زلمی خلیلزاد

11 غويی 1397 حکمت ارين

زلمی خلیلزاد د خلیل الله زوی و، چې په ۱۹۵۱ زېږدیز کال کې یې په مزار شریف کې دې فاني نړۍ ته سترګې پرانیستې دي. د مور نوم یې بي بي زهرا و، پلار یې په خټه پښتون و، خو مور یې دري ژبې وه. نوموړی د خپل ځان په اړه وایي:
«مور مې بي بي زهرا نومېده، خو خلکو به شاکوکو بلله، هغه د نه ماتېدونکي هوډ او قوي ارادې څښتنه وه، ما به خپلې مور بي بي ته له نازه ایا ویل. هغې د کور ټول ورځني کارونه د تقسیم اوقات له مخې ترسره کول. هغه وخت به کورنۍ ډېرې لویې وې، زیاتره کوچنیان به له زوکړې وروسته مړه کېدل، هغه مهال په افغانستان کې د مړیني کچه په ۱۰۰۰ کې ۲۵۰ وه. زموږ د کورنۍ زیات شمېر ماشومان هم مړه شول. زما کورنۍ زما د ژغورنې لپاره ډېره هڅه وکړه، د افغاني دود له مخې یې غوږونه راته سوري کړل او د سرو زرو غوږوالۍ یې راته پکې واچولې. د دوو وروڼو او دریو خویندو د مشر ورور په توګه مې ژوند له سختو کړاوونو سره مخ شو. زما هغه شېبه هم یادېږي چې خور مې حفیظې په ناوړه روغتیایي حالت کې ژوند له لاسه ورکړ، زما د ژوند تر ټولو ترخه شېبه هغه وه چې د خور ژړا مې په کرار شوه، زه وپوهېدم چې خور مې نور له موږ سره نشته. زما مور او پلار خواشیني خو په زړه سخت وو، اما زه په غوسه او نهیلۍ کې وم، ما به تل له خپل پلار نه د حفیظې د مړینې د علت په اړه پوښتل؛ خو هغه به دا یوه جمله راته تکراروله، بس د خدای رضا وه!».
شلمه پېړۍ د افغانستان لپاره د نورو هېوادونو په پرتله له سولې او ټیکاو نه ډکه پېړۍ وه، زلمی خوشبخت و چې په دې پېړۍ کې دنیا ته راغلی و. لومړنۍ زده کړې یې په مزار شریف کې وکړې، خو د منځنيو زده کړو لپاره کابل ته ولاړ او له هغه وروسته د سکالرشیپ له لارې د لوړو زده کړو په موخه امریکا ته ولاړ. زلمی د خپلو ټولو پرمختګونو اصلي علت د خپل مور او پلار هڅونه او ښه پالنه بولي:
«زما مور ډېره د ډسپلین پابنده وه، په تېره بیا زما او زما د خویندو زده کړو ته یې جدي پاملرنه کوله. مور او پلار به مې تل زما د کورنۍ دندې پوښتنه کوله، ما به هم د دوی خبره په ځمکه نه غورځوله. پلار مې د نیوکې زغم نه درلود او ژر به غوسه کېدو، خو مور مې تل ور باندې د هغه څه په اړه نیوکه کوله چې باید کړي یې وای، ډېری وخت به یې نیوکه پر ځای وه، خو د کورنۍ د وضعیت له سمون سره به یې مرسته نه کوله. زه مې د خپل پلار چنلد ته په کتو دې پایلې ته ورسېدم، چې د ننګونو پر ځای باید له زغم نه کار واخیستل شي، زه پوهېدم چې په سخته یې زغمل، خو هغه به پر ځان ډېر فشار راوست؛ اما بیا به یې هم خوله پټه ونیوله خو رنګ به یې سور واوښت، همدغه تاکتیک راسره مرسته وکړه چې د نړۍ له مشهورو مشرانو سره کار وکړم ».
د زلمي په ماشومتوب کې هېچا هم دا تصور نه کاوه چې ګوندې نوموړی به یو وخت دومره لوړ موقف ته ورسېږي. هغه د خپل ماشومتوب په دوره کې ټول هغه کارونه کړي دي چې معمولاً ماشومان یې کوي.
خلیلزاد په اتم ټولګي کې و چې پلار یې په کابل کې پر دندې له ګومارل کېدو وروسته ټوله کورنۍ له مزار شریف څخه کابل ته راوسته. نوموړی یې په غازي لېسه کې شامل کړ او دغه ښوونځي په هغه وخت کې د برېټانیا درسي مېتود ته ورته درسي نصاب درلود. نوموړی په اتم او نهم ټولګيو کې د ډېرو نمرو په تر لاسه کولو بریالی شو، چې د خپل ټولګي اول نمره شي. ادبیات او تاریخ یې د خوښې مضامین وو، له امیر عبدالرحمان خان او غازي امان الله خان سره یې ډېره مینه درلوده او دوی یې د خوښې مشران دي. نوموړی وايی:
«په غازي لېسه کې مې له شاملېدو وروسته تر یوې میاشتې پورې ښه احساس نه درلود، هلکانو به ځورولم په لومړیو کې به یې را ته د شمال کدو خطاب کاوه او ما به هم د خپلو ببرو څڼو د پټولو لپاره قره قلي په سر کوله، خو ښه وو ژر بلد شوم، زما کوټه په کور کې جدا وه، د کوټې په منځ کې ګروپ را ځوړند و، دېوالونو یې سپین رنګ درلود، سرې غالۍ پکې پرتې وې، زما ځای به پکې تل غوړېدلی و، کتابونه مې د دې لپاره چې ډېر پسې ستړی نه شم د کټ شاوخوا پراته وو، هغه وخت مې انګرېزي هم شروع کړې وه او ډېر وخت به مې د انګرېزي ژبې پر لوست تېراوه».
زلمی په لسم ټولګي کې و چې په ساحوي خدماتو کې د ګډون له لارې ورته په امریکا کې د زده کړو زمینه برابره شوه، له ازموینې وروسته بریالی شو او خپلې زده کړې یې په امریکا کې بشپړې کړې.
«امریکا ته له تګ مخکې په سوچونو کې ډوب وم، دا مې لومړنی سفر و او په دومره لوی سفر د تګ لپاره مې د کور پرېښودو اندېښمن کړی وم، ټوله کورنۍ مې لاس په دعا په دروازه کې راپسې ودرېده، خویندو مې اوبه راپسې شیندلې، د هغه وخت د ښو دودونو په تړاو د خپلو احساساتو په اړه څه نه شم ویلی».
زلمی امریکا ته ولاړ او هلته یې له یوې کورنۍ سره له یوه کال وخت تېرولو وروسته وکولی شول چې ښوونځي ته داخل شي، ځکه هغه وخت باید ټولو همداسې کړي وای، ټول هغه کسان چې به د زده کړو لپاره امریکا ته تلل، یو کال وخت به یې له یوې امریکایي کورنۍ سره تېراوه، څو د امریکایانو په خوی بلد شي او ژبه زده کړي، بالاخره له فراغت وروسته کابل ته راغی او دلته د بیروت امریکایي پوهنتون په ازموینه کې بریالی شو. بیروت ته ولاړ هلته یې د بیروت په امریکایي پوهنتون کې زده کړې پیل کړې، د چېرل په نوم یې له یوې نجلۍ سره د واده کولو تابیا ونیوله د چېرل پلار د اتریش و، د امریکا په پوځ کې یې دنده درلوده او مور یې د ویانا اوسېدونکې وه. بالاخره یې د بیروت له امریکایي پوهنتون نه د لېسانس او ماسټرۍ د سندونو له ترلاسه کولو وروسته په شیکاګو پوهنتون کې د دوکتورا وړاندیز ورته وشو. وړاندېز یې ومنلو او له هغه وروسته یې له چېرل سره واده وکړ. د خلیلزاد په وینا، ده او چېرل دواړو هوکړه کړې وه چې د اتریش په ویانا کې د زده کړو له بشپړولو وروسته به افغانستان ته ځي. نوموړي غوښتل د سیاست ډګر ته ننوځي او چېرل بیا په افغانستان کې د ښځو په برخه کې له کار کولو سره لېوالتیا درلوده، خو دوی وروسته دا پرېکړه بدله کړه، دواړه په امریکا کې پاتې شول او خلیلزاد په پوهنتون کې له زده کړو وروسته په امریکا کې خپلو ټولګیوالو پېژانده چې یو ځیرک شخص دی، نوموړی د خپلو دوو ټولګیوالو په مرسته په دې بریالی شو چې د امریکا حکومتي څوکۍ تر لاسه کړي. نوموړي په امریکا کې د بهرنیو چارو وزارت کې دنده پیل کړه. دی د ولسمشر رېګن د واکمنۍ په دوره کې د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې په لوړ پوسټ وګومارل شو او د جورج ډبليو بوش په واکمنۍ کې د عراق لپاره د امریکا استازی وټاکل شو.
زلمي خلیلزاد په افغانستان کې هم د امریکا د رول لوبولو په برخه کې ډېرې هڅې وکړې، د نوموړي په خبره دا هیله يې درلوده چې د ماسټرۍ او دوکتورا له بشپړولو وروسته به افغانستان ته راځي، خو افغانستان ته د ده راتګ بېل رنګ خپل کړی و، دی د طالبانو د واکمنۍ له ختمېدو وروسته د ۲۰۰۳ کال په ډسمبر کې په افغانستان کې د امریکایې ولسمشر جورج ډبليو بوش ځانګړی استازی او سفیر وټاکل شو. نوموړي د خپلې لوړې له مراسمو یوه ورځ وروسته رسنیو او کانګرېس ته په خبرو کې وویل: «زه چمتو یم چې له واشنګټن نه کابل ته ولاړ شم».
خلیلزاد په افغانستان کې د زده کړو د ملاتړ او مروجولو لپاره یو بنسټ هم جوړ کړی دی‎. زلمي خلیلزاد چې د افغانستان حالات یې له نږدې څارلي، په افغانستان کې روان حالات د پاکستان له امله بولي او وایي د افغانستان د بدبختیو اصلي لامل پاکستان دی.
یاد امریکایي ډيپلوماټ او په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر وايي، د امریکا نوې سټراټېژي قوي او عملي ده او د پاکستان پر وړاندې یې د امریکا د دریځ ملاتړ کړی دی. نوموړي زیاته کړې، چې ټرمپ پر ځای او زړور ګام پورته کړی دی. خلیلزاد زیاتوي، د دې تر څنګ چې پر پاکستان نظامي مرستې درول کېږي، باید د دغه هېواد د پوځ او حکومت هغه لوړپوړي چارواکي په تور لېست کې شامل شي چې د ترهګرو په ملاتړ او روزنه کې یې برخه لرلې ده.
زلمي خلیلزاد په دې وروستیو کې د استازي په نامه یو کتاب هم لیکلی دی چې په افغانستان کې د خلکو له تود هرکلي سره مخ شو.

 

 

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.