اورهان پاموک

16 زمری 1397 حکمت ارین

اورهان پاموک د استانبول ښار د نیشان سیمې په یوه علمي کورنۍ کې زيږېدلی دی. لومړنۍ زده کړې یې په رابرټ امریکایي کالج کې چې په استانبول ښار کې دی، پیل کړې. که څه هم د ده د خوښې پوهنځي ادبیات او ژورنالېزم وو، خو د کورنۍ مکررو غوښتنو یې دې ته اړ کړ چې د انجنیرۍ پوهنځی پیل کړي‎. نوموړي دغه پوهنځی په نیمایی کې پرېښود او وروسته یې د استانبول په نړیوال پوهنتون کې د ژورنالېزم په برخه کې زده کړې پیل کړې او دغه پوهنځی یې تر پایه ولوست.
اورهان په خپل هېواد ترکیه او له ترکیې د باندې هم د یوه نامتو رومان لیکونکي په نامه مشهور دی. ده لومړنی رومان چې د (جودت او د ده کورنۍ) تر نامه لاندې و، په ۱۹۸۲ کال کې چاپ او په همدغه کال کې یې د کال د تر ټولو ښه او ملي ناول جایزه خپله کړه. د (سپینه کلا) رومان تر لیکلو وروسته، دی او ښځه یې امریکا ته لاړل او هلته په نیویارک ښار کې مېشت شول. اورهان په کولمبیا پوهنتون کې د داستاني ادبیاتو تدریس پیل کړ. د نوموړي (سپینه کلا) ناول نږدې ټولو اروپایی ژبو ته وژباړل شو. نوموړي په دغه ناول کې د یوه رومي او عثماني عالمانو ملګرتیا انځور کړې ده.
اورهان هغه وخت د شهرت پوړیو ته څو ګامه نور هم نږدې شو چې په ۱۹۹۸کال کې یې (زما نوم سور دی) تر نامه لاندې ناول چاپ او د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې یې ادبي جایزې تر لاسه کړې. ده په ۲۰۰۲ کال کې د (واورې) تر عنوان لاندې یو بل ناول ولیکه چې دغه ناول د ده لومړنی او وروستی سیاسي ناول وبلل شو. په دغه ناول کې د ترکیې د کردانو مړینې سختې غندل شوې او ارمنیان یې د کردانو په نسل وژنو تورن کړي دي، نو ځکه ورته د ده لومړنی او وروستی ناول ویلی شو.
نوموړي په ۱۹۸۲ کال کې واده وکړ او په ۱۹۹۱ کال کې یې لومړني اولاد چې لور وه، نړۍ ته سترګې پرانیستې. اورهان اوس د خپلې کورنۍ په خوښه په استانبول ښار کې د ژوند شپې ورځې سبا کوي.
اورهان له یوې ورځپاڼې سره په مرکه کې د کردانو د ډله ییزې وژنې په اړه وایي:
«دېرش زره کردان او یو میلیون ارمنیان دلته وژل شوي دي. هېڅوک دا جرئت نه لري چې د ظالمانو نومونه بربنډ کړي، خو ما دا جرئت وکړ چې د دوی نومونه افشا کړم».
په ۲۰۰۴ کال کې نیویارک ټایمز ورځپاڼې دغه ناول د نړۍ په لسو غوره ناولونو کې شامل کړ. اورهان په ۲۰۰۳ کال کې د (استانبول) تر عنوان لاندې یو کتاب خپور کړ چې تر ډېره پکې د استانبول ښار پېژندنه راغلې وه.
ډېرو خلکو د استانبول ښار د پېژندنې په اړوند دغه کتاب د مهمو او بشپړو کتابونو په نوم یاد کړ. د ده وروستی رومان (د معصومیت موزه) تر عنوان لاندې خپور شو. دغه کتاب په اسلامي هېوادونو کې د مینې او عاشقۍ موضوع ته ځانګړی شوی و.
(سپینه کلا) هغه ناول دی چې اورهان پاموک یې نړۍ ته ور وپېژاند. دغه ناول د اورهان یو له مشهورو اثارو څخه شمېرل کېږي چې په ۲۰۰۶ کال کې یې د نوبل ادبي نړیواله جایزه تر لاسه کړه او دغه ناول په همدې کال کې د نړۍ ۱۴ ژبو ته وژباړل شو. همدارنګه د نوموړي دغه اثر د ختیځ په ادب کې یو ستر انقلاب راوست.
د اورهان نور ناولونه چې په ۲۰۰۶ کال کې د نوبل جایزې ته وړاندې شوی وو، له: پټه څېره، نوی ژوند او تور کتاب څخه عبارت دي. اوسمهال ویل کېږي چې د دغه نامتو ترکي لیکوال زیاتره اثار د نړۍ ۵۶ ژبو ته ژباړل شوي دي. د اورهان پاموک ځینې مهم اثار دا دي:
1- سپینه کلا
دغه اثر د (Beyaz Kale) تر عنوان لاندې د (Can Yayinlari) خپرندویې ټولنې له لوري په ۱۹۸۵کال کې په ۲۳۲ مخونو کې خپور او ټولنې ته وړاندې شو. د دغه مهم اثر ځينې محتویات په دې ډول دي:
«...په اوولسمه پېړۍ کې ترکي غله یو ځوان نیسي او له نیولو وروسته یې استانبول ته راوړي. دغه ځوان غیبي استعداد لري، په فزیک او انځورګرۍ کې ځانګړی مهارت لري. نوموړی په استانبول کې ښوونکی مقرریږي، وروسته تر ډېره هڅه کوي چې له خپلې پوهې سره سره د لويدیځ علوم هم زده کړي.
غله او نیول شوی کس دواړه د یو بل پېژندلو او یو بل پوهولو په موخه سیند ته نږدې په یوه تیاره کوټه کې شپې او ورځې سبا کوي، د دوی دواړو کیسې روانې دي، شپې ورځې دي چې سبا کېږي...)
همدا راز د دغه اثر په یو ځای کې راغلي: «موږ باید د ځمکې پر مخ د داسې شیانو په لټه کې واوسو چې خورا عاجز او حیرانوونکي وي. اړینه نه ده چې د خپل ځان په اړه فکر وکړو، اړینه ده چې د هغو شیانو په اړه چې د ځمکې پر مخ پیدا شوي فکر وکړو. د یو شي په اړه زیات فکر کول مو بدبخته کوي».
اورهان په دغه ناول کې ددې پوښتنې په اړه بحث کوي (چې زه ولې زه یم؟) او تر پایه له مخاطبه همدا یوه پوښتنه کوي. (سپینه کلا) داسې یو ناول دی چې د شرق او غرب په اړه وضاحت ورکوي.
ګارډین ورځپاڼه یې په اړه لیکي:
«د پاموک تر ټولو ښه مهارت او وړتیا دا ده چې ډېرې خبرې د ناول په قالب کې په لنډه توګه بیانوي. د نوموړي (سپینه کلا) ناول د شرق او غرب تر منځ ټول مسایل څېړي».
۲- استانبول؛ خاطرې او ښار
دا د اروهان بل اثر دی چې په ۲۰۰۳ کال کې د (Hatiralar ve Sehir) تر عنوان لاندې په ۴۹۵ مخونو کې د (Yapi kredi) خپرندویې ټولنې له لوري خپور شو.
اروهان دغه اثر د ډېر خپګان او مایوسۍ په حالت کې ولیکه او نوموړی یې په اړه وایی:
«زما ژوند د ځینو لاملونو له کبله، له سخت بحران سره مخ و. نه غواړم له جزیاتو سره یې بیان کړم. له ښځې طلاق، د پلار مړینه، د ژوند ستونزې، دغه او هغه ټول هغه څه وو چې زه یې د دغه ناول لیکلو ته اړ کړم. زړه مې ډېر زیات په تنګ و، هره شېبه به مې یخې اوبه څښلې، د لیکلو په اړه به مې چورت واهه او تل مې د کتاب د ښکلا په اړه فکر کاوه». اورهان خپل بحراني ژوند تر ډېره د بومي اثارو په لیکلو تېروي او د (سپینې کلا) نور تر ډېره د ده په دغه اثر (استانبول، ښار او خاطرې) پرېوت او دغه اثر دی نړۍ ته ور وپېژانده.
۳- نوی ژوند
‌د پاموک دغه اثر د (Yeni Hayat) تر عنوان لاندې د(lleti Sim)خپرندویې ټولنې له لوري په ۳۴۳ مخونو کې په ۱۹۹۵کال کې خپور شو.
په دغه اثر کې نوموړی وایی:
«بېلابېل څیزونه وینم، کوم انځور مې چې په ذهن کې پیدا شي، محوه کېږي. داسې انګېرم لکه په ښاري بس کې چې سپور وم او خوب مې یوسي. نوموړی وایي هغه څه مهم دي چې تر انځور لاندې نه، بلکې د انځور پر مخ پراته دي. د دغو لارښوونو پر بنسټ د «نوی ژوند» اثر تر ډېره بریده د سړي احساس را ژوندی کوي، سړي ته داسې احساس ورکوي لکه پیاوړی شاعر چې شعر لولي او د شعر په هر بیت کې درد پروت وي».
د نوموړي په دغه اثر کې تر ډېره تغزلي مفکوره نغښتې ده. کله کله یې هم د مرګ، تقدیر یا تصادف، مینې، ناخوښۍ، زړه ماتېدنې او داسې نورو ټولنیزو مسایلو په اړه هم په ازاده توګه خپل نظر بیان کړی دی.
۴- تور کتاب
د اورهان پاموک دغه اثر د (Kara Kitap) تر عنوان لاندې د (Can Yayinlari) خپرندویې ټولنې له لوري په ۱۹۹۰ کال کې خپور شو. له هغه وروسته د دویم ځل لپاره د چشمه خپرندویې ټولنې له لوري په ۱۹۹۱کال کې چاپ شو او دغه ناول د درېیم ځل لپاره تېر کال د همدې خپرندویې ټولنې له لوري چاپ شو.
د اورهان په دغه اثر کې د خاوند او مېرمنې (رویا) کیسه ده. یوه ورځ رویا ورکېږي او خاوند یې (غالب) ددې د لټون هڅې کوي. غالب له سختو ستونزو سره مخ کېږي، د غالب مېرمن رویا له یوه بل کس (جلال) سره یوه پټ ځای ته ځي. غالب پوهېږي چې دا کړنه د جلال ده او ده ته د وژنې اخطار ورکوي. د ناول په ویلو سره غالب چې د رویا خاوند دی، له سختو مشکلاتو سره مخ کېږي. اورهان د خپل دغه اثر په اړه وایي:
«هغه ناول چې ما پکې خپل غږ واورېد، (تور کتاب) دی چې په ۱۹۸۵کال کې مې د دغه اثر په لیکلو پیل وکړ. په ۳۳ کلنۍ کې کله چې زه په نیویارک کې اوسېدم، له خپل ځانه به مې دا پوښتنې کولې: څوک یم؟ پخوا څوک وم؟ هویت مې څه دی…؟ د کولمبیا کتابتون ته څېرمه مې اتاق درلود، تل مې هلته لیکل او لوستل کول. کله به مې چې زړه په تنګ شو، د ایران، عربو او عثمانیانو د فرهنګونو په اړه مې فکر کاوه، خو هېڅ نه پوهېدم چې څه وایم او څه کوم. دا کتاب مې په همدغه چورتونو او غمونو کې ولیکه او اوس دې ته حیران یم چې ما دا کتاب په هغه حالت کې څنګه ولیکه».
۵- زما سور نوم
د اورهان پاموک دغه اثر د (Benim Adim Kirmizi) تر عنوان لاندې د (Ileti Siim) خپرندویې ټولنې له لوري په ۱۹۹۸کال کې چاپ شو. د نوموړي دا اثر د دویم ځل لپاره د چشمه خپرندویې ټولنې له لوري په ۱۳۸۹هـ ش کې چاپ شو.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.