د اندونيزيا اوسنی ولسمشر جوکو وېدودو

24 سلواغه 1396 ډاکټر نېک محمد ويال

اندونيزيا د اسيا لويې وچې په سوېل ختيځه برخه کې موقعيت لري چې ټول پراخوالی يې ۱۹۰۴۵۶۹ کيلو متره مربع دی. د وګړو شمېر يې کابو ۲۶۰ ميليونه دی چې په نړۍ کې د مسلمانانو تر ټولو لوی هېواد او د وګړو پر بنسټ د نړۍ څلورم لوی هېواد شمېرل کېږي.
اندونيزيا له ۱۷۵۰۸ ټاپوګانو څخه جوړ هېواد دی او ۳۳ اداري واحدونه لري. اندونيزيا په اسلامي نړۍ کې د لوړ مقام څښتن هېواد دی، اوسنی ولسمشر يې جوکو وېدودو نومېږي چې د همده د بهرنۍ پاليسۍ له برکته اندونيزيا په اسلامي نړۍ کې ځان مطرح کړ.
زوکړه
جوکو وېدودو د ناتو میروجو زوی او په ۱۹۶۱ زېږديز کال کې زيږېدلی دی. نوموړی د ناتو میروجو په پنځو اولادونو کې يوازېنی نارينه اولاد دی.
زده کړې
جوکو وېدودو لومړنۍ زده کړې په يو دولتي ښوونځي کې چې د ضعيف اقتصاد لرونکو خلکو لپاره و، پيل کړې. له ښوونځي وروسته يې له خپل پلار سره د فرنيچر په دوکان کې کار پيل کړ. نوموړي غوښتل چې د سکاترا په دولتي ښوونځي کې نورې زده کړې پيل کړي، خو په ازموينه کې پاتې شو او پر ځای يې د سکاترا په شپږم نمبر ښوونځي کې زده کړې پيل کړې. جوکو وېدودو د لېسانس دورې زده کړې د ځنګلونو په برخه کې بشپړې کړې دي.
دندې
جوکو وېدودو تر لومړنيو زده کړو وروسته له خپل پلار سره د فرنيچر په دوکان کې کار پيل کړ. په پوهنتون کې تر زده کړو وروسته يې بيا په لاندو مهمو دولتي دندو کار کړی دی.
- د ساراکاترا ښاروال: په ۲۰۰۵ زېږديز کال کې د ساراکاترا د ښاروالۍ په ټاکنو کې نوماند شو او په دې وتوانېد چې د ساراکاترا د ښاروال په توګه وټاکل شي.
- د جاکترا والي: جوکو وېدودو په ۲۰۱۲ زېږديز کال کې د جاکترا د والي په توګه وټاکل شو.
- د روغتيا د پروګرام مشر: د جاکترا د ولايت په دوره کې يې د روغتيايي خدمتونو پروګرام پیل کړ او مسووليت يې په خپله غاړه واخيست.
- د عامه ترانسپورټ سیسټم مشري: په ۲۰۱۳ زېږديز کال کې د جاکترا د عامه ترانسپورټ سېسټم مشر وټاکل شو.
- نوموړی د ۲۰۱۴ کال د اکټوبر په شلمه د اندونيزيا په ولسمشريزو ټاکنو کې نوماند و چې ټاکنې يې وګټلې او د اندونيزيا ولسمشر وټاکل شو. وېدودو تر اوسه د اندونيزيا د ولسمشر په توګه دنده پر مخ بيايي.
بهرنۍ پالېسي
له هغه وروسته چې جوکو وېدودو د اندونيزيا د ولسمشر په توګه وټاکل شو، نو د اندونيزيا د پخواني ولسمشر د هغې بهرنۍ پالېسۍ په عملي کولو يې لاس پورې کړ چې «په زرګونو ملګري او صفر دښمن» نومېږي.
جوکو وېدودو د اندونيزيا د بهرني سياست د يادې پاليسۍ په پلي کولو سره وکولی شول چې د نړۍ په اسلامي او غېر اسلامي هېوادونو کې د ښو اړيکو او غوره سياست په لوبولو سره مهم رول خپل کړي.
د جوکو وېدودو له واکمنۍ وړاندې د بهرنيو هېوادونو شاوخوا ۵۰۰ کښتيو د اندونيزيا په ټاپوګانو کې په غېرې قانوني ډول تګ - راتګ کاوه، چې په کلني ډول به يې دغه هېواد ته ۲۰ ميليارده امريکايي ډالره زيان اړاوه. پر دې سربېره يې د اندونيزيا ملي حاکميت هم تر پوښتنې لاندې راوستی و. جوکو وېدودو په خپله بهرنۍ پاليسۍ کې په يادو بهرنيو کښتيو هم قانون پلی کړ او ماليات يې پرې ولګول.
په ۲۰۱۶ زېږديز کال کې جوکو وېدودو په جاکترا کې د نړۍ د اسلامي هېوادونو د مشرانو په سرمشريزه کې له دوی غوښتنه وکړه چې د فلسطين د خپلواکۍ په اړه راټول او ملاتړي شي. په همدې کال کې د اندونيزيا د ولسمشر په لارښوونه د ياد هېواد د بهرنيو چارو وزير فلسطين ته سفر وکړ او د اسرائيلو هغه وړانديز يې رد کړ چې د دوه اړخيزو ډېپلوماټيکو اړيکو غوښتنه يې پکې کړې وه.
جوکو وېدودو څو ورځې وړاندې له خپلې مېرمنې سره يو ځای د ولسمشر محمد اشرف غني په بلنه کابل ته راغی. جوکو وېدودو په داسې يو وخت کې افغانستان ته رسمي سفر وکړ چې په هېواد کې وروستيو بريدونو د سلګونو کسانو ژوند اخيستی او نور يې ټپيان کړي وو.
د جوکو وېدودو د سفر په ورځ هم په کابل کې پر پوځي پوهنتون داعش بريدګرو بريد وکړ او د نوموړي له سفر وړاندې په افغانستان کې د جمهوريت روغتون ترڅنګ د بريد له کبله ملي ماتم اعلان شوی و.
ولسمشر غني او افغان ولس د ښاغلي جوکو وېدودو د سفر او له اندونيزيا سره د افغانستان د نويو اړيکو هرکلی وکړ او د افغانستان د روان وضعيت په اړه يې د ياد هېواد په لوري د اميد سترګې نيولې دي.
د شنونکو په اند، له اندونيزيا سره د افغانستان اړيکې کولی شي، له وسله والو مخالفينو سره د سولې خبرې بريالۍ او په هېواد کې د ترهګريزو بريدونو کچه راټيټه کړي.
د اندونيزيا او افغانستان نويو اړيکو او همکارۍ ته دا تمې موجودې دي:
۱ - د اندونيزيا ديني عالمان او نور ديني بنسټونه د نړۍ د مسلمانانو په منځ کې د پوره باور او قدر وړ دي. که چېرې د اندونيزيا ديني عالمان او اسلامي بنسټونه په افغاسنتان کې د وسله والو مخالفينو بريدونه چې د پاکستاني عالمانو په فتوا سره روا ګڼل شوي، حرام او ناروا وګڼي، نو په کم وخت کې به يې مثبت اغېز را څرګند شي.
۲- له وسله والو مخالفينو سره د سولې د خبرو په اړه، د اندونيزيا منځګړيتوب او د قطر پر ځای په اندونيزيا کې طالب وسله والو ته د دفتر پرانيستنه د سولې پروسه بريالۍ کولی شي.
۳- په افغانستان کې د وسله والو مخالفينو جګړه د دين په نوم ده، پاکستان د دين له نوم څخه داسې ګټه اخلي چې افغانستان ته يې د شر سرچينې راخلاصې کړې دي، خو د افغانستان په موضوع کې د اندونيزيا ورګډېدل به د دين په نوم جګړه له شر څخه وباسي او په خير به يې بدله کړي.
۴- د پاکستان په پرتله، اندونيزيا څو ځلې زيات د نړۍ په مسلمانانو ښه اغېز لري او د نړۍ د مسلمانانو په منځ کې د ځانګړي ديني مقام څښتن هېواد دی.
۵- د افغانستان پر جګړې د اندونيزيا د اسلامي عالمانو اغېز مؤثر او پر پاکستان کلک ګوزار دی.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.