عبدالصمد خان

01 غبرګولی 1397 حکمت ارين

عبدالصمد خان د نور محمد خان زوی، په قوم اڅکزی و او د جنوبي پښتونخوا په گلستان سيمه کې زيږېدلی دی. لومړنۍ زده کړې یې په منظمه توگه تر سره کړې، خو نورې زده کړې یې د سيمې له ديني عالمانو نه کړې دي. په ۱۹۲۹ کال کې د پاکستاني حکومت له خوا د سیاسي فعالیتونو له امله په ۱۴کاله بند محکوم شو او نورې زده کړې یې په زندان کې په غير رسمي ډول تر سره کړې. نوموړی په پښتو سربېره په دري، اردو او عربي ژبو ښه پوهېده. صمد خان خپل ټول عمر په زده کړو، سياسي فعاليتونو او د سياست په ډگر کې تېر کړی دی او له هېواد سره یې د ډېرې مینې له امله په وار وار د مچ، هريپور او ملتان زندانونو کې هم سختې شپې او ورځې تېرې کړې دي.
نوموړی د سياسي فعاليتونو او په دې ډګر کې د پاتې کېدو له امله د برېټانوي هند د وخت د حکومت او له هغه وروسته د پنجابي حکومت له خوا په وار وار نیول شوی او بند ته استول شوی دی. صمد خان د پښتونخوا یو پیاوړی ازادي غوښتونکی او د انجمن وطن په نامه د يوه ولسي خوځښت بنسټګر و. په پیل کې یې فعالیتونو ته چا په ښه سترګه نه کتل، خو وروسته وروسته بيا یاد غورځنګ د هند او خدايي خدمتگارانو له لوري په رسميت وپېژندل شو.
هغه نه یوازې په سیاسي ډګر کې ښه نوم درلود، بلکې په فرهنګي ډګر کې یې هم ډېرې هڅې کړې دي. دغه راز یې په پښتو ژبه هم ډېر کتابونه لیکلي او ژباړلي دي. خان پر استقلال ورځپاڼه سربېره د گلستان له مجلې او نورو ملي خپرونو سره هم قلمي همکاري درلوده. د ده ليکنې د افغانستان، بلوچستان او پېښور په چاپي رسنیو کې هم خپرې شوې دي. خان پر پښتو سربېره په فارسي، عربې، انګلیسي او نورو ژبو هم برلاسی و.
خان په ۱۹۵۰ کال کې د لاهور په محکمه کې په خپلو خبرو کې د افغان وېشلي وطن د یو ځای کېدو غوښتنه هم وکړه. نوموړي د هند تر وېشل کېدو وروسته له افغانستان سره د پښتون مېشتو سیمو د یوځای کېدو لپاره هم ډېرې هڅې وکړې.
خان د خپلو سیاسي فعالیتونو په ترڅ کې په دې وتوانېد چې د ډیورنډ فرضي کرښې دواړو لورو ته په زرګونو پلویان پیدا کړي او یو پراخ بنسټه غورځنګ یې جوړ کړ، چې دغه غورځنګ د نوموړي له شهادت وروسته د هغه زوی محمود خان اڅکزی پرمخ وړي چې اوسمهال دغه ګوند د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ تر نامه لاندې فعالیتونه کوي.
خان د ١٩٢٠ او ١٩٣٥ کلونو په لړ کې هند ته لاړ او له ازادي غوښتونکي غورځنگ سره یې پېژندګلوي وشوه او بیا یې د عدم تشدد د فلسفې له مبارزینو باچا خان، مهاتما گاندي او مولانا ازاد سره وکتل، له هغوی سره یې اړیکې دومره ټینګې کړې چې د ازادۍ غوښتنې غږ یې سره یو ځای او لا پیاوړی شو.
خان ټول عمر د خپل ولس لپاره د ازادۍ او پرمختگ چیغې ووهلې، مبارزه یې وکړه او زندانونه یې وګالل. د ١٩٣٠ کال په شاوخوا کې خان او محمد ايوب خان د وطن د ازادۍ جهاد ته لا زور ورکړ، د دواړو کورنیو ته بېلابېلې سزاګانې ورکړل شوې، ظلمونه ورسره وشول، خو دوی خپل فعالیت په هماغه ډول جاري وساته.
خان شهید په ۱۹۳۰ کال کې هند ته لاړ او د لاهور د کانگرېس په کلنۍ غونډه کې يې گډون وکړ. په دې غونډه کې يې د ښکېلاک ضد شعارونه او خبرې واورېدې، کله چې بېرته کور ته راستون شو، ډېر بدلون پکې راغلی و، دغه حالت يې خپل ورور عبدالسلام خان ته بيان کړ او د يوې ملي سياسي ټولنې په جوړولو یې لاس پورې کړ. کله چې انگرېزان د دوی له فعاليت څخه خبر شول، د دوی دغه گوند يې غير قانوني وباله او درې واړه يې بنديان کړل. کله چې هغوی له بنده خوشي شول، نو په ۱۹۳۲ کال کې يې په سوېلي پښتونخوا کې د يوه سياسي مرکز په جوړولو لاس پورې کړ، چې د همدغه کال په ډسمبر کې د سند او سوېلي پښتونخوا په پوله په يعقوب اباد نومې سيمه کې د انجمن وطن په نامه د خان عبدالصمد خان په مشرۍ د يوه ولسي تحريک بنسټ کېښودل شو. دغه انجمن د هند د کانگرېس او د خدايي خدمتگارو له خوا په رسميت وپېژندل شو. نوموړي په ۱۹۳۶ کال کې په خپل شخصي لگښت يوه چاپخونه هم راونيوله او د ۱۹۳۸ کال په جنوري کې يې په پښتو او اردو ژبو د استقلال اخبار چاپ او خپور کړ. دغه اخبار په ۱۹۵۰ کال کې د پاکستان د حکومت له خوا ضبط شو او په خپله عبدالصمد خان زندان ته ولېږل شو. کله چې له بنده خلاص شو، بيا يې دوه نور گوندونه هم جوړ کړل چې يو يې د ورور پښتون او بل د اسمان گل په نامه يادېدل. د لومړي گوند مشري په خپله د صمد خان په غاړه وه او د دويم مشري يې شهزاده عبدالکريم خان بلوڅ کوله.
خان په ١٩٣٤ کال کې د استقلال په نوم یوه ورځپاڼه پیل کړه، چې له همدې امله یې یو ځل بیا استعمارګرې ادارې ته سر خوږی جوړ کړ او په ١٩٥٠ کال کې یې پر فعالیتونو بندیز ولګول شو. په ١٩٤٨ کال کې یو ځل بيا زندان ته ولېږل شو. په دغه زندان کې د نوموړي یو کال نه و تېر شوی چې د ډېرې سزا په موخه په ١٩٤٩ کال کې د هريپور مرکزي زندان ته واچول شو. نوموړي د پښتنو او پښتونخوا د ازادۍ لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړې او د خپل عمر نیمایي برخه يې په زندانونو کې تېره شوه.
خان د ١٩٣١ کال نه وروسته پرېکړه وکړه چې د ازادۍ د ترلاسه کولو لپاره ټول پښتانه او بلوڅ سره متحد کړي، نو له همدى کبله د خان عبدالغفار خان او نورو پښتنو او بلوڅو مشرانو سره یې اړيکې ټينگې کړې او خپلو سياسي فعاليتونو ته يې زور ورکړ.
خان عبدالصمد خان او په مجموع کې پښتنو چې غوښتل يې له بلوڅو سره اوږه په اوږه د هغوى د ملي حق په تر لاسه کولو کې گډه مبارزه وکړي دا امکان را منځته کړ چې د ده تر مشرۍ لاندى د (انجمن وطن) گوند د تاسيس پر مهال د پښتنو او بلوڅو مشرانو تر منځ ملگرتیا نوره هم ټينگه کړي .
په ١٩٣١ کال کې د پښتنو او بلوڅو سياسي مبارزینو او روشنفکرانو د کوټې په هاى سکول کې په گډه يوه غونډه جوړه کړه او د ملکي انجمن په نامه يې تشکیل منځ ته راووړچې وروسته د انجمن وطن گوند هم پر همدغه بنياد را منځ ته شو .
نوموړي په کال ١٩٣٧ کې له بلوڅ مشرانو سره خپله ملگرتیا لا پياوړې کړه او په ١٩٣٨ کال کې يې پاچا خان ته بلنه ورکړه چې د سوېلي پښتونخوا او بلوچستان څخه لیدنه وکړي. دغو ليدنو کتنو د پښتنو او بلوڅو مشرانو او ولسونو د سياسي شعور په راويښولو او يووالي کې خورا مرسته وکړه .
په ١٩٤٧ کال کې چې د هندوستان د وېش مسئله را منځته شوه، خان عبدالصمد خان ډيلي ته ولاړ او هلته تر لنډ وخت تېرولو وروسته کراچۍ ته وکوچېد او له پاچا خان او نورو سياسي مشرانو سره يې وکتل .
تر دغه سفر وروسته چې عبدالصمد خان کله کوټې ته راستون شو يو ځل بيا بندي شو، دا ځل نو د استقلال اخبار د تل لپاره بند کړاى شو . له خان شهيد سره د هغه بلوڅ ملگري هم زندان ته ولېږل شول، خو تر يوې مياشتې زندان وروسته ازاد شو او په خپل کور کې تر نظارت لاندې ونيول شو .
خان عبدالصمد خان د نظر بندۍ په دوره کې خپل سياسي فعاليتونه ونه درول او په پټه يې له خپلو دوستانو سره د پيپلز ارگنايزېشن د سياسي حرکت پر جوړېدو خبرې وکړې، خو دا ځل د پاکستان نوې واکمنۍ ونيو او د مچ مرکزي زندان ته يې واستاوه چې هلته تر ١٩٥٤ کال پورې په بند کې پاتې شو .
خان په دغه دوره کې په زندان کې ډېر زحمتونه وگالل. کله چې له زندانه ازاد شو نو ويې ليدل چې سياسي فضا بدله شوې او د پاکستان حکومت د پښتنو او بلوڅو دسياسي حقوقو له ورکولو څخه ډډه کوي، ځکه خو يې د (ورور پښتون) په نامه نوى سياسي سازمان جوړ کړ او د پښتو په نامه يې د يوې مجلې خپرول پيل کړل .
په ١٩٥٨ کال کې د مارشال ايوب خان له کودتاه څخه وروسته نوموړی یو ځل بيا په کوټه کې ونيول شو او داځل يې پوره لس کاله په سکر، مچ، هزاره، هريپور او لاهور زندانونو کې تېر کړل. دغه اوږده بند د خان روغتيا ته سخت زيان ورساوه، مګر د هغه پياوړې او نه ماتېدونکې اراده يې لا پياوړې کړه .
خان عبدالصمد خان ستر انسان او ملي مبارز له لس کلن بند څخه وروسته هغه مهال چې کوټې ته راستنېده د خپلو ولسونو له دومره تاوده او پراخ هر کلي سره مخ شو چې د هغه مهال حکومت يې وار خطا کړ تر دې بریده چې بېرته يې ونيوه، زنداني شو خو په سبا يې بېرته راخوشي کړ .
خان عبدالصمدخان په ١٣٤٨ لمريز کې افغانستان ته راغى او دلته يې له پاچا خان او د نېشنل پارټۍ له یو شمېر مشرانو سره یې وکتل او د افغانستان د وخت له حکومتي مشرانو سره یې پر یو لړ مسایلو خبرې وکړې .
بالاخره د ١٩٧٣ کال د ډسمبر په دويمه نېټه سهار وختي دخان کورته بمونه ور وغورځول شول چې د چاودنې له امله يې نوموړي خپل ژوند له لاسه ورکړ او د شهادت لوړ مقام ته ورسېد چې یبا په خپله پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شول.

 

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.