کېم جونګ اون

14 وری 1397 حکمت ارين

د شمالي کوریا اوسنی مشر کېم جونګ اون د ۱۹۸۳ زېږدیز کال په جنورۍ کې په شمالي کوریا کې زیږېدلی دی. نوموړی د شمالي کوریا د پخواني رهبر کېم جونګ اېل زوی دی. نوموړی د شمالي کوریا د نظامي کمېسیون د ريیس او د ملي دفاع کمېسیون د مشر په پوسټونو کې هم پاتې شوی دی. دغه کم عمره مشر د ۲۰۱۲ زېږدیز کال په جولای کې د څلورو ستورو په اخیستلو سره د جنرالۍ رتبه تر لاسه کړه. هغه په ۳۰ کلنۍ کې واک ته ورسېد چې د نړۍ تر ټولو کم عمره ولسمشر و. کېم جونګ اون د شمالي کوریا د پخواني مشر د ځایناستي په نوم هم پېژندل کېږي. هغه لومړنۍ زده کړې په خپل هېواد کې وکړې او د لوړو زده کړو لپاره یوه موده بهر ته هم ولاړ، خو د پوځي زده کړو لپاره بېرته خپل هېواد ته راستون شو. نوموړي واک ته له رسېدو سره سم په خلکو کې د وېرې خپرولو په خاطر ۷۰ تنه لوړپوړي دولتي چارواکي اعدام کړل، په داسې حال کې چې پلار یې په همدومره موده کې ۱۰ چارواکي اعدام کړي وو. اوسمهال په شمالي کوریا کې د حکومت پر ضد خبرې کول د سر په بیه دي او هېڅوک نه شي کولی د حکومت او یا د دغه سخت دريځي مشر پر وړاندې د نیوکې غږ پورته کړي. د نوموړي له واک ته رسېدو سره سم په شمالي کوریا فشارونه زیات شول او د دې ۳۳ کلن رهبر تر واکمنۍ لاندې شمالي کوریا په کم وخت کې پنځه اټومي ازموینې وکړې.
واک ته له رسېدو سره سم، نوموړي په خپل هېواد کې ډېر سخت قوانین وضع کړل. بهر ته د هېوادوالو په تګ راتګ، حتا په ټليفوني اړیکو یې هم بندیزونه ولګول. د شمالي کوریا ډېری وګړي کېم جونګ اون د پخواني رهبر کېم اېل سونګ یوه ځوانه ډالۍ بولي. د دغه هېواد وګړي وایي ځوان مشر ستر رهبر( پلار ) ته یې ډېر ورته والی لري، هغه دا چې دوی دواړه یو ډول وېښتان جوړوي، د مخ کاسه، خوی او رفتار یې ډېر سره ورته دي.
د نوموړي ترور او د هغې مېړه ته یې د پلار کېم جونګ اېل له خوا دنده سپارل شوې وه چې له کوچني مشر سره په چارو کې مرسته وکړي. خو هغه وروسته خپلې ترور او د هغې مېړه ته د هغو پوځي جنرالانو د تعقیب دنده وسپارله چې ده ورباندې باور نه درلود. هغوی تر ډېره له کېم جونګ اون سره د ده په حکومتولۍ کې د همکارانو په توګه پاتې شول، خو کېم د دې ټولو پر خلاف په ۲۰۱۳ زېږدیز کال کې دوی له ټولې کورنۍ سره یو ځای په دې پلمه اعدام کړل چې ګواکې د نظامي کودتاه هڅه یې کوله. په دې وروستیو کې د دې ځوان مشر، غربي هېوادونو او جنوبي کوریا تر منځ اړیکې د ترینګلتیا وروستي حد ته رسېدلې دي. کېم اوس له هېڅ ځواک نه، نه وېرېږي، ځکه پلار یې ورته د جنوبي کوریا او امریکا په اړه ویلي وو چې دا دواړه هېوادونه یوازې ګواښ ښه کولی شي، اما په عملي ډګر کې هېڅ هم نه شي کولی. کېم له جنوبي کوریا او امریکا سره په دې خاطر هم د دښمنۍ سیاست خپل کړی چې غواړي په دې توګه د خپل حکومت پښې ټینګې کړي او پر ځان د خپلو هېوادوالو باور لا ډېرکړي. له ټولو فشارونو سره سره کېم له خپلو اټومي ازموینو نه مخ نه ګرځوي او د هرې ورځې په تېرېدو سره لوی او خطرناک مزایل ازمويي. شمالي کوریا په ۲۰۱۲ زېږدیز کال کې د لومړي ځل لپاره خپله سپوږمکۍ هم اسمان ته ولېږله او واک ته له رسېدو وروسته یې اټومي ازموینې خورا په شدت مخ پر وړاندې روانې دي. په ۲۰۱۵ زېږدیز کال کې د یوه امریکایي جنرال تر خبرداري وروسته چې ویلي یې وو، شمالي کوریا به په ۲۰۲۰ زېږدیز کال کې داسې اټومي توغندي جوړ کړي چې د امریکا غربي سیمې په نښه کړي، د امریکا غوسه یې را وپاروله. له هغه وروسته په ۲۰۱۶ زېږدیز کال کې، کله چې شمالي کوریا یوه جنجالي ازموینه وکړه، نړیوالې ټولنې هم پرې توند غبرګونونه وښودل، ځکه شمالي کوریا په خپله ومنله چې دوی دا ځل یو هایدروجني سرګلوله لرونکی توغندی په بریالۍ توګه ازمویلی دی. د نړۍ په کچه د شمالي کوریا وروستۍ ازموینه د ولسمشرانو له توندو نیوکو او غبرګونونو سره مخ شوه او له ملګرو ملتونو او ټولې نړۍ نه یې د دې هېواد پر وړاندې د بندیزونو غوښتنه وکړه. خو کېم جونګ اون غوږ پرې ونه ګراوه . د ۲۰۱۶ زېږدیز کال په لومړیو کې کېم جونګ اون د یوې بلې اټومي ازموینې ننداره هم وکړه او په هغه وخت کې کارپوهانو وویل چې شمالي کوریا به تر ۲۰۲۰ زېږدیز کال پورې داسې توغندي هم ولري چې په ډېرې اسانۍ سره د امریکا متحد ایالتونه په نښه کړي، خو تېر ۲۰۱۷ زېږدیز کال شمالي کوریا په دې وتوانېده چې داسې توغندی جوړ کړي چې د امریکا متحد ایالتونه پرې و وېروي. د شمالي کوریا چارواکو د ۲۰۱۷ زېږدیز کال په وروستیو کې وویل چې داسې توغندی یې جوړ کړی چې کولی شي د امریکا هره برخه په نښه کړي.
ډونالډ ټرمپ په امریکا کې واک ته له رسېدو سره سم په سپینه ماڼۍ کې د خبرو پر مهال شمالي کوریا د امریکا لپاره لوی ګواښ وبلله او د پخواني ولسمشر باراک اوباما پر ادارې یې له دې کبله توندې نیوکې وکړې چې ولې یې د شمالي کوریا پر وړاندې چوپتیا غوره کړې وه. ټرمپ وویل چې نور د دې هېواد پر وړاندې چوپه خوله پاتې کېدل د ځان وژنې په مانا دي.
د کېم او ټرمپ تر منځ لفظي شخړو رسنیو ته نوې سوژې په لاس ورکړې. د ټرمپ منتقدینو ته یې نوي موضوعات ورکړل او هغوی هم ورباندې تر ډېره د ټلوېزیوني چینلونو ګردي مېزونه تاوده وساتل.
ټرمپ د دې هېواد پر وړاندې له هېڅ ډول ګواښ نه هم مخ ونه ګرځاوه. هغه تل په خپلو ویناوو کې ویلي امریکا ورته لومړیتوب لري او هر هغه څوک چې د امریکا ګټې ګواښې له اور سره به مخ شي. کېم بیا په خپله یوه وینا کې وویل: د امریکا ولسمشر ټرمپ لېونی سپی دی او هر هغه چا ته خوله اچوي چې دی ترې وېره لري. د نوموړي تر دې څرګندونو دوه ورځې وروسته ټرمپ وویل: د شمالي کوریا ولسمشر ښه نه کوي چې زما په اړه داسې سپورې وایي، په داسې حال کې چې ما نه دي ویلي چې دی لنډی او پلن دی. امریکا په دې وخت کې د شمالي کوریا له ګاونډي هېواد جنوبي کوریا سره نظامي تمرینونه پیل کړل او د شمالي کوریا سرحدي سیمو کې یې خپلو پوځي تمرینونو ته دوام ورکړ. کېم جونګ اون بیا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو «ګډوډ» شخص وباله. نوموړي وویل: (د امریکا ولسمشر لېونی دی او رواني ستونزې لري. زه پوهېږم هغه له شمالي کوریا وېره لري، ځکه هر سپی چې له چا وېره احساس نه کړي خوله نه ور اچوي، خو دا هم باید په یاد ولري چې ټرمپ به د شمالي کوریا د بشپړ له منځه وړلو په اړه د خپلو ګواښونو لویه بیه پرې کړي).
له دې وروسته هم د شمالي کوریا د مشر او د امریکا د متحدو ایالتونو د چارواکو تر منځ په ځلونو په رسنیو کې ډېرې خبرې ښکته پورته شوې. د شمالي کوریا ولسمشر کېم جونګ اون د نوي کال د نمانځلو پر مهال ویلي وو چې اټومي پروګرام یې بشپړ شوی او د اټوم بم توکمه یې هر وخت په مېز ورته اېښې ده او که کله هم د امریکا او یا نورو هېوادونو له لوري کوم ګواښ ورته متوجه شي نو بې له ځنډه به غبر ګون وښيي. ده همدا راز وویل، چې اوس کولای شي د امریکا د متحدو ایالتونو هره سیمه په نښه کړي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یې په ځواب کې وویل: چې زموږ د اټوم بم توکمه د شمالي کوریا د اټوم له توکمې څخه ډېره لویه ده. ټرمپ د کېم جونګ اون د دې خبرو په غبرګون کې وویل چې دا راکټي سړی دې څوک پوه کړي چې زموږ (امریکا) د اټوم بم توکمه ستاسې د اټوم بم له توکمې څخه ډېره غټه ده او ښه کار کوي. په دې وروستیو کې امریکا پر دې هېواد له سختو اقتصادي بندیزونو وروسته په دې بریالۍ شوه چې د چین په منځګړتوب شمالي کوریا له جنوبي کوریا سره د خبرو مېز ته کېنوي، خو لا هم د امریکا او شمالي کوریا تر منځ د اړیکو د ښه والي په اړه څه نه شي ویل کېدای. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل واشنګټن له کوم شرط پرته له شمالي کوریا سره خبرو ته تیار دی. دا د شمالي کوریا پرضد د امریکا د دریځ د بدلېدو په مانا دی، ځکه چې امریکا مخکې ویلي وو چې شمالي کوریا باید له خبرو وړاندې د اټومي وسلو ازموینې او د اټومي وسلو پروګرام بند کړي. دغه راز د شمالی کوریا مشر کېم جونګ اون ویلي دي چې ده په خپل هېواد کې د نړۍ تر ټولو پیاوړی اټومي قدرت جوړ کړی دی.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.