قیام الدین خادم

19 چنګاښ 1397 حکمت ارین

قيام الدين خادم په ۱۲۸۶ کال د ننګرهار ولایت د کامې ولسوالۍ په يوې روحاني کورنۍ کې دې فاني نړۍ ته سترگې وغړولې. پلار یې ملا حسام الدين په خپله سيمه کې يو مشهور او پوه عالم و. ارواښاد خادم د لومړي ځل لپاره په ۱۳۰۴ کال د کامې په ابتدائيه ښوونځي کې د ښوونکي په توگه په دنده وگومارل شو او وروسته له څه مودې یې هندوستان ته سفر وکړ. کله چې تر سفر وروسته وطن ته راوگرځېد، د جلال اباد په يوه ښوونځي کې د ښوونکي په توگه وټاکل شو. خادم‎ دوه نيم کاله په لواړگه کې اوسېدلى او همدلته يې له شاعرۍ، ليکوالۍ او ادبياتو سره مينې وده وکړه او همدلته یې واده هم وکړ. خادم په ۱۳۱۲ کال کې کندهار ولايت ته ولاړ او هلته د کندهار د پښتو ادبي انجمن د غړي په توگه وگومارل شو. د ۱۳۱۴ کال د زمري د مياشتې پر ۲۵مه د هغه وخت د چارواکو په امر او لارښوونه پښتو ادبي انجمن له کندهار څخه کابل ته ولېږدېده، چې په ۱۳۱۵ کال کې دغه ټولنه د پښتو ټولنې په نوم ونومول شوه. خادم صاحب درې مياشتې د زيري اخبار د خپرولو مسووليت په غاړه درلود. په ۱۳۱۸کال کې د تاليف او ترجمې د برخې مدير وټاکل شو او په ۱۳۲۰ کال کې د پښتو ټولنې د عمومي رياست مرستيال او بيا په ۱۳۲۱کال کې د اتحاد مشرقي مدير او په ۱۳۲۴کال کې د دايرة المعارف د ترجمې مدير وټاکل شو. په ۱۳۲۵ کال د تعاوني ډيپو د تفتيش لوی مدير شو. څه وخت وروسته هرات ولايت ته ولېږل شو. په ۱۳۲۹ کال کې د کندهار د طلوع افغان جريدې مدير شو. په ۱۳۳۰ کال کې د کابل مجلې د چلوونکي دنده ور په غاړه شوه. په ۱۳۳۱ کال کې د سروبي د برېښنا د فابريکې د کوپراتيف لوى مدير شو. خادم صاحب د هېواد ورځپاڼې مدیر، د ادبياتو د پوهنځي استاد او د افغانستان د پارلمان د مشرانو جرگې غړى هم و. په۱۳۳۲کال کې خادم صاحب د اصلاح ورځپاڼې مدير شو. خادم صاحب په بېلا بېلو دولتي دندو کار کړى او ټولې دندې يې په پوره صداقت سرته رسولې دي. د بېلگې په توگه: د اصلاح ورځپاڼې تر مديريت وروسته هغه څو کاله د پښتو ژبې د کورسونو مدير او په عين وخت کې د زيري اخبار د چلوونکي دنده هم پر غاړه درلوده . خادم د پښتو ژبې او ادب يو پياوړى ليكوال، شاعر او پوه عالم و او په دې لاره کې يې زيات زيار ايستلى. خادم په رښتينې توګه د پښتو ژبې او ادب خادم و. خادم په پښتو ژبه او ادب کې په زړه پورې منظوم او منثور اثار ليكلي او يوه علمي خزانه يې زموږ د هېواد راتلونکي نسل ته پرې اېښې ده.
خادم د هغې سپېڅلې او هڅاندې مينې له امله چى د خپلو هېوادوالو له سياسي، علمي او فرهنگي پرمختگونو سره يې لرله، ډېر زيار او زحمت گاللى او راتلونکو نسلونو ته يې د علمي او فرهنگي پانگې په توگه پر سلگونو مقالو او مضامينو سربېره د منظومو او منثورو اثارو ډېر په زړه پورې ۵۳ كتابونه پرې اېښي دي. يو شمېر نور اثار يې کېداى شي لا تر اوسه د خپلوانو د کورونو په تاخچو او يا هم الماريو کې د چاپ په انتظار زاړه شوي وي. «خيالي دنيا» د خادم صاحب د منثورو اثارو په زړه پورې ټولګه ده چې دغه اثر ته د ادبي ټوټو مجموعه هم ويلاى شو. «خيالي دنيا» په ١٣٣٩ كال کې د پښتو ټولنې له خوا د زرو ټوكو په تيراژ په ٩٤ مخونو کې دولتي مطبعې چاپ کړې ده. د كتاب د ټولو ادبي ټوټو شمېر ۵۶ ته رسيږي چې هره ادبي ټوټه يې د افغاني ټولنې كړه وړه تمثيلوي. د كتاب هره ادبي ټوټه د خپلي مانا او هغو مفاهيمو له مخې چې په کې ځاى پر ځای شوي دي، د پښتو ادب د پراخه بڼ رنگا رنگ گلان گڼل كېږي. كه دغه اثر په پوره غور سره ولوستل شي، يوه لوى سمندر ته ورته دى چې هر څه پکې موندل كېږي. خادم صاحب په دغو لنډو انځوريزو ادبي ټوټو کې مينه، محبت، د ټولنيز ژوند رازونه، ازادي، انتقاد، پرمختگ، عبادت، هنر او د ژوند ټولې لارې چارې لوستونکو ته ورښيي. خادم صاحب په اردو، انگليسي او عربي ژبو ښه پوهېدو. د همدغو ژبو په مرسته هغه د يوه پلټونکي انسان په توگه هڅېدلى چې د ډېرو شيانو په راز ځان پوه کړي. کېداي شي د هغه د برياليتوب له رازونو څخه يو هم د هغه همدا کنجکاوي وبولو. خادم صاحب نه يوازې د علم او پوهې په ډگر کې افغان ولس ته خدمت کاوه، بلکې په سياسي ډگر کې هم د هېواد د سياسي څېرو په قطار کې ورته د قدر په سترګه کتل کېدل. ښاغلی غبار د (افغانستان در مسير تاريخ) د دويم ټوک په ۲۳۹ مخ کې ليکي:«په ۱۳۲۶ لمريز کال يوه سياسي گوند د ويښ زلميانو په نامه په علني توګه فعاليت پيل کړ. د دغه گوند بنسټ اېښودونکي او مشران په کابل، کندهار او ننگرهار کې دا کسان يادوي: «عبدالروف بينوا، گل پاچا الفت، فيض محمد انگار، نورمحمد تره کي، غلام حسن خان صافى، محمد رسول خان پشتون، عبدالشکورخان رشاد، عبدالهادي توخي، محمد انورخان اڅکزى، قاضي بهرام خان، غلام جيلاني خان، قاضي عبدالصمد خان، فتح محمد خان خټگر، نور محمد خان قاضي خيل، محمد ابراهيم خواخوږى، محمد ناصر خان لعل پورى، صوفى ولى محمد خان، اغامحمد خان کرزی، محمد موسى خان شفيق، غلام محمدخان پوپل، محمد طاهر خان صافی، قيام الدين خان خادم، ارسلاخان سليمى وردگ، نېک محمدخان پکتيانی، صديق الله خان رښتين، عبدالعزيز خان، عبدالخالق خان واسعي، محمد علم خان، نوراحمد شاکر، محمدرسول خان مسلم، محمد حسين خان ريدی، عبدالرزاق فرافى، محمد نور خان علم، عبيد الله خان صافی، گل شاه خان صافی، ظهورالله خان همدرد، محمدشريف خان قاضى، عبدالمنان خان دردمند، شاغلى مليار، عبدالصمدخان ويسا، محمد علم بڅرکی وچند نفر ديگر. منشى حزب در اوايل عبدالروف خان بينوا و در اواخر عبدالرزاق خان فراهي بود».
بختانی صاحب په خپل یو كتاب كې د ارواښاد خادم تړاو له (افغان ملت گوند) سره ښودلى او حتی هغه يې د دغه گوند يو له رسمي بنسټ اېښودونکو بللى دی. ارواښاد خادم د حقيقت د څرگندولو سره مينه لرله او تل يې هر څه بربنډ ويل.
خادم صاحب په زيات شمېر ادبي او علمي محافلو کې برخه اخيستې ده او کله کله د دولت اړوندو ارگانو له خوا په ستاينليکونو او ډاليو هم نازول شوی دی. خادم د فلسفي علمي شخصيت څښتن و، هغه په رښتيا له خپل ولس سره مينه درلوده او د هغه خدمت يې کاوه. د (نصوص الحكم) په سريزه کې د خادم صاحب ملي فكر په اړوند داسې ليكل شوي:
«هغه د شخصي فكر پر ځاى د ملي فكر تلقين كوي، د ارتقا او پرمختگ لارې ته ځوانان رابولي، ملي وحدت ته بلنه كوي او تشدد غندي. استاد خادم د ملي وحدت د ټينگښت لپاره په واحد ملي كلتور او واحده ملي ژبه ټينگار كوي او دا د يوه ملت په وحدت کې د بري بنسټ گڼي، هغه وران كاري غندي»
خادم صاحب د پښتو ادبیاتو د معاصرې دورې د هغو پنځو ستوريو څخه و، چې پښتو ادب او کلتور يې ځلولى دی او د يوه داسې ويښ زلمي په احساس يې د پښتو ادب چوپړ کړى، چې ننني زلميان يې درناوى کوي. د پښتو ژبې یو بل نامتو لیکوال عبدالرووف بېنوا یې په اړه لیکي:
«ښاغلی قيام الدين خادم په اوسنيو ليکوالو او شاعرانو کې د قدامت او مشرتوب حق لري او د افغان پوهانو او اديبانو په لومړۍ ډله کې دريږي».
ارواښاد استاد قيام الدين خادم د پښتو ژبې او ادب د يوه پياوړي ليكوال، شاعر او څېړونکي په توگه د پښتو ژبې او ادب د اسمان يو له ځلانده ستورو څخه گڼل شوى دى. د استاد قيام الدين خادم لومړى نظم، چې په اتحاد مشرقي كې چاپ شو (شه بيدار پښتونه) نومېده او لومړى نثر يې چې د كار او صنعت په اړه یې له اردو ژبې پښتو ته وژباړه هم په اتحاد مشرقي كې چاپ شوى دی. د دې تر څنگ خادم صاحب په كابل كالنۍ كې يو شمېر څېړنيزې مقالې هم خپرې كړې لکه: پښتونولي، د پښتو ننني ليكوال، د پښتو د نثر تاريخي تطورات، د نثر ليكونکو تذكره، د كوچنيانو اخلاقي پالنه، اصحاب كرام، نوى ژوندون او پښتانه شعرا. دغه يو شمېر عنوانونه د وخت په تېرېدو سره د خادم کورنۍ په زيار او هڅو د کتابو تر کچې لوړ او د ټولگو په بڼه چاپ شوي هم دي. د ((ملغلرو امېل)) د استاد د شعرونو لومړۍ ټولگه ده او په ۱۳۴۶ کال كې يې د ((څاروان)) په نامه دويمه ټولگه هم له چاپه راووته. استاد ۳۰ چاپ شوي او تر ۲۰ زيات ناچاپ ارزښتناك اثار د پښتو ادب مينه والو ته په ميراث پرې اېښي دي.
ارواښاد خادم د ۱۳۵۸ كال د وږي پر پنځمه د كابل په علي اباد روغتون كې د ورپېښې ناروغۍ له امله د ۷۲ كالو په عمر له دې فاني نړۍ څخه د تل لپاره سترگې پټې كړې او جنازه يې د كامې ولسوالۍ په پلرنۍ هديره كې خاورو ته وسپارل شوه.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.