رجب طيب اردوغان

05 چنګاښ 1397 شفیق امیرزی

د ترکیې اوسنی ولسمشر رجب طیب اردوغان د ۱۹۵۴ کال د فبرورۍ په ۲۶مه د ترکیې په استانبول ښار کې زیږېدلی دی.
دی د ۲۰۰۳ کال د مارچ له ۱۴ مې را په دېخوا د ترکیې د لومړي وزیر او ولسمشر په توګه دنده اجرا کوي.
اردوغان په استانبول کې زيږېدلی او اصلاً ګُرجي کډوال دی. نوموړي دغه خبره په ۲۰۰۴ کال کې ګرجستان ته په یوه سفر کې وکړه. لومړنۍ زده کړې یې د امام خطیب په مدرسه کې کړې او وروسته یې د مرمرې په پوهنتون کې د اقتصاد پوهنځی لوستی دی.
له پوهنتون تر فراغت وروسته په استانبول کې د ترانسپورټ د ادارې کارکوونکی شو، خو په ۱۹۸۰ کال کې د خپلې ادارې له رییس سره د بریت خریلو په سر وران شو او دغه دنده یې پرېښوده. د ادارې مشر ترې غوښتي وو چې بریت وخریي، خو اردوغان نه وه منلې چې له امله یې له دندې هم ګوښه کړ.
اردوغان د ۱۹۷۸ کال د جولای په ۴مه له امینه اردوغان سره واده وکړ او اوسمهال څلور اولادونه لري چې دوې یې لوڼې او دوه زامن دي. اردوغان د ترکیې له ګوتشمارو سیاستوالو څخه ګڼل کېږي چې له ترکي ژبې پرته په نورو ژبې خبرې نه شي کولی.
کله چې اردوغان په ۱۹۷۰ کال کې د ترانسپورټ په یوه شرکت کې په دنده بوخت و، د نجم الدین اربکان له ګوند سره یو ځای شو.
په ۱۹۷۰ کال کې ترکیه د کیڼ اړخو او ښي اړخو ګوندونو په کشمکش کې وه چې په ۱۹۸۰ کال کې په ترکیه کې کودتاه وشوه او د نجم الدین اربکان ګوند هم منحل شو.
له کودتاه وروسته اردوغان هم له یاد شرکت سره دنده پرېښوده او په یوه خصوصي شرکت کې پر دنده بوخت شو. په ۱۹۸۲ کال کې یې د عسکرۍ دوره هم ترسره کړه.
په ۱۹۸۳ کال کې د نجم الدین اربکان ګوند بیا فعال شو او د دغه ګوند نوم د (د ملي حقپالنې) پر ځای د (ازادۍ) په نوم بدل شو، اردوغان هم د دغه ګوند غړیتوب ترلاسه کړ.
اردوغان د (ازادۍ) ګوند له لوري له ۱۹۸۰ تر ۱۹۹۱ کال پورې څو ځلې په پارلماني ټاکنو کې برخه واخيسته، خو هر ځل یې په کافي اندازه رایې ترلاسه نه شوای کړای.
په ۱۹۹۱ کال کې اردوغان د (ازادۍ) ګوند له لوري د استانبول له ولایت څخه کاندید شو او په دغه کال کې یې پارلمان ته لاره پیدا کړه.
اردوغان په ۱۹۹۴ کال کې د استانبول ښاروال شو. نوموړي په دغه وخت کې ډېر محبوبیت پیدا کړ او د استانبول د ښار د پراختیا لپاره یې ډېر کارونه ترسره کړل.
کله چې اردوغان د استانبول ښاروال و، د ده ځینو ویناوو د ده د فکر ملګري خوابدي کړل. اردوغان ویلي وو، هېڅوک نه شي کولی چې د نوي زېږدیز کال د نمانځلو مخنیوی وکړي. د ښځو او سړیو یو او بل ته د لاس ورکول یې یو منل شوی او ټولنیز دود وباله. د نوموړي دغو خبرو د ده د فکري او ګوندي ملګري خپه کړل.
کله چې اردوغان په ۱۹۸۹ کال کې د ښاروالۍ په ټاکنو کې ماتې وخوړه، نوموړي محکمې ته شکایت وکړ او محکمې هم د ده دغه شکایت بې بنسټه وباله. اردوغان قاضي ته وویل: «تاسې حق نه لری، چې په بې پروایۍ او له څېړنې پرته حکم وکړئ». دغه خبرې د دې سبب شوې چې نوموړی یوه اونۍ زنداني شي.
په ۱۹۹۸ کال کې اردوغان د یوه اسلامي شعر ویلو له کبله په لس میاشتني بند محکوم شو. د شعر پښتو ژباړه داسې ده چې: «مسجدونه زموږ قرارګاوې، پګړۍ زموږ سپرونه، منارې زموږ نیزې او مومنان زموږ سرتېري دي» خو په زندان کې یې یوازې څلور میاشتې تېرې کړې.
په ۲۰۰۰ کال کې اردوغان د اسټرالیا له یوې راډیو سره په مرکه کې عبدالله اوجلان ته د ښاغلي لفظ وکاراوه او هغه عسکر یې وستایل چې د (پي کې کې) په جګړه کې وژل شوي وو. دوی ته یې د (سرتېرو) خطاب وکړ چې له امله یې ۲۰۰ ریاله جریمه شو.
په ۲۰۰۲ کال کې د (ملي حقپالنې ګوند) په پارلمان کې چې د دې ګوند اکثریت څوکۍ یې په لاس کې لرلې؛ داسې قانون تصویب کړ چې د «ملي حقپالنې ګوند» باندې لګېدلي بندیزونه یې لرې کړل او اردوغان د ترکیې د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو. نو موړي په دغه وخت کې خپل سیاست ته بشپړ بدلون ورکړ او د دیني عالمانو ملاتړ یې ترلاسه کړ. اردوغان په اروپايي اتحادیه او همدارنګه د ناټو په سازمان کې د غړیتوب څخه په شا شو او د مخکنیو چارواکو غوندې یې ډېر زړه پرې نه تاړه.
امریکا ته په لومړني سفر کې اردوغان ته امریکايي یهودانو جایزه ورکړه. په مسلمانانو کې لومړنی کس اردوغان و چې دغه جایزه یې ترلاسه کړه، خو د اسراییلو له لوري پر غزه د برید له امله اردوغان دغه ډالۍ بېرته امریکايي یهودانو ته ورکړه.
اردوغان وتوانېد چې په لنډ وخت کې د ترکیې اقتصاد ته پر مختګ ورکړي او په دغه برخه کې یې د نړیوال بانک څخه هم مالي مرستې ترلاسه کړې چې له امله یې د ترکیې اقتصاد ۷،۳٪ سلنه وده وکړه.
اردوغان وویل، له دې سره مخالف دی چې ټولنه دې نه کنټرولېږي او د ټولنې کنټرولول یې له لومړیتوبونو څخه دي؛ ځکه موږ په راتلونکي کې یوې فعالې ټولنې ته اړتیا لرو.
اردوغان د ښاروالۍ په وخت کې په الکولي مشروباتو بندیز ولګاوه او د استانبول په ښار کې یې شراب بند کړل.
کله چې اردوغان لومړی وزیر او ولسمشر شو، د الکولي مشروباتو د بندېدو پر ځای یې پرې مالیه زیاته کړه چې د خلکو ورته وسه ونه شي.
د ۲۰۱۴ کال د نومبر په ۲۴ مه د استانبول په ښار کې اردوغان په یوې نړیوالې غونډه کې وویل چې د ښځې او سړي برابروالی د طبیعت پر خلاف دی؛ ځکه طبیعت د دوی ترمنځ فرق کړی دی. اردوغان ویلي وو: «ځینې وايي چې ښځې او سړي سره برابر دي. خو داسې نه ده ښځې د ښځو سره برابرې دي او سړي د سړیو سره برابر دي او دغه صفت یې صحیح دی».
د ۲۰۱۴ کال د نومبر پر ۱۵مه اردوغان وویل، د امریکا لویه وچه مسلمانانو کشف کړې ده او په ۱۱۸۷کال کې د مسلمانانو بېړۍ د لومړي ځل لپاره امریکا ته ورسېدې، چې کریستېف کولمب هم د کیوبا په ساحلونو کې د یوه مسجد یادونه کړې ده.
د اردوغان دغه خبره د ترکیې د ننه او بهر خلکو د نوموړي (رواني ناروغي) یاده کړه.
اردوغان د ۲۰۱۴ کال د نومبر پر ۲۷ مه د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان غونډه کې وویل «لویدیځ هېوادونه یوازې د مسلمانانو د پیسو او شتمنۍ په هڅه کې دي. باور وکړئ، هغوی زموږ سره کومه علاقه نه لري، لویديځ موږ ته ځان خپل دوستان ښيي، خو د هغوی هیله زموږ مرګ دی. هغوی غواړي زموږ بچیان ووژني او زموږ د تېلو، سرو زرو، الماسو غله دي او غواړي موږ هغوی ته په ټيټه بیه کار وکړو».
دا د اردوغان اسلامي تمایلات نه وو چې نوموړی یې د ولسمشرۍ تر څوکۍ ورساوه، بلکې د ده د صدارت پر مهال اقتصادي پرمختګونه وو چې په ترکیه کې په پراخه کچه رامنځته شوي وو. وړاندې له دې چې اردوغان په ترکیه کې واک تر لاسه کړي؛ په ترکیه کې د سړی سر کلنی عاید ۳۵۰۰ ډالره و، خو د عدالت او پراختیا ګوند د واکمنۍ پرمهال دا کچه ۱۰۵۰۰ ډالرو ته لوړه شوه .
له سیاسي اړخه اردوغان هڅه کوي چې دخپل سلف مصطفی کمال اتاترک سیاسي میراث له منځه یوسي او پر ځای یې (پرهېزګاره نسل) وپالي .
اردوګان هیله لري،چې د ترکیې د دویم بنسټګر لقب خپل کړي. د نوموړي ځینې ګامونه داسې دي چې د مصطفی کمال اتاترک له هغو سره پوره توپیر لري. د بیلګې په توګه: د ترکیې په سیکولر تعلیمي سیستم کې پراخه بدلونونه او داسې نور.
د اردوغان حکومت وکولی شول، چې د اروپايي ټولنې په کچه شپږم اقتصادي ځواک شي. د دې ترڅنګ ترکیه له چین وروسته دویم هېواد دی چې ډېره وده یې کړې ده. ترکیه هر کال ۵۰۰ میلیارده ډالره صادرات لري. د ټولې اروپا په کچه د اوبدلو په صنعت کې یې لومړی مقام او د ټلوېزیون او بسونو په جوړولو کې یې درېیم مقام خپل کړی دی .
اوسمهال په ترکیه کې د پوهنتونونو شمېر ۱۷۳ ته رسېږي. عدالت او پراختیا ګوند غواړي چې د۲۰۲۰کال په رارسېدو سره د پوهنتونونو شمېر ۵۰۰ ته ورسوي. ترکي پوهنتونونو په ۱۹۸۱ کال کې د ټولې نړۍ په کچه ۴۲ ام مقام خپل کړی و، خو په ۲۰۰۸ کال کې د پوهنتون او علمي څېړنو په ډګر کې ۱۸ ام مقام ته ورسېد .
اردوغان دخپل ماشومتوب پر مهال پر سړکونو وچه ډوډۍ او ليمو خرڅ کړي، چې له خپلې کورنۍ سره يو څه مرسته وکړي او د خپلو زده کړو لګښتونه پرې پوره کړي. نوموړی د زده کړو پر مهال د فوټبال د لوبې مينه وال و.
اردوغان چې له تېرو ۱۵ کلونو راهیسې په ترکیه واک چلوي، لا هم په دغه هېواد کې ډېر محبوبیت لري. اردوغان سږ کال هم وکولی شول چې په تر وخت مخکې ټاکنو کې د ۵۳ سلنه رایو په ګټلو سره خپلو سیالانو ته ماتې ورکړي او د څلورم ځل لپاره د ولسمشر په توګه وټاکل شي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

1 نظر

  • خوشال درانی
    خوشال درانی سه‌شنبه, 19 چنګاښ 1397 04:37 د نظر لنک

    د اردوغان په اړه دغه لیکنه ما درې کاله مخکې کړې وه او لیکوال ترې ځینې پراگرافونه کاپي کړي. یوه یادونه خو اړینه وه.
    د زړونو پاچا، رجب طیب اردوغان څوک دی؟/ خوشال درانی
    د ترکیې اوسنی ولسمشر رجب طیب اردوغان (Recep Tayyip Erdoğan) په ۱۹۵۴ ز کال د فبرورۍ میاشتې په ۲۶مه نېټه د ترکیې د استانبول په ښار کې زېږېدلی.
    له ۲۰۰۳ ز کال د مارچ د ۱۴ مې څخه راپدې خوا د ترکیې د لومړي وزیر په توګه او اوس د ترکیې د ولسمشر په توګه دنده اجراء کوي.
    اردوغان تېرکال ۱۳۹۳ کال کې په ترکیه کې د ازادو ټولټاکنو له لارې په غوڅ اکثریت سره ټاکنې وګټلې او د پنځو کلونو لپاره د ترکیې ولسمشر وټاکل شو.
    د رجب طیب اردوغان لنډه پېژندنه
    نوم : رجب طیب اردوغان
    زوکړه : ۱۹۵۴ / فبروري/۲۶مه
    ملیت : ترک
    د زوکړې ځای: قاسم پاشا، استانبول
    ګوند : د حق او عدالت د ګوند مشر
    دین : اسلام /سني
    د زده کړې ځای : د مرمره پوهنتون
    کوچنیتوب
    اردوغان په استانبول کې زېږدلی او اصلاً ګُرجي کډوال دی. نوموړي دغه خبره په ۲۰۰۴ زکال کې ګرجستان ته په یوه سفر کې وکړه.
    ده د امام خطیب په مدرسه کې زده کړې کړي او وروسته یې د اقتصاد پوهنځی د مرمرې په پوهنتون کې ولوست.
    د پوهنتون له فراغت وروسته د استانبول په ښار کې د حمل و نقل په اداره کې په کار بوخت شو، خو په ۱۹۸۰ زکال کې د خپلې ادارې له رییس سره د بریت خریلو په سر وران شو او دغه دنده یې پرېښوده. د ادارې مشر ترې غوښتي وو، چې د ده بریت وخریي، خو اردوغان نه وه منلې، چې له امله یې له دندې هم ګوښه کړ.
    شخصي ژوند
    اردوغان د جولای په ۴مه د ۱۹۷۸ زکال له امینه اردوغان سره واده وکړ او اوس مهال څلور اولادونه لري، چې دوه یې لوڼې او دوه زامن دي.رجب طیب اردوغان د ترکیې له ګوتشمارو سیاستوالو څخه ګڼل کېږي، چې له ترکي ژبې پرته په نورو ژبې خبرې نه شي کولای.
    د سیاست ډګر ته راتګ
    کله چې اردوغان په ۱۹۷۰ زکال کې د حمل نقل په شرکت کې په دنده بوخت شو، د نجم الدین اربکان له ګوند سره یو ځای شو.
    په ۱۹۷۰ زکال کې ترکیه د کیڼ اړخو او ښي اړخو ګوندونو په کشمکش کې وه، چې په ۱۹۸۰ زکال کې په ترکیه کې کودتا وشوه او د نجم الدین اربکان ګوند هم منحل شو.
    له کودتا وروسته اردوغان هم له حمل نقل شرکت سره دنده پرېښوده او په یوه خصوصي شرکت کې پر دنده بوخت شو او په ۱۹۸۲ زکال کې یې د عسکرۍ دوره هم ترسره کړه.
    په ۱۹۸۳ زکال کې د نجم الدین اربکان ګوند بیا فعاله شو او ددغه ګوند نوم د ( د ملي حقپالنې ) پر ځای د (ازادۍ) په نامه جوړشو او اردوغان هم د دغه ګوند غړیتوب ترلاسه کړ.
    اردوغان د (ازادۍ) ګوند له لورې له ۱۹۸۰ ز نه تر ۱۹۹۱ زکال څو ځلې په پارلماني ټاکنو کې برخه واخېسته، خو هر ځل یې په کافي اندازه رایې ترلاسه نه شوای کړای.
    په ۱۹۹۱ زکال کې اردوغان د (ازادۍ) ګوند له لورې د استانبول له ولایت څخه کاندید شو او په دغه کال کې یې پارلمان ته لاره پیداکړه او په غوڅ اکثریت سره یې رایې وګټلې.
    ښاروال اردوغان (۱۹۹۴ز)
    اردوغان په ۱۹۹۴ زکال کې د استانبول ښاروال شو. نوموړي په همدغه وخت کې ډېر محبوبیت پیدا کړ او د استانبول د ښار د پراختیا لپاره یې ډېر کارونه ترسره کړل.
    کله چې اردوغان د استانبول ښاروال و، د ده ځینو ویناوو د ده د فکر ملګري خوابدي کړل. اردوغان ویلي وو، هېڅوک نشي کولی چې د نوي زېږدیز کال د لمانځلو مخنیوی وکړي او هم یې د ښځو ــــ سړیو ته او سړیو له لورې ښځو ته د لاس ورکول یو منل شوی او ټولنیز دود وباله. د نوموړي دغه خبرو د ده فکر او ګوند ملګري خپه کړل.
    پر قاضي د اردوغان نیوکه
    کله چې اردوغان په ۱۹۸۹ زکال کې د ښاروالۍ په ټاکنو کې ماتې وخوړه، نوموړي محکمې ته شکایت وکړ او د اردوغان دغه شکایت بې بنسټه وباله. اردوغان قاضي ته وویل« تاسې حق نه لرئ، چې په بې پروایئ او بې څېړنې حکم وکړئ» دغه خبرې د دې سبب شوې، چې نوموړی یوه اونۍ زنداني شي.
    د اردغان بیازنداني کېدل
    په ۱۹۹۸ زکال اردوغان د یوه اسلامي شعر ویلو له کبله په لس میاشتني بند محکوم شو. د شعر پښتو ژباړه «مسجدونه زموږ قرارګاوې، پګړۍ زموږ سپرونه، منارې زموږ نیزې او مومنان زموږ سرتېري دي »، خو په زندان کې یې یوازې څلور میاشتې تېرې کړې.
    په ۲۰۰۰زکال کې اردوغان د اسټرالیا له یوې راډیو سره په مرکه کې عبدالله اوجالان ته د « ښاغلي» لفظ وکاراوه او هغه عسکر یې وستایل چې د «پي، کی، کی« په جګړه کې وژل شوي وو او نوموړو ته یې د «سرتېري» خطاب وکړ، چې له امله یې ۲۰۰ ریاله جریمه شو.
    لومړی وزیر اردوغان
    په ۲۰۰۲ زکال کې د «ملي حقپالنې ګوند» په پارلمان کې چې د دې ګوند اکثریت څوکۍ یې په لاس کې لرلې داسې قانون تصویب کړ، چې د «ملي حقپالنې ګوند» باندې لګیدلي بندیزونه یې لرې کړل او اردوغان د ترکیې د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو.
    کله چې اردوغان د ترکیې د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو، نو موړي خپل سیاست ته بشپړ بدلون ورکړ او د دیني عالمانو محبوبیت یې ترلاسه کړ. اردوغان په اروپايي اتحادیه او همدارنګه د ناټو په سازمان کې د غړیتوب څخه په شا شو او د مخکنیو چارواکو غوندې یې ډېر زړه پرې نه تاړه.
    امریکا ته په لومړني سفر کې اردوغان ته امریکايي یهودانو جایزه ورکړه او په مسلمانانو کې لومړنی کس اردوغان وو، چې دغه جایزه یې ترلاسه کړه، خو د اسراییلو له لورې پر غزه د برید له امله اردوغان دغه ډالۍ بېرته امریکايي یهودانو ته ورکړه.
    د ترکیې چټکه اقتصادي وده
    اردوغان وکولی شول، چې په لنډ وخت کې د ترکیې اقتصاد ته پر مختګ ورکړي او په دغه برخه کې یې د نړیوال بانک څخه هم مالي مرستې ترلاسه کړې، چې له امله یې د ترکیې اقتصاد۷،۳٪ سلنه پرمختګ وکړ.
    اردوغان وویل، له دې سره مخالف دی، چې ټولنه دې نه کنترولیږي او د ټولنې کنترولول یې له لومړیتوبونو څخه دي، ځکه موږ په راتلونکي کې یوې فعاله ټولنې ته اړتیا لرو.
    اردوغان د ښاروالۍ په وخت کې په الکولي مشروباتو بندیز ولګاوه او د استانبول په ښار کې یې شراب بندکړل.
    کله چې اردوغان لومړی وزیر او ولسمشر شو، نو د الکولي مشروباتو د بندیدو پر ځای یې پرې مالیه زیاته کړه، چې د خلکو ورته وسه ونشي.
    ولسمشر اردوغان
    په تېر ۲۰۱۴ کال کې اردوغان د لومړي ځل لپاره په دې بریالی شو، چې خپلو سیالانو ته ماتې ورکړي او د ټولټاکنو له لارې د ترکیې ولسمشر شي. په ترکیه کې مخکې ولسمشر سېبمولیک رول درلود، خو د ده د ولسمشر کېدو سره یې صلاحیتونه هم زیات شول.
    د اردوغان نادرې خبرې
    د ښځو حقوق
    د ۲۰۱۴ زکال د نومبر په ۲۴مه د استانبول په ښار کې اردوغان په یوې نړیوالې غونډه کې وویل، چې د ښځې او سړي برابروالی د طبیعت پر خلاف دی، ځکه طبیعت د دوی ترمنځ فرق کړی دی. اردوغان ویلي و «ځینې وايي، چې ښځې او سړي سره برابر دي، ولې ښځې د ښځو ترمنځ برابرې دي او سړي د سړیو ترمنځ برابر دي او دغه صفت یې صحیح دی»
    هغه ویلي وو، د ښځو او سړیو د برابر والي لپاره باید د یوې معادلې کلمې څخه ګټه پورته شي. د اردوغان په خبره «مور والی د ښځې لپاره تر ټولو لوړ او غوره مقام دی او تاسې نشئ کولی، چې دغه برابروالی توضیح کړئ، ځکه تاسې موروالی نه قبلوئ. د اردوغان دغه خبرو د ښځو د حقونو فعالانوسخت غبرګون راوپاروه.
    د امریکا د لویې وچې کشفول
    د ۲۰۱۴ زکال د نومبر پر ۱۵مه اردوغان وویل، د امریکا لویه وچه مسلمانانو کشف کړې ده او په ۱۱۸۷زکال د مسلمانانو بېړۍ د لومړي ځل لپاره امریکا ته ورسېدې، چې کریستف کولمب هم د کوبا په ساحلونو کې د یو مسجد یادونه کړې ده.
    د اردوغان دغه خبرو د ترکیې دننه او بهرنیو خلکو د نوموړي «رواني ناروغي» یاده کړه.
    لویدیځ هېوادونه
    اردوغان د ۲۰۱۴ زکال د نومبر پر ۲۷مه د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان غونډه کې وویل «لویدیځ هېوادونه یواځې د مسلمانانو د پیسو او شتمنۍ په هڅه کې دي. باور وکړئ هغوی موږ سره کومه علاقه نه لري. لویديځ موږ ته ځان خپل دوستان ښيي، خو د هغوی هیله زموږ مرګ دی. هغوی غواړي زموږ بچیان ووژني او هغوی زموږ د تېلو، سرو زرو، الماسو غله دي او غواړي موږ هغوی ته په ټيټه بیه کار وکړو».
    ډاډفوس کنفرانس ۲۰۰۹
    عرب مشران یې باید له اردوغان څخه زده کړي!
    د ۲۰۰۹ ز دجنورۍ پر ۲۹ مه نېټه د ترکیې لومړي وزیر رجب طيب اردوغان له کنفرانسه په غوسه ووت، ځکه د کنفرانس سمبالونکو ورته مناسب وخت ورنه کړ، چې د شمعون پيرس پر خبرو تبصره وکړي. د اسراییلو ولسمشر پر غزې له برید څخه دفاع کوله او په لوړ اواز یې خبرې کولې او خپله ګوته به یې رجب طيب اردوغان ته خوځوله اردوغان به څه کوي که چیرې هره شپه پر استانبول توغندي وتوغول شي .
    اردوغان ورته وویل: «ته له ما مشر یې، خو دا تاسې ته نه ښايي، چې په دغه لهجه او لوړ اواز خبرې وکړې له دې څخه دا ثابیتږي، چې ته ګناهګار یې، داسرايیلو لښکر په غزة کې ماشومان وژني ستاسې وزیرانو او رییسانو ماته ويلي، که دوی چېرې د ټانکو پر شا غزې ته ننوځي نو د ډېرې نیکمرغۍ احساس به وکړي». دغه مهال د کنفرانس سمبالونکې ورته وخت نه ورکاوه، نو د احتجاج په توګه له غونډې ووت. د حماس مشرانو یواځې دومر ه وویل: عرب مشران یې باید له ده څخه زده کړي!
    سرچینې : بېلابېل فارسي وېب سایټونه

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.