اېلېنويز پوهنتون

10 مرغومی 1396 عبدالرقيب نوري

اېلېنويز پوهنتون د امريکا عامه څېړنيز پوهنتون دی چې د دغه هېواد په اېلېنويز ايالت کې موقعيت لري او د بنسټ ډبره يې په ۱۸۶۷ زېږديز کال کې اېښودل شوې ده.
په ۱۸۶۷ زېږديز کال کې د جان مېلټن ګرېګوري په نوم يوه کس ته دنده وسپارل شوه چې د اېلېنويز ايالت په اوربانا ښار کې د پوهنتون د جوړولو لومړني کارونه ترسره کړي.
جان مېلټن ګرېګوري د ۱۸۲۲ زېږديز کال د جولای په ۶ مه نېټه زيږدېدلی و او د کلونو لپاره يې د مشېګن پوهنتون د ژورنال د عمومي اېډېټر په توګه دنده ترسره کړې وه. په ۱۸۶۷ زېږديز کال کې يې دا دنده پرېښوده او د اېلېنويز پوهنتون د لومړني رئيس په توګه يې نوې دنده پيل کړه.
اېلېنويز پوهنتون د ۱۸۶۸ زېږديز کال د مارچ مياشتې په دويمه نېټه رسماً او په عملي ډول فعاليت پيل کړ. په پيل کې يې ۷۷ محصلين درلودل چې د دوو استادانو له خوا زده کړې ورکول کېدې. ګرېګوري د پوهنتون د پراختيا او پرمختګ لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړې. په ۱۸۶۸ زېږديز کال کې يې د پوهنتون لپاره لومړنی کتابتون پرانيست. دغه کتابتون په پيل کې يوازې ۱۰۳۹ ټوکه کتابونه درلودل. د ګرېګوري له خوا رامنځته شوی کوچنی کتابتون نن د نړۍ په کچه بې سياله څېړنيز کتابتون دی. ده دوه کاله وروسته، په ۱۸۷۰ زېږديز کال کې د مامفورډ په نوم يو تجربوي فارم پرانيست، چې د دغه فارم ودانۍ اوس په پوهنتون کې تر ټولو لرغونې ودانۍ ده. په ۱۸۷۱ زېږديز کال کې يې د پوهنتون د عمومي تالار ودانۍ ورغوله، دا ودانۍ هم د پوهنتون لرغونې ودانۍ ده چې لا هم د اېلېنویز د څلې تر څنګ دنګه ولاړه ده. ګرېګوري ښايي د پوهنتون لپاره ډېرې نورې لاسته راوړنې هم درلودلې وای، خو ژوند ورسره ياري و نه کړه او د ۱۹۰۳ کال په وروستيو کې ومړ. دی د پوهنتون په انګړ کې خاورو ته سپارل شوی دی. د قبر په ډبره يې لیکل شوي: «که غواړی چې زما په څېر شی، د ځان په اړه بيا فکر وکړئ».
په ۱۹۰۴ زېږديز کال کې اېډمونډ جېمز د پوهنتون د نوي رييس په توګه وټاکل شو.
اېډمونډ جانز جېمز د ۱۸۵۵ زېږديز کال د مې په ۲۱ مه نېټه زيږېدلی دی. دی په اصل کې د اېلېنویز ايالت اوسېدونکی و، خو د خپل عمر ډېره برخه يې د امريکا په نورو ايالتونو کې په زده کړو ولګوله.
اېډمونډ جانز جېمز په ۱۹۰۴ زېږديز کال کې د اېلېنویز پوهنتون رييس شو او تر ۱۹۲۰ کال پورې يې دې دندې ته دوام ورکړ. دی د خپل کار پر مهال له دې امله ډېر مشهور شو چې په اېلېنویز پوهنتون کې یې د بهرنيو محصلينو شمېر د پام وړ ډېر کړ. ده په امريکا کې د چين له استازي وو تينګ پانګ سره يوه هوکړه لاسليک کړه چې پر بنسټ يې پر اېلېنویز پوهنتون د چينايي محصلانو سېلونه ور مات شول. پر دې سربېره يې محصلينو د فوټبال لوبې اتلولي وګټله چې پر پوهنتون د حاکمې روحيې په پياوړتيا کې يې د پام وړ مرسته وکړه.
د اېلېنویز پوهنتون لومړنی نوم د اېلېنویز صنعتي پوهنتون و. دغه نوم په ۱۸۸۵ زېږديز کال کې رسماً په اېلېنویز پوهنتون بدل شو. د نږدې سلو کلونو لپاره يې په همدې نامه فعاليت وکړ، چې باالاخره په ۱۹۸۲ زېږديز کال کې يې يو ځل بيا نوم بدل شو او اوسمهال په اوربانا کمپاين کې د اېلېنویز پوهنتون بلل کيږي.
د اېلېنویز پوهنتون ودانۍ د ښکلا له پلوه بې سارې دي. په دې ودانيو کې د ډيزاينرانو خلاقيت او نوښتګري د هر ليدونکي پام ځان ته ور اړوي. د دغه پوهنتون ځينې ودانۍ لکه هارکر هال، مورو پلاټس او لويس فرېير هال د امريکا په متحدو ايالتونو کې د لرغونو تاريخي ميراثونو په توګه ثبت دي.
اېلېنویز پوهنتون په ۱۸ پوهنځيو او اکاډميکو واحدونو کې د لېسانس تر ۱۵۰ ډېر پروګرامونه او د ۱۰۰ په شاوخوا کې د تکميلي او مسلکي زده کړو پروګرامونه وړاندې کوي.
کرهڼه او چاپېريال ساتنه، تطبيقي هنرونه، انجنيري، درمل جوړونه، معلوماتي علوم، روغتياپالنه، حقوق، ښوونه او روزنه، لېبرال ساينس، سوداګري، ژورنالېزم، ټولنيز علوم او وترنري د اېلېنویز پوهنتون هغه پوهنځي دي چې په ترتيب سره تر نورو ډېر محصلين لري.
دغه پوهنتون په ۲۰۱۵ زېږديز کال کې د طبي انجنيرۍ په نوم يو نوی تحصيلي واحد هم پرانيست او په دې توګه په تېرو ۶۰ کلونو کې د اېلېنویز په پوهنتون کې نوی تحصيلي واحد شو چې پرانيستل کيږي.
دغه پوهنتون د لېسانس په کچه خپلو محصلينو ته د تکميلي زده کړو ځينې ځانګړي پروګرامونه هم وړاندې کوي. هغه محصلين چې په کلني ډول ۷۵ سلنه نومرې واخلي او يا د خپل ټولګي په لومړيو دريو محصلينو کې راشي، کولای شي چې په ځانګړو شرايطو سره د اېلېنویز پوهنتون د تکميلي زده کړو په پروګرامونو کې ګډون وکړي.
په اېلېنویز پوهنتون کې د زده کړو مينه وال خورا ډېر دي. د ۲۰۱۴ زېږديز کال د احصائيې له مخې نږدې ۳۶ زرو تنو په دغه پوهنتون کې د زده کړو غوښتنليکونه وړاندې کړي وو. له دې ډلې ۲۱۱۵۰ تنه ازموينې او مرکې ته ور وبلل شول او يوازې ۶۹۳۷ تنه په دې بريالي شول چې په دغه پوهنتون کې د زده کړو داخله واخلي. په دې ډله ۵۹ سلنه هغه کسان وو چې د خپلو ښوونځيو په لسو غوره زده کوونکو کې راغلي وو. د اېلېنویز پوهنتون په مختلفو پوهنځيو او کالجونو کې د زده کړو معيارونه توپير کوي. په ټوله کې په دغه پوهنتون کې د محصلينو جذب په SAT ازموينه کې د هغوی نومرو ته په کتو سره کيږي. د پوهنتون ځينې کالجونه، چې درسونه يې ډېر له رياضياتو سره تړلي، يوازې هغو کسانو ته داخله ورکوي چې په سټ ازموينه کې تر ټولو لوړې نومرې ولري. خو هغه کالجونه چې درسونه يې ډېر په رياضياتو پورې تړلي نه وي بيا په دې برخه کې له ډېر جديت څخه کار نه اخلي او هغو محصلينو ته چې په سټ ازموينه کې د پام وړ نومرې ونه لري هم، د زده کړو چانس ورکوي.
دغه پوهنتون ټولټال ۴۴۰۸۷ محصلين لري چې تر ۱۰ زرو ډېر يې بهرنيان دي. په دې ۱۰ زرو کې هم ۵۲۹۵ تنه يوازې د چين او پاتې هغه بيا د نړۍ د ۱۰۰ نورو هېوادونو اوسېدونکي دي. د محصلينو لويه برخه يا ۳۲۸۷۸ تنه يې د لېسانس او پاتې نور يې بيا په تکميلي او مسلکي زده کړو بوخت دي. د ښځينه او نارينه محصلينو تر منځ نسبت پکې د نارينو په ګټه ۵۵ پر ۴۵ دی. په دې مانا چې د هرو سلو تنو محصلينو له ډلې ۵۵ يې نارينه او پاتې يې ښځينه محصلينې دي.
اېلېنویز پوهنتون د ساينس او انجنيرۍ په برخو کې د څېړنو له پلوه په نړيواله کچه مخکښ پوهنتون دی. په دې برخه کې د نړۍ له نورو پوهنتونونو سره د اېلېنویز پوهنتون توپير په دې کې دی چې دلته د هغو پر خلاف ان د لېسانس په کچه هم په مختلفو برخو کې محصلين څېړنې کوي.
په داسې حال کې چې د نړۍ ټولې صنعتي چارې پر انرژۍ ولاړې دي او په دې برخه کې د اړتيا وړ انرژي هم تر ډېره له نفتو تأمينېږي، د امريکا متحد ايالتونه اندېښنه لري چې ښايي تر راتلونکو څو کلونو پورې د نړۍ نفتي سرچينې وچې شي.
همدې اندېښنې ته په پام سره د امريکا متحدو ايالتونو د دغه هېواد په څو مختلفو پوهنتونونو کې يو لړ څېړنې پيل کړې، څو د فوسيلي انرژۍ بديل ومومي او په صنعت کې ترې ګټه واخلي. اېلېنویز پوهنتون د همدې پوهنتونونو له ډلې يو دی چې د پېټرولو د بديل پر موندلو کار کوي.
د اېلېنویز پوهنتون کتابتوني سيستم هم په نړيواله کچه د سترو عامه کتابتونونو له ډلې يو دی. په شمالي امريکا کې يوازې د هاروارډ پوهنتون کتابتون د اېلېنویز پوهنتون په پرتله لوی دی. دا سيستم تر شلو ډېر کتابتونونه په لمن کې ورنغاړي چې په ټولو کې تر ۲۴ ميليونو ډېر کتابونه، سندونه، نقشې او تاريخي لاسي نسخې موجودې دي. د اېلېنویز پوهنتون په کتابتوني سيستم کې پر ۱۲ ميليونو چاپي کتابونو سربېره ۵ ميليونه انلاين کتابونه هم موجود دي، چې د اېلېنویز پوهنتون محصلين ورته د نړۍ په هر ګوټ کې لاسرسی لري. د دغه سيستم بله ځانګړنه دا ده چې څانګې يې پر ټولو تدريسي ودانيو سربېره د محصلينو په استوګنځايونو کې هم فعالې دي. د ورکړل شويو معلوماتو له مخې د ۲۴ ميليونو کتابونو له ډلې نږدې اووه ميليونه يې د محصلينو په استوګنځايونو وېشل شوي دي.
اېلېنویز پوهنتون له يوې لويې ټرانسپورټي کمپنۍ سره تړون کړی چې له مخې يې د پوهنتون محصلين کولای شي هر کال د دې کمپنۍ له بسونو څخه د لېږد را لېږد لپاره ګټه پورته کړي. د محصلينو ټرانسپورټي لګښتونه که څه هم د پوهنتون له خوا ورکول کيږي، خو پوهنتون يې بيا د محصلينو په فيسونو او د استوګنې په لګښتونو کې محاسبه کوي.
د اېلېنویز پوهنتون ۲۱ استادانو او يا په يو ډول نه يو ډول په دغه پوهنتون پورې تړلو کسانو تر ۲۰۰۷ زېږديز کال پورې د نوبل او ۲۰ نورو بيا د پولايټزر نړيوالې جايزې ګټلې وې.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.