کارل مارکس

07 غبرګولی 1397 حکمت ارین

 فيلسوف او سياستوال کارل مارکس په ١٨١٨ کال کې د پروسيا په خود مختاره سيمه کې چې اوس د جرمني یوه برخه ګڼل کېږي، په یوې یهودي کورنۍ کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې. کورنۍ یې له دې امله چې د يهودي ضد څپو نه ځان وژغوري له يهوديت نه مسيحيت ته واوښته، خو کارل مارکس له ځوانۍ نه بې دينه او سياسي بنسټ پال و. هغه د مارکسېزم په نامه د یوې نظریې بنسټ کېښود چې وروسته یې بیا ډېر پلویان هم تر شا ودرېدل. 

مارکس نه یوازې دا چې یو سياسي مفکر و، بلکې هغه سړى و چې له پيله يې د خپلو ليکنو له لارې په ټولنه کې د بدلونونو راوستل او لاس ته راوړل غوښتل. هغه په خپل لومړني اثر کې ليکي:
«کله چې مارکس په دې بريالی نه شو چې د خپلې خوښې دنده ترلاسه کړي، نو یې بنسټ پاله ژورنالېزم ته مخه کړه او ډېر ژر پاريس، بروکسل او په پاى کې لندن ته کډه شو، چې د خپل ژوند د پاخه عمر ډېره برخه يې په لندن کې تېره کړه. سره له دې چې موږ مارکس د کمونېزم د پلار په توگه پېژنو، خو د ده د کار زياته برخه په کاپيټالېزم او د هغه په شننو کې تېره شوې ده».
همدا راز د نوموړي په هکله د ده د نظريې یو بل پلوی تېرېل کاروير وايي: «هغه څه چې مارکس وکړل دا وو چې د طبقاتي مبارزې په لړ کې يې د دې برخې تورې خواوې راوسپړلې او په ځانگړي ډول هغه صنعتي کارگران يې په گوته کړل چې په پوره خوارۍ او نېستۍ کې اوسېدل او د ده په گومان د ژوند شرايط يې لا پسې خرابېدل. هغه څه چې ده غوښتل دا وو چې د صنعت په برخه کې ځينې کسان د نورو د استثمار له کبله خورا شتمن شول او پاتې نور يې له داسې خوارۍ سره لاس اوگرېوان شول چې انځورول يې گران دي».
د کمونېزم هغه موډل چې کارل مارکس الهام ورکړى و له چين او روسيې بیا تر کیوبا او کمبوديا پورې د نړى په مختلفو هېوادونو کې واکمن و. مارکس غوښتل چې د حکومتونو دوديز لېبرال عادتونه له منځه يوسي.
د لندن د پوهنتون استاد جوناتان وولف د مارکس په اړه وايي:
لېبرالو دولتونو ويل چې دولت بايد د خلکو او مادي شيانو تر منځ بې توپيره او بې طرفه وي، په داسې حال کې چې د دولت دنده دا ده چې د ژوند په مختلفو برخو کې ټولو ته يو شان حقونه ورکړي او برابري وساتي.
د کارل مارکس ساده او بنسټيز باور دا و، چې د انسان رښتينى طبيعت ټولنيز دى. وولف دغه نظر داسې واضح کوي.
«دمارکس نظر دا و چې دغه جامې چې تاسو اوس اغوستې دي او پکې ولاړ يى، پکې کېنی؛ څومره کسانو يې په جوړولو کې برخه اخيستې ده. د دې ستنې د جوړولو ټکنالوژي چې دا جامې پرې اوبدل شوې اوجوړې شوې دي خورا ارزښت لري. نو هغه شيان چې د تاريخ په اوږدو کې د هغو په جوړولو کې ډېرو وگړو برخه اخيستې خورا ارزښت لري. د مارکس لپاره اصلي خبره دا ده چې موږ د توليدي شيانو دجوړولو په خبره کې يو له بل سره همکاري کوو. موږ دا همکاري نه احساسوو او نه يې وينو، خو نړۍ د همکارۍ ستر ډگر دى».
مارکس باور درلود چې په کاپيټالېستي نظام کې وگړي له دې همکارۍ نه لرې او پټ ساتل شوي دي. د دوى رښتينی طبيعت پټ ساتل کېږي او نه جوتېږي. د ده په گومان دين اومذهب د لرې والي او گوښي والي يو لامل دى. د مارکس په باور خلک په خپل انځور کې خدايان جوړوي او بيا عبادت ورته کوي. دى وايي موږ سخت او درانه کارونه کوو او بيا د هغه محصول نه وينو.
کارل مارکس فکر کاوه چې موږ په کاپيټالېزم کې له ماشين سره تړلي يو. موږ تکراري چارې بيا بيا تر سره کوو. نوموړی وایي:
«موږ له انسانانو نه په يوه فعاله ماده او خېټه اوښتي يو. دا په کاپيټالېزم کې زموږ ژوند دى. نو گوښى شوى کار هغه څه دی چې موږ يې د توليد په ساحه کې گوښي کړي يو. موږ هغه مهال خوښ يو چې کار نه کوو، خو د مارکس په گومان کار بايد د انسان اړين فعاليت وي موږ بايد په کار کې خپل ځاى ومومو او همدا مو نيمگړتياوې پوره کوي».
مارکس دا باور نه درلود چې په کاپيټالېزم کې هر څه بد دي، بلکې نوموړی په دې باور و چې دا هغه مرحله ده چې ټولنه بايد سوسيالېزم ته د رسېدو لپاره ترې تېره شي، خو ده فکر کاوه چې کاپيټالېزم تل له بحرانونو سره لاس اوگرېوان دی او په پای کې له حتمي زوال سره مخامخ کېږي.
مارکس هغه څه ته گوته نيسي چې نن ورته د ازاد مارکېټ لوړې ژورې وايي. دى وايي چې گټه د زياتې پانگې اچونې مانا لري او دا په خپل وار د زياتو کارگرانو اړتيا رامنځته کوي، دا د جگو تنخاوو سبب کېږي او دا بیا پر خپل ځای د کار د عصري کولو وسايلو ته لاره پرانيزي، بالاخره خبره دې ته رسېږي چې بېکاري رامنځته شي او د شيانو او مال تقاضا راکمېږي. لږې تنخاوې بيا ډېره گټه رامنځته کوي او دا کړۍ بيا همداسې پيلېږي. خو د مارکس په عقيده هر نوى بحران به تر پخواني هغه بد او سخت وي. د نوموړي په گومان دا ټول د پانگې د زياتوالي له امله وي.
په ١٨٤٨ کال کې په اروپا د لېبرال دموکراټيکو انقلابونو څپه راغله. مارکس د خلکو په راغوڼدولو، د ويناوو په ترتيب او د تبلېغاتي پاڼو په جوړولو او خورولو کې مرسته کوله. ده همدا شان په جرمني ژبه د نړۍ لپاره یوه ورځپاڼه چلوله. ده په سوسيالېزم کې ځان د نړيوال غورځنگ سره يو کړ او دا مشهوره کلمه يې له بل چا پور کړه چې وايي:
«د نړۍ کارگرانو سره يو شئ! دا د نړيوال غورځنگ په مانا وه، دوى غوښتل چى د اروپا په لر او بر کې کارگران ازاد شي، د ښه کار شرايط ورته مساعد شي. له دې سره جوخت دوى بايد په سياسى موسسو کې استازي ولري، قانون کنټرول کړي او اغېزه پرې ولري او په ټولنه کې د مالونو او خدمتونو په وېش کې برخه واخلي. د ١٨٤٨ کال انقلابونه داسې ستر کمونېستي انقلابونه نه وو چې مارکس يې په جرمني، فرانسه او برېټانيا کې د پېښېدو وړاندوينه کړې وه. دی باوري و چې هر کله چې هر چېرې داسې انقلاب را درومي، نو ښاري پرولتاريا به يې مخکښه وي، دوى به بري ته د رسېدو لپاره خورا سازماني او منظم وي».
همدا راز وولف د دې پوښتنې په ځواب کې چې انقلابونه به خونړي وي او کنه؟ وایي:
«زما په اند ده فکر کاوه چې دا به په کوڅو کې د ځينو چارو سمبالول وي لکه د سنگرونو جوړول، خو مارکس ويل چې خبريالانو، ليکونکو او مبليغينو ته هم اړتيا ده چې د فکر له کچې سره سم کارونه پرمخ بوځي. يو شى چې مارکس يې ډېر ځله يادونه کړې ده دا ده، چې د انقلاب د کولو لپاره بايد تيوري او پراکتيک دواړه په پام کې ونيول شي. يانې د انقلاب د کولو لپاره صنعتي پرولتاريا او فیلسوف يا کم تر کمه سياسي فعالينو ته اړتيا ده. ولاديمير لېنېن د روسيې د١٩١٧ کال د سوسيالېستي انقلاب مشر و. مارکس هېڅکله هم د دغه انقلاب وړاندوينه نه وه کړې». همدا راز نوموړی زیاتوي: «زما په فکر هغسې چې شوروي اتحاد د پلان شوي اقتصادي سوسيالېزم په رڼا کې وده وکړه او يا د ختيځې اروپا ځينې هېوادونه په همدې پله ولاړل، هغه څه دي چې مارکس ويلي وي او يا يې مسووليت پر غاړه اخيستی وي او کله چې ځينې خلک فکر کوي چې دا هم د مارکس د تيوري برخه وه، فکر کوم اشتباه کوي. طبعاً دغو سوسيالېستي انقلابونو د مارکس له تيورۍ نه الهام اخيستى و او مارکس به دا الهام پېژندلى وي».
خو دا چې په سترو هېوادونو کې يې دېکتاتوري ډوله رژيمونه پيل کړل، دوى د مارکس د دموکراسۍ انستيتیوتونه هم په پام کې ونه نيول. د مارکس په عقيده دموکراسي د پرولتاريايي انقلاب لپاره ډېره مهمه وه، نو که مارکس له دې ټولو خبر واى دوى به يې ډېر ژر د دغو انقلابونو له کولو منعه کړي واى. «يوه له ستونزو نه چې خلکو د شوروي اتحاد د پلان شوي اقتصاد په اړه ورته فکر کړی، دا وه چې په ساړه ژمي کې به په دوکانونو کې تودې ښځينه جرابې خلاصې شوې، دوى به دا معلومات لرل، خو پوره غبرگون به يې پر وړاندې نه ښوده. نو پلان شوى اقتصاد نه يوازې هغه معلومات نه لري چې اړتيا ورته شته، بلکې داسې خلک او افراد هم نه برابروي چې غبرگون وښيي. نو په شوروي اتحاد کې به په ژمي کې ښځينه تودې جرابې کمې وې، خو ارزانه وادکا به د خپل توليد له کچې زياته توليدېدله».
هغه څه چې مارکس په رښتیني ډول ورسره مخالفت کاوه، دا وو چې اقتصاد بايد مارکېټي ځواکونو ته تر دې کچې پرېنښودل شي چې سياسي جوړښت يې بیا پايلې نشي کنټرولولى. نوموړي مارکېټي ځواکونو ته د داسې قوې په سترگه کتل چې که مسوول حکومتونه مداخله ونه کړي، نو دا ځواکونه خبره د شتمنۍ اوخوارۍ خواته بيايي.

 

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.