د جنوبي کليفورنيا پوهنتون

01 سلواغه 1396 عبدالرقيب نوري

د جنوبي کليفورنيا پوهنتون چې په لنډيز سره يې USC هم بولي د متحدو ايالتونو د کليفورنيا د لاس انجلېس په وېسټ ووډ سيمه کې ودان، عامه څېړنيز پوهنتون دی. دغه پوهنتون په ۱۹۱۹ زېږديز کال کې د کليفورنيا پوهنتون د سوېلي څانګې په توګه وپېژندل شو.
د ۱۸۸۰ زېږديز کال په مارچ میاشت کې د کليفورنيا له قانون جوړوونکې جرګې سره د ختيځې کليفورنيا د اوسېدونکو له پرله پسې خبرو اترو او مذاکراتو وروسته، د سيمې اوسېدونکو اجازه تر لاسه کړه چې د خپل زياتېدونکي نفوس د روزلو لپاره د ښوونکو د روزنې يو مرکز پرانېزي. د دغو خلکو نه ستړي کېدونکې هڅې بالاخره د دې سبب شوې چې د ۱۸۸۲ زېږديز کال د اګسټ مياشتې په ۲۹ مه نېټه په لاس انجلېس کې لومړنی ښوونيز مرکز پرانيستل شي. د هغه ښوونيز مرکز په ودانۍ کې اوسمهال د جنوبي کليفورنيا پوهنتون د کتابتوني سيستم مرکزي کتابتون فعاليت کوي.
د هغه مرکز ټول امکانات يوازې د يوه ابتدائيه ښوونځي په اندازه وو او ښوونکو به پکې له ماشومانو سره د ښووني او روزنې په تخنيکونو تمرين کاوه. د ياد مرکز نوم په ۱۸۸۷ زېږديز کال کې د لاس انجلېس سټېټ نارمل سکول کېښودل شو. لاس انجلس سټېټ نارمل سکول په ۱۹۱۴ زېږديز کال کې د ختيځ هاليووډ په څنډه کې پرتې وېرمونت سيمې ته ولېږدول شو او له همدې ځايه يې د کليفورنيا پوهنتون پر يوې څانګې د بدلېدو هڅې پيل شوې.
۱۹۱۷ زېږديز کال و، ايډوارډ اګوسټوس ډېکسن د کلیفورنيا په مقننه جرګه کې يوازېنی کس و چې د سوېلي کليفورنيا د اوسېدونکو استازولي يې کوله.
ده د لاس انجلېس سټېټ نارمل سکول له مشر ارنېست کارول مور سره يو ځای د کليفورنيا په ايالتي مقننه جرګه کې په دې موخه لابي پيل کړه چې لاس انجلېس سټېټ نارمل سکول د کليفورنيا پوهنتون د سوېلي څانګې په توګه په رسميت وپېژندل شي.
سوېلي کليفورنيا چې په لنډيز سره يې سوکل هم بولي يوه ځانګړې جغرافيوي او کلتوري سيمه ده چې له لسو لويو حوزو څخه تشکيل شوې ده. يادې حوزې له امپريال، لاس انجلېس، اورنج، رېورسايډ، سن برناردينو، سن دياګو، سنټا باربارا، وينچورا، کيرن او سن لویس اوبيسپو څخه عبارت دي.
ډېکسن او مور؛ د کليفورنيا پوهنتون د فارغ التحصيلانو، په مقننه جرګه کې د شمالي کليفورنيا د استازو او تر دې ټولو ور اخوا د کليفورنيا پوهنتون د رييس بېنيامين وېلر، له منفي غبرګون سره مخ شول. دوی ټولو په پوره جديت سره د هغه پلان مخالفت کاوه چې پر اساس يې د لاس انجلېس سټېټ نارمل سکول د کليفورنيا پوهنتون د سوېلي څانګې په توګه پېژندل کېدو. دې ټولو هڅو د ۱۹۱۹ زېږديز کال د مې مياشتې په ۲۳ مه نېټه رنګ راوړ او د کليفورنيا د هغه مهال والي، ويليام سټيفنز د کليفورنيا پوهنتون د سوېلي څانګې د پرانيستل کېدو عريضه لاسليک کړه.
د ويليام والاس کېمپبل تر مشرۍ لاندې د کليفورنيا پوهنتون په سوېلي څانګه کې د محصلينو شمېر په چټکۍ سره د زياتېدو په حال کې و، له همدې امله د ۱۹۲۰ کال تر نيمايي پورې د پوهنتون پراخوالی ۲۵ هکتارو ته ورسېد.
په ۱۹۵۸ زېږديز کال کې د وېسټ ووډ سيمې يوه ټوټه ځمکه د کليفورنيا پوهنتون لاس انجلېس څانګې ته بېله شوه، په همدې ځمکه وروسته څلور لويې ودانۍ جوړې شوې چې د پاويل کتابتون، رويس صالون، د فزيک، بيولوژي او دغه راز کيميا څانګې پکې فعاليت کوي. د پوهنتون په نويو ودانيو کې لومړني ټولګي د ۵۵۰۰ محصلينو په درلودلو سره په ۱۹۲۹ زېږديز کال کې پرانيستل شول.
د جنوبي کليفورنيا پوهنتون لومړنۍ ودانۍ په کليفورنيا کې د يوه سيمه ييز مهندسي شرکت له خوا ډيزاين شوې، خو وروسته د وېلټن بکېټ په نامه يوه ډيزاينر ته دنده وسپارل شوه چې د پوهنتون پراختيايي پلان جوړ کړي.
وېلټن ډيوېډ بکېټ يو امريکايي مهندس و چې د ۱۹۰۲ زېږديز کال د اګسټ مياشتې په ۸ مه نېټه يې نړۍ ته سترګې غړولې وې.
ده په واشنګټن پوهنتون کې زده کړې کړې وې او د کليفورنيا ډېرې ودانۍ يې ډيزاين کړې دي.
د جنوبي کليفورنيا پوهنتون د ۲۰۱۴ زېږديز کال په سپټمبر مياشت کې د USC کلي د رغونې په نامه يوه پراختيايي پروژه پيل کړه چې له مخې به يې د ۱،۲۵ ميليونو فوټو په پراخوالي سره د پوهنتون په اړوند ځمکه کې د استوګنې نوې ودانۍ او د محصلينو د اړتيا وړ نور تجهيزات چمتو شي.
په دې پروژه ۶۵۰ ميليونه ډالره لګښت راغلی چې د جنوبي کليفورنيا پوهنتون تر ټولو د لوړ لګښت لرونکې پروژه ده.
د جنوبي کليفورنيا پوهنتون خصوصي ټولګټی غير انتفاعي پوهنتون دی چې د مشرانو د يوې ۵۰ کسيزې شورا له خوا اداره کېږي. که څه هم د دغه پوهنتون د مشرانو پلاوي د غړو شمېر تر ۵۰ ډېر دی، خو ۵۰ يې داسې غړي دي چې د پوهنتون د چارو په تړاو د پرېکړو واک لري او کولای شي چې په مهمو پرېکړو کې رايه وکاروي. د پوهنتون د رهبري يا مشرانو د پلاوي هغه غړي چې د رايې د ورکولو واک لري، د ۵ کلنې دورې لپاره ټاکل کېږي. هر کال يې د غړو ۱ پر ۵ برخه يا ۱۰ تنه ټاکنو ته درېږي. په دې مانا چې د پوهنتون د رهبري شورا غړي ټول يو ځلي نه بدلېږي.
د جنوبي کليفورنيا پوهنتون رهبري پلاوی د پوهنتون په اداري چارو کې لاسوهنه نه کوي. د اجرايي چارو د ترسره کولو لپاره د پوهنتون په مديريتي چوکاټ کې ځينې نور پوسټونه رامنځته شوي چې په سر کې يې د پوهنتون اجرايوي رييس، ورپسې په مختلفو برخو کې د هغه مرستيالان، يو خزانه دار، د معلوماتو عمومي مشر او د ورزشي برخې عمومي مشر قرار لري.
د جنوبي کليفورنيا پوهنتون په چوکاټ کې د محصلينو او استادانو د خونديتابه په موخه د عامه خونديتوب په نامه يو ډيپارټمنټ هم فعاليت کوي چې د امريکا د متحدو ايالتونو په کچه د خپل ډول تر ټولو لوی ډيپارټمنټ دی. دا ډيپارټمنټ ۳۰۶ د پوره وخت رسمي او ۳۰ قراردادي کارکوونکي لري. دغه ډيپارټمنټ ۲۴ ساعته فعاليت کوي او هغه کسان چې هلته په دندو ګومارل کېږي بايد د پوليسو د اکاډمۍ د فراغت سند هم ولري. پر دې سربېره د جنوبي کليفورنيا پوهنتون د عامه خونديتوب ډيپارټمنټ د لاس انجلېس د پوليسو له ډيپارټمنټ سره هم نږدې کاري اړيکې لري. د لاس انجلېس د پوليسو ډيپارټمنټ د کشفي برخې څلوېښت مسلکي مامورين د جرايمو د کشف او د پوهنتون د امنيتي وضعيت د څارلو په برخه کې د پوهنتون د عامه خونديتوب له ډيپارټمنټ سره همکاري کوي.
د جنوبي کليفورنيا پوهنتون کتابتوني سيستم په کليفورنيا ايالت کې د لرغونو څېړنيزو او علمي کتابتونونو په ډله کې راځي. له نږدې يوې پېړۍ راهيسې د دغه کتابتوني سيستم پر پراختيا کار کېږي. د جنوبي کليفورنيا پوهنتون د کتابتوني سيستم تر ټولو بډايه څانګه د امريکايي ادبياتو برخه ده. دا سيستم ۲۲ کتابتونونه لري چې په ټوليزه توګه پکې ۴ ميليونه نسخې چاپي کتابونه، ۶ ميليونه ډېجېټلي کتابونه او درې ميليونه عکسونه خوندي شوي دي. د دغه سيستم مرکزي کتابتون د اېډوارډ ډوني کتابتون خو تر ټولو ستر کتابتون يې بيا ليوي کتابتون دی چې ۲۴ ساعته د محصلينو پر مخ پرانيستی وي.
د جنوبي کليفورنيا پوهنتون د محصلينو شمېر ۴۳۰۰۰ دی چې ۱۹۰۰۰ یې د لېسانس په کچه او ۲۴ زره نور يې په تکميلي او مسلکي زده کړو بوخت دي. د محصلينو ۵۳ سلنه يې ښځينه او پاتې ۴۷ نور يې نارينه محصلين دي.
د محصلينو ۴۷ سلنه برخه یې د کليفورنيا ايالت، ۴۲ سلنه يې د متحدو ايالتونو د نورو سيمو او ۱۱ سلنه يې بيا بهرنيان دي. چين، هند، تايوان او جنوبي کوريا په ترتيب سره هغه هېوادونه دي چې ډېر اوسېدونکي يې په دغه پوهنتون کې زده کړې کوي. لکه د نورو امريکايي پوهنتونونو په څېر، په جنوبي کليفورنيا پوهنتون کې هم د زده کړو لګښتونه خورا لوړ دي. سره له دې چې دغه پوهنتون د زده کړو له يو شمېر خيريه پروګرامونو سره هم تړلی او له دې لارې يې په وړيا توګه د يو شمېر کسانو لپاره د زده کړو زمينه برابره کړې، خو سره له دې هم هغه کسان چې د کورنۍ کلنی عايد يې تر ۵۰ زرو ډالره لوړ وي، په هېڅ وجه په دغه پوهنتون کې په وړيا توګه زده کړې نه شي کولای.
لوړ فيسونه او ډېر لګښتونه يوازېني عوامل نه دي چې په جنوبي کليفورنيا پوهنتون کې يې د ګڼو ځوانانو د زده کړو مخه ډب کړې ده. هغه کسان چې په دغه پوهنتون کې د زده کړو لپاره منل کېږي، سربېره پر دې چې له مالي او اقتصادي پلوه بايد غښتلی ملاتړ ولري، اړينه ده چې يو شمېر نور معيارونه هم بشپړ کړي. که څه هم هر کال په لسګونو زره کسان په دغه پوهنتون کې د لوړو زده کړو غوښتنليکونه وړاندې کوي، خو پوهنتون ترې يوازې د ګوتو په شمېر کسان د زده کړو لپاره ور بولي. په ۲۰۱۶ زېږديز کال کې تر ۵۴ زرو ډېرو کسانو په جنوبي کليفورنيا پوهنتون کې د زده کړو غوښتنليکونه وړاندې کړي وو، خو پوهنتون یوازې ۹۰۲۳ تنه د زده کړو لپاره ومنل. هغه کسان چې په پوهنتون کې د زده کړو چانس ورکړل شو، تر ډېره داسې کسان وو چې يا د امريکا په متحدو ايالتونو کې د ښوونځيو تر ټولو غوره زده کوونکي پاتې شوي او يا هم له بهرنيو هېوادونو څخه د سختو پروسو او ازموينو تر بشپړولو وروسته هلته د زده کړو لپاره ورغلي وو.
جنوبي کليفورنيا پوهنتون په لوړه کچه څېړنيزې پروژې هم پلې کوي. دغه پوهنتون په ۲۰۱۵ زېږديز کال کې د څېړنو له درکه ۶۸۷ ميليونه ډالره عايد تر لاسه کړی و.
د جنوبي کليفورنيا پوهنتون په مسلکي او اکاډميکه برخه کې ۳۲۴۹ کسان د پوره وخت او ۱۴۸۶ کسان نور بيا د نيمې ورځې لپاره په کار ګومارل شوي او ۱۰۷۴۴ تنه نور يې بيا په اداري او خدماتي برخو کې په کار بوخت دي.

 

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.