د مشېګن ايالتي پوهنتون

12 ليندی 1396 عبدالرقیب نوري

مشېګن د امريکا د متحدو ايالتونو عامه څېړنيز پوهنتون دی چې د مشېګن ايالت په ختيځ لنسېنګ ښار کې موقعيت لري او په ۱۸۵۵ زېږديز کال کې يې د مشېګن ايالت د کرنې د دولتي کالج په حيث فعاليت پيل کړی دی.
ويل کيږي چې د مشېګن پوهنتون د رامنځته کولو لپاره د مشېګن ايالت اعلی وزير تر ټولو وړاندې اقدام وکړ او د ۱۸۶۶ زېږديز کال د اګسټ په ۱۲ مه نېټه يې په رسمي توګه د پوهنتون دروازې پرانيستې.
د پوهنتون د فعاليت په لومړيو کلونو کې د سيمې اوسېدونکي په دې سره وران شول چې د مشېګن ايالتي پوهنتون بايد په کومو تحصيلي څانګو کې خدمتونه وړاندې کړي. لکه څرنګه چې وړاندې وويل شول، دغه پوهنتون د مشېګن ايالت د کرنې د کالج په توګه فعاليت پيل کړ، خو د لويديځ لنسېنګ اوسېدونکو غوښتل چې پوهنتون بايد يوې تحصيلي څانګې ته ځانګړی نه وي، بلکې په مختلفو تحصيلي څانګو کې محصلين وروزي. د مشېګن ايالت چارواکو د دغه اختلاف هوارولو ته ملا وتړله او د پوهنتون په چوکاټ کې يې ګڼ شمېر نورې تحصيلي څانګې هم پرانيستې. دغه پوهنتون چې يو وخت يوازې د کرنې په برخه کې د محصلينو د روزلو لپاره رامنځته شوی و، نن ورځ د نړۍ د لويو پوهنتونونو په کتار کې ولاړ دی، چې تر نيم ميليون ډېر ژوندي فارغ التحصيلان لري او ټول د نړۍ په ګوټ ګوټ کې پر مهمو دندو بوخت دي. لکه څرنګه چې مخکې هم يادونه وشوه، د مشېګن ايالت د لنسېنګ ښار اوسېدونکي په پيل کې د پوهنتون د فعاليت د څرنګوالي په اړه سره وران شول، خو د مشېګن ايالت د هغه وخت اعلی وزیر سټيفن ټامسن د دغه اختلاف هوارولو ته ملا وتړله او يوه داسې طرحه يې وړاندې کړه چې په برکت يې نن پوهنتون د نړۍ د لويو، معتبرو او مخکښو پوهنتونونو په کتار کې ولاړ دی.
سټيفن ټامسن ماسون چې د ۱۸۱۱ زېږديز کال د اکټوبر مياشتې په ۲۷ مه نېټه زيږېدلی د مشېګن ايالت لومړنی اعلی وزير پاتې شوی دی. ده په کم عمر کې د سياست په ډګر کې لوبه پيل کړه، چې لا هم د تر ټولو تنکي سياستوال په نوم پېژندل کيږی. نيکه یې د امريکا په سنا جرګه کې د ويرجنيا د سناتور په توګه خدمت کاوه. ويل کيږي سټيفن له همدې امله په کوچنيوالي کې له سياست سره مينه پيدا کړه او وروسته په دومره کم عمر کې د سياست په عملي لوبو کې ښکېل شو، چې تر اوسه هم په متحدو ايالتونو کې د ده په عمر څوک سياست ته نه دي راغلي.
د مشېګن ايالتي پوهنتون په لومړي سر کې يوازې شپږ تنه محصلين درلودل چې د دوو تنو استادانو له خوا زده کړې ورکول کېدې. په لنسېنګ ښار کې يې د لومړي ځل لپاره ۱۱ تنو ته د فراغت سندونه ورکړل، خو ډ‌ېر ژر يې د محصلينو، استادانو او اداري کارکوونکو شمېر ‌ډېر شو.
د مشېګن ايالتي پوهنتون په ۱۸۶۶ زېږديز کال کې ۱۲۰۵ تنه نوي محصلين د زده کړو لپاره ومنل چې ډېره برخه يې د کورنۍ جګړې سرتېري وو. په ۱۸۷۰ زېږديز کال کې يې د لومړي ځل لپاره ښځينه محصلينو ته د زده کړو داخله ورکړه او په دې توګه يې په يوه مخکښ پوهنتون د بدلېدو لړۍ چټکه شوه.
جېمز بوريل انجېل چې له ۱۸۷۱ زېږديز کال څخه تر ۱۹۰۹ زېږديز کال پورې يې د مشېګن د ايالتي پوهنتون د رئيس په توګه دنده تر سره کوله، د پوهنتون د تحصيلي څانګو پراختيا ته ځانګړې پاملرنه وکړه. د ده د رياست پر مهال د پوهنتون په چوکاټ کې د ستوماتولوژۍ، معمارۍ، انجنيرۍ، حکومتولۍ او فارمسۍ څانګو هم فعاليت پيل کړ. پر دې سربېره يې يو بل نوښت هم وکړ او په سميناري بڼه يې د تدريس ميتود پلی کړ.
له ۱۹۰۰ تر ۱۹۲۰ زېږدیز کال پورې مشېګن پوهنتون ته ګڼ شمېر نوې ودانۍ ورغول شوې. له دې ډلې، د کيميا، طبيعت او فارمسۍ د پوهنځيو او د مشېګن د روغتون، کتابتون او اېډېټوريم ودانۍ د يادولو دي.
دغه پوهنتون په ۱۹۲۰ زېږديز کال کې د انجنيرۍ کالج له سره تنظيم کړ او په همدې کال يې د ۱۰۰ په شاوخوا کې فابريکو سره د مشورې تړونونه لاسليک کړل. د دويمې نړيوالې جګړې په ترڅ کې د مشېګن ايالتي پوهنتون د نورو امريکايي پوهنتونونو په څېر په نظامي پروژو کې ګډون ته را ودانګل. تر دويمې نړيوالې جګړې وروسته، په پوهنتون کې د محصلينو شمېر په چټکۍ سره ډېر شو. په ۱۹۵۰ زېږديز کال کې پوهنتون په يو ځل ۲۱ زرو تنو ته د زده کړو داخله ورکړه. د دې شمېر درېيمه برخه يا څه باندې ۷ زره کسان هغه سرتېري وو، چې د جګړې له تودو سنګرونو بېرته خپلو کورونو ته ستانه شوي وو.
د مشېګن ايالتي پوهنتون يو وخت په متحدو ايالتونو کې د لاريونونو، مدني سرګښيو او اعتراضي غونډو پر کور مشهور و.
د ۱۹۶۴ زېږديز کال د مارچ په ۲۴ مه نېټه د امريکا د متحدو ايالتونو د پوهنتونونو په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره د مشېګن پوهنتون د علمي کادر ځېنو غړو او شاوخوا ۳۰۰۰ محصلينو د سوېل ختيځې اسيا په تړاو د امريکا د متحدو ايالتونو پر پاليسيو د نيوکې تر څنګ په لاريونونو لاس پورې کړ. لاريون وروسته په تحصن بدل شو او د ډيموکراټې ټولنې يو شمېر محصلينو په پوهنتون کې غونډې پيل کړې. د دې په غبرګون کې د پوهنتون ادارې د پوهنتون په انګړ کې په غونډو او لاريونونو بنديز ولګاوه. له بلې خوا له بنديزونو سره مخ شويو شاوخوا ۱۵ سوه محصلينو د دې پر ځای چې خپلو لاريونونو ته د پای ټکی کېږدي، د پوهنتون په اداري ودانۍ کې د يو ساعت لپاره اعتراضي غونډه وکړه.
د ۱۹۶۸ زېږديز کال په اپرېل مياشت کې د ډاکټر مارټين لوټرکېنګ تر ترور کېدو وروسته د مشېګن پوهنتون يوې ډلې تور پوستو محصلينو د پوهنتون اداري ودانۍ ونيوله او شرط يې کېښود چې تر هغو به د پوهنتون چارې له خنډ سره مخ کوي، تر څو چې د پوهنتون مسئولان د تور پوستو محصلينو، استادانو او کارکوونکو د جذب او استخدام په لاره کې خپلې هڅې چټکې نه کړي. د پوهنتون د مسئولينو او محصلينو تر منځ خبرو اترو او مذاکراتو پوره اووه ساعته وخت ونيو او تر اووه ساعتونو وروسته د پوهنتون مسئولانو ژمنه وکړه چې پوهنتون به د معترضو محصلينو غوښتنو ته جدي پاملرنه کوي.
مشېګن پوهنتون ټولټال ۱۹ پوهنځي او ښوونځي لري چې تر ټولو پخوانی يې د ساينس، ادبياتو او هنرونو کالج او تر ټولو وروستی هغه يې بيا د عامه اطلاعاتو ښوونځی دی. د نورو مهمو او ډېرو خوښېدونکو پوهنځيو او ښوونځيو په توګه يې د حقوقو د پوهنځي، د ستوماتولوژۍ د پوهنځي، د ښوونې او روزنې د پوهنځي، د ميوزيک، تياتر، او ډانس د ښوونځي نومونه يادولای شو.
د مشېګن پوهنتون رئيس د پوهنتون تر ټولو لوړ پوړی چارواکی ګڼل کيږي. دا چارواکی خپل ځانګړی دفتر او کارکوونکي لري چې د مشېګن پوهنتون د ۱۸۵۰ زېږديز کال د اساسنامې پر اساس ورته ځانګړی تشکيل په پام کې نيول شوی دی. که څه هم د دغه پوهنتون د رياست مقام لپاره کسان د پوهنتون د شورا له خوا تاکل کيږي، خو له نورو پوهنتونونو سره يې توپير په دې کې دی، چې دلته د شورا غړي د رئيس د ټاکلو لپاره رايې نه کاروي، بلکې د يوې غونډې په ترڅ کې په دې سره سلا کيږي چې څوک بايد د پوهنتون د رياست چارو ته اوږه ورکړي.
د ۲۰۱۵ زېږديز کال د جون مياشتې په ۳۰ مه نېټه د مشېګن پوهنتون خپل مالي راپور خپور کړ، چې پر بنسټ يې د پوهنتون د شتمنيو ارزښت ۱۰،۲۶ ميليارده ډالره ښودل شوی و. دغه پوهنتون په ۲۰۰۰ زېږديز کال کې د بسپنو د راټولولو يو کمپاين پيل کړ چې د پوهنتون د پراختيايي پروژو لپاره پکې د ۲،۵ ميلياردو ډالرو د راټولولو پلان جوړ شوی و. د دغه کمپاين لپاره ۸ کاله وخت ټاکل شوی و، خو په ۲۰۰۷ زېږديز کال کې د پوهنتون مسئولانو اعلان وکړ، چې دوی تر ټاکلې مودې ۱۹ مياشتې وړاندې خپلې موخې ته رسېدلي او ټاکل شوې اندازه بسپنه يې راټوله کړې ده. د وخت په تېرېدو سره پوهنتون يو ځل بيا له مالي ستونزو او د بودجې له کسر سره مخامخ شو. د همدې کسر د جبرانولو لپاره د ۲۰۱۳ زېږديز کال په نومبر مياشت کې پوهنتون د بسپنو راټولولو يو نوی کمپاين اعلان کړ چې د راتلونکو لسو کلونو لپاره به ۴ ميليارد ډالره بسپنه راټوله کړي. که د مشېګن پوهنتون دا پلان بريالي شي، نو د امريکا د متحدو ايالتونو په کچه به لومړنی پوهنتون وي چې په دې کچه بسپنه راټولوي.
په مشېګن ايالتي پوهنتون کې د نورو امريکايي پوهنتونونو په پرتله د زده کړو چانس تر لاسه کول اسانه دي. د دې علت دا نه دی چې په مشېګن پوهنتون کې د زده کړو معيارونه ټيټ دی، بلکې مشېګن پوهنتون د نړۍ د نورو لويو پوهنتونونو په پرتله د ډېرو محصلينو د جذب ظرفيت لري. په ۲۰۱۶ زېږديز کال کې ۵۵۴۳۹ تنو په دغه پوهنتون کې د زده کړو غوښتنليکونه وړاندې کړي وو، چې له ډلې يې ۱۵۸۶۲ تنو ته د زده کړو چانس ورکړل شو او پاتې نور له رد ځواب سره مخ شول. په دې حساب سره مشېګن پوهنتون نږدې ۲۹ سلنه غوښتنليکونو ته مثبت ځواب ويلی و چې دا اندازه د نورو امريکايي پوهنتونونو په پرتله خوار لوړه ده.
د مشېګن پوهنتون د محصلينو شمېر ۴۴۷۱۸ تنه ښودل کيږي چې له دې ډلې ۲۸۹۸۳ تنه د لېسانس په کچه، ۱۲۵۶۵ تنه په تکميلي زده کړو او پاتې نور بيا په مسلکي زده کړو بوخت دي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.