څېره

امانوېل مکرون

03 سلواغه 1396
امانوېل مکرون د داسې هېواد ولسمشر دی، چې په بېړه بدلون غواړي. فرانسویان د مکرون بري ته ډېر خوښ وو، د هغوی په اند دا یو نوی ځانګړی شخص دی، مخکې یې ځان نه و نوماند کړی او په لومړي ځل یې ټاکنې وګتلې. د هغه له بریا وروسته فرانسویانو له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې په مکرون…
كرد یا کردان د اسیا په لویدیز کې له مشهورو ملتونو څخه یو دی. په کومه سیمه کې چې کردان مېشت دي دوی یې ستر کردستان بولي. دا سیمه په عراق کې له شمال ختیځ، په ایران کې له شمال لویدیز، په سوریه کې له شمال ختیز او په ترکیه کې له سوېل ختیز څخه عبارت ده. پر دې سربېره…

نرېندرا مودي

19 مرغومی 1396
له دېرشو کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره د هند په پارلماني ټاکنو کې یو ګوند په غوڅ اکثریت ټاکنې وګټلې او په یوازې ځان يې حکومت جوړولو ته ملا وتړله. دا د واکمن ګوند لپاره ستره ماتې بلل شوې وه. د ټاکنو د پایلو له اعلان وروسته بریالي ګوند د خپلې بریا جشن ونمانځه او مشر یې نرېندرا مودي…
تورن جنرال ډاکتر موسی وردګ د عجب خان زوی دی چې په ۱۹۴۹ زېږدیز کال کې يې وردګو ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې نړۍ ته سترګې پرانیستې دي. هغه په یوه دینداره او علم پروره کورنۍ کې نړۍ ته سترګې وغړولې او د کورنۍ غړي یې تر ډېره د علم او فن خاوندان و. ډاکټر موسی وردګ هم له همدې…

صديق الله رښتين

05 مرغومی 1396
ارواښاد پوهاند صدیق الله رښتین د مولوي تاج محمدخان مشهور زوی دی چې په ۱۲۹۸ هجري لمريز کال د مومندو په غازي آباد کې زیږېدلی دی. هغه اووه کلن و چې پلار یې په خوست کې په حق ورسېد او هلته خاورو ته وسپارل شو.ارواښاد پوهاند رښتین د خپلې عالمې کورنۍ په غېږ کې په زده کړو او تعليم لاس…
اميرحمزه شينوارى د ١٩٠٧ زېږديز کال د ډسمبر په مياشت کې د لنډي کوتل په کلي کې نړۍ ته سترګې غړولې دي. پلار يې ملک بازمير نومېده او حمزه يې څلورم اولاد و. د ده پلار دوه ښځې درلودې، له دويمې ښځې څخه يې دوې نجونې او درې هلکان درلودل، مشر ورور يې بلخي خان نومېده.حمزه دوه نيم کلن و…

محمد ظاهرشاه

21 ليندی 1396
محمد ظاهرشاه د ۱۹۱۴ زېږديز کال د اکټوبر په ۱۵ مه په کابل کې زیږېدلی دی. په ۱۹۲۰ کال کې په حبیبيه لیسه کې شامل شو. کله چې يې پلار ارواښاد نادرخان په فرانسه کې سفیر وټاکل شو، ظاهرشاه فرانسې ته سفر وکړ او هلته یې خپلې زده کړې د جانسن دي سایي په انسټیټيوټ کې بشپړې کړې. کله چې…
اسلام کریموف د ۱۹۳۸ زېږديز کال د جنورۍ په ۳۰ مه په سمرقند کې زیږېدلی دی. نوموړی د ازبکستان له ازادۍ بيا د خپل مرګ تر ورځې د دغه هېواد ولسمشر و. ازبکستان په ۱۹۹۱ زېږديز کال کې له پخواني شوروي اتحاد خپله ازادي تر لاسه کړې ده. کریموف له ۱۹۸۹ زېږديز کال څخه تر ۱۹۹۱ زېږديز کال پورې په…

غني خان

07 ليندی 1396
خان عبدالغني خان په کال ۱۹۱۴ کې د پښتنو د ستر مشر خان عبدالغفار خان په کور کې زيږېدلی دی. په ډېر وړوکوالي کې د مور له مینې محروم شو او په ډېر ماشومتوب کې یې د خپل پلار د اوږدو مبارزو لاره اخیستې ده. عبدالغني خان د پښتو ژبې شاعر، پوه اديب، سياستوال، د سولې او روغې جوړې پلوی،…

جک دورسي

30 لړم 1396
جک دورسي د ۱۹۷۶ کال په نومبر مياشت کې د امریکا د مېزوري ایالت په سنت لویېس کې سترګې نړۍ ته غړولې دي. په ځوانۍ کې پر کمپیوټر مین و. په هغه وخت کې یې یو ای بي ایم کمپیوټر درلود او ساعتونه به ورسره بوخت و. ده به ډېره هیله لرله، چې په کمپیوټر کې د نیویارک ښار نقشه…
له دښمن سره پرله پسې جګړه مه کوئ، ځکه چې بیا به ستاسو په ټولو جنګي رازونو پوه شي .په تاریخ کې داسې پاچاهان لږ تېر شوي، چې د پرځولو وړ نه وو. سختي او غمونه د انسان عقل او پوهه بډایوي د هېواد د ودانۍ او پرمختګ لپاره د نورو پرېمانه شیانو تر څنګ تر ټولو زیات د سپېڅلو…