معمر قذافي

18 غويی 1397 حکمت ارين

ډګروال معمر محمد ابومنیار چې په معمر محمد قذافي یې شهرت درلود، په ۱۹۴۲ کال کې د لیبیا په یوه کوچیانۍ سیمه کې وزيږېد. نوموړی د زده کړو لپاره سباح ښار ته ولاړ، لومړنۍ زده کړې یې د سیمې په ښوونځي او منځنۍ هغه یې په خصوصي ډول وکړې. قذافي خپلې نظامي زده کړې په ۱۹۶۱ کال کې د یونان او انګلستان په نظامي پوهنتونو کې بشپړې کړې او له تحصیلي دورې څخه وروسته یو پیاوړی پوځي مستشار فارغ شو. دا هغه وخت و چې په سیمه کې خورا ډېر بدلونونه رامنځته کېدونکي وو. یو خوا اسرائیلو سر راپورته کړی و، بل خوا په عربي نړۍ کې وضعیت د خورا اندېښنې وړ و. په لیبیا کې هغه چا ته په دولتي ادارو کې ډېر د قدر په سترګه کتل کېدل، چې نظامي او پوځي زده کړې به یې کړې وې؛ نو د دغه پوځي مستشار او مقتدر شخص د واکمنېدو احتمال ځکه ډېر و چې نوموړی په دې پوهېدو چې څه ډول کولی شي په دې حساسو شرایطو کې لیبیا وساتي.
قذافي په لیبیا کې ټولنې جوړې کړې او له همدې لارې یې خورا ډېر پلویان پیدا کړل. په ۱۹۶۹ کال کې یې د یوې ارامې کودتاه په ترڅ کې د ۷۰ کلن محمد ادریس واکمنۍ ته د پای ټکی کېښود. وروسته یې له اسلامي او سوسیالېستي قوانینو یوه ټولګه جوړه کړه او پوره ۴۲ کاله یې د لیبیا اداره په لاس کې درلوده، دا په لیبیا کې په وروستیو څلورو لسیزو کې تر ټولو اوږده واکمني وه.
قذافي د نړۍ یو له ډېرو عجیبو شخصیتونو څخه شمېرل کېږي. نوموړی زړور کس و، پر حقیقت یې سترګې نه پټولې، ښځینه ګاردانې یې درلودې، پیاوړی او مدیر شخص و، عجیب خویونه یې درلودل، مغرور خو پر ځان باورمند سړی و. ډیپلوماتیکو اصولو ته چندان پابند نه و، له غروره به یې خولۍ کږه پر سر اېښې وه، رنګینې جامې یې اغوستې، کله کله به یې نظامي دريشي هم پر تن وه او په کېږدۍ کې به اوسېده. ان دا چې بهرنیو هېوادونو ته به یې هم خپله کېږدۍ له ځان سره وړله او خپلې ټولې رسمي چارې به یې هم په همدې کېږدۍ کې تر سره کولې. عرب او د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه یې د کفري هېوادونو غلامان بلل، ځواکمن او پر خپلو پښو ولاړ اقتصاد یې درلود، په عربي هېوادونو کې هغه هېواد و چې ټوله تکیه یې پر ځان وه او دا د امریکا لپاره د نه منلو وړ موضوع وه.
قذافي د واک له پیل نه چې نوموړي په هغه وخت کې تر ۲۷ کالو ډېر عمر نه درلود، پر امریکا او امپریالېزم نیوکې پیل کړې. په ۱۹۸۱ کال کې یې امریکا یو ترهګر هېواد وباله او د امریکا د وخت ولسمشر ریګن ته یې د لیوني سپي خطاب کاوه. په همهغه وخت کې امریکا هم لیبیایانو ته د وېزو پر ورکړه بندیز ولګاوه. په ۱۹۸۲ کې یې لیبیا ته د نفتو صادرول هم بند کړل. د ليبيا پر وړاندې د امريکا دا ډول دریځ ورځ تر بلې د دواړو هېوادونو اړیکې ترینګلې کولې، خو قذافي ورباندې غوږ ونه ګراوه. امریکا هم هڅه کوله چې په یو ډول د دغه هېواد په داخلي چارو کې لاسوهنه وکړي. امریکا د لیبیا او په ځانګړې توګه د قذافي د له منځه وړلو لپاره بهانې لټولې. د ۱۹۸۸ کال د ډسمبر په ۲۱ مه په سکاټلنډ کې یوه امریکایي الوتکه ولوېده چې له څېړنو وروسته مالومه شوه، چې د دې الوتکې څو تنه سپرلۍ د لبنان اوسېدونکي وو، له زیاتو څېړنو وروسته یې دا کار د لیبیا د واکمن معمر قذافي کار وباله او دغه هېواد ته یې د ګوتې نیولو ځای پیدا کړ. د امریکا ولسمشر وویل چې قذافي یوازې د امریکا نه، بلکې د ټولې نړۍ دښمن دی او هېڅ وخت داسې نه شي کېدای چې هغه دې د امریکا پر وړاندې داسې اعمال تر سره کړي. څه موده وروسته یې له قذافي نه وغوښتل چې ځان نرم کړي او په هغه لاره ولاړ شي چې امریکا یې غواړي، خو نوموړي د امریکا دا وړاندیز رد کړ. امریکا یي په ځواب کې پر دغه هېواد د بندیزونو لېست نړیوالې ټولنې ته وسپاره. د امریکا بهانې په ډېرېدو شوې ، د ۲۰۰۳ کال په ډسمبر کې بندیزونه ډېر شول، په دغو بندیزونو کې په سکاټلنډ کې د غورځېدلې الوتکې پور هم شامل و. که څه هم قذافي په پیل کې له دغو بندیزونو او پور مخالفت وکړ، خو وروسته یې د دې الوتکې د پور ورکړې ته چمتووالی وښود، خو امریکا بېرته له خپلې دې پرېکړې پر شا شوه. امریکا پر عراق برید وکړ او دا هغه وخت و چې قذافي یې هم ووېرولو.
قذافي د منځني ختیځ په اړه د امریکا پر دریځ توندې نیوکې وکړې، ده د سعودي پاچا ملک عبدالله ته وویل: امریکا چې کوم خوراکي توکي برابروي، هغه ته روسیه اور بلوي، اروپایې هېوادونه یې بېرته سړوي او اسرائیل یې خوري او عربي هېوادونه یې ککړ شوي لوښي مینځي.
نوموړي د عرب لیګ ټولنې په یوه سرمشریزه کې د خبرو پر مهال ملک عبدالله ته مخ ورواړاوه او یې ویل: «زما وروره عبدالله! شپږ کله کېږي چې پټ یې. له موږ مه وېرېږه، ډاډ درکوم. تا شپږ کاله وروسته ثابته کړه چې ته دروغ وایې، د انګلستان لاسپوڅی یې او امریکا دې ننګه کوي. عرب باید دومره سپک نه شي چې کافرو ته په خپله خاوره کې ځای ورکړي، تاسې تل د لویدیځ ملا تړی، دومره باید ذلیل نه شی. تاسې د عربو مشران باید د خدای په لاره کې خدمت وکړی او له خدایه مرسته وغواړی، څو هېوادونه مو له هر چا خوندي وي. که مو له خدایه مرسته وغوښته، دا لویدیځ هېوادونه به مو ټول پر وړاندې ذلیل وي. زه څنګه د لویدیځ پر وړاندې یوازې په مېړانه ولاړ یم، له ما سره ستاسې په پرتله هېڅ هم زیات نه دي. تر تاسې کمزوری هم یم، خو کوم قوت چې را په برخه شوی، د هېواد د خپلواکۍ له امله مې دی. څه پوهېږی چې یو له هغو هېوادونو نه ښایي تاسې واوسی چې پر لیبیا برید کوي. هیڅ شک نشته، نن پر عراق برید دی سبا پر ليبیا او نورو عربي هېوادونو».
د قذافي له دې خبرو امریکا دا الهام واخیست چې ګنې غشی یې بې ځایه نه دی تللی. په دې وخت کې جورج بوش د امریکا ولسمشر و.
د قذافي له دې خبرو وروسته عبدالله او قذافي یو ساعت د تړلو دروازو تر شا بحثونه وکړل چې تر یوه بریده یې د دوی تر منځ، سؤ تفاهمونه را کم کړل؛ خو بهرنیو او کورنیو خبریالانو یې خبرې د سر ټکي کړل او ځینې خبرې یې تحریف هم کړې.
د دې کشمکشونو په وخت کې د امریکا ولسمشر جورج بوش په یوه ټلوېزیوني وینا کې وویل: «په دې وخت کې د قذافي لپاره تر ټولو ښه انتخاب له نړیوالې ټولنې سره د دغه هېواد مرسته ده، هغوی باید خپل نیت وښیي او خپلې اټومي ازموینې ودروي. په دې صورت کې به امریکا دا مرسته وکړي چې لیبیا د یو نړیوال شریک په توګه وپېژني».
د ۲۰۰۳ کال په ډسمبر کې، ليبیا هم ومنله چې خپل ټول اټومي فعالیتونه بند کړي. اوس نو هغه وخت را ورسېد چې د لیبیا توغنديز ځواک هم له منځه ولاړ شي. فشارونه لا سخت شول، قذافي پر خپلو تېروتنو او پر امريکا باور سخت پښېمانه او خواشینی و، خو پښېماني هېڅ درد نه شي دوا کولی. بالاخره په ۲۰۱۳ کال کې په لیبیا کې انقلاب پیل شو، خلک لارو کوڅو ته را ووتل او د قذافي د دولت پر ضد یې له غوسې ډک لاریونونه پیل کړل. اعتراضونه دومره پیاوړي وو چې هېچا یې مخنیوی نه شو کولی. نړیوالې ټولنې هم د لاریونوالو ملاتړ ته را ودانګل او د هغوی هوډ یې لا پیاوړی کړ څو خپلو اعتراضونو ته په پوره شدت دوام ورکړي. قذافي له انګلستانه مرسته وغوښته چې له دغه هېواد سره يې د هر ډول ګواښ پر وړاندې د نظامي ملاتړ هوکړه کړې وه، خو انګلستاني الوتکو پر دغه هېواد بريدونه پيل کړل، د لیبیا هستي او نیستي يې تباه کړه، اقتصادي او نظامي تاسیسات يې له منځه يووړل او په دې توګه نو د قذافي ټولې هیلې او امیدونه له خاورو سره خاورې شول. څه موده وروسته قذافي هم د یوې ډلې هغو کسانو له خوا په داسې حال کې ووژل شو چې هېڅ د خبرو موقع ورنه کړل شوه او په دې سره یې د امریکا او نورو هېوادونو د لوبو او دوه مخیو کیسه هم له ځان سره قبر ته یووړه. د هغه ټولې هیلې د لیبیا طبیعي زیرمې او اټومي ځواک وو، نه د خلکو ملاتړ؛ خو هغه په اخر کې یوازې پر دې وپوهېد چې د اوږدې مودې واکمنۍ د پرځېدو لامل یې د امریکا وعده خلافي وه نه د خلکو کرکه. هغه په یوه خبري غونډه کې په خپلو خبرو کې وویل: «دا د امریکا عادت دی، یوازې خپلې ګټې ورته مهمې دي. شمالي کوریا او ایران باید له لیبیا سره د امريکا له چلنده درس واخلي، امریکا یوازې ښې خبرې کوي او تهدید ښه کولی شي».
په ټوله کې دې نتیجې ته رسېږو چې که څه هم معمر قذافي د لیبیایي وګړو لپاره توره بلا وه خو د بهرنیو زهرجنو تورو لپاره یې د ډال حیثیت درلود. د معمر قذافي واک ته رسېدل او له واکه ګوښه کېدل دا هم را زده کوي چې د يو هېواد د ازادۍ او خپلواکۍ لپاره د ملت ملاتړ په کار دی نه زور او زر.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.