جورج ټاون پوهنتون

24 مرغومی 1396 عبدالرقيب نوري

جورج ټاون خصوصي څېړنيز پوهنتون دی، د امريکا د متحدو ايالتونو د پلازمېنې واشنګټن ډي سي په ګاونډ کې پرتې جورج ټاون ولسوالۍ کې موقعيت لري. دغه پوهنتون په ۱۷۸۹ زېږديز کال کې د جورج ټاون کالج په نوم فعاليت پيل کړ، چې وروسته يې پراختيا ومونده او اوس د نهو تحصيلي واحدونو په درلودلو سره د نړۍ د مهمو او مخکښو پوهنتونونو په کتار کې ولاړ دی.
د امريکا کورنۍ جګړې جورج ټاون پوهنتون په شدت سره اغېزمن کړ. د دغه پوهنتون ۱۱۴۱ محصلين په پوځ کې جذب شول او په ودانيو کې يې د متحد پوځ قومنداني دېره شوه.
متحد پوځ ځمکني قوتونه وو، چې د امريکا د کورنۍ جګړې پر مهال يې له ۱۸۶۱ زېږديز کال څخه تر ۱۸۶۵ زېږديز کال پورې د دغه هېواد د اتحاد لپاره مبارزه وکړه. دغه پوځ د امريکا د متحدو ايالتونو له پوځ او هغو امريکايانو څخه تشکيل شوی و، چې په خپله خوښه يې د امريکا د اتحاد او يووالي لپاره مبارزه کوله.
ويل کېږي چې د ۱۸۶۱ زېږديز کال په مې مياشت کې ولسمشر ابراهام لينکلن داسې مهال له جورج ټاون پوهنتون څخه ليدنه وکړه، چې د پوهنتون په ودانيو کې ۱۴ سوه سرتېري مېشت وو.
دا چې د امريکا کورنۍ جګړې بې پايه تباهي وکړه او ګڼ شمېر امريکايانو ته پکې مرګ ژوبله واوښته نو تر جګړې وروسته هم جورج ټاون پوهنتون د محصلينو د شمېر له پلوه له ستونزو سره لاس او ګرېوان و. دغه پوهنتون د څو کلونو لپاره ځينې داسې ټولګي هم پرانيستل چې د محصلينو شمېر پکې تر لسو تنو کم و. په ۱۸۶۹ زېږديز کال کې يوازې اوو تنو له پوهنتون څخه د فراغت سند واخيست، په داسې حال کې چې تر دې په مخکې لسو کلونو کې يې تر ۳۰۰ ډېر محصلين فارغ کړي وو. له دې پلوه د پوهنتون وضعيت تر ۱۸۷۳ زېږديز کال پورې ښه نه شو، د محصلينو شمېر يې د دې پر ځای چې ډېر شي، ورځ تر بلې په کمېدو و چې ورسره د پوهنتون د پرمختګ بهير هم سخت ټکنی شوی و. په ۱۸۷۳ زېږديز کال کې پاټريک فرانسېز هيلي د پوهنتون مشر وټاکل شو. فرانسېز هيلي د ۱۸۳۰ زېږديز کال د فبرورۍ په ۲۷ نېټه زيږېدلی او د ۱۹۱۰ زېږديز کال د جنورۍ په لسمه نېټه مړ شوی دی. دی د رومن کاتوليک مذهب پيرو او انګرېز امريکايي و. د جورج ټاون د ۲۹م رييس په توګه يې په داسې حال کې اته کاله دنده ترسره کړه، چې تر ده مخکې د رومن کاتوليک مذهب کوم پيرو د دغه پوهنتون د رييس په توګه نه و ټاکل شوی. د پاټريک فرانسېز هيلي د رياست موده د جورج ټاون پوهنتون زرينه دوره بلل کيږي. هيلي د خپل کار په موده کې د پوهنتون په درسي نصاب کې اړين اصلاحات راوستل، د طب او حقوقو د کورسونو مودې يې اوږدې کړې او د جورج ټاون پوهنتون د فارغ التحصيلانو ټولنه يې جوړه کړه. پر دې سربېره يې په پوهنتون کې ځينې نوې ودانۍ ورغولې، چې تر ټولو مشهوره هغه يې اوس د نوموړي په وياړ د هيلي هال په نوم ياديږي. پاټريک فرانسېز هيلي، له دې امله چې د کار په موده کې يې له پښو لوېدلي، يا له پښو لوېدونکي پوهنتون له سره د ژوند ساه واخيسته اوس د جورج ټاون پوهنتون د دويم بنسټګر په نوم ياديږي.
د جورج ټاون پوهنتون د پرمختيايي بهير د تاريخچې مطالعه، که نور هېڅ نه وي، دا را زده کولای شي، چې له ستونزو سره څه ډول مبارزه وشي او هغه مهال چې آن د لمر له رڼا د استفادې حق هم ونه لرو، څه ډول داسې ډېوې بلې کړو، چې په رڼا يې پر موږ سربېره د نورو سترګې هم روښانه شي.
جورج ټاون پوهنتون ۱۱ تحصيلي واحدونه لري چې د جورج ټاون له کالج، د ساينس او هنرونو له ښوونځي، د درمل جوړونې له ښوونځي، د حقوقو له مرکز، د نرسېنګ او روغتيايي علومو له ښوونځي، د والش د بهرنيو خدماتو له ښوونځي، د ستوماتولوژۍ له ښوونځي، د حسابدارۍ له ښوونځي، د مک دوناف د سوداګرۍ له ښوونځي او د مک کورټ د عامه پاليسۍ له ښوونځي څخه عبارت دي. د دغه پوهنتون تر ټولو پخوانی تحصيلي واحد د جورج ټاون کالج دی، چې په ۱۷۸۹ زېږديز کال کې پرانيستل شوی او تر ټولو وروستی هغه يې بيا د مک کورټ د عامه پاليسۍ ښوونځی دی، چې په ۲۰۱۳ زېږديز کال کې يې فعاليت پيل کړی دی.
دغه پوهنتون د لېسانس په کچه د څلورو تحصيلي واحدونو په چوکاټ او ۴۸ تحصيلي څانګو کې محصلين روزي.
جورج ټاون پوهنتون د لېسانس په کچه خپلو محصلينو ته د دې اجازه هم ورکوي، چې خپل تحصيلي کورسونه په خپله خوښه ډيزاين کړي. هغه محصلين چې په جورج ټاون پوهنتون کې د لېسانس په کچه زده کړې کوي، کولای شي چې پر خپل اصلي تحصيلي پروګرام سربېره په ځينو فرعي پروګرامونو کې هم ګډون وکړي او له فارغېدو سره سم ترې د فراغت سندونه تر لاسه کړي. د دغه پوهنتون د ټولو تحصيلي څانګو درسي پروګرامونه د کرېډېټ پر ساعت په سيستم عيار شوي او محصلينو ته يې په پراخه کچه د دې فرصت برابر کړی چې په يوه وخت کې تر يوه په ډېرو پروګرامونو کې ګډون وکړي. پر دې سربېره، جورج ټاون پوهنتون خپلو محصلينو ته له لرې واټن څخه د زده کړو زمينه برابره کړې چې پر مټ يې د پوهنتون نږدې ۵۰ سلنه محصلين په غير حضوري زده کړو بوخت دي.
د جورج ټاون پوهنتون د لېسانس د کچې محصلينو لپاره چمتو شوې يوه بله ډېره عالي اسانتيا دا ده چې د دغه پوهنتون د ماسټرۍ محصلين اړ کړای شوي چې خپل ځينې سمينارونه د لېسانس له محصلينو سره په ګډه چمتو کړي. د ماسټرۍ په کچه پر زده کړو بوخت هر محصل په خپله تحصيلي څانګه کې د لېسانس په کچه پر زده کړو د بوختو محصلينو له منځه يو يا دوه تنه د خپلو همکارانو په توګه ټاکي او خپل سمينارونه د هغوی په مرسته چمتو کوي. په دې توګه له يوې خوا د ماسټرۍ په کچه پر زده کړو په بوختو محصلينو فشار کمېږي او له بلې خوا د لېسانس محصلينو ته د دې زمينه برابرېږي چې لا لوړو زده کړو ته تر تلو مخکې پوره چمتووالی ولري.
جورج ټاون پوهنتون ټولټال ۱۷۸۴۹ تنه محصلين لري چې له دې ډلې ۷۶۳۶ د لېسانس او ۱۰۲۱۲ نور په تکميلي زده کړو بوخت دي. د ښځينه او نارينه محصلينو نسبت پکې د ښځو په ګټه ۵۴ پر ۴۶ دی، په دې مانا چې د هرو سلو تنو محصلينو له ډلې ۵۴ يې ښځينه او پاتې ۴۶ يې نارينه محصلين دي. د محصلينو ۱۵ سلنه يې بهرنيان دي چې د نړۍ له ۱۲۰ هېوادونو څخه دغه پوهنتون ته د زده کړو لپاره ورغلي دي. د ۲۰۱۵ زېږديز کال د احصائيې له مخې دغه پوهنتون د علمي کادر ۱۳۵۴ دايمي او ۸۸۰ قراردادي غړي درلودل. د علمي کادر دا شمېر غړي په واشنګټن کې د پوهنتون په دريو او دغه راز په قطر کې د جورج ټاون پوهنتون په يوه څانګه کې پر دندو بوخت وو.
په جورج ټاون پوهنتون کې د زده کړو مينه وال خورا ډېر دي. د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ زېږديزو کلونو لپاره تر ۲۰ زرو ډېرو کسانو په دغه پوهنتون کې د زده کړو غوښتنليکونه وړاندې کړي وو چې پوهنتون يې له ډلې يوازې ۱۶ سلنې ته د هو ځواب ورکړ.
په جورج ټاون پوهنتون کې د زده کړو د مينه والو په شمېر کې د پام وړ زياتوالی نه راځي. که له ۲۰۱۳ زېږديز کال څخه بيا تر اوسمهاله د جورج ټاون پوهنتون د جذب ظرفيت او په دغه پوهنتون کې د زده کړو لپاره د وړاندې شويو غوښتنليکونو شمېر سره پرتله کړو، نو وبه ګورو چې په دغو ارقامو کې له يوه کال تر بله بيا تر ۱۰۰ ډېر توپير نه دی راغلی.
جورج ټاون پوهنتون د څېړنو په برخه کې هم بې ساري دی. دغه پوهنتون خپلو محصلينو ته په لوړه کچه د څېړنو زمينه برابره کړې ده او ښايي دا ځانګړتيا له يو شمېر نورو څېړنيزو پوهنتونونو سره د جورج ټاون د بېلتون د ټکي په توګه وپېژندل شي. په دې مانا چې دغه پوهنتون د څېړنو لپاره د چا مرستې ته ډېره اړتيا نه لري او له خپلو سرچينو په استفادې سره یې محصلينو ته د څېړنو زمينه برابره کړې ده. د جورج ټاون پوهنتون چارواکي وايي، په څېړنو يې د پانګونې موخه يوازې دا ده چې داسې کسان ټولنې ته وړاندې کړي چې د پېښېدونکو ستونزو د هواري په لارو چارو پوه وي. په داسې حال کې چې د نړۍ ډېر نور مخکښ پوهنتونونه بيا په څېړنو د يوې جلا موخې لپاره په سلګونو ميليونو ډالره پانګونې کوي. دوی ډېر کله له لويو سوداګريزو شرکتونو سره تړونونه کوي او د هغوی پروژې پر مخ بيايي. په دې توګه يې محصلينو ته هم فرصت برابريږي چې عملي زده کړې وکړي.
زمونږ د دې خبرې مانا دا نه ده چې ګواکي دوی له نورو شرکتونو پیسې نه اخلي. دغه پوهنتون په ۲۰۱۴ زېږديز کال کې د څېړنو لپاره ۱۷۲ ميليونه ډالره بودجه تر لاسه کړه، تر هغې وړاندې يې په ۲۰۰۷ زېږديز کال کې هم يوازې ۱۵ ميليونه ډالره بودجه تر لاسه کړې وه. د جورج ټاون پوهنتون د څېړنو کلنی لګښت په منځني ډول ۱۸۰ميليونه ډالره کيږي او لکه څرنګه چې وړاندې هم وويل شول، پوهنتون دا لګښتونه له خپلو سرچينو څخه چمتو کوي.
د جورج ټاون پوهنتون محصلين د رسنيو په برخه کې هم فعال دي او د يو شمېر اخبارونو د چاپ او خپرولو مسووليت پر غاړه لري. (ده هويا) اخبار د پوهنتون تر ټولو لرغونی اخبار دی، چې له ۱۹۲۰ زېږديز کال راهيسې خپريږي. دا اخبار له ۱۹۸۷ زېږديز کال راهيسې هره اونۍ دوه ځلې خپريږي او په واشنګټن کې د لوستونکو خدمت ته وړاندې کيږي. (ده جورج ټاون وايس) د واشنګټن بله مهمه خبري مجله ده، چې د دغه پوهنتون د محصلينو له خوا چلول کيږي. د جورج ټاون پوهنتون د حقوقو مرکز هم د حقوقو د اونيزې په نوم يوه مجله خپروي، چې د پام وړ شمېر لوستونکي لري. پر دې سربېره له ۲۰۰۰ زېږديز کال راهيسې د جورج ټاون پوهنتون په چوکاټ کې هر کال د نړيوالو چارو ژورنال هم خپريږي چې د سمبالښت چارې يې د پوهنتون د محصلينو پر غاړه دي او ان د خپل فعاليت په لومړيو کلونو کې يې د پام وړ شهرت موندلی دی.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.