امسټردام پوهنتون

03 مرغومی 1396 عبدالرقیب نوري

 امسټردام پوهنتون عامه څېړنيز پوهنتون دی چې د هالنډ په امسټردام ښار کې موقعيت لري او په ۱۶۳۲ زېږديز کال کې يې د امسټردام د ښاروالۍ له خوا د بنسټ ډبره اېښودل شوې ده.

د ۱۶۳۲ زېږديز کال په جنورۍ مياشت کې د امسټردام د ښاروالۍ شورا د امسټردام اېلېسټر ښوونځی پرانيست. دغه ښوونځی په لومړيو کې يوازې د روغتيايي علومو زده کړې ته ځانګړی شوی و او په داسې حال کې يې فعاليت پيل کړ چې يوازې دوه رسمي استادان يې درلودل. دا دواړه استادان، جيرارډو ووسيوس او کاسپر بارلاوس نومېدل.
د امسټردام اېلېسټر ښوونځي د خپل فعاليت په لومړيو کلونو کې اجازه نه درلوده چې فارغو شويو محصلینو ته په خپل نامه اسناد او ډيپلومونه ورکړي. هغه کسان چې له دغه ښوونځي فارغېدل، د اسنادو د ترلاسه کولو لپاره اړ وو، چې د هالنډ په يوه بل علمي مرکز کې د زده کړو يوه لنډه دوره بشپړه کړي.
په امسټردام ښار کې وړاندې هم د لوړو زده کړو ځينې مرکزونه فعال وو. دغو مرکزونو بيا د امسټردام له اېلېسټر ښوونځي سره هم اړيکې درلودې او محصلينو به يې په اېلېسټر ښوونځي کې هم د زده کړو يوه دوره بشپړوله.
په ۱۸۱۵ زېږديز کال کې د ټول هالنډ د لوړو زده کړو په مؤسساتو کې د اصلاحاتو د راوستلو لړۍ پيل شوه. د دغو اصلاحاتو موخه دا وه چې له يوې خوا د پوهنتونونو نصاب د نوي عصر له غوښتنو سره سم شي او له بلې خوا هغو کسانو ته هم د لوړو زده کړو زمينه برابره شي چې د مالي او اقتصادي ستونزو له امله ټوله ورځ زده کړې نه شي کولای. په هالنډ کې يوه بله ستونزه دا هم وه چې اوسېدونکو ته يې يوازې د اکاډميکو زده کړو زمينه برابره وه او مسلکي زده کړو ته، چې په صنعتي کېدونکې نړۍ کې ورته جدي اړتيا وه، ډېره پاملرنه نه کېده. امسټردام ايلېسټر ښوونځي د دې ستونزې د هواري لپاره ګام پورته کړ او په ۱۸۰۰ زېږديز کال کې يې د درمل جوړولو او جراحۍ په برخو کې د غير اکاډميکو او مسلکي زده کړو ټولګي پرانيستل. د يادولو ده چې دغه ښوونځي د يوې اوږدې مودې لپاره د کوچني تحصيلي مرکز په توګه فعاليت وکړ او تر ۱۹ پېړۍ پورې يې د محصلينو شمېر له ۲۵۰ او د استادانو يا علمي کادر د غړو شمېر له ۸ ډېر نه شو.
په ۱۸۷۷ زېږديز کال کې د امسټردام ايلېسټر ښوونځي نوم د امسټردام ښاروالۍ پر پوهنتون بدل شو. په همدغه کال يې دا حق هم تر لاسه کړ، چې ان د دوکتورا تر کچې پورې د زده کړو کورسونه جوړ کړي. تر دې وروسته د امسټردام ښاروالۍ پوهنتون له ټولو هغو حقونو او امتيازونو څخه برخمن شو چې د هالنډ ملي پوهنتونونه ترې برخمن وو. له همدې امله يې د کارکوونکو د استخدام او د رئيس د ټاکل کېدو تګلاره هم بدله شوه. پخوا داسې وو، چې د پوهنتون استادان به د پوهنتون د علمي شورا له خوا استخدامېدل، همدغو استادانو به بيا له خپل منځه يو کس د پوهنتون د رئيس په توګه غوره کاوه او غوره شوي کس به د پوهنتون ټولو اجرايي چارو ته اوږه ورکوله. خو د تګلارې په بدلېدو سره دا ټول صلاحيتونه د امسټردام د ښاروالۍ شورا ته ولېږدول شول. هغه دوره چې د امسټردام پوهنتون پکې د امسټردام د ښاروالۍ پوهنتون نومېدو، د پوهنتون د تاريخ تر ټولو غوره او ځلانده دوره ګڼل کيږي. دا دوره له ۱۸۷۷ زېږديز کال څخه پيل کيږي او تر ۱۹۶۱ زېږديز کال پورې دوام کوي. په دې دوره کې د پوهنتون په چوکاټ کې ګڼو علمي او تحصيلي څانګو فعاليت پيل کړ او د علمي کادر ګڼو غړو يې په مختلفو برخو کې د نوبل په څېر ارزښتناکې او معتبرې جايزې وګټلې. د اقتصاد او ټولنيزو علومو پوهنځي هغه مهال د امسټردام د ښاروالۍ پوهنتون تر ټولو ډېر خوښيدونکي او فعال پوهنځي وو. د دويمې نړيوالې جګړې تر پاي ته رسېدو وروسته د امسټردام د ښاروالۍ په پوهنتون کې د زده کړو لګښتونه د پام وړ ډېر شول چې له امله يې د پوهنتون پراختيايي او پرمختيايي بهير هم ټکنی شو.
په ۱۹۶۱ زېږديز کال کې د امسټردام د ښاروالۍ پوهنتون د هالنډ د حکومت له خوا د امسټردام د ښاروالۍ له چوکاټه وايستل شو او د هالنډ ملي پوهنتون اعلان شو. له همدې امله يې له نوم څخه د امسټردام د ښاروالۍ لفظ لرې او د درېیم ځل لپاره يې نوم بدل شو. دا ځل يې نوم لنډ او ساده شو، د امسټردام اېلېسټر ښوونځی چې په ۱۶۳۲ زېږديز کال کې يې فعاليت پيل کړی وو، اوس د امسټردام پوهنتون په نوم ياديږي.
په ملي پوهنتون تر بدلېدلو وروسته، امسټردام پوهنتون د پام وړ پراختيا تجربه کړه. د محصلينو شمېر يې چې په ۱۹۹۶ زېږديز کال کې يوازې ۷۵۰۰ تنه وو، تر ۲۰۱۰ زېږديز کال پورې ۳۲۰۰۰ تنو ته ورسېد. د محصلينو د شمېر له ډېرېدو سره سم، د پوهنتون مسوولانو پرېکړه وکړه چې د ساينس پوهنځي لپاره جلا څانګه پرانيزي. دا څانګه د امسټردام پوهنتون د ورزشي لوبغالو په څنډه کې په ۷۰ هکتاره ځمکه باندې رغول شوې چې اوس يې د رغونې چارې هم بشپړېدو ته نږدې شوې دي.
امسټردام پوهنتون د هالنډ د ښوونې، کلتور او ساينس وزارت په چوکاټ کې فعاليت کوي. دغه وزارت د هالنډ په کچه د پوهنتونونو د چارو د کنټرول او ارزونې دنده هم پر غاړه لري. د هالنډ د قوانينو پر اساس د لوړو زده کړو لپاره ځينې معيارونه ټاکل شوي. د همدې معيارونو په پام کې نيولو سره وزارت پوهنتونونو ته په مختلفو کچو د فعاليت اجازه او لقب ورکوي. په دغه هېواد کې تر ټولو لوړپوړي پوهنتونونه څېړنيز پوهنتونونه دي. دا داسې پوهنتونونه دي چې که څوک غواړي په څېړنيزو څانګو کې يې زده کړې وکړي، بايد لومړی د چمتووالي يوه شپږ کلنه دوره بشپړه کړي. د همدې سختو شرايطو له کبله چې په څېړنيزو پوهنتونونو کې د داخلې د اخيستلو لپاره وضع شوي، يوازې ۱۵ سلنه هالنډي محصلين په دې بريالي کيږي چې په امسټردام او د امسټردام په کچه د هالنډ په نورو پوهنتونونو کې د زده کړو او څېړنو لپاره داخله تر لاسه کړي.
په امسټردام پوهنتون کې د اروپايانو لپاره زده کړې نږدې وړيا دي. ځکه دا پوهنتون له اروپايي هېوادونو څخه د لېسانس او ماسټرۍ په کچو د زده کړو په بدل کې هر کال يوازې ۱۹۵۰ يورو اخلي. البته ۱۹۵۰ يورو له هغو محصلينو اخلي چې پوره ورځ زده کړې کوي. خو هغه کسان چې يوازې نيمه ورځ زده کړې کوي، د هر کال زده کړو په بدل کې د ۱۶۹۵ يورو پر ورکړې مجبور دي. دا کيسه بيا د غير اروپايي هېوادونو د وګړو لپاره داسې نه ده. هر غير اروپايي وګړی چې امسټردام پوهنتون ته د زده کړو لپاره ورځي، نو د لېسانس په کچه د زده کړو لپاره به هر کال له ۹۰۰۰ نيولې بيا تر ۲۵۰۰۰ يورو پورې لګښتونه پرې کوي. د لګښتونو دا اندازه نظر د محصلينو تحصيلي څانګو، هېوادونو او استوګنځيو ته توپير کوي. خو له دې ټولو سره سره بيا هم اندېښنه مه کوئ. ځکه د هالنډ، د ښوونې، کلتور او ساينس وزارت هر کال د نړۍ د مختلفو هېوادونو وګړو ته په دغه هېواد کې د لوړ زده کړو وړيا سکالرشيپونه ورکوي. يوازې شرايط بشپړ کړی او د اروپا د لويې وچې په دغه معتبر پوهنتون کې د لېسانس په کچه په ۵۹، د ماسټرۍ په کچه په ۱۷۷ او د ډاکټرۍ په کچه بيا په ۱۰ مختلفو تحصيلي څانګو او پروګرامونو کې د زده کړو چانس ومومئ.
په هالنډ کې تحصيلي کلونه معمولاً د سپټمبر په لومړيو کې پيل کيږي او د جولای تر نيمايي پورې دوام کوي. هر تحصيلي کال يې په دوو سمسترو وېشل شوی او هر سمستر بيا ۲۰ اونۍ دوام کوي. لومړی سمستر يې د جنورۍ په وروستيو کې پای ته رسيږي او دويم سمستر د لومړي سمستر له ختميدو وروسته د فبرورۍ په لومړيو کې پيل کيږي. په دې مانا چې د دواړو سمسترونو تر منځ محصلينو ته رخصتي نه ورکول کيږي.
د امسټردام پوهنتون ټولټال ۳۱۱۸۶ محصلين لري چې لويه برخه يې د لېسانس په کچه په زده کړو بوخت دي. دغه پوهنتون په ۲۰۱۰ زېږديز کال کې د خپل تاريخ تر ټولو ډېر محصلين درلودل. هغه مهال ۳۲۷۳۹ تنه په امسټردام پوهنتون کې په زده کړو بوخت وو. د محصلينو ۹۳،۴ سلنه برخه يې هالنډيان او پاتې ۶،۶ سلنه يې بهرنيان دي چې د نړۍ له ۱۰۰ هېوادونو څخه د زده کړو لپاره ورغلي دي.
د امسټردام پوهنتون خپلو محصلينو ته د دې زمينه هم برابره کړې ده چې پخپله خوښه کرېډېټونه غوره کړي. د دغه پوهنتون ۲۰ سلنه محصلين په دريو کلونو کې، ۴۸ سلنه نورو په څلورو او پاتې ۳۸ سلنه په پنځو کلونو کې د لېسانس دوره بشپړوي. په هالنډ کې ځينو کمپنو د خپلو کارکوونکو ۵ سلنه برخه هغو محصلينو ته ځانګړې کړې چې په امسټردام پوهنتون کې د نيمې ورځې زده کړې کوي او د زده کړو يو نيم کال يې په برياليتوب سره بشپړ کړی وي.
امسټردام پوهنتون له اوو پوهنځيو (بشري علومو، ټولنيزو علومو، اقتصاد، ساينس، حقوقو، طب او ستوماتولوژۍ) څخه تشکيل شوی چې هر پوهنځی يې بيا په خپل وار سره په نورو ډيپارټمنټونو وېشل شوی دی.
امسټردام پوهنتون د اروپا د لويو څېړنيزو پوهنتونونو له ډلې يو دی. دغه پوهنتون هر کال په څېړنو د ۲۰۰ ميليونو يورو په شاوخوا کې پیسې لګوي. له دې ډلې ۱۰۰ ميليونه له خپلې بودجې، ۲۳ ميليونه د دولت له ځانګړې بودجې او ۴۹ ميليونه نورې له خپلو سوداګريزو شريکانو څخه تر لاسه کوي. دغه پوهنتون يو مرکزي کتابتون لري چې شا و خوا ۴ ميليونه ټوکه کتابونه پکې خوندي شوي دي. په مرکزي کتابتون کې يې پر څلورو ميليونو کتابونو سربېره، ۷۰ زره پخواني اثار، ۵۰۰ زره ليکونه او ۱۲۵ زره نقشې هم راټولې شوې دي. پر دې ټولو سربېره د امسټردام پوهنتون په چوکاټ کې پنځه موزيمونه هم فعاليت کوي، چې له يوې خوا يې د پوهنتون له محصلينو او څېړونکو سره د څېړنو په برخه کې د پام وړ مرسته کړې او له بلې خوا يې ګڼ سيلانيان په پوهنتون ور مات کړي چې له درکه يې هر کال ميليونونه ډالره عايد تر لاسه کوي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.