ابوبکر زین العابدین عبدالکلام

31 زمری 1396 شفیق امیرزی

ابوبکر زین العابدین عبدالکلام، په عبدالکلام مشهور او د ۱۹۳۱زېږديز کال د اکتوبر په ۱۵مه زيږېدلی دی. دی د هندوستان یوولسم، خو درېیم مسلمان ولسمشر دی چې له ۲۰۰۲زېږديز کال څخه تر ۲۰۰۷زېږديز کال پورې يې د ولسمشر په توګه دنده ترسره کړې ده.
عبدالکلام د هند له نوموتو انجینرانو څخه و. هندیانو به د (توغندیو پلار) باله، ځکه چې د هندوستان په اټومي پروګرام کې يې دپام وړ رول درلود.
ارواښاد عبدالکلام په هندوستان کې په ولسي کچه ډیر پلویان او مینه وال درلودل او د خلکو د ولسمشر په نوم مشهور شوی و. عبدالکلام واده نه و کړی، سیاسي تیوري یې نه درلوده، مسلمان و، خو دنورو ادیانو پوره درناوی یې کاوه.
عبدالکلام په هند کې د درناوي او امتیاز تر ټولو لوړ نښانونه تر لاسه کړي او پر دې سربېره نږدې ۴۰ پوهنتونونو ورته افتخاري دوکتوراوې ورکړې دي.
دلته مو د دغه هندي نابغه د ژوند په مختلفو اړخونو خبروو:
ژوند او زده کړه :
ابوبکر عبدالکلام د ۱۹۳۱زېږديز کال د اکتوبر په ۱۵مه د تامیل نادو ایالت په رامیسوا رام سيمه کې زیږېدلی دی، کورنۍ یې بېوزله وه، پلار یې زین العابدین کوچنۍ کښتۍ درلوده چې په وسيله يې يوه ګوله ډوډۍ موندله. مور به يې معمولاً د کور کارونه کول.
عبدالکلام له هماغه کوچنیوالي له خپل پلار سره د کور د لګښتونو په پوره کولو کې د مرستې لپاره کار پيل کړ. له ښوونځي، چې فارغ شو د ورځپاڼو پلورل یې پیل کړل، دښوونځي پر مهال یې ښوونکو او ټولګیوالو ویل، چې عبدالکلام په جدي توګه او پوره مینه زده کړې کوي، ډېر پوه دی، په ځانګړې توګه په ریاضي کې بې ساري وړتيا لري.
عبدالکلام له ښوونځي تر فارغېدو وروسته په تامیل نادو ایالت کې د (یوسف) پوهنځي ته لاړ او په ۱۹۵۴زېږديز کال کې يې د فزیک له څانګې د فراغت وياړ تر لاسه کړ. ده زده کړو ته دوام ورکړ او په ۱۹۵۵زېږديز کال کې يې د هوانوردۍ اړوند برخه کې د مسلکي انجنير شهادتنامه واخيسته.
د څېړنیز کار پر مهال د پوهنځي رئیس د عبدالکلام له کاره ناخوښ و، ځکه نوموړي هغه ډول پرمختګ نه کاوه، چې اړتیا یې وه. د پوهنځي رئیس ورته ګوتڅنډنه کړې وه، چې که په درېیو ورځو کې ورسپارل شوی کار بشپړ نه کړي، تحصیلي بورس به يې لغوه کړي.
هماغه وو، چې عبدالکلام شپه او ورځ پر ځان یوه کړه او خپل کار یې په درېیو ورځو کې خلاص کړ. د پوهنځي رئيس يې په دې کار سره هيښ شو او ويې ويل، فکر يې نه کاوه چې عبدالکلام دې له دغه شرطه بريالی را ووځي، خو هغه بريالی شو.
عبدالکلام د خپل ارمان په اړه، چې پوره نه شو، وايي: دا مې ستر ارمان و، چې جنګي پیلوټ شم، خو د ټول هند په کچه نهم نومره شوم او په هوايي ځواکونو کې يوازې اتو کسانو ته اړتیا وه او همدا اته کسان هوايي پوهنځي ته لاړل.
عبدالکلام په ۱۹۶۰زېږديز کال کې د مدراس له تخنیکي انسټیټوټ څخه فارغ شو، وروسته د دفاعي پرمختګ او څېړنیزې ټولنې اړوند د هوايي پرمختیا له موسسې سره یو ځای شو او د هندي پوځ لپاره یې د کوچنيو چورلکو د ډيزاین چارې پیل کړې، خو له خپلې دې دندې خوښ نه و. نوموړی د فضايي څېړنو د ملي انسټیټوټ غړی و، په ۱۹۶۹زېږديز کال کې د ایسرو په نوم د هندوستان د فضايي څېړنو مرکز ته لاړ او د هند د لومړنۍ سپوږمکۍ د جوړولو پروژې امر وټاکل شو. عبدالکلام وکولای شول، چې په ۱۹۸۰زېږديز کال کې د هند لپاره سپوږمکۍ جوړه کړي او فضا ته يې ولېږي. نوموړي خپلې ډیرې هیلې همدلته په حقیقت بدلې کړې .
عبدالکلام د ۱۹۶۳-۱۹۶۴زېږديزو کلونو تر منځ امریکا ته لاړ او د لانګلي څېړنیز مرکزونه یې له نږدې ولیدل. ده د هندوستان له اټومپوه راجا امانا سره یو ځای د ۱۹۷۴زېږديز کال په مې مياشت کې د (خوشاله بودا) په نوم لومړنۍ اټومي ازموینه وکړه. هغه مهال عبدالکلام د بالیسټیکي څېړنو د مرکز استازی و.
د شلمې پېړۍ په اویایمو کلونو کې عبدالکلام د(زړورتیا پروژې) په ګډون دوې پروژې پیل کړې، چې موخه يې په پرمختللې ټکنالوژۍ د بالیسټیکي توغنديو سمبالول وه.
هغه مهال د هندوستان د وزیرانو شورا د دې پروژو له پیل سره مخالفت وکړ، خو د هند ولسمشر اندیرا ګاندي دا فضايي پروژې ومنلې او لګښتونه يې ورته له پټو شتمنیو ورکړل. نوموړي وزیرانو شورا وهڅوله، چې د پټو فضايي پروژو خبر او شتون پټ وساتي.
عبدالکلام د کانونو د کارپوه او د دفاع وزیر له سلاکار (اروناشلیم) سره نږدې کار وکړ او دفاع وزیر وینکاتارامان یې اړ ایست، چې د (بالیسټیکي توغندیو) پلان نور هم بډایه کړي. دفاع وزیر به له وزیرانو شورا سره ارتباطي کس و، یادې پروژې هغه مهال ۳،۸۸ ملیارده هندي کلدارو ته اړتیا درلوده. وروسته بیا عبدالکلام د همدې پروژې اجرایوي رئیس شو.
عبدالکلام د يادې پروژې په چوکاټ کې یو شمېر بالیسټیکي توغندیو ته پرمختللې بڼه ورکړه دا د منځني واټن ويشتونکي بالیسټیکي توغندي دي، چې اټومي کوپړۍهم لېږدولی شي.
عبدالکلام له ۱۹۹۲زېږديز کال څخه تر ۱۹۹۹زېږديز کال پورې د هند د لومړي وزیر علمي سلاکار او د دفاعي څېړنو د مرکز سکرتر و. د اتومي ازموینو او چاودنو پر مهال، چې د(بحران ۲) په نوم مشهورې دي، نوموړي له هندي اټومپوه او فزیکپوه شیدا مبرام سره يو ځای هند د اټوم څښتن کړ. له همدې فعالیتونو او ازمویښتونو وروسته عبدالکلام د ټولو هنديانو د ژبو پر سر و.
عبدالکلام په ۱۹۹۸زېږديز کال کې په هند کې د زړه له مشهور ډاکتر سوما راچو سره ودرېد او د زړه د رګونو د درملنې اړوند طبي توکو په تولید کې یې ورسره بی ساري مرسته وکړه. په ۲۰۱۲ زېږديز کال کې یې یو ځل بیا له ډاکتر راجو سره کار وکړ او د هند په کلیوالو سیمو کې د روغتیا پالنې د څار لپاره يې کمپیوټر جوړ کړ، چې د دوی په نوم مشهور دی .
عبدالکلام په ۲۰۰۲ زېږديز کال کې د هندوستان یوولسم ولسمشر شو. نوموړی درېیم مسلمان دی، چې په هند کې دې څوکۍ ته رسېږي. عبدالکلام په ټاکنو کې ۹۲۲،۸۸۴ رایې تر لاسه کړې وې او د پنځو کلونو لپاره ولسمشر وټاکل شو.
عبدالکلام درېیم ملکي هندی دی، چې د (بهارات راتنا) په نوم تر ټولو لوړه جایزه تر لاسه کوي، دا جایزه تر اوسه پر ده سربېره يوازې ساروبالي کرشنان په ۱۹۵۴زېږديز کال کې او ډاکتر ذاکر حسین په ۱۹۶۳ زېږديز کال کې ترلاسه کړې ده .
په ۲۰۰۷ زېږديز کال کې عبدالکلام پرېکړه وکړه، چې د دویم ځل لپاره ځان د هند ولسمشرۍ ته کاندید کړي. له ټاکنو دوه ورځې وړاندې له خپلې دې پرېکړې په شا شو او له سیاست يې سره د تل لپاره مخه ښه وکړه.
امریکا او د هند پخوانی ولسمشر عبدالکلام
عبدالکلام د ۲۰۱۱ زېږديز کال د سپټمبر په ۲۹ په نیویارک کې د جان اف کېنېډي په نړیوال هوايی ډګر کې پرواز ته منتظر و، چې د هوايی ډګر د ساتونکو له خوا وپلټل شو، په همدې ورځ عبدالکلام د هند هوايي شرکت الوتکې ته منتظر و، چې امریکايي چارواکو یې د واسکټ او بوټانو د پلټلو غوښتنه وکړه، د الوتکې عملې د امریکایانو د دې چلند له کبله توند غبرګون وښود او زیاته یې کړه، چې نوموړی د هند پخوانی ولسمشر دی، باید دا ډول سپک چلند ورسره ونه شي.
هند یوه میاشت وروسته د انتقامي چلند ګواښ وکړ او و یې ویل، موږ به له امریکایي چارواکو سره ورته چلند کوو. د هند د بهرنیو چارو وزیر امریکايي حکومت ته احتجاج وکړ، واشنګټن اړ شو، چې له عبدالکلام رسمي بښنه وغواړي.
دهندوستان راتلونکې
عبدالکلام په خپل مشهور کتاب (هند۲۰۲۰) کې لیکلي، چې د هندوستان اټومي پروګرام به په راتلونکې کې هند زبرځواک کړي، یاد کتاب په لومړي ځل سویلي کوریا خپلې ژبې ته ژباړلی دی.
له ولسمشرۍ وروسته عبدالکلام له ۱۰۰ زره محصلینو سره د پوهې او علمي تجربو د راکړې ورکړې پروژه پیل کړه او د هندوستان په یو شمېر پوهنتونونو کې يې د استاد په توګه خپلې دندې ته دوام ورکړ .
عبدالکلام پر خپل ژوندلیک سربېره یو شمېر کتابونه لیکلي، چې مشهور یې په دې توګه دي:
• د اور وزرونه، د عبدالکلام بیوګرافي
• دهندوستان دنده
• هغه اروا، چې نه ماتېږي
عبدالکلام له ۴۰ پوهنتونونو افتخاري دوکتوراوې تر لاسه کړې دي، ملګرو ملتونو د نوموړي د ۷۹ کلیزې په مناسبت دا ورځ د نړیوال محصل په نوم یاده کړې ده. عبدالکلام په ۲۰۰۵ زېږديز کال کې له سویس لیدنه درلوده، دسویس حکومت د هر کال ۲۹مه نېټه د علم ورځ ونوموله، ځکه عبدالکلام په همدې ورځ دغه هېواد ته ورغلی و.
د هندوستان پخوانی ولسمشر ابوبکر زین العابدین عبدالکلام د هندوستان په ختیځ کې د زړه د حملې له کبله ومړ. ۸۳ کلن عبدالکلام د اداري علومو په انسټیتوټ کې د درس ورکولو پر مهال راپرېووت، سمدلاسه د سیمې نږدې روغتون ته ولېږدول شو، خو ډاکترانو و نه شو کولای، چې د نوموړي ژوند وژغوري. دهند لومړي وزیر مودي د نوموړي پر مړینه اوه ورځ ملي ماتم اعلان کړ.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(2 رایې)

618 نظرونه

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.