سليمان لايق

28 وری 1397 حکمت ارین

سلیمان لایق افغان لیکوال، شاعر او پخوانی سیاستوال دی. نوموړی د پکتيکا ولايت د ښرنې په اېمني خېلو کلي کې زيږېدلی دی.
لایق په کمونېستي رژیمونو کې بېلابېلې دندې ترسره کړي دي. نوموړي د سياسي فعاليتونو تر څنګ د پښتو او دري ژبو ادبياتو ته هم ډېر خدمتونه کړي او له همدې کبله دی نه يوازې د افغانستان په سياسي چارو کې ښکېل و، بلکې د افغانستان د ژبو د ادب په ډګر کې هم ښه ځلېدلی دی.
اصلي نوم يې غلام مجدد دی. مجدد د نوښتگر په مانا دی. د لايق پلار له مجددي حضراتو سره د ارادت له مخې دغه نوم د تبرک لپاره پر خپل زوی کېښود. د هاشم خان د حکومت پر مهال د سلیمان لايق پلار نظر بند شو. لايق په پنځه کلنۍ کې د پلار په غوښتنه کابل ته راوستل شو، خو کابل ته په رارسېدو سره د(کوي) په نوم ناروغي ورته پیدا شوه. مور يې د ژغورلو او پاللو په نيت نوموړی بېرته له ځان سره کلي ته بوتلو او تر دوو کلونو پورې له خپلې مور سره په کلي کې پاتې شو. وروسته يو ځل بيا د پلار په غوښتنه بېرته کابل ته راغی. دا سفر لايق ته تر لومړني سفر ډېر بدمرغه و، پلار يې په کابل کې بله ښځه کړې وه، مور او کشر ورور يې په څو ورځو کې د کولرا پر ناروغۍ اخته شول چې په پايله کې يې دواړه يو په بل پسې مړه شول او دی د ميرې ځورونو او کړاوونو ته پاتې شو.
لايق په ۱۳۱۹ کال کې چې عمر یې زیات و، د حبيبيې لېسې دویم ټولگي ته ومنل شو چې بيا له همدې ټولگي څخه د زده کړې تر پايه د يوه ممتاز او بې سياله زده کوونکي په توګه پر مخ ولاړ. له بده مرغه نوموړي د حبيبيې لېسه د کورنيو ستونزو له کبله په پنځم ټولگي کې پرېښوده او دوه کاله وروسته يې د لومړنۍ دورې د دوو قضا کړيو ټولگيو ازموينه تېره کړه او په ۱۳۲۶ کال کې د پغمان د شرعيه علومو په مدرسه کې شامل شو. هلته يې هم ډېر ژر نوم پیدا کړ او د مدرسې په زده کوونکو کې ممتازه څېره شو.
په ۱۳۳۱ کال کې چې لايق د مدرسې وروستنی ټولگی پای ته رساوه، د مدرسې زده کوونکو د ادارې د ځينو زياتيو په وجه د لايق تر مشرۍ لاندې په اعتصاب لاس پورې کړ. په پايله کې لايق د خپلو ټولو تحصيلي، اخلاقي او دسپليني ښېگڼو سره سره په وحشيانه توگه مجازات شو او له وهلو، ټکولو او تحقير وروسته د څو نورو زده کوونکو سره يوځای له مدرسې او ان له کابل ښاره په شړلو محکوم شو، خو د لايق پلار چې د استعمار ضد يو پخوانی جنگيالی و، د لايق او هغه د ملگرو ملاتړ ته راودانگل او د پوهنې وزارت يې پر دې قانع کړ چې شړل شوي زده کوونکي بېرته په مدرسه کې ومني.
د ښاغلي لایق په اړه ډاکټر لطیف بهاند وايي: «د لايق په اړه ليکنه ځکه ګرانه ده چې هغه هم ملا دى هم چپی، هم پوهاند دى هم اديب، هم اکاډمېسن دى هم شاعر، هم په اسلامي تصوف پوهېږي او هم په ماټريالېسټي ډيالکټيک او تاريخ، خو لايق په شاعرۍ کې، په تخليق کې خپل ژوند لري، خپل قانون لري، داسې ژوند او قانون چې پخواني او زموږ زياتره هممهاله شاعران سره له خپل ټول توانه د ناڅرگندو دلیلونو له کبله نوموړي ته غاړه نه ږدي».
لايق چې د خپلې ژبې خوږې اداگانې، تر ټولو عاطفي احساسات، د کليوالو نازک خيالونه، د غرونو او درو د مستو شپنو نه تکرارېدونکې نغمې، د غرونو غږېدونکې چوپتيا، په غرونو کې د مېشتو گيدړانو، زمريانو، لېوانو او مستو زلميانو اوازونه، د ويالو او دريابونو د سپېڅلو اوبو د مستو څپو د غېږ په غېږ کېدو مينې، د تورو، سپينو، سرو او خړو ورېځو پاى ته نه رسېدونکې منډې، گواښونه، غضبونه او يا بارانونه او د طبیعت بېلا بېلې ښکلاګانې په خپله شاعرۍ کې انځور کړي دي.
د وينا او لهجې له پلوه دلایق او نورو شاعرانو تر منځ توپيرخورا زیات دی.
لایق صیب د خپل ځان په اړه وایي: «ښاغلی لایق په کمونېستي پېر کې د افغانستان په سياسي چارو کې د قومونو او قبايلو د چارو وزیر و. نوموړی د راډیو افغانستان مشر، د علومو اکاډمۍ ريیس او اوس په علومو اکاډمۍ کې علمي مشاور پاتې شوی دی».
لایق په پښتو او دري ژبو دواړو کې ازاد لاس درلود او په دواړو ژبو یې پنځونې هم کړې دي. نوموړي تر اوسه تر لسو زیات بېلابېل کتابونه چاپ کړي او د نوموړي له خولې، ډېری نور کتابونه هم لري چې تر اوسه د چاپ په ګاڼه نه دي سمبال شوي.
د لایق په شعر او شاعرۍ کې د خو ځای نشته او نه هم تر اوسه چا پکې د ګوتې نیولو ځای پیدا کړی دی. لایق له شک پرته په دغه ډګر کې ډېر برلاسی او نوښتګر شاعر دی چې د ستاینې او درناوي وړ دی.
د ښاغلي لایق د سیاسي نظریاتو په اړه خلک داسې وایي چې ګواکې سیاسي اندونو او سیاسي کړنو یې پر شعر هم تر خپلې کچې سیوری غوړولی دی. د نوموړي شعري نوښت او ځانګړتیا یې تر یوه بریده اغېزمنه کړې ده او دا هم له دې امله چې نوموړی یو وخت د کمونېستي رژیم یو کلک ملاتړی او مامور و، خو د نظر خاوندان بیا په دې اړه وایي چې نوموړي په هغه وخت کې هم د اوس په څېر تل د ورورولۍ او هېوادپالنې ترانې په خورا شور او زوږ زمزمه کولې.
په لرې پرتو سیمو کې ځینې خلک اوس هم ښاغلی لایق له هماغې پخوانۍ او کمزورې ذهني کړکۍ نه ګوري چې مناسبه نه ده.
د پښتو ادب ځلاند ستوری او د ښاپېرۍ د ورغوي شاعر او لیکوال دروند شاعر پیر محمد کاروان د ښاغلي لایق د شاعرۍ په اړه وايي: «لایق هغه شاعر دی چې هر څه یې خپل دي. بېخي په داسې لاره روان دی چې هېچا تر نوموړي پخوا نه ده وهلې». کاروان که څه هم د نوموړي ټول اشعار د بېل رنګ او خوند نمونې بولي، خو تر څنګ یې د ښاغلي لایق پر سیاسي شعر هم ځینې نیوکې لري. نوموړی لایق هغه شاعر بولي چې په خبره یې خپل ټول درد یې په شعر کې بیان کړی دی. خدای بښلي استاد سعد الدین شپون بیا دېرش کاله پخوا د لایق د شاعرۍ په اړه په تېره بیا د هغه د چونغر په نامه شعري ټولګې داسې تبصره درلوده:
« زما پېش بيني دا ده چې په را تلونکې کې به د لايق په اشعارو کې چونغر وزمه اشعار ډېر شي، ځکه په همدغو کې ده چې د لايق د احساساتو د سيند تلاطم ليدل کېږى. چونغر د لايق د ارزوگانو او اميدونو غر دى. کله ورته زارۍ کوي، کله يې ستايي، کله اخطار ورکوي او کله يې د راهب په څېر نمانځي او سجدې ورته کوي. د افغانستان ټول تاريخ ده ته د همدغه غره په بڼه تجلا کوي. په بل عبارت چونغر د لايق کوه طور دى چې د خپلو مقدساتو جلوه پکې گوري او پناه ور وړي».
د ښاغلي لایق پر ژوند او شاعرۍ ډېرو کسانو تبصرې کړې، مقالې یې لیکلي دي، خو پر دې ستر او پیاوړي افغان سیاستوال، لیکوال او شاعر که کتابونه ولیکل شي هم به کم وي. د دغه عالم شخصیت په شعر کې د نوښتونو په اړه د څېړندوی عبدالغفور لېوال د مقالې په یوه برخه کې راځي: «په نیوکلاسیکانو کې سلیمان لایق د پښتو موډرنې شاعرۍ له بنسټ اېښودونکو څخه دی. په دې پړاو کې پښتو شعر له ګل او بلبل، چاه زنخدان، میخانه وجام او عرفاني سوزوګداز څخه د انساني ژوند ورځنیو شرایطو ته پورته شو چې د پرمختګ، تعلیم، استقلال، عدالت، ویښتیا او روښانتیا ترانې یې وپنځولې، خو په دې بدلون کې یې هنري سینګار کمزوری شو او یو ډول نیودیداکتیک (یا نویو تعلیمي) نظمونو ته راولوېد. د دغه تحول بېلګې په سراج الاخبار او نورو هممهاله خپرونو کې موندلای شو. د تحول دويم پړاو یې بېرته د هنري ارزښت موندنې پړاو دی چې هم د ټولنیز ژوند فکر او خیال رانغاړي او هم ښکلا پنځوي، تصویري ارزښتونه یې زیاتېږي، طبیعت خپله ټوله جمالیاتي جلوه پکې راښيي او اشیا پکې خپل هنري هویت راڅرګندوي. په دې بڼه او منځپانګه پښتو شعر د موډرنېزم په لوري ګام اخلي، د همدې دويم پړاو له سرلارو شاعرانو څخه یو هم ښاغلی سلیمان لایق دی. ښاغلی لایق په هاغه هنري پړاو کې دی چې کولی شي ښکلا د خپلو افکارو د تمثیل لپاره استخدام کړي، هماغه مهال شاعر یو ټولنیز، انساني او سیاسي لیدلوری لرلی شي چې په شعر کې د پیغام او ښکلا د انډول ساتنه وکړي».

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.