند اخېست.
پايله!
د پايلې په توګه باچا خان بايد د تاريخ په حقیقتونو کې مطالعه شي، هغه په خپل ذات کې په شلمه پېړۍ کې د پښتنو يو ژغورونکی او ويښوونکی غورځنګ و، غوښتل يې چې خپل قام د نړۍ د قومونو سيال کړي، هغه د ازادۍ مبارز و، غوښتل يې چې پښتانه د خپلو حقونو او ازادۍ لپاره متحد کړي. هغه د پښتنو د تعليم او زده کړو ارمانجن رهبر و.
باچا خان په خپل شخصي ژوند کې يو دينداره شخصيت و، هغه چې د خدايي خدمتګارو کوم خوځښت جوړ کړی غړي يې په ورځني ژوند کې متدين او پر وطن مين خلک وو. باچا خان يو کارېزماټيک رهبر و، په لنډه موده کې يې درې لکه غړي خدايي خدمتګارانو ته را جذب کړل. باچا خان د يو انسان په توګه محض انسان ته ښه ژوند غوښت، هغه د نړۍ د مسلمانانو خواخوږی و، د هندوستان مسلمانانو ته يې هم تر خپل وسه د اصلاح او تغير برنامې په پام کې لرلې.
نېشنل عوامي پارټۍ چې د خپل سياسي ژوند په اوږدو کې کومې تېروتنې وکړې دا هم يو خوندي تاريخ دی، دوی په نظرياتي برخه کې چپي ايډيالوژي واخيسته او له دين سره يې د ټکر په پاليسۍ کې د خپل ګوند سياست رهبري کړ. باچا خان په دې برخه کې د ګوند سياستونه سمې خوا ته توجيه نه کړل، له بده مرغه نوموړي هم د خدايي خدمتګارانو له پېره تر پايه د ګوند په ادبياتو کې اسلامي لېټرېچرو ته ځای نه و ورکړی او باچا خان د ګوند په چپي سياستونو کې همغږی ورسره ولاړ.
په افغانستان کې د کمونېستي کودتا او شوروي اشغال په موده کې نېشنل عوامي پارټي د افغان ملت د ارادې پر خلاف د کودتا او اشغال په خوا کې ودرېده، د تاريخ دا حادثه د افغان ملت په تاريخ کې ډېره ترخه ده.
د يو تاريخي واقعيت په توګه باچا خان د خپلې مبارزې په تاريخ کې يوه کرښه هم د لوی افغانستان د ارمان لپاره نه لري، باچا خان د هند تر وېش مخکې د لوی هند د ازادۍ مبارزه کړې خو د پښتنو حقونه يې پکې خوندي غوښتل او د هند د وېش پر مهال يې د لنډ وخت لپاره د ازاد پښتونستان غږ پورته کړ، وروسته بيا د پاکستان د پارلمان د غړي په توګه يې پاکستان او د پاکستان اساسي قانون ومانه او د پاکستان په جغرافيه کې يې د پښتنو د فدرالي حقونو غوښتنه شروع کړه.
پای

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.