پورډو پوهنتون

پورډو پوهنتون عامه څېړنيز پوهنتون دی چې د متحدو ایالتونو په انډيانا ايالت کې موقعيت لري. دغه پوهنتون په ۱۸۶۹ زېږديز کال کې رامنځته شوی چې دا مهال د ۲۰۰ په شا و خوا کې د لېسانس په کچه او د ۷۰ په شا و خوا کې د ماسټرۍ او ډاکټرۍ په کچو د زده کړو کورسونه دايروي.
ويل کيږي، په ۱۸۶۵ زېږديز کال کې د انډيانا ايالت په عمومي شورا کې يوه لايحه تصويب شوه چې پر بنسټ يې بايد يو داسې تحصيلي مرکز رامنځته شوی وای چې د کرنې او انجنيرۍ په برخو کې يې محصلين روزلي وای. پلان داسې جوړ شوی و، چې د انډيانا ايالت د هرې سيمې اوسيدونکي چې د ياد تحصيلي مرکز په جوړولو کې ډېره مرسته وکړي، پوهنتون به په همغه سيمه کې جوړيږي.
د دغه تحصيلي مرکز په رامنځته کولو کې د مرستې په پار ګڼ شمېر غوښتنليکونه وړاندې شول. په دغو غوښتنليکونو او وړانديزونو کې تر ټولو لوی وړانديز د ټيپيکانو ولسوالۍ د يوه اوسيدونکي جان پورډو له خوا وشو. هغه خپله ۱۵۰ زره ډالره شتمني، چې د اوس وخت شاوخوا ۲،۷ ميليونه ډالره کيږي او ۴۰۰ متره مربع شخصي ځمکه ياد تحصيلي مرکز ته وقف کړه، خو شرط يې کېښود چې جوړېدونکی مرکز به د نوموړي په نامه نومول کيږي.
د انډيانا ايالت عمومي شورا د ۱۸۶۹ زېږديز کال د مې مياشتې په شپږمه نېټه په ټيپيکانو ولسوالۍ کې د لوړو زده کړو لومړنی مرکز پرانيست او له ژمنې سره سم يې پرې د پورډو پوهنتون نوم کېښود. که څه هم د پوهنتون د بنسټ ډبره په ۱۸۶۸ زېږديز کال کې کېښودل شوه، خو په پوهنتون کې تر پنځو کلونو پورې د زده کړو عملي چارې پيل نه شوې.
د ۱۸۷۴ زېږديز کال د سپټمبر مياشتې ۱۱ مه نېټه وه چې په پورډو پوهنتون کې د زده کړو لومړني ټولګي پرانيستل شول. دغه پوهنتون په پيل کې يوازې ۳۹ تنه محصلين درلودل چې د شپږو استادانو له خوا زده کړې ورکول کېدې.
په ۱۸۷۴ زېږديز کال کې د پوهنتون د لومړنيو پنځو ودانيو رغنيزې چارې بشپړې شوې. په ۱۸۷۵ زېږديز کال يې د کيميا په برخه کې د لېسانس په کچه د زده کړو لومړني محصل ته داخله ورکړه او د همدې کال په مني کې يې لومړنۍ ښځينه محصله هم ومنله.
په ۱۸۷۶ زېږديز کال کې اېمېرسن وايټ د پوهنتون د رئيس په توګه وټاکل شو او تر ۱۸۸۳ زېږديز کال پورې يې د پورډو پوهنتون مديريتي چارې سمبال کړې. اېمېرسن وايټ د امريکا په پوهنتونونو کې له دوديزو زده کړو سره مخالفت وکړ او په دې باور و، چې پورډو پوهنتون بايد پر صنعتي زده کړو تمرکز وکړي او له مذهبي محدوديتونو او قيدونو ور اخوا يو داسې تحصيلي سيستم پلی کړي چې اصلي پاملرنه پکې ساينسي علومو، ټکنالوژۍ او کرنې ته وشي. ده به ويل د لوړو زده کړو په دغه پروګرام کې به ټوله پاملرنه دې ته نه کيږي چې څنګه ښه او مسلکي کارکوونکي و روزل شي، بلکې دا موضوع به هم په پام کې نيول کيږي چې ټولنې او کورنيو ته څنګه ښه غړي وړاندې شي.
د اېمېرسن وايټ دا طرحه د انډيانا د ايالتي محکمې خوښه نه شوه، پر وړاندې يې غبرګون وښود او وايټ هم چې کله وليدل عامه افکار ټول د ده پر ضد دي، نو غوره يې وګڼله چې له خپل دريځه پر شا شي او له دندې استعفا وکړي.
د نولسمې پېړۍ په وروستيو کلونو کې پورډو پوهنتون خپل فعاليتونه د دريو تحصيلي څانګو (کرنې، انجنيرۍ، او فارمسۍ) په چوکاټ کې تنظيم کړل چې انجنيري يې بيا په خپل وار سره په دريو ډيپارټمنټونو، ميخانيک، سېول او برېښنا وېشل شوې وه. دا هغه وخت و چې د امريکا د متحدو ايالتونو پخوانی ولسمشر بېنجامين هريسن د پوهنتون د رهبري پلاوي غړی و.
کله چې دويمه نړيواله جګړه پای ته ورسېده او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د جګړې د ورانۍ او بربادۍ د رغونې چارې پیل شوې، نو د پورډو پوهنتون مسئولانو هم د پوهنتون د تحصيلي څانګو پراخولو ته مټې ونغاړلې. پوره لس کاله يې د پوهنتون پر پراختيايي پلان کار وکړ او په دې ترڅ کې يې د ساينسي څېړنو لپاره د پام وړ څېړنځايونه ورغول.
د پورډو پوهنتون اصلي مرکز د لويديځ لافايټ په نوم د يوه کوچني ښار په څنډه کې د واباش رېور بانک تر څنګ ودان دی.
دغه مرکز داسې ډيزاين شوی چې په ختيځه څنډه کې يې تدريسي ودانۍ او څېړنځايونه، په لويديځه څنډه کې يې استوګنيزې ودانۍ او په شمالي څنډه کې يې بيا ورزشي لوبغالي او مرکزونه رغول شوي دي.
پورډو پوهنتون د سيټي بس په نوم د ښاري بسونو له يوې کمپنۍ سره هم د همکاريو تړون لري چې پر اساس يې د پوهنتون محصلين، استادان او کارکوونکي کولای شي په وړيا توګه د سيټي بس کمپنۍ په بسونو کې سفر وکړي.
د پورډو پوهنتون بل مرکز جنوبي کمپس نوميږي. په دې مرکز کې د پورډو پوهنتون د کرنې، ښکلو هنرونو، حياتي علومو او وترنرۍ څانګې فعاليت کوي. پر يادو پوهنځيو سربېره، د پورډو پوهنتون دې څانګې د کرانيرټ د مديريت ښوونځي، د هارټيکلچر باغ او د پورډو څېړنيز پارک ته هم غېږه پرانيستې ده.
لکه څرنګه چې وړاندې هم يادونه وشوه، د پورډو پوهنتون د اصلي يا مرکزي څانګې شمالي څنډې د ورزشي لوبغالو او کلپونو لپاره ځانګړې شوې دي. دا ځمکه په ۱۹۲۰ زېږديز کال کې د سيمې د يوه صنعتګر ډېوېډ روز او د هغه د ملګري مشهور طنز ليکوال جورج اېډي له خوا وپېرول شوه او وروسته يې پوهنتون ته وقف کړه. دا ځمکه تر څو کلونو پورې شاړه پرته وه، خو وروسته د پوهنتون مسئولانو پرېکړه وکړه چې خپلو محصلينو ته پکې د ورزشي فعاليتونو زمينه برابره کړي.
پورډو پوهنتون دمګړۍ د لېسانس او تکميلي زده کړو کابو ۲۱۰ کورسونه لري چې ټول د ۱۰ پوهنځيو په چوکاټ کې تنظيم شوي دي. د کرنې پوهنځی د پورډو پوهنتون تر ټولو لرغونی پوهنځی دی چې په ۱۸۶۹ زېږديز کال کې رامنځته شوی دی.
پورډو پوهنتون د امريکا د متحدو ايالتونو د هوايي ترانسپورټ په تاريخ کې لومړنی پوهنتون دی چې ځانګړی هوايي ډګر لري او دغه راز يې د هوايي ترانسپورټ په برخه کې محصلينو ته د لېسانس په کچه د زده کړو زمينه برابره کړې ده.
د پورډو پوهنتون د هوايي ترانسپورټ او هوايي چلند پروګرام، چې د انجنيرۍ د پوهنځي له خوا وړاندې کيږي، د نړۍ په کچه تر ټولو مشهور پروګرام دی. په دغه پروګرام کې هر کال يوازې د ګوتو په شمېر خلک د ګډون چانس ترلاسه کوي.
د پورډو پوهنتون رئيس د پوهنتون د مديره پلاوي له منځه غوره کيږي او د پوهنتون د اداري چارو عمومي مسئوليت ته اوږه ورکوي. د پوهنتون د رئيس وظيفه دا ده چې د محصلينو د جذب او ارزونې پروسې او د محصلينو د فعاليتونو څارنه وکړي. درسي بهیر وڅاري، د علمي کادر غړي غوره کړي، کارکوونکي په دندو وګوماري، د پوهنتون لپاره پلانونه او کلنۍ بودجه جوړ کړي.
د دغه پوهنتون اوسنی رئيس مېچل مېچ ډانيلز نوميږي او د ۱۹۴۹ زېږديز کال د اپرېل په اوومه نېټه زيږېدلی دی. دی تر دې وړاندې له ۲۰۰۵ زېږديز کال څخه تر ۲۰۱۳ زېږديز کال پورې د انډيانا والي پاتې شوی دی. مېچ ډانيلز د جمهوري غوښتونکي ګوند غړی دی او له ۲۰۱۳ زېږديز کال راهيسې د پورډو پوهنتون د مشرۍ چارې سمبالوي.
پورډو پوهنتون په ۲۰۰۶ او ۲۰۰۷ کلونو کې په څېړنيزو پروګرامونو ۴۷۲،۷ ميليونه ډالره ولګول. پوهنتون دا اندازه پيسې له ايالتي او مرکزي حکومتونو، صنعتي کارخونو، بنسټونو، او انفرادي مرسته کوونکو څخه را ټولې کړې وې. پورډو پوهنتون ۴۰۰ فعال لابراتوارونه لري چې له امله يې پوهنتون د نړۍ د مخکښو څېړنيزو پوهنتونونو په کتار کې ولاړ دی. د کارنيګي د لوړو زده کړو د درجه بندۍ پر اساس، پورډو پوهنتون د هغو پوهنتونونو په ډله کې راغلی چې په لوړه کچه څېړنيز فعاليتونه لري.
د پورډو پوهنتون کتابتوني سیسټم پنځلس څانګې لري چې هره څانګه يې يوه پوهنځي ته ځانګړې شوې ده. په يادو ۱۵ څانګو کې ټولټال درې ميليونه کتابونه خوندي شوي چې له دې ډلې يو ميليون يې برېښنايي او پاتې دوه ميليونه نور يې د کتابونو چاپي نسخې دي. دغه پوهنتون هر کال په منځنۍ کچه ۲۵ کتابونه او ۲۰ ژورنالونه چاپوي چې ورسره سم د پوهنتون د کتابتون ارزښت هم کال تر بله مخ پر لوړېدو روان دی.
پورډو پوهنتون ټولټال ۴۰۴۱۵ محصلين لري چې له دې ډلې ۳۰۰۴۳ تنه يې د لېسانس او پاتې ۱۰۴۰۸ نور يې بيا پر تکميلي زده کړو بوخت دي. د نارينه او ښځينه محصلينو تر منځ نسبت پکې د نارينه محصلينو په ګټه ۴۲ پر ۵۸ دی. په دې مانا چې د هرو سلو محصلينو له ډلې ۵۸ يې نارينه او پاتې ۴۲ يې ښځينه محصلينې دي. د محصلينو ۲۲ سلنه برخه یې بهرنيان دي چې د نړۍ له ۱۲۶ هېوادونو څخه دغه پوهنتون ته د زده کړو لپاره ورغلي دي. په پورډو پوهنتون کې د هر کال زده کړو فيس ۲۸۸۰۴ ډالره او د استوګنې کلنی فيس يې ۱۰۰۳۰ ډالره دی. د پوهنتون له هرو دريو محصلينو يو يې د پورډو پوهنتون په ليليو کې ژوند کوي. دغه پوهنتون ۱۵ استوګنيزې ودانۍ لري او کولای شي چې خپلو ټولو محصلينو ته د استوګنې زمينه برابره کړي. پورډو پوهنتون د مطبوعاتو او رسنيو په برخه کې هم خورا فعال دی. دغه پوهنتون د پورډو ايکسپونېنټ په نوم د يوې ورځپاڼې ۱۷۵۰۰ کاپيانې پلوري چې د انډيانا ايالت په کچه د پوهنتوني ورځپاڼو تر ټولو لویه شمېره ده. پر دې سربېره دغه پوهنتون له ۱۸۸۹ زېږديز کال څخه تر ۲۰۰۸ زېږديز کال پورې هر کال د پوهنتون کلنی راپور د يو کتاب په بڼه چاپ ته سپاره چې په وروستيو کلونو کې دا چاره په ټپه درېدلې ده.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.