راشد خان ارمان

25 غويی 1397 حکمت ارين

راشد خان هغه څوک دی چې له صفره یې کار پیل کړ، په وطن کې یې کرېکټ زده کړ او دغه ډګر ته په راتګ سره یې د کرېکټ نړۍ ته له ځانه سره یو نوی زېری او انرژي راوړل. راشد د ننګرهار ولایت د لرې پرتې (اچین ولسوالۍ) اوسېدونکی دی.
د متوسطې ونې، ښکلې څېرې او ګڼو وېښتانو لرونکی تنکی ځوان، راشد خان له نن څخه شل کاله وړاندې د ننګرهار ولایت په جنګ ځپلې سیمه اچین ولسوالۍ کې دنیا ته سترګې وغړولې. راشد لس وروڼه او خویندې لري چې اووه یې وروڼه او درې هغه یې خویندې دي. دی د خپلو وروڼو پنځم ورور دی او په ننګرهار کې ژوند کوي. په ننګرهار کې یې تر دولسم ټولګي پورې زده کړې کړې دي او لوړې زده کړې یې د نوموړي په خبره د ډېرو بوختیاوو له امله نه دي کړې. نوموړی وایي په لومړیو کې راباندې پابندي وه چې کرېکټ به نه کوم، خو وروسته مې چې وروڼو ولیدم نو خپله یې هم د کرېکټ په لوبه کې برخه راسره اخیسته. دی وایي، په لومړیو کې به مې له وروڼو سره په کور کې کرېکټ کاوه، خو مور مې را باندې وېرېدله، ان له خپلو وروڼو سره به یې هم کرېکټ کولو ته نه پرېښودم.
راشد خان د کرېکټ ملي لوبډلې هغه لوبغاړی او مرستیال کپټان دی چې په ډېر کم عمر کې یې سترې لاسته راوړنې درلودلې دي.
راشد خان دا مهال د هند د تر ټولو قېمتي، مشهور او د ډېرو مینه والو لرونکي لیګ (ای پي اېل) یو پېژندل شوی لوبغاړی دی.
افغانستان هغه هېواد دی چې هره ورځ ترې د جګړو او نا امنیو خبرونه خپرېږي او دغه کار افغانستان د نړیوالو په اند د ځمکې پر مخ د ژوند کولو په تر ټولو بد ځای بدل کړی، خو سپورټ، په تېره بیا کرېکټ، د نړیوالو دا نظریه تر ډېره اړولې ده. راشد وایي، نړیوال روزونکي نه یوازې له ما، بلکې له ټولو افغان لوبغاړو سره بل ډول چلند کوي، مینه راسره کوي او د کرېکټ په برخه کې ډېر کار راسره کوي.
راشد خان د کرېکټ هغه ستوری دی چې نړۍ یې حیرانه کړې او په کم عمر کې یې تر اوسه ډېرې لاسته راوړنې لرلې دي.
نوموړی اوسمهال له دریو نورو افغان لوبغاړو سره د هند په تجارتي لیګ IPL کې د سنرایزر حیدراباد ګران بیه او کلیدي لوبغاړی دی. دی د هند په غوره لیګ کې د یو داسې هېواد استازولي کوي چې هره ورځ له جنګ او ویرانۍ څخه کړېږي، ځکه خو د نوموړي په خبره هر ځای کې خلک د افغانستان په اړه رانه پوښتنه کوي او وایي چې د افغانستان په اړه راته ووایئ، موږ ډېره لېوالتیا لرو چې افغانستان ته درشو.
راشد خان د کرېکټ نړیوالې شورا د نوې درجه بندۍ له مخې په ۲۰ اوریزو لوبو کې د نړۍ لومړی مقام خپل کړی دی. راشد خان د کرېکټ نړیوالې شورا پر پاڼه د غوره شل اوریزو توپ اچوونکو د نوملړ په سر کې د ۷۵۹ امتیازونو په لرلو تر ټولو لوړ ځای لري.
په دغه نوملړ کې د نیوزيلنډ توپ اچوونکی اېش سودهي دویم، د وېسټ انډیز سميول بدري درېیم او د پاکستان عماد وسیم بیا د ۶۷۷ امتیازونو په لرلو سره څلورم مقام لري.
راشد خان ارمان د ۲۰ کاله عمر په لرلو سره د کرېکټ د تاریخ لومړی ځوان لوبغاړی دی چې د یو ورځنیو لوبو د غوره توپ اچوونکو په ډله کې لومړی مقام لري.
د نړۍ په کچه تر ټولو غوره درېيم الرونډر او د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلې پخواني کپټان محمد نبي عیسی خېل په هند کې له یوسف پټان سره په مرکه کې ویلي:
«راشد مې د لومړي ځل لپاره په ننګرهار کې په یوه اکاډمۍ کې ولید، ماته یې بال کاوه، له نورو لوبغاړو سره یې ډېر توپیر درلود، بال یې تېز او خورا ښه و، پوه شوم چې په دې هلک کې یو استعداد شته، جالب ګوګلي بال یې کاوه، بیا مې کوچ ته وویل چې که دا هلک ۱۹ کلنو ټیم ته راشي، هلته به یې هم ټېسټ کړو، هغه وو چې نوموړی ۱۹ کلنو ټیم ته راغی او له هغه وروسته یې دا دی ټوله نړۍ حیرانه کړې ده. راشد خان په هغه نوم ارزي چې دی یې اوسمهال لري او په دې باوري یم چې نورې بریاوې او ویاړونه به هم ګټي».
د کرېکټ نړۍ غوره توپ وهونکی او د سنرايزر حيدراباد پخوانی کېپټان ډيوېډ وارنر یې په اړه وایي:
«واقعاً ډېر خوښ یم، راشد خان زما په ټیم کې هغه لوبغاړی دی چې پر ځان ډېر باوري دی، هغه پر ځان ډېر، خو پر ځای باور لري. نوموړی په رښتیا هغه لوبغاړی دی چې باید ډېر حساب پرې وشي».
دغه راز د هند یو بل مشهور لوبغاړی یوسف پټان د راشد خان په اړه وايي:
«له راشد سره مې لومړۍ مرکه او ډېرې خبرې وشوې، د هغه په اړه مې چې څومره اورېدلي وو تر هغه ډېر ښه دی، کله چې مې د نوموړي لوبې کتلې دي خوند مې ترې اخیستی دی، هغه یو جادوګر بالر دی، نه یوازې دا چې یو ښه بالر دی که پر بېټېنګ کار وکړي ښه توپ وهونکی هم کېدای شي».
د راشد خان دا وروستنی او لومړنی ریکارډ نه دی چې د ای پي اېل په څېر د نړۍ په دومره لوی ليګ کې لوبېږي، بلکې نوموړی ورځ تر بلې ډېر ویاړونه او بریالیتوبونه خپل هېواد ته راوړي چې نوموړی دا ټولې لاسته راوړنې د خپلې مور د دعا برکت بولي. دی وایي که څه هم په خپله مې هم ډېره خواري کړې، خو په خبره یې تر دې ځایه زما را رسېدل د مور له دعاګانو پرته ښایي سخت وای.
راشد په یو ورځنیو لوبو کې هم تر دې دمه په چټکۍ سل ویکټې تر لاسه کړې دي، ده د خپل لوبيز ژوند په ۴۴ مه لوبه کې سلمه ویکټه واخیسته چې په دې سره یې د اسټرالیا د تېز توپ اچوونکي، مېچل سټارک ریکارډ مات کړ. مېچل سټارک په ۵۲ ورځنیو لوبو کې سل ویکټې درلودې.
هغه دغه راز د کرېکټ نړیوالې شورا د ۲۰۱۷ کال د غوره لوبغاړو په اعلانولو د اسوسيېټ (دویمې درجې هېوادونو) غوره لوبغاړی وباله. ای سي سي وايي، راشد خان په ۲۰۱۷ کال کې ټولټال ۶۰ ويکټې اخیستې وې، چې دا پخپله د دویمې درجې هېوادونو د یوه لوبغاړي لپاره نوی نړیوال رېکارډ دی.
راشد خان د اسټرالیا په بېګ باش لیګ کې هم د افغانستان نوم ځلولی دی، نوموړي هلته په ورتګ سره یوه نوې هنګامه جوړه کړه او په بېګ باش کې هم غوره لوبغاړی وپېژندل شو. راشد خان د اسټرالیا د کرېکټ په غوره لیګ سیالیو(بېګ باش) کې په خپله لومړنۍ سیالۍ کې خپله لوبډله بري ته ورسوله او د لوبې غوره لوبغاړی وبلل شو. د ده لوبډلې، اېډلېډ سټرایکرز سېډني تندرز ته په ۵۳ منډو ماتې ورکړه. په هغې لوبه کې راشد خان دوه مهم لوبغاړي په یوه اور کې وسوځول او په خپلو څلورو اورونو کې یې یوازې ۲۲ منډې ورکړې.
دغه راز نوموړي په دې وروستیو کې په ای پی اېل سیالیو کې هم د ډېرو توپونو په مېس کولو سره یو نوی ریکارډ جوړ کړ. د دې ترڅنګ د راشد نوم په وېسډن یا د کرېکټ انجيل کتاب کې هم ثبت شوی دی. وېسډن د انګلستان د کرېکټ ملي لوبډلې د پخواني لوبغاړي کتاب دی، چې په خپل نوم یې نومولی دی او هر کال یو ځل چاپېږي چې په نړیواله کچه د کرېکټ په ډګر کې ځلېدونکو ستورو ته پکې ځای ورکول کېږي.
په دغه کتاب کې له وېسټ انډیز څخه د شای هووف او جامي پورټر نومونه هم خپاره شوي دي، چې شای هووف د انګلستان خلاف په ۲۰۱۷ کال کې په ټېسټ سیالۍ کې غبرګې سلیزې کړې وې او په خپلې توپ وهنې سره یې انګلستان ته په دغه لوبه کې ماتې ورکړې وه.
د وېسډن په نامه کتاب چې (د کرېکټ انجیل) په نوم سره هم مشهور دی، د لومړي ځل لپاره پکې د افغان لوبغاړي راشد خان نوم د کرېکټ نړیوالې شورا د ۲۰ اوریزو سیالیو په درجه بندۍ کې د لومړي مقام ګټلو له کبله خپور شوی دی او د نوموړي په اړه یې معلومات ورکړي دي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.