سقراط

12 چنګاښ 1397 حکمت ارین

یوناني فیلسوف سقراط په ۴۶۹ کال کې په اتن ښار کې زیږېدلی دی. پلار یې سوفرونکوس نومېده چې مجسمې به یې جوړولې. مور یې فیناریټي نومېده، ډېره پوهه او عالمه ښځه وه. ویل کېږي چې مور یې په یوه وړکتون کې ماشومان روزل او تر څنګ یې د خپل زوی سقراط هم ښه پالنه کوله. د سقراط کورنۍ یوه فنکاره کورنۍ وه. دې هنر یې د اتن د خلکو زړونه خپل کړل او هر چا به یې عزت کاوه. سقراط د نورو یونانیانو په څېر ښکلی نه و، له رنګه تور او بد شکله و. د نوموړي نږدې ملګری ګرایټو وایي، ټولګیوالو به سقراط ته چونګښه ویله. ګرایټو وایي: «سقراط بې پروا و، ټیټ قد یې درلود، تل به یې بد رنګې جامې پر تن وې، غټې پړسېدلې شونډې، کږه غوندې ملا، پلن تندی او بې ډوله سترګې یې لرلې». ګرایټو د هغه د بدرنګۍ په اړه د سقراط له خولې لیکلي چې وایي: «له ما کرکه مه کوئ، زه دا منم چې په ظاهره بد مخی، بد نوره او بد شکله یم، خو په د ننه (باطن) کې ډېر ښکلی یم».
په پخواني اتن کې دا قانون و چې هر ځوان باید په پوځي زده کړو سمبال وي، د همدې مجبوریت له مخې سقراط هم پوځي زده کړو ته مخه کړه، د سپارت او اتن په تاریخي جګړه کې یې برخه واخیسته. سقراط د یوه اتل سرتېري او جنګیالي په توګه په دې جګړه کې ځان ثابت کړ او د لوړپوړو پوځیانو له لوري ښه ونازول شو. سقراط فطري تفاوتونه درلودل، خو په ژوند کې یې لوی بدلونونه په څلوېښت کلنۍ کې ښکاره شول. دا نو هغه وختونه وو، چې نوموړي د ژوند په اړه ژور فکرونه کول، د انسانانو د خلقت اصلي هدف ته یې پام اړولی و، په رښتینولۍ او نېکۍ یې تکیه کوله او د اتن نږدې له هر وګړي سره یې جلا جلا بحثونه کول او نېکۍ ته یې رابلل. سقراط په ۴۰۶ کال د اتن مشرانو جرګې ته لاړ، هلته چې یې لوړپوړي چارواکي ولیدل چې د بدو سیاستونو له کبله یې ښاریان په ستونزو کې راګير وو، نو په دولتي مشرانو یې نیوکې پیل کړې چې همدې نیوکو د سقراط پر وړاندې ډېر حساسیتونه را وپارول، ان د مرګ تر خولې یې ورساوه. تر سقراط مخکې په یوناني ټولنه کې نېکي د مخکنیو مشرانو کارونو ته ویل کېده، خو سقراط غوښتل د خپلې زمانې خلکو ته د نېکۍ اصلي مانا او روح ور وپېژني. هغه به ویل، اخلاقي ښېګڼه هم د علم یوه طرحه ده. علم د عمل لپاره محرک پیدا کوي او څومره چې په انسان کې پوهه زیاتېږي، په هماغه کچه یې د نېکۍ تصور هم پیاوړی کېږي او د نېکۍ له اصلي جوهر سره اشنا کېږي.
سقراط داسې فیلسوف و چې فلسفه یې پر انصاف، نېکۍ او ځان پېژندنې ولاړه وه. هغه په دې باور و چې د ټولې نړۍ بدۍ له ناپوهۍ او جهالت څخه زېږي؛ ځکه یې د بدۍ په مقابل کې نېکي د خپلې فلسفې د بنسټ په توګه مطرح کړې ده.
سقراط به له کوچینوالي څخه لوی فکرونه کول او ډېری وخت به یې داسې خبرې کولې چې اصلاً د نوموړي له وزن ډېرې درنې وې. ګرایټو یې د کوچنيوالي ملګری و، هغه یې په اړه ویلي:
«زه او سقراط یوه ورځ د کولال پر دوکان تېرېدو، کولال خټه جوړه کړې وه او د ماشین له پاسه یې اېښې وه. ماشین خټه خوړله او له ځنډ وروسته به ترې منګی او یا کوم بل لوښی جوړ شو. سقراط چې دا جریان ولید ورته ودرېد ویې وویل، دا ښکلي لوښي چې جوړ شول، مخکې له مخکې د کولال په ذهن کې موجود وو، یوازې یې د لاسونو او ګوتو په هنر د څرخ په مرسته لوښي ورغول او مادي وجود یې ورکړ.
یو سوفیسطایي چې ماکوسیسي نومېده خلکو ته وویل: «که غواړی ځواکمن واوسی، نو له نېکو کارونو ډډه وکړئ، په بدو سر شئ، په دې کې لوی طاقت پروت دی». د نوموړي دې فلسفې دخلکو په ځانګړې توګه دځوانانو توجه راجلب کړه.
کله چې سقراط له دا ډول څرګندونو خبر شو، ماکوسیسي ته ورغی او ورته یې وویل:
«راته ویلی شې، هغه څه دي چې د انسانانو ترمنځ واټن پیداکوي!؟ که په غلو کې هم انصاف او شعور نه وای، څه فکر کوې چې دوی به په منظمه توګه ځواکمن پاتې وای؟ که یو غل د بل غله مال غلا کړي، نو دوی ته به څومره ګټه ورسېږي؟ دا ته چې څه وایې، که فرض کړو همداسې وشي؛ نو د دې ښاریانو به څه حال وي؟ که خلک ستا خبره ومني او په بدو سر شي او له نېکۍ او ښو کارونو څخه ډډه وکړي؛ اخر دا بد چې دوی یې له چا سره کوي، د دغو خوارانو انسانانو پر زړونو او روحونو به څه تېرېږي؟ کله دې هم مقابل لوری په نظر کې نیولی و؟ که دا ډول خلک پر ښار واکمن شي؛ د ښاریانو به څه حال وي؟ ته یقین وکړه زه درته رښتیا وایم، د بدو پایله بده وي. دې ډول کارونو ته د طاقت نوم مه ورکوه، دا د انسان تر ټولو ستره کمزوري ده».
سقراط مینه ناپایه او لا فاني بولي او په دې اړه وایي:
«مینه ده چې انسان بشپړوي او په ژوند کې یې رنګ او خوند پیداکوي، د مینې له عنصر پرته انسان نه شي بشپړېدلی. بې مینې انسان د انسانیت له دایرې څخه بهر ژوند کوي او څوک چې نېکي او بدي نه پېژني؛ هغه هېڅ شی نه شي پېژندلی، نو له هر ژوندي سره مینه کول په کار دي».
سقراط له سیاست نه هم ګوښی نه و. دی د یونان د پارلمان غړی و. د ده په زمانه کې د سیاست او اخلاقو تر منځ ډېرې اوږدې فاصلې وې. ده په لومړي ځل وکولی شول د یوناني مدنیت په اوږدو کې د اخلاقي سیاست بنسټ کېږدي او خلک وپوهوي چې د ښو او بدو تر منځ توپیر وکړي.
نوموړي پارلمان ته په خپله دفاعي وینا کې وویل:
«ما د خپل کار په جریان کې له دريو ډلو سره وکتل. لومړی له سیاسي رهبرانو سره کېناستم، ومې غوښتل چې زده کړه ترې وکړم، خو دوی زیاتره په غلطه لار روان وو. دوی ته مې خپلې غلطۍ ور په ګوته کړې او د خپلې فلسفې په لارویانو کې د داخلېدو امر مې ورته وکړ، خو دوی باغیان وو او زما له فلسفې یې بد راغلل. تر سیاسي رهبرانو وروسته له شاعرانو سره کېناستم، فکر مې کاوه چې دا خلک تر ما پوه دي. د دوی له پوهې او کارونو مې ځان خبر کړ، خو وروسته دې نتیجې ته ورسېدم چې شعر ویل د انسانانو په استعداد پورې اړه نه لري؛ دا یوه الهي ورکړه ده، دوی د الهام په مرسته پخې او د کار خبرې کوي، کنه په دوی کې دومره استعداد او پوهه نشته. بالاخره د هر فکر او هر مذهب له لارویانو سره مې خبرې وکړې، خو ډېرو کمو خلکو مې په خبره غوږ وګراوه او په اخر کې دې نتیجې ته ورسېدم چې له خپل خدای نه مې وغواړم چې ای دیوتا! په ما کې بدلون مه راوله! زه چې څنګه یم، هماغسې ښه یم، دا خلک به یو وخت زه پر خپلې لارې برابر کړم او د ژوند له اصلي رازونو به یې خبر کړم.
سقراط که څه هم خپله دفاعي وینا په ډېرو جذباتو، احساساتو او منطق بیان کړه، خو بیا هم ونه توانېد د اسمبلې د ۵۰۱ غړو له ډلې د۳۰ نفرو څخه زیاته رایه خپله کړي. په پای کې اسمبلې خپله ظالمانه پرېکړه اعلان کړه او سقراط ته یې د مرګ سزا واوروله. پخواني اتن کې به هغو مجرمینو چې درنه سزا ور اورول کېده، د مرګ له سزا وړاندې د سیسلي په ټاپو وزمه کې د بند یوه لنډه موده تېروله، خو سقراط وار له واره زنداني کړل شو.
ګرایټو د ده د زنداني کېدو په وایي:
« سقراط په زندان کې پر مرګ فکر کاوه او غوښتل یې د مرګ اصلي کیفیت خلکو ته روښانه کړي. بالاخره ویې ویل، مرګ د ژوند د ختمېدو نوم نه دی، بلکې دا یوه طبیعي تبدیلي ده او بس».
سقراط د ګرايټو له مجلس دوې ورځې وروسته په زندان کې زهر وخوړل او مړ شو.
د نوموړي د مرګ کیسه د هغه شاګرد اپلاتون په یوه شهکار نثر کې داسې کړې ده:
«سقراط پورته شو او هلته نږدې يوه حمام ته لاړ. ویې غوښتل چې تر راتلو يې منتظر شو. د هغه تر راتګ پورې مو بېلابېل فکرونه په ذهن کې راغلل. كله به مو د ده پر ډاډ فکر وکړ، خو کله به بیا د غم څپه راغله او هر څه به مو د سترګو پر وړاندې له منځه ولاړل؛ ځکه موږ د پلار غوندې یو خوږ او راته ګران شخص له لاسه ورکاوه. لمر نږدې و چې ولوېږي چې هغه له حمام راووت. موږ سره كېناست او خبرې یې پیل کړې. څو شېبې وروسته د زندان ساتونکی راغى او و يې ويل، سقراطه! تاسې تر ټولو هغو كسانو شريف او نجيب كس ياست چې تر اوسه ما په دې زندان کې لیدلي دي. زه به هېڅكله هم د نورو بنديانو په ژبه له تاسوسره خبرې ونه كړم؛ ځكه كله به چې هغوى ته د زهروڅښلو حكم واورول شو، سخت به غوسه شول او ما ته به يې سپكې سپورې ويلې. زه ډاډه يم چې ته به خپله غوسه په ما سړه نه كړې. ستا غوصه پر اصلي جنايتكارانو ده. ته هغوى ښه پېژنې او ته په دې هم پوهېږې چې اوس زه څه غواړم ووايم. نور نو د خداى په امان؛ کوښښ وكړه چې دا ناچاره او تريخ غوړپ په پوره زغم اوحوصلې تېر کړې».

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.