د سنګاپور ملي پوهنتون

19 ليندی 1396 عبدالرقیب نوري

د سنګاپور ملي پوهنتون چې په لنډيز سره يې اېن يو اېس هم بولي، د دولتي بودجې لرونکی خپلواک پوهنتون دی او په ۱۹۰۵ زېږديز کال کې رامنځته شوی دی. دغه پوهنتون په سنګاپور کې د لوړو زده کړو تر ټولو لرغونی مرکز او د محصلينو د شمېر او درسي پروګرامونو د پراخوالي له پلوه تر ټولو لوی پوهنتون دی. اېن يو اېس د پراخو څېړنيزو پروګرامونو پر مټ د ډېرو دندو د رامنځته کولو له پلوه هم د نورو هغو په پرتله مخکښ دی.
د ۱۹۰۴ زېږديز کال سپټمبر مياشت وه، تان جياک کېم د چينايي او يوې ډلې غير اروپايي وګړو شورا رهبري کوله، دوی هڅه وکړه چې د خپل وخت چارواکي په سنګاپور کې د روغتيايي زده کړو د يوه مرکز جوړلو ته قانع کړي.
وروسته تر هغې چې د چارواکو له خوا د روغتيايي زده کړو مرکز د جوړولو اجازه ورکړل شوه، په خپلو هڅو يې ۸۷۰۷۷ ‌سټرېټي ډالره بسپنه راټوله کړه چې ويل کيږي د دې اندازې بسپنې لويه برخه ۱۲۰۰۰ سټرېټي ډالره يې هم په خپله ورکړي وو.
د روغتيايي زده کړو دغه مرکز په ۱۹۱۲ زېږديز کال کې د شپږم اېډوارډ له خوا د ۱۲۰ زرو سټرېټي ډالرو مرسته ترلاسه کړه، له لږ ځنډ وروسته د ۱۹۱۳ زېږديز کال د نومبر په ۱۸ مه نېټه د روغتيايي مرکز نوم د شپږم اېډوارډ د روغتيايي علومو ښوونځی کېښودل شو.
شپږم اېډوراډ يا البېرټ اېډوارډ د برېټانيې پادشاه و چې د ۱۸۴۱ زېږديز کال د نومبر په ۹ مه نېټه زيږېدلی او د ۱۹۱۰ زېږديز کال د مې مياشتې په ۶ مه نېټه مړ شوی دی.
د شپږم اېډوارډ د روغتيايي علومو ښوونځي پرمختيايي بهير په چټکۍ سره پر مخ روان و، تر ۱۹۲۱ زېږديز کال پورې يې اکاډميک ارزښت د پام وړ لوړ شوی و، له همدې امله پرېکړه وشوه چې د ښوونځي نوم د شپږم اېډوارډ د روغتيايي علومو پر کالج بدل شي. شپږ کاله وروسته د سنګاپور په ملايا ايالت کې د ريفلېس کالج هم جوړ شو او موخه يې دا وه چې ځوانان د روغتيايي علومو تر څنګ د ساينس او هنرونو په برخه کې هم روزنه تر لاسه کړي.
دوې لسيزې وروسته په ۱۸۴۸ زېږديز کال کې ريفليس کالج د شپږم اېډوارډ د روغتيايي علومو له کالج سره مدغم کړای شو او تر لږ ځنډ وروسته يعنې د ۱۹۴۹ زېږديز کال د اکټوبر په اتمه نېټه د دواړو کالجونو ګډ نوم د ملايا پوهنتون کېښودل شو.
د ملايا پوهنتون وده د دغه پوهنتون د جوړېدو په لومړۍ لسيزه کې ډېره چټکه وه چې په پايله کې يې دغه پوهنتون په ۱۹۵۹ زېږديز کال په سنګاپور کې د خپل مرکزيت پر ساتلو سربېره په کولالمپور کې هم څانګه پرانيسته. بالاخره په ۱۹۶۱ زېږديز کال کې يو قانون تصويب شو چې په پايله کې يې په کولالمپور کې د ملايا پوهنتون څانګه پر خپل نامه پاتې شوه خو د سنګاپور هغه يې د سنګاپور پوهنتون په نامه ونومول شوه.
په ۱۹۸۰ زېږديز کال کې نانيانګ پوهنتون د سينګاپور له پوهنتون سره يو ځای کړای شو. د دې کار موخه دا وه چې په سنګاپور کې يو داسې پوهنتون را منځته شي چې د منابعو له پلوه غني او د هڅو د ګډولو په پايله کې لویو موخو ته ځان ورسوي. له همدې امله د سنګاپور پوهنتون د سنګاپور ملي پوهنتون وبلل شو.
د سنګاپور ملي پوهنتون اوسمهال ۱۶ پوهنځي او ګڼ شمېر تحصيلي پروګرامونه لري چې د پوهنتون د دريو څانګو په چوکاټ کې سره تنظيم شوي دي.
پر دې سربېره په بهر کې د زده کړو اووه نور کالجونه هم لري چې د چين په شانګهای او بيجېنګ، اسرائيلو، هندوستان، د سويډن په سټاکهلم، او د نيويارک په سيليکان وېلي او بيو وېلي کې موقعيت لري.
د سنګاپور پوهنتون د بهرنيو زده کړو پروګرام په ۲۰۰۱ زېږديز کال کې پيل شو. د دغه پروګرام ګډونوال کولای شي په پورته يادو شويو مرکزونو کې له شپږو تر ۱۲ مياشتو د کار زده کړې دورې ونيسي.
د سنګاپور د ملي پوهنتون مخکښ پوهنځی د هنر او ټولنيزو علومو له پوهنځي څخه عبارت دی.
دغه پوهنځی په دريو څانګو وېشل شوی چې د اسيايي مطالعاتو، د انساني علومو او ټولنيزو علومو له څانګو څخه عبارت دي. د هنر او ټولنيزو علومو پوهنځی د ژبو په برخه کې هم محصلين روزي او عملاً ۱۲ مختلفې ژبې پکې تدريس کيږي.
د سوداګرۍ پوهنځی د سنګاپور د ملي پوهنتون بل پوهنځی دی چې په ۱۹۶۵ زېږديز کال کې يې د سوداګرۍ د مديريت ډيپارټمنټ تر نامه لاندې فعاليت پيل کړ. دغه پوهنځی د مختلفو ډيپارټمنټونو په چوکاټ کې د لېسانس او ماسټرۍ په کچو محصلين روزي. هغه ډيپارټمنټونه چې د لېسانس په کچه محصلين روزي له حسابدارۍ، سياست او ستراتيژۍ، د تصميم نيونې له علومو، مالي چارو، د سازمان له مديريت او بازار موندنې څخه عبارت دي.
هغه کسان چې د سوداګرۍ د ادارې په برخه کې د ماسټرۍ په کچه د سنګاپور په ملي پوهنتون کې زده کړې کوي، کولای شي چې په يوه وخت د ماسټرۍ دوه سندونه تر لاسه کړي. ځکه د سنګاپور د ملي پوهنتون د سوداګرۍ پوهنځي د نړۍ د يو شمېر لويو او مخکښو پوهنتونونو سره په ګډه يو پروګرام پيل کړی چې په چوکاټ کې يې محصلين په يوه وخت کې له دوو پوهنتونونو څخه د ماسټرۍ سند تر لاسه کولای شي. په دغه پروګرام کې د سنګاپور د ملي پوهنتون ملاتړي پوهنتونونه د بيجېنګ او په لاس انجلېس کې د کليفورنيا له پوهنتون څخه عبارت دي.
د سنګاپور د ملي پوهنتون په چوکاټ کې په ۱۹۹۸ زېږديز کال کې د کمپيوټري علومو پوهنځي هم فعاليت پيل کړ. دغه پوهنځی اوسمهال دوه ډيپارټمنټونه لري چې د معلوماتي سيسټمونو او کمپيوټري علومو په برخو کې فعاليت کوي.
د دغه پوهنتون په چوکاټ کې له ۱۹۲۹ زېږديز کال راهيسې د ستوماتولوژۍ پوهنځی هم فعاليت کوي. دغه پوهنځی د خپل ډول تر ټولو لومړنی پوهنځی دی چې برېټانويانو د خپل استعمار پر مهال په ختيځه نړۍ کې جوړ کړ.
انجنيري، حقوق، د يانګ لو د فارمسي پوهنځی، د دوک - سنګاپور روغتيايي ښوونځی، ساينس او د لي کوان يو د عامه پاليسۍ مرکز د سنګاپور د ملي پوهنتون نور پوهنځي دي چې په مختلفو وختونو کې جوړ شوي او په مختلفو تحصيلي کچو او څانګو کې محصلين روزي.
د سنګاپور ملي پوهنتون د ۲۰۱۱ زېږديز کال په اګسټ مياشت کې د استوګنې يو ښارګوټی پرانيست چې عوام يې UTown بولي. دغه ښارګوټی په کېنټ رېج سيمه کې د سنګاپور د ملي پوهنتون په مرکز کې ودان دی، چېرته چې ۲۴۰۰ تنه د لېسانس په کچه او ۱۷۰۰ تنه نور د ماسټرۍ په کچه په زده کړو بوخت دي. پر ياد شمېر محصلينو سربېره تر زرو ډېر څېړونکي چې د سنګاپور په ملي پوهنتون کې پر دندو بوخت دي، په دغه ښارګوټي کې ژوند کوي.
د سنګاپور د ملي پوهنتون کتابتوني سيسټم د مرکزي کتابتون، چينايي کتابتون، د CJ Koh د حقوقو کتابتون، د سويي سن کتابتون، د طب کتابتون، د موسيقۍ کتابتون او د علومو کتابتون په نومونو له اوو کتابتونونو څخه جوړ دی.
د ۲۰۱۰ زېږديز کال د احصائيې له مخې د سنګاپور د ملي پوهنتون په کتابتوني سيسټم کې د شاملو کتابونو شمېر ۱،۵ ميليونه ټوکه ښوودل شوی دی. پر دې سربېره ۲۳۲۹۰ پاڼې مهم اسناد هم پکې خوندي شوي دي.
د سنګاپور ملي پوهنتون د ټولګيو او ليليې تر منځ واټن يو څه ډېر دی؛ خو د دې لپاره چې محصلين پر خپل وخت سره درسونو ته ځانونه ورسوي، پوهنتون د اونۍ په ټولو ورځو کې ورته د وړيا ترانسپورټ اسانتيا رامنځته کړې ده.
دغه پوهنتون ټولټال شپږ ليليې او ۳۰۰۰ استوګنيزې کوټې لري.
د سنګاپور د ملي پوهنتون د هغو محصلينو لپاره چې تکميلي زده کړې کوي، درې جلا ليليې په پام کې نيول شوې چې هر محصل ته پکې يوه کوټه، يو حمام او پخلنځی ځانګړي شوي دي. د دې ليليو پخلنځي د پخلي په ټولو اړينو توکو سمبال دي او محصلينو ته يې د پام وړ اسانتيا رامنځته کړې ده. دغه محصلين د ليليو په غوراوي کې هم خپلواک دي، په دې مانا چې دوی پوره اختيار لري چې په جلا کوټو کې ژوند کوي او که په اپارتمانونو کې، په دې مسئله کې د محصلينو تر خوښې ور اخوا د هغوی د لګښتونو کچه هم ټاکونکی رول لري، په دې معنا هغه محصلين چې په اپارتمانونو کې ژوند کول غواړي بايد د نورو هغو په پرتله ډېر لګښت پرې کړي.
د سنګاپور ملي پوهنتون ۳۷۹۶۹ محصلين لري چې لویه برخه يعنې ۲۷۹۷۲ تنه يې د لېسانس په کچه او پاتې ۹۹۹۷ تنه يې بيا په تکميلي زده کړو بوخت دي. د ښځینه او نارينه محصلينو تر منځ نسبت پکې د نارينو په ګټه ۴۹ پر ۵۱ دی. په دې مانا چې په هرو سلو محصلينو کې يې ۵۱ نارينه او ۴۹ نورې ښځې دي.
د نړۍ ګڼو مخکښو څېرو د سنګاپور په ملي پوهنتون کې زده کړې کړې دي. د سنګاپور څلور لومړي وزيران او ولسمشران له همدغه پوهنتون څخه فارغ شوي دي. دوه ماليزيايي لومړي وزيران او د نړۍ لسګونه نورې څېرې يوه وخت د دغه پوهنتون محصلين پاتې شوې دي.
د روغتيا د نړيوال سازمان د يوې مودې مشرې، مارګرېټ چان او د ملګرو ملتونو د امنيت شورا پخواني مشر کېشور مهبوباني هم د سنګاپور په ملي پوهنتون کې زده کړې کړې دي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.