څېره

د افغانستان د فرهنګ او تاریخ مشهوره امریکایۍ پوهه نانسي هېټچ ډوپري د خپل عمر ۵ لسیزې په افغانستان کې تېرې کړې. هغې د افغانستان د فرهنګ، ادب او تاریخ لپاره ارزښتمن کارونه تر سره کړي دي. ډوپري امریکایۍ وه خو پر افغانستان مینه وه او د دې خاورې له فرهنګ او ادب سره یې مینه لرله. ډوپري د هندوستان…
د شلمې پېړۍ د ارواپوهنې ستر عالم ډاکټر زېګموند فروید له نن یو سلو يو شپېته کاله وړاندې د المان په لایپزیک کې زيږېدلی دی او د ۱۹۳۹ زېږديز کال د سپټمبر په ۲۳ مه په لندن کې مړ شوی دی. هغه د شلمې پېړۍ په لسو غوره پوهانو کې راځي. د فروید افکار او نظریات د معاصرې ارواپوهنې لپاره…
ابوبکر زین العابدین عبدالکلام، په عبدالکلام مشهور او د ۱۹۳۱زېږديز کال د اکتوبر په ۱۵مه زيږېدلی دی. دی د هندوستان یوولسم، خو درېیم مسلمان ولسمشر دی چې له ۲۰۰۲زېږديز کال څخه تر ۲۰۰۷زېږديز کال پورې يې د ولسمشر په توګه دنده ترسره کړې ده.عبدالکلام د هند له نوموتو انجینرانو څخه و. هندیانو به د (توغندیو پلار) باله، ځکه چې د…
اعلیحضرت غازي امان الله خان د امیر حبیب الله خان زوی، د امیر عبد الرحمن خان لمسی، د امیر محمد افضل خان کړوسی او د امیر دوست محمد خان کودی و. امان الله خان په ۱۲۷۰ قمري کال د پغمان په زرګر دره کې له حاجي اسد خان کره وزیږېد. په ۱۳۲۱قمري کال کې، چې د وخت حکومت د دولتي…

فيډل كاسټرو

17 زمری 1396
فیډل کاسټرو د کیوبا مشهوره څېره او د یاد هېواد د انقلاب مشر دی. هغه څوک چې د ځان په څېر لسګونه اتلان یې وروزل. د نړۍ مشهوره څېره ارنېستو چېګوارا هم د ده د ملګرتیا له برکته دومره اغېزناکه څېره شوه. دا سمه ده، چې کاسټرو د تاريخ پر وړاندې ودرېد، خو د زمانې پر وړاندې يې په خپل…
ګابرېل خوزه ګارسیا مارکز د ۱۹۲۷ زيږديز کال د مارچ په ۶ مه د کلمبیا د سانتامارا په ارکاتاکا کلي کې زيږېدلی دی. هغه په کلمبیا کې سیاسي فعال، ورځپاڼه لیکونکی او د نړۍ په کچه پېژندل شوی ناول لیکونکی و. مارکز د لاتینې امریکا د ولسونو تر منځ د ګابو او ګابیتو په نامه مشهور و. وروسته له دې…
استاد عبدالرووف بېنوا د مفتي عبدالله، چې په کندهار کې په مفتي عبده مشهور و، زوی او د مولوي عبدالحق اخندزاده لمسی دی. استاد عبدالرووف بېنوا له اره د کندهار د معروف ولسوالۍ له عليزو څخه دی، چې بيا د دوی لوی نيکه ملا گلاب اخند د هلمند ولايت موسی کلا ولسوالۍ ته تللی او هلته د موسی کلا په…

صدام حسین

07 زمری 1396
 صدام حسين په ۱۳۱۶ لمریز (۱۹۳۷م) کال کې د عراق د تكريت په نوم ښارگوټي د العوجه كلي په يوه غريبه كورنۍ كې زېږدلی دی. صدام حسين لس كلن و چې له تكريته بغداد ته ولاړ او د خپل تره احمد حسن البکر كره مېشت شو. ده به په خپله ويل چې ډېر څه یې له خپل تره زده كړي…

پوتین

07 زمری 1396
پرون (۲۰۱۸/۳/۱۸) نېټې لومړنیو پایلو وښوده، چې پوتین به بیا هم د پنځو کلونو لپاره د روسیې ولسمشر وي. پوتین وکړی شول یو ځل بیا د ۷۵ سلنه روسانو رایې تر لاسه کړي. ویلادیمیر پوتین د روسیې تر ټولو پیاوړی او د ښو پلانونو لرونکی ولسمشر ګڼل کېږي. د هغه د ژوند په اړه نور معلومات دلته لوستلی شئ.ولادیمیر پوتین…

محمد علي کلې

07 زمری 1396
هره ورځ داسې ژوند وکړه لکه د ژوند وروستۍ ورځ دې چې وې، ځکه آخر به یوه ورځ له دې نړۍ ځې، خو هیلې دې د تل پاتې ژوند لپاره وغوړوه نه د یوې ورځې د ژوند لپاره. که ذهن یو څه تصور کړي او زړه مې باور ورباندې وکړي ډاډه یم چې هغه څه ته رسېدلی شم. د ۱۹۴۷…
نن هغه ځکه مشهور دی چې د مرییتوب تاریخ ته یې د پای ټکی کېښود او د امریکا متحده ایالات یې د کورنۍ جګړې پر مهال وژغورل او په امریکا کې یې کورنۍ جګړې ته د پای ټکی کېښود. هغه د ازادۍ، برابرۍ، ډیموکراسۍ او د لوړ انساني فکر جوړونکی و. هغه همدارنګه جنرالان وټاکل او ستراتيژۍ یې ومنلې، ملکي…