پوچ خولی ولسمشر؛ رودريګو دوترتي

22 کب 1396 حکمت ارين

رودریګو روا دوترتي یې بشپړ نوم دی او د ۱۹۴۵ کال د مارچ په ۲۸مه د میندانایو په نوم سیمه کې، د فلیپین تر ټولو غریبې خو سیاست مدارې کورنۍ کې زيږدېدلی دی. نوموړی په رودي او دیګونګ شهرت لري، څو کاله یې وکالت وکړ او اوس د فلیپین د ۱۶ ولسمشر په توګه فعالیت کوي.
د فیلیپین ولسمشر رودریګو دوترتي هغه کس دی چې خلک یې د هوا په وزرو سپور خوش قسمته ولسمشر بولي. دوی وایي رودي عجيب ولسمشر دی. نوموړی په دې توانېدلی دی چې یوه پیاوړې سیاسي شبکه رامنځته کړي. ځینې نور بيا پر دې باور دي چې رودي يوازې د ځان غم کوي. دوی استدلال کوي چې کله د نوموړي زوی د داوایو سیټي د ښاروال په توګه له دندې استعفا وکړه نو رودي يې پر ځای خپله لور ښارواله کړه او زوی يې د ولسمشر د مرستيال پر څوکۍ کېناوه.
رودریګو ښوونځی په خپله سیمه کې ولوست او د حقوقو له پوهنځي څخه یې په لوړو نمرو لېسانس تر لاسه کړ، څو کاله مدافع وکیل و چې وروسته بیا څارنوال شو.
د روډي مېرمن الیزابېت زیمرمن په ۲۰۰۰ میلادي کال کې مړه شوې او نوموړي له خپلې دويمې ښځې سره په رسمي ډول واده نه دی کړی. دوترتي مستبد دی او خپله یې هم په وار وار اعتراف کړی، ځکه دی وایي قانونمند نظام باید په همداسې جدیت وچلول شي، هغه خپله له دیکتاتوري نظام سره علاقه لري او وایي چې دی د فليپین له پخواني دیکتاتور فردیناند مارکوس سره کورنۍ اړیکې لري او ترې متاثره دی. رودي ویلي ژر به د فردیناند جسد د فلیپین په پلازمېنې مانیلا کې د ملي اتلانو هديرې ته ولېږدوي، ځکه په خبره یې د اتلانو باید قدر وشي او فردیناند د فلیپین اتل دی.
رودریګو عجیب او غریب خویونه لري، ښکنځل کوي او یو شمېر هېوادوال یې وایي ولسمشر یې په خوله پوچ خو په زړه صاف انسان دی. ډېری نور بیا رودي له همدې امله تر ټولو بد ولسمشر بولي، دوی وایي ولسمشر یې ډېر کله ان ځان ته هم ښکنځلې کوي، په کاناډا کې مېشت د سیاسي چارو فلیپیني شنونکي ریچارډ هیډریان له یوې رسنۍ سره په خبرو کې ویلي له دې سره سره چې رودریګو ډېرې خامیاني لري خو هغه تر ټولو مقتدر ولسمشر هم دی:
«ولسمشر رودریګو بلکل له خولې پوچ دی خو زما په نظر هغه یو مدبر شخص هم دی، د هغه خبرې مې یاديږي چې د کمپاین په دوره کې به یې ویل زه بېل سړی یم، هغه څه چې په خوله وایم په عمل کې یې هم اجرا کوم، زه ژمنه کوم چې ولسمشر شم پیل به مې له اداري فساد سره پیاوړې مبارزه وي، هغه هماغسي وکړل، دی ډېر ښه روان دی موږ د ده په څېر ولسمشر ته په داسې حساس وخت کې ډېره اړتیا درلوده. هغه که څومره د خلکو بد اېسي تر هغه ډېر په خلکو ګران هم دی».
دوترتي که دومره بد دی نو څه ډول واک ته ورسېد او خلکو ورباندې څه ډول دومره باور وکړ؟ شنونکي یې د بریا راز د هغه مثبته تګلاره بولي. ریچارډ هیډریان وایي، کله چې رودریګو سټېج ته د خپلو پروګرامونو د تشريح کولو لپاره راته حتماً به یې ټوکې هم کولې، چې د نوموړي خویونو ته به دې وکتل نو فکر به دې کاوه کومې خندوونکې خپرونې ته راغلی دی، خو د پوښتنو ځوابونه به یې لنډ، خلص؛ خو پاخه وو.
دې پر ځان باورمند کس ولسمشرۍ ته تر نوماندېدو مخکې ساده او بسیط ژوند درلود خو تل به یې اهداف لوړ ټاکل. مور یې د ژوند چارو په یوه ټلوېزیوني خپرونه کې د خپل زوی د بریا پر رازونو غږېدلې ده. هغې ویلي، زوی یې کوچنۍ خبرې نه کولې او نه یې هم په کور کې پر وړو مسایلو چندان سر خوږاوه، هغه تل اهداف لوړ ټاکل او تل به یې له خپلو همځولو سره په ټوکو کې هم ځان ولسمشر رودریګو معرفي کاوه.
رودريګو دوترتي د ټاکنیزو منډو ترړو په لړ کې د يوې ټلوېزيوني مناظرې پر مهال د خبريال د دې پوښتنې په ځواب کې چې له قانون ماتوونکو سره به څه ډول چلند کوي او په لږه موده کې به څنګه له ټولو قانون ماتوونکو سره مبارزه وکړي، په ټوکې سره وویل: «هو زه پوهېږم وخت ډېر مهم دی، ما درته وویل که غواړی چې له فساده پاک او قانونمند دولت ولری او سیالي وکړی نو اجازه راکړئ چې شپږ میاشتي ولسمشري وکړم. زه مجرمین وژنم او یوه بله خبره چې باید اوس یې لا ووایم دا ده چې که ولسمشر نه شم او راتلونکی ولسمشر مې بې له کومې خبرې زندان ته لېږي نو ښه ده ترې وړاندي لا اعتراف وکړم، زه له زندانه نه وېرېږم په همدې لاسونو مې فاسدین وژلي، که ولسمشر شم نو قانوناً یې پر وړاندې ډېر او تر دې سخت اقدامات هم کولی شم، بیا هم تاکید کوم، قانون ماتوونکي او فاسدین نه پرېږدم وژنم یې».
دوترتي د نوماندۍ له وخته را په دېخوا د خلکو پوښتنو ته بې تکلیفه خو په تروشه ټنډه ټول ځوابونه ویل. رودي په دې هم اعتراف کوي چې له ډېرو ښځو سره جنسي اړیکې لري. پاپ ته بلکل احترام نه لري او وايي چې پاپ څه شی دی، زه په خپله پاپ یم. د همدې څرګندونو له امله د خلکو ښه نه ترې راځي، خو دی وایي تاسې هېواد جوړول غواړی که پاپ ته احترام. زه پاپ نه پېژنم خو وطن راته تر هر څه لومړیتوب لري. ده له ډېرو ښځو سره د جنسي اړيکو لرلو په اړه هم په يوه مناظره کې وويل: «دا دومره مهمه خبره نه ده، زه یې لرم هو خو نورو ته مې تر اوسه داسې کومه مشوره نه ده ورکړې، ځکه زه چې څه کوم، په هر لحاظ په ما پورې اړه لري. تاسې هر شی دومره په ډاګه مه وایاست».
د قسمت خبرې دي، رودي په رودریګو دوترتي بدلېږي او د ۲۰۱۶ کال د مې میاشتې په ۱۶ مه د لومړي ځل لپاره د فليپين ولسمشر وټاکل شو.
دوترتي ولسمشرۍ ته تر رسېدو وروسته سمدلاسه له خپلو هېوادوالو بښنه وغوښتنه او ويې ويل: «زه د خپلې ژبې له امله له ټولو فلیپینیانو بښنه غواړم، څه وکړم همدا مې سټایل دی، همدا مې خوله ده څه چې اوری تېر یې کړئ ولې څه چې زما په خبرو کې نغښتې دي پر هغه غور په کار دی، باید هوښیار و اوسو، د یوې بدې خبرې لپاره باید ټوله ښه جمله له پامه ونه غورځوو».
دا د نوموړي لومړۍ تېروتنه او وروستۍ بښنه نه وه، هغه یو ځل بیا هغه وخت بښنه وغوښته چې په لاووس کې یې د نړۍ د مشرانو د یوې غونډې په څنډه کې امریکايي ولسمشر بارک اوباما ته ښکنځل وکړې. دوترتي اوباما «حرامي» بللی و او په غبرګون کې يې سپینې ماڼۍ هم له هغه سره د ولسمشر اوباما پلان شوی ملاقات لغوه کړ. ده ويلي وو: «د دې غونډې له پیل څخه مخکې دې حرامي (اوباما) ته خبرداری ورکوم چې په فليپین کې د نشه يي توکو د قاچاق کوونکو پر ضد دې زما د روان کمپاین په اړه خبرې نه کوي. د نشه یي توکو ضد په دغه کمپاین کې تر دې دمه شاوخوا ۲۰۰۰ کسان وژل شوي دي».
اوباما د خپل فليپیني سیال د دې سپکو سپورو په غبرګون کې وویل چې هغه «عجيب سړی دی» خو سپینې ماڼۍ وویل چې ولسمشر اوباما له دوترتي سره خپله پلان شوې غونډه لغوه کړې ده. وروسته يې بيا بښنه وغوښته او د امريکا په ګډون يې د نړۍ له ګڼو هېوادونو سره د ښو اړيکو پر جوړولو ټينګار وکړ؛ خو د دوترتي تر ښکنځلو وروسته امریکا او فلیپین چندان ښې اړیکې جوړې نه کړای شوې او تل به یې د اوباما پر سیاستونو نیوکې کولې. ده په ۲۰۱۶ کال کې د عراق او امریکا د امنیتي تړون په اړه وویل امریکا په دې کار سره غواړي منځنی ختیځ نا ارامه کړي، امریکا او برېټانیا په زور همدې عراق ته ولاړل، صدام چا وواژه، ولې یې وواژه، په لیبیا کې څه روان دي او سوریه خو وینی چې د همدې دوو هېوادونو له امله لولپه شوه.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(1 رایه)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.