منظور پښتين

03 غويی 1397 حکمت ارین

منظور پښتین په ١٩٩٢ کال کې د جنوبي وزيرستان د مولاخان سرای په نامه په یوه کوچني کلي کې زيږېدلی دی. پلار یې عبدالودود نومېږي او په وزیرستان کې د یوه ښوونځي استاد دی.
پښتين خپلې لومړنۍ زده کړې د خپل کلي له ښوونځي پیل کړې، لوړې زده کړې یې د دېره اسماعیل خان په ګومل پوهنتون کې بشپړې کړې دي. نوموړي د وترنرۍ سند هم له همدغه پوهنتونه ترلاسه کړ.
پښتين د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ تر اخره پورې چا نه پېژانده، خو په پاکستان کې د راو انور په نامه د یو پولیس افسر له خوا د یو ځوان (نقیب مسید) تر وژل کېدو وروسته د فبرورۍ په لومړۍ یې د همدې پېښې په غبرګون کې د پنجابي ادارې پر ضد په اسلام اباد کې احتجاجي پرلت وکړ. له همدې پرلت سره سم په نړۍ کې خورو پښتنو وپېژانده او خپل ملاتړ یې ترې اعلان کړ. پښتین په لومړیو کې د پاکستان په نورو ښارونو کې ځکه نوم پیدا نه کړ چې پاکستاني رسنیو ته حکومت پټ حکمونه ورکړل چې د پښتنو پرلت ته دې ځانګړې توجه نه کوي. ان تر دې چې د نړیوالو رسنیو له لارې هم د همدې پرلتونو په اړه بېلابېل، خو لږ معلومات خپاره شول.
پښتين د شمن خېل مسيد قبيلې له يوې غريبې کورنۍ څخه دی. ماشومتوب يې په خپلو پښتنو کې تېر شوی او تنکی ځوان و چې په ٢٠٠٩ کال کې د پاکستاني حکومت له خوا د پوځي عملياتو په ترڅ کې له کورنۍ سره یوځای له خپلې سیمې کډه کولو ته اړ ایستل شو. د کډوالۍ ژوند يې په دېره اسماعيل خان کې تېر کړی دی.
پښتين څلور وروڼه او درې خويندې لري چې نوموړی یې تر ټولو مشر دی. واده یې کړی، خو تر اوسه پورې اولاد نه لري.
کله چې د پاکستان حکومت د دوی په سیمه کې عملیات پیل کړل، نوموړي د کډوالۍ ترخه هم وڅکل. پلار يې د کډوالۍ پر وخت ورباندې ټینګار کړی و چې په هر حالت کې به د هغه کتابونه خوندي کوي، خو د ده په خبره کله چې بېرته له کډوالۍ خپلې سیمې ته را وګرځېد، نو نه یې د کور ودانۍ پاتې وه او نه هم کتابونه. پښتين وايي پلار يې په کور پسې دومره نه و خفه، لکه په کتابونو پسې. پښتين د عدم تشدد سر لاری باچا خان، د روښانيانو د تحريک مشر پير روښان او د پښتنو د تاريخ او ادب لوی ننگيال خوشحال خان خټک خپل لارښود بولي.
پښتین د پوهنتون په دوره کې هم د ټرايبل سټوډېنټس ارگنايزېشن په نوم یوه ټولنه درلوده. د نړۍ د علماوو او ډېری انقلابیونو په اړه ژوره مطالعه لري.
پښتین ستړیا نه مني، کم خوب کوي او ډېر کار. د ده په خبره د پښتنو لپاره د پوره حقونو غوښتونکی دی. د نوموړي په خبره په اسلام اباد کې د پنجابي ادارې پر وړاندې د پرلت پر مهال تر ټولو سخت او بوږنوونکی خبر هغه و چې حکومتي ملکانو له پنجابي ادارې سره ومنله چې غوښتنې یې پوره شوې او نور به احتجاج ختموي. نوموړی وایي، تر ټولو بد خبر راته دا و چې حکومتي ملکانو به خلکو ته په دې ډول ډاډ ورکاوه چې که خلک له تاسې نه هر څه هم یوسي، خو ستاسې زغم او صبر به تل ستاسې سره وي.‎ د پښتین صداقت ټول پښتانه پر ده ورمات کړل، ځکه نوموړي په هر حالت کې د ټولو پښتنو لپاره د حق رښتینی غږ په پوره صداقت او اخلاص بدرګه کړ، هغه وو چې خلکو هم د نوموړي ملا وتړله او د پوره حق غوښتنې په موخه یې پرلتونو او احتجاجونو ته دوام ورکړ.
پښتین که څه هم له اقتصادي پلوه په ښه وضعیت کې نه دی، خو د لوړې حوصلې، کلک هوډ او ارادې له مخې په ټوله پښتونخوا کې کور په کور ګرځي او د همدغو پښتنو لپاره د حق غوښتلو په موخه اواز پیاوړی کوي. په تش جېب د خلکو کورونو ته ورځي، هغوی راټولوي او ترې غواړي چې د ده ملګري شي، څو دا غږ لا پیاوړی شي.
پښتين خپل لومړی فعالیت په ۲۰۱۳ کال کې د مسید تحفظ غورځنګ په نوم پیل کړ، خو کله چې یې کورنۍ او خپل قوم تر شا ودرېدل، نو یې د تنظيم نوم هم د پښتون ژغورنې غورځنګ ته بدل کړ چې اوس په نړۍ کې د پښتنو له خوا د یوه مبارز انقلابي ځوان په نوم شهرت لري.
منظور پښتين وایي هدف یې پاک دی، د پښتنو لپاره حق غواړي، هغه که په زور وي او که په رضا. نوموړي د پېښور تر جلسې مخکې هم په دې تړاو ویلي وو: پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان د قانون لاندې د پښتنو لپاره خپل حق غواړي او له دوی سره د شوي ظلم پوښتنه کوي. نوموړي په خپله وينا کې د هغه بې درکه شوو پښتنو ‎پر موندلو زيات ټينګار وکړ چې د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارو له لوري په یوه او بل نومونو نیول شوي او سرنوشت یې لا هم نه دی معلوم.
د پاکستان قانون وايي هغه څوک چې پوځ او پوليسو وړي وي، نو تر درې ورځو زيات يې له ځان سره نه شي ساتلی، بايد د قانون منګولو ته يې وسپاري. د پاکستان قانون دا هم وايي چې هېڅوک يو کس له قانونه بهر نه شي وژلی. زما وژنه خو شروع ده، نو چې قانون ما ته تحفظ نه شي راکولی څوک به يې راکوي؟
پښتون ژغورنې غورځنګ ادعا کوي چې د پاکستان له بېلا بېلو سيمو د امنيتي ادارو له خوا څه باندې ۳۲۰۰۰ پښتانه تري تم شوي دي، خو امنيتي ادارو په وار وار دا تورونه رد کړي دي. هغه ولسي غونډې ته په وينا کې وويل چې د قبايلي سيمې ولس دوی ته سترګې په لار دی چې تري تم کړل شوي وروڼه او زامن يې بېرته ور وسپاري:
«په فاټا کې میندو ژړل ځکه چې زامن يې ورک وو. د دوی د ژړا په ځواب کې موږ ډېر احتجاجونه وکړل، خو چا مو غږ نه اورېدو، بيا مو دغو میندو ته وويل چې تاسو صبر وکړئ، موږ ټولو پښتنو ته ځو، ټول پښتون قام به راپاڅي، هغه به تپوس کوي او ستاسو غېږې ته به ستاسو بچي راوړي».
پښتین د یوې رسنۍ د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا دا غورځنګ د پاکستان او افغانستان پښتانه سره یو کولای شي وویل:
«زموږ غورځنګ د پښتنو د بشري حقونو د تر پښو لاندې کولو ضد دی. دا د اساسي قانون پر اساس یو غورځنګ دی، ځکه زموږ یوه غوښتنه هم د اساسي قانون پر خلاف نه ده. که له پاکستان څخه د طالبانو پټنځایونه پاک شي، په ځانګړې توګه له فاټا څخه، او که د پاکستان حکومت د ښو او بدو طالبانو سیاست پرېږدي، نو د افغانستان پښتانه به هم د آرامي ساه واخلي.
حقیقت خو دا دی چې هغوی داسې کوم ثبوتونه په لاس کې نه لري، چې ثابته کړي چې افغانستان زما ملاتړ کوي. زه یوازې د پښتنو د اساسي حقونو لپاره مبارزه کوم. زه وېره نه لرم؛ ځکه زه د خلکو ملاتړ له ځان سره لرم. پښتانه له (مړ یې کړه او سترګې پرې پټې کړه) سیاسته ستړي شوي دي.
پښتین وایي، د دوی موخې مالومې دي. لومړی: دوی غواړي چې ټول ورک شوي کسان دې ازاد شي. که هغوی کوم جرم کړی وي، نو د قانون له مخې دې ورته سزا ورکړل شي. د پښتنو غیر قانوني وژنې دې ختمې شي. یو قضایي کمېسیون دې رامنځ ته شي او دغه وژنې دې وڅېړي، ځکه دوی فکر کوي چې هغه له مخکې پلان شوې دي.
دويم: چارواکي دې په فاټا سیمه کې د پوځي عملیاتو پر مهال ځای پر ځای شوي ماینونه پاک کړي، نیمه پوځي قواوې دې د تلاشۍ په پلمه د پښتنو کورنیو ځورونه بنده کړي او په شمال او سویلي سیمو کې دې خلک په امنیتي پوستو کې نه سپکېږي.
پښتین دغه راز وایي، استخباراتي ادارو ورته ویلي دي چې دی باید له دې غوښتنې لاس واخلي. خو هغوی ته دې روښانه وي چې که ان ټول نادرکه شوي کسان یې وژلي هم وي، نو باید دغه څه موږ ته ووایي. هغوی ما ته ویلي چې د نادرکه کسانو له ازادۍ او د غیر قانوني وژنو له درولو پرته به نور هر څه ومني.
درېیم: پرویز مشرف او احسان دواړه د بېګناه کسانو د وژنو مسوول دي. احسان دا کار د خپل ترهګر سازمان له لارې وکړ او مشرف بیا د اساسي قانون خلاف عملیاتو له لارې عام وژنه وکړه چې په پایله کې یې زموږ سیمې بربادې شوي.
پښتین وایي، د پاکستان حکومت یې پر ضد د پروپاګند یو کمپاین پیل کړی چې ګواکې دی د هندوستان او افغانستان استخباراتي ادارو لپاره کار کوي، خو د ده په خبره هغوی دغه راز نوموړی ګواښلی هم دی چې د «حکومت پر ضد فعالیتونو» په تور به یې بندي کړي.
خو پښتین هغه څوک نه دی چې له مرګه او درده ووېرېږي. پښتین د غرونو غوندې لوړو او د فولادي محکمو ارادو پر بنسټ را پورته شوی دی.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.