محمد بن سلمان

07 وری 1397 حکمت ارين

محمد بن سلمان بن عبدالعزیز ال سعود د ۱۹۸۵ زېږدیز کال د اکټوبر په ۳۱ مه د سعودي عربستان د جدې ښار په شاهي کورنۍ کې دې فاني نړۍ ته سترګې وغړولې.
نوموړی د سلمان بن عبدالعزیز د درېیمې مېرمنې تر ټولو مشر زوی دی. خپلې لوړې زده کړې یې د حقوقو په برخه کې کړې دي. په کم عمر کې یې د خپل پلار په مرسته د سیاست ډګر ته را ودانګل.
محمد بن سلمان لومړنۍ زده کړې خپل کور ته څېرمه د شاهي کورنۍ په یوه ښوونځي کې پیل کړې او له هغه وروسته یې لوړې زده کړې د ریاض په دولتي پوهنتون کې د حقوقو په برخه کې وکړې. هغه د ریاض له پوهنتونه تر فارغېدو وروسته د خپل پلار له خوا د سیاست ډګر ته داخل کړل شو. په ۲۰۰۹ زېږدیز کال کې، کله یې چې پلار د ریاض امیر و؛ نوموړی يې خپل سلاکار وټاکه، له هغه وروسته په ۲۰۱۳ زېږدیز کال کې چې پلار یې ولیعهد وټاکل شو، نوموړی یې د پلار د دفتر رئیس شو او په ۲۰۱۵ زېږدیز کال کې چې پلار یې د ورور تر مړینې وروسته واک ته ورسېد؛ نوموړی د سلاکار وزیر، دفاع وزیر او د پراختیا او اقتصاد شورا د ریاستونو په پوسټونو وګومارل شو. د سلمان د پلار له خوا د نوموړي په ګومارلو د هغه د وروڼو او نورې شاهي کورنۍ نیوکې را وپارېدې خو پلار یې سلمان دا مسئله جدي ونه نیوله.
محمد بن سلمان په سعودي کې د ځینې قیوداتو په لرې کولو سره هڅه کوي ځان خلکو ته داسې وښیي چې نوموړی غواړي د سعودي په تېر تاریخ کې یو لړ بدلونونه راولي چې په دې لړ کې یې ځینې کارونه هم ترسره کړي دي. محمد بن سلمان په خپل هېواد کې په ځانګړي ډول په ځوانانو کې ځانګړی محبوبیت لري. نوموړي په دولتي ادارو کې د پخوانیو لوړپوړو چارواکو پر ځای هغه ځوان کادرونه پر دندو وګومارل چې په لوېدیځ کې یې زدکړې کړې وې. ۳۲ کلن سلمان له هغه وروسته په سعودي کې ځان ډېر مشهور کړ چې په سعودي کې یې مېرمنو ته د موټر چلولو اجازه ورکړه او د تیاتر او سينما د پرانیستلو‎ ژمنې يې له خلکو سره وکړې. د شاهي کورنۍ له لسو د ډېرو غړو او سلګونو سوداګرو او چارواکو په بندي کولو سره یې لا ډېر د خلکو پام ځان ته جلب کړ.
هغه په منځني ختيځ کې هم له ډېرو هېوادونو سره ستونزې لري. محمد بن سلمان هم د ایران د سر سختو مخالفینو له ډلې يو دی چې وخت ناوخت د ایران پر حکومت او مذهبي مشرانو توندې نیوکې کوي.
محمد بن سلمان په خپل هېواد کې له محبوبیت سره سره دځینو هېوادونو د خلکو او مشرانو له لوري په بېلا بېلو نومونو هم یاد شوی چې له دې ډلې د قطر د المپیک کمېټې مشر نوموړي ته حتا د ابوجهل خطاب کړی دی.
محمد بن سلمان تر وليعهد ټاکل کېدو وروسته خپل درېيم بهرنی سفر د امريکا متحدو ايالتونو ته وکړ. تر هغه وړاندې نوموړي خپل لومړی سفر مصر او بیا برېټانيا ته کړی و.
نوموړی لکه څرنګه چې خپله هم ځوان دی تر ډېره خپله تکیه پر ځوانانو کړې ده. د دې ټولو تر څنګ یې په ۲۰۱۷ زېږدیز کال کې د شاهي کورنۍ له خوا په ډېری نافذو شويو پخوانيو قوانينو، ټولنیزو دودونو او د کاروبار په دودیزو طریقو کې د پام وړ بدلونونه راوستل. هغه وایي پر ځوان نسل تکیه کوي چې د بدلون هیله لري او له مالي فساد څخه هم په تنګ راغلي دي.
هغه په سعودي کې دا بدلونونه راوستي او په پام کې لري چې نور هم د ډیموکراسۍ لور ته خپل تمایلات ډېر کړي. د نوموړي هغه بدلونونه او کارونه چې په سعودي ټولنه کې یې په دې وروستیو کې راوستل او په کور د ننه او بهر له تودو هر کلیو سره مخ شول په دې ډول دي:
1- ښځو ته د موټر چلونې اجازه ورکول
روان کال سعودي حکومت ښځو ته د موټر چلونې لایسنس یا اجازنتامې ورکړې. تر دې وروسته به دوی د موټر تر څنګ د موټرسایکل د چلونې اجازه هم ترلاسه کړي. دا په ځانګړې توګه د سعودي عربستان د هغو ښځو لپاره یو ډېر لوی بدلون دی چې د هر کار لپاره پر نارينه وو تکیه کوي
2- سټوډیم یا لوبغالي ته د ښځو د ورتګ اجازه
سلمان په روان ۲۰۱۸ زېږدیز کال کې ښځو ته اجازه ورکړه چې په سټوډیم یا لوبغالي کې د ورزشي لوبو ننداره وکړي. په سټوډیم کې به د ښځو لپاره مشخص ځای موجود وي. په ۲۰۱۷ زېږدیز کال کې محمد بن سلمان د ولس د غبرګون معلومولو لپاره په ریاض کې ښځو ته سټوډیم ته د تګ اجازه ورکړه، چېرې چې د ملي ورځې په مناسبت مراسم ترسره کېدل.
3- د سینما پرانیستل
وروسته له ۳۵ کلونو څخه په سعودي عربستان کې یو وار بیا سینما فعالېږي. په ۱۹۸۰ لسیزه کې سینماوې بندې شوې وې. د دې هېواد ډېر شمېر علما د فلمونو لیدل ګناه ګڼي. په روان کال کې به سينماوې خپل فعالیت پيل کړي. مخکې تر دې به د سعودي عربستان اوسېدونکي بحرین یا دوبۍ ته پر لویې پردې د فلمونو د لیدو لپاره ورتلل.
4- د کنسرتونو جوړول
په ۲۰۱۷ زېږدیز کال کې رېپر نیلي او ګېمز آف تهرونز، دوو مشهورو هنرمندانو له سعودي عربستان څخه لیدنه وکړه. جان تراولتا، هم دغه هېواد ته تللی و چېرې چې هغه له خپلو مینه والو سره ولیدل او د امریکا متحده ایالاتو د فلمي صنعت په اړه یې ورسره خبرې وکړې.
5- سیاحت
سعودي عربستان سږکال د سیاحتي وېزو د ورکړې لړۍ هم پيل کړه. دغه هېواد د یوې داسې سیاحتي سیمې د جوړولو اراده لري چېرې چې به د جامو یا لباس اړوند د سعودي عربستان سخت قوانين نه نافذېږي. د سعودي شهزاده محمد بن سلمان ویلي دي: سعودي عربستان باید د منځلاري اسلام پر لور را وګرځي.
سعودي عربستان په ۲۰۱۷ زېږدیز کال کې د دې خبرې د ثابتولو کوښښ وکړ چې دغه محافظه پاله ټولنه د بدلون پر لور روانه ده.
د یوې ټولپوښتنې له مخې چې د ۲۰۱۷ زېږدیز کال د ډسمبر په ۳۰ مه په سعودي عربستان کې تر سره شوه په دې ټولپوښتنه کې اکثره خلکو د سعودي د نوي ولیعهد او راتلونکي پاچا په اړه داسې انګېرنې درلودې:
۱۲ سلنه رایه ورکوونکو وزیران په فساد کې ښکېل وبلل او له دې جملې یوازي ۹ سلنه نورو سوداګر هم په فساد کې ښکېل وبلل. د ځوابونو تر لاسه کولو او پایلې د معلومېدو وروسته ځینو حکومت پلوو کسانو پر نوموړي تور پورې کړ چې غواړي د سعودي د امیرانو قدر کم کړي او هغوی فاسد معرفي کړي. ځینو نورو بیا پر نوموړي تور پوري کړ چې د قطر ملاتړ یې وکړ.
باید وویل شي چې په دې وروستیو کې د سعودي حکومت د امیرانو، وزیرانو، سوداګرو او نورو جګپوړو مسوولینو په ګډون تر ۲۰۰ زیات کسان د مالي فساد په تور ونیول چې د سعودي حکومت په وینا دغه کسانو تر ۱۰۰ ميلیارده ډالرو زیات فساد کړی، خو د نړیوالوچارو پوهان او د سعودي په چارو کې ماهر کسان وايي؛ چې نوی ټاکل شوی ولیعهد غواړي له فساد سره د مبارزې په نامه خپل مخالفین وځپي او د حکومت تر لاسه کولو مزل ځانته را لنډ کړي.
دوی وايي په سعودي کې محکمه خپلواکه نه ده او نه هم نور کشفي او تحقیقاتي ارګانونه خپلواک دي چې له مخې يې سمه پرېکړه وشي؛ تر څو معلومه کړي څوک ملامت او څوک سلامت دي.
د سعودي پاچا سلمان له فساد سره د مبارزې په نامه یو کمېسیون جوړ کړ او د جوړښت تر اعلان وروسته سمدستي د هغو امیرانو، وزیرانو او سوداګرو پر ضد عملیات وشول چې ګومان کېده، د محمد بن سلمان په وروستیو تحرکاتو راضي نه دي او په ځانګړي ډول د پخواني ولیعهد محمد بن نایف سره خواخوږي لري.
وړاندې تر محمد بن سلمان یې د تره زوی، محمد بن نایف د اوسني پاچا سلمان ولیعهد و خو نوموړي د یوه فرمان په صادرولو سره هغه له دندې ګوښه او پر ځای یې خپل زوی ولیعهد وټاکه چې د نوموړي تر مرګ او یا هم له واکه د لرې کېدو په صورت کې به سلمان د سعودي پاچا وي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.