محمد اشرف غني

22 غبرګولی 1397 حکمت ارين

محمداشرف غني په اصل کې د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ د سرخاب د کلي اوسېدونکی دی. په ۱۹۴۹ کال کې یې په کابل ښار کې د شاه جهان احمدزي په کور کې دې فاني نړۍ ته سترګې وغړولې. پلار يې په شاهي دوره کې په بېلابېلو لوړو دولتي پوستونو دنده ترسره کړې ده. لومړنۍ زده کړې یې د کابل په حبیبیې لیسې کې کړې، خو د لوړو زده کړو لپاره بهر ته ولاړ. پر هېواد د شوروي اتحاد د یرغل او کورنۍ جګړې له امله د نورو هېوادوالو په څېر له خپلې کورنۍ سره یوځای د وطن پرېښودو ته اړ شو. اشرف غني د جلا وطنۍ په دوره کې له هېواده بهر د سياست او انسان پوهنې (انټراپالوجۍ) د یو سرلاري عالم په توګه وپېژندل شو. له هغه موده وروسته یې له نړيوال بانک سره کار پيل کړ. د نړیوالو مرستو د پراختیا په اړه يې مهم مسایل تحلیل او تفسیر کړای شول. اشرف غني د طالبانو د نظام تر ړنګېدو او افغانستان ته د نړیوالو ځواکونو له راتګ وروسته هېواد ته راستون شو او په بېلابېلو کلیدي پوستونو یې دندې تر سره کړې.
مېرمن یې رولا غني نومېږي، په لبنان کې زيږېدلې او لویه شوې ده. مېرمن غني په ۱۹۶۹ کال کې په فرانسه کې د سياسي علومو له يوه انستیتیوټ څخه ډیپلوم ترلاسه کړ. په ۱۹۷۴ کال کې يې په بیروت کې له امريکايي پوهنتون څخه په سياسي علومو کې ماسټري تر لاسه کړه. هغه په همدې موده کې له اشرف غني سره اشنا شوه او په ۱۹۷۵ کال یې ورسره واده وکړ. مېرمن غني تر واده وروسته د ژوند له ملګري سره افغانستان ته راغله. د مريم په نامه يوه لور او د طارق په نامه يو زوی لري. افغانستان ته له راتګ وروسته مېرمن غني په کابل کې له خپلو حقونو څخه د محروم شويو کوچنيانو لپاره د اشيانه په نامه د يوې موسسې سره مرسته پيل کړه.
اشرف غني په ځوانۍ کې لبنان ته ولاړ او په بیروت کې یې د امريکايي پوهنتون نه په ۱۹۷۳ کال کې د لېسانس سند ترلاسه کړ. نوموړی په کال ۱۹۷۴ کې بېرته افغانستان ته راستون شو او په کابل پوهنتون کې د ټولنيزو علومو په څانگه کې د انټراپالوجي (انسان پوهنې ) استاد شو. نوموړي په ۱۹۷۷ کال کې د امريکا د کولمبيا له پوهنتون څخه د انسان پوهنې په برخه کې د ماسټرۍ سند تر لاسه کړ. په افغانستان د شوروي اتحاد د تېري پر مهال د نوموړي د کورنۍ ډېرغړي ونيول شول او له دې امله اشرف غني په امريکا کې پاتې شو او د کولمبيا پوهنتون څخه يې د ډاکټرۍ سند هم ترلاسه کړ. نوموړي د خپلې ډاکترۍ تېزس د افغانستان پر معاصرتاريخ باندې ليکلی دی. اشرف غني د ډاکټرۍ سند له ترلاسه کولو وروسته له ۱۹۸۳ نه تر ۱۹۹۱ کال پورې د امريکا د کليفورنيا او جانس هاپکېنز پوهنتونونو کې د استاد په توګه پاتې شوی دی. نوموړي په همدې دوره کې په نورو بېلابېلو پوهنتونو کې هم ګڼ لکچرونه ورکړي دي.
غني په ۱۹۹۱ کال کې په نړيوال بانک کې د انسان پوه په توگه وگومارل شو او د اقتصادي پروگرامونو په لړ کې يې د انساني اړخونو په څېړنه کې کار پیل کړ. غني په همدې بانک کې ۱۱ کاله دنده ترسره کړه او دغه راز په همدې بانک کې یې وروستۍ دنده د پاليسۍ او ستراتيژۍ جوړولو مشري وه. په دغه بانک کې د نوموړي تر ټولو ستر کار دا و، چې د ختيځې اسيا د پروژو په برخه کې یې نړيوال بانک ته سياسي ستراتيژي جوړه کړه. غني په همدې موده کې د هېوادونو په اړه د نړیوال بانک ستراتیژي وګټله او په دې برخه کې یې غوره اصلاحات راوستل. په نړیوال بانک کې د دندې پر مهال یې د هاروارډ، اېنسيډ او سټنفورډ تجارتي پوهنتونو له خوا د مشرتابه تر عنوان لاندې جوړ شوي روزنيز پروگرامونه هم تعقیب کړل.
په ۲۰۰۱ کال کې یې د سپټمبر د یوولسمې له بریدونو وروسته افغانستان ته مخه کړه او په دې موده کې د ملگرو ملتونو د وخت د سرمنشي کوفي عنان په غوښتنه د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو د ځانگړي استازي لخضر ابراهيمي سره د خصوصي سلاکار په توگه کار پيل کړ. په همدې موده کې یې د بن پروسې په عملي چارو کې پوره ونډه واخیسته او په لږ وخت کې يې د ادارې د مشر سلاکار په توگه دنده ترسره کړه. اشرف غني دغه راز د لويې جرگې او د هېواد د اساسي قانون په جوړولو کې هم مهم رول لوبولی دی.
اشرف غني ځینې څېړنې هم کړې دي او چاپي اثار هم لري. هغه خپلې لومړۍ علمي څېړنې په افغانستان کې د اسلامي شريعت د انفاذ، د ښځو حقونو او ټولنيز عدالت له موضوعاتو څخه پيل کړې او په دې اړه يې ډېرې ليکنې وکړې. همدا راز په قبايلي ټولنه کې یې د اسلام او دولت جوړولو تر سرليک لاندې يوه مفصله څېړنه وکړه. ورپسې يې د اسلامي شريعت په محکمه کې د شخړو هواري تر عنوان لاندې موضوعات راوسپړل چې د تحليل لپاره يې د عبدالرحمان خان د سلطنت لومړۍ لسيزه وټاکله او د کونړ ولايت د محکمې پر اسنادو يې څېړنه پيل کړه. تر دې وروسته يې د افغانستان پر معاصرو ادبياتو څېړنه وکړه او د دري ژبې د معاصرې ادبي دورې په هکله يې معلومات راټول کړل چې له علامه محمود طرزي څخه رانيولې د ثور تر کودتاه پورې يو شمېر عمده برخې يې څېړلې دي. د دې تر څنگ نوموړي د افغانستان پر اقتصاد، تاريخ او دولتي جوړښتونو باندې هم زيات شمېر مقالې ليکلې او خپرې کړې دي. د علمي څېړنو په لړ کې د غني يو بل ستر کار د افغانستان د څلور سوه کلن تاريخ په باب څېړنه ده چې له پنځلسمې څخه تر نولسمې پېړۍ پورې ډېر موارد پکې تر څېړنيز پوښښ لاندي راغلي دي او پوره لس کاله پرې بوخت و. اشرف غني د خپل علمي ژوندانه په بهير کې گڼ شمېر نور اثار هم بشري ټولنې ته وړاندې کړي چې زيات شمېر يې د کتابونو، ځينې يې د لکچرونو او ځينې يې په بېلابېلو فورمونو کې د پوهنتونونو د استادانو او محصلانو د استفادې وړ گرځېدلي دي. په دې وروستيو کې يې د(ناکام دولتونه او د هغو د کاميابۍ تگلارې) تر نامه لاندې کتاب د انگلستان د اکسفورډ پوهنتون له خوا په اروپا او امريکا کې خپور شو چې په نړيوالو رسنیو کې پرې تاوده بحثونه وشول. د ٢٠٠١ کال د سپټمبر له يوولسمې وروسته په ازادو رسنیو کې يې يو لړ مقالې چاپ کړې او په لسگونو مرکې يې نشر ته وړاندې شوې دي. هغه دغه راز د (عادلانه نظام لار ) تر عنوان لاندې کتاب چې پکې د حکومتي نظام د جوړښت او حکومت چلولو په اړه د هغه نظرونه او تگلارې را ټولې شوې په ۲۰۰۹ کال کې چاپ شوی دی.
اشرف غني له ۲۰۰۲ تر ۲۰۰۴ کاله پورې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په وخت کې د مالیې وزیر پاتې شوی دی. د ۲۰۰۴ کال له ټاکنو وروسته یې د کرزي په کابينه کې کار ته زړه ښه نه کړ او د کابل پوهنتون رییس شو.
اشرف غني د مالیې د وزیر په توګه په انتقالي اداره کې یو لړ ارزښتناک کارونه وکړل. په مالي برخه کې له بنسټیزو اصلاحاتو او نوښتونو سره یې د هېواد د مالي سياست، شفافيت اوحساب وركونې پروسه عملاً رامنځته كړه او په دې وتوانېد چې په دريو اونيو كې د دولت عوايد مركزي كړي.
اشرف غني ته د دغو خدمتونو د تقدير په موخه د دولت له لوري د سید جمال الدین افغاني افتخاري مډال ورکړل شو. دغه راز په ۱۳۸۲ کال کې د اسیايي هېوادونو ترمنځ د مالیې د غوره وزیر په توګه وپېژندل شو.
په ۱۳۸۳ کال کې په برلین کنفرانس کې چې د ۶۵ هېوادونو د مالیې او بهرنیو چارو وزیرانو پکې ګډون درلود، اشرف غني د افغانستان د خلکو د راتلونکې د خوندي کولو په موخه اووه کلنه طرحه وړاندې کړه. دغه طرحه د يوه فقير او بېوزله هېواد له لوري برابره شوې غوره طرحه وپېژندل شوه. د نوموړي له همدې طرحې نه وروسته نړیوالې ټولنې ژمنه وکړه چې د پروګرام له مخې به له افغانستان سره د دريو کلونو لپاره ۸،۲ میلیارده ډالره مرسته وکړي. دا په اصل کې هغه رقم و، چې د افغانستان دولت يې په دريو کلونو کې غوښتنه کړې وه.
اشرف غني د ۲۰۰۹ کال ولسمشریزو ټاکنو ته د حامد کرزي په وړاندې ودرېد، خو يواځې درې سلنه رایې یې خپلې کړې. د ۱۳۹۳کال د ټاکنو لپاره ورته په پراخه کچه کمپاینونه وشول چې تر یو لړ جنجالونو وروسته د یوې هوکړې له مخې د افغانستان د ملي وحدت حکومت د ولسمشر په توګه و ګومارل شو.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.