امام علي رحمان

21 وری 1397 حکمت ارين

امام علي رحمان چې بشپړ نوم یې امام علی شریفووېچ دی، د ۱۹۵۲ زېږدیز کال د اکټوبر په پنځمه د تاجکستان د کولاب ولایت په دانګارا سیمه کې زيږېدلی دی. نوموړي خپله لومړنۍ دنده په ۱۹۷۱ زېږدیز کال کې د لبنیاتو له یوې کارخانې پیل کړه.
امام علي رحمان اووه لوڼې او دوه زامن لري. د دوی ژوند، لکه د نورو تاجکانو په غريبۍ او بې وزلۍ کې نه دی تېر شوی؛ بلکې له خورا ښه اقتصادي وضعيت څخه برخمن وو. نوموړي د تاجکستان په تاریخ کې پېښه شوې جګړه هم تجربه کړې ده او د ده په وینا چې ښې تجربې او زده کړې یې ترې کړې دي. امام علي رحمان خپلې لومړنۍ زده کړې ‎په خپل ولایت کې وکړې اوبیا یې د تاجکستان له پوهنتون څخه د لېسانس په کچه سند ترلاسه کړ، خو پر دې سربېره هغه د یوې مودې زده کړو لپاره روسیې ته هم ولاړ.
امام علي رحمان له ۱۹۹۵ زېږدیز کال راپه دېخوا د تاجکستان ولسمشر دی. نوموړي له ولسمشرۍ وروسته د خلکو په غوښتنه خپل تخلص بدل او روسي وروستاړی یې له خپل تخلص نه لرې کړ او له خپلو هېوادوالو یې هم وغوښتل چې نوموړي ته دې له دې وروسته یوازې امام علي رحمان خطاب کوي.
رحمان د ۱۹۷۳ نه تر ۱۹۷۴ زېږدیز کال پورې د شوروي اتحاد په ځواکونو کې عسکري وکړه او له هغه وروسته بېرته خپلې پخوانۍ دندې ته را وګرځېد. نوموړی له ۱۹۷۶ تر ۱۹۸۸ زېږدیز کال پورې د خپلې سیمې (دانګارا) د سوداګریزې کمېټې رییس شو او خپل سیاسي فعالیتونه یې له یوه کمونېست ګوند نه پیل کړل. له هغه وروسته په ۱۹۹۲ زېږدیز کال کې د خپل ولایت (کولاب) د شورا اجرائیه او بیا عمومي رییس وټاکل شو. دی د خپلې سيمې د شورا رييس و، چې په تاجکستان کې خونړۍ کورنۍ جګړه ونښته او نږدې يو لکو تنو ته يې مرګ ژوبله واړوله. دی بالاخره د تاجکستان ولسمشر وټاکل شو، چې خپل هېوادوال يې خوښ ساتلي او تل يې کلک ملاتړ کوي. دوی وایي، امام يې د حقونو د تحقق لپاره ډېرې هڅې کړې دي. د روسيې په ګډون يې د ډېری هېوادونو او بنسټونو مرستې ورته را ټولې کړې دي او په ټوله کې يې د سوکاله او ارام ژوند زمينه ورته برابره کړې ده. یو شمېر تاجکستاني لیکوالان چې په بهرنيو هېوادونو، په تېره بیا لويديځ کې ژوند کوي د امام په اړه منفي، خو نور ټول بیا د نوموړي په اړه نېک نظر لري. په غربي هېوادونو کې مېشت تاجک وګړي یې مستبد او مغرور بولي؛ ځکه چې دوی وایي نوموړي خلک تېر ایستلي او خپل ځان یې په واک کې ساتلی دی. خو په هېواد کې د ننه او ختیځ کې مېشت لیکوالان او د نظر خاوندان یې بیا د خپل هېواد لپاره رښتینی اتل بولي. دوی وایي، رحمان نېک سلوک کوي او تل له خلکو سره په ډېر ورین تندي خبرې کوي او یوه ژبه لري، هغه څه چې وایي په عمل کې یې هم کوي.
امام علي رحمان له خپلو هېوادوالو سره له نږدې اړیکې پالي، خپلې سیمې ته ځي او له خپلو ګاونډیانو او ټولګیوالو سره د زړه خواله کوي. هغه څه چې ډېری خلک یوازې له همدې امله نوموړی مقتدر او پیاوړی رهبر بولي، ځکه د دوی په خبره مشر یې له دومره ډېرو مصروفیتونو سره سره څنګ ته ورځي، ورسره کېني او حتا ټوکې ټکالې ورسره کوي.
امام علي رحمان د اسلامي دولت جوړولو سرسخت مخالف دی، خو د نوموړي په خبره دا په دې مانا نه ده چې دی د اسلام خلاف دی. دی وایي هېواد یې د اسلامي قانون په رڼا کې اساسي قانون لري او هر هغه څوک چې په سر کې یې دا فکر راګرځي چې په تاجکستان کې به بشپړ اسلامي قانون پلی کړي، نو دا خوب دې اوبو ته ووایي. رحمان زیاته کړې د تاجکستان وروستۍ جګړه د اسلامي نظام پر خلاف شوې، په زرګونو خلک قرباني شوي دي او نور به هېچا ته دا اجازه ورنه کړي چې دا ملت یو ځل بیا کلونه کلونه شاته بوځي. هغه په یاد هېواد کې د نهضت اسلامي په نوم پر یو ګوند هم د فعالیت دایره تنګه کړې او ترې غوښتي یې دي چې هر څومره ژر چې کېدای شي خپل فعالیتونه دې ودروي.
نوموړي له ډېر وخت وروسته وویل چې ښځې باید بهرني موډ جامې پر تن نه کړي، ځکه چې د ده په باور دا یو ډول بهرنی یرغل دی. رحمان په خپله یوه مرکه کې ویلي، دا اقدامات د بهرنیو هېوادونو له خوا کېږي چې په خبره یې د جامو، ژبې او دولت تغیر د کورني نظام د ګډوډولو پیل بللی شو. نوموړي په ۲۰۱۰ زېږدیز کال کې هغه تاجک محصلین چې له هېواده بهر په زده کړو بوخت وو، بېرته را وغوښتل. له هغه وخت راهيسې چې هېواد ته د محصلینو بېرته را گرځېدل پيل شوي شاوخوا ۱۰۰۰ تنه یې تر دې مهاله ‎پورې راغلي دي. د شمېرو له مخې د دغه هېواد شاوخوا ۱۵۰۰ محصلين په پاکستان، مصر او ايران کې په ديني پوهنتونونو کې په زده کړو بوخت دي. د تاجکستان د بهرني سياست د معلوماتو د ډيپارټمنټ د معلوماتو له مخې که چېري هغوی غواړي چې د اسلامي زده کړو سندونه تر لاسه کړي، په تاجکستان کې هم د اسلامي زده کړو پوهنتون شته دوی کولی شي خپلې دینې زده کړې همدلته تر سره کړي.
تاجکستان او افغانستان له یو بل سره ګډه ژبه، ګډ کلتور او ګډه پوله لري. له همدې ځایه ده چې دوی له یو بل سره ډېرې پخوانۍ اړیکې لري او په بېلابېلو تاریخي دورو کې په یوه قلمرو کې یوځای پاتې شوي. امام علي رحمان وايي چې که څه هم په سرحد کې د نورو کلونو په پرتله په امنيتي وضعیت کې ښه والی راغلی دی، خو د مخدره موادو د قاچاق ستونزه لا پرځای پاتې ده: «که سړی نننی امنيتي وضعیت له ۱۰ کاله مخکې هغه سره پرتله کړي نو ويلای شو چې ډېر ښه والی پکې راغلی دی.»
د ۲۰۰۵ زېږدیز کال تر دوبي پورې د افغانستان ـ تاجکستان پوله د روسيې د سرحدي ځواکونو له خوا ساتل کېده، چې وروسته بيا دغه مسووليت تاجکي ځواکونو ته وسپارل شو. اوس هم په تاجکستان کې د روسيې د سرحدي ځواکونو مشاورين، تاجکي ځواکونو ته د سرحد ساتلو په برخه کې مشورې ورکوي. د تاجکستان جمهور رييس امام علي رحمان وايي چې د مخدره موادو قاچاق د دواړو هېوادونو، افغانستان او تاجکستان لپاره ستره ستونزه ده. نوموړی وايي: «د مخدره موادو سره د مبارزې ادارې، لکه څرنگه چې په تاجکستان کې له دې موادو سره په رښتينې توګه مبارزه کوي، دغه راز په افغانستان کې هم مبارزه کېږي. خو له دې سربېره پکار ده چې له دغه پدیدې سره نړيواله مبارزه وشي».

د ملگرو ملتونو د شمېرو له مخې د افغانستان ۲۰ سلنه نشه يي مواد د هېواد د شمالي گاونډيو هېوادونو له لارې قاچاقيږي چې په دغو هېوادونو کې ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان راځي. د راپور پر بنسټ دغه نشه يي مواد بيا له دغو هېوادونو څخه قرغزستان، قزاقستان او روسيې ته رسيږي چي وروسته بيا اروپا ته استول کېږي. امام علي رحمان وايي، چې له دغه موادو سره د مبارزې لپاره نړيوالې مرستې ته سخته اړتيا لري: «د نشه يي موادو قاچاق هم د ترورېزم په څېر ستره ستونزه ده چې دا يوازې په افغانستان، تاجکستان يا مرکزي اسيا پورې تړلې نه پاتې کیږي». د تاجکستان د مشر په خبره په افغانستان او تاجکستان کې هغه کېمياوي مواد چې هېرويين ترې جوړيږي نشته، دا چې دغه مواد په زياته اندازه له کومه ځايه راځي، د پوښتنې وړ ده. د نوموړي په خبره د دغه وژونکو نشه يي موادو سره بايد نړيواله مبارزه وشي او ټولې هغه ډلې چې د دې قاچاق د پراخوالي هڅې کوي بايد د قانون منګولو ته وسپارل شي. تاجکستان که څه هم په ښکاره دا نارې وهي چې له خپلو ټولو ګاونډیانو سره ښې اړیکې غواړي، خو ځينې وختونه بیا دغه اړیکې ترینګلې کیږي هم، چې ښه بېلګه یې ایران دی. له ایران سره یې اړیکې کله ډېرې خرابې او کله بیا ښې وي، له ۲۰۱۰ زېږدیزکال نه راپه دېخوا کله چې ایران په تاجکستان کې له ترورېزم څخه پر ملاتړ تورن شو، د دواړو هېوادونو اړېکې یې تر ډېره بریده خرابې کړې. په ټوله کې ویلی شو چې تاجکستانی ولسمشر امام علي رحمان له ټولو هېوادونو سره اړیکې په یو ډول تعادل کې ساتلې دي. نوموړی تر ډېره له شرقي هېوادونو او په ځانګړې توګه ‎د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره ښو اړیکو ته ډېر لېوال دی، خو غربي هېوادونو ته چندان په ښه سترګه نه ګوري.

 

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.