ډاوېس پوهنتون

08 سلواغه 1396 عبدالرقيب نوري

د کليفورنيا ډاوېس پوهنتون چې په لنډيز سره يې ډاوېس هم بولي، عامه څېړنيز پوهنتون او د کليفورنيا پوهنتوني سيسټم يو غړی دی. دغه پوهنتون د امريکا د متحدو ايالتونو د کليفورنيا د ډاوېس ښار په سوېل کې موقعيت لري.
د کليفورنيا ايالت مقننه جرګې په ۱۹۰۵ زېږديز کال کې د کليفورنيا پوهنتون په چوکاټ کې د يوې نوې څانګې د پرانيستلو طرحه تصويب کړه. ورسره سم د پوهنتون فعاليتونه هم پيل شول او په هماغه لومړي کال کې يې د ۴۰ په شاوخوا کې محصلينو ته د زده کړو داخله ورکړه. درې کاله وروسته (په ۱۹۰۸ زېږديز کال) کې يې د محصلينو شمېر ډېر شو او ۱۱۵ تنو ته يې په يو ځل د زده کړو لپاره داخله ورکړه.
د يادونې وړ ده چې د ډاوېس پوهنتون فعاليتونه په پيل کې يوازې د کرنې په برخه کې د کليفورنيا ايالت د اوسېدونکو پر روزلو متمرکز وو او د کليفورنيا ايالت د کرنې وزير يې په پرانيستلو کې مهم رول ولوباوه.
ډاوېس پوهنتون تر ۱۹۵۹ زېږديز کال پورې د کليفورنيا پوهنتون د بېرکلي څانګې په چوکاټ کې فعاليت کاوه، خو په همدې کال يې بشپړه خپلواکي تر لاسه کړه او د کليفورنيا پوهنتوني سيسټم د اوومې څانګې په توګه په رسميت وپېژندل شو.
دغه پوهنتون د خپلواکۍ له تر لاسه کولو يوازې درې کاله وروسته د انجنيرۍ په برخه کې لومړۍ دورې محصلينو ته د تکميلي زده کړو په برخه کې د فراغت سندونه ووېشل.
په ۱۹۶۲ زېږديز کال کې يې په چوکاټ کې د حقوقو، په ۱۹۶۶ زېږديز کال کې د طب او په ۱۹۶۸ زېږديز کال کې يې په چوکاټ کې د درمل جوړونې پوهنځي پرانيستل شول.
وروسته تر هغه چې په ډاوېس پوهنتون کې نوې پرانېستل شوې تحصيلي څانګې د خلکو له تاوده هرکلي سره مخ شوې، نو چارواکو وپتېيله چې د امريکا د تحصيلي سيسټم په چوکاټ کې يو نوښت وکړي او يوه داسې تحصيلي څانګه رامنځته کړي چې وړاندې چېرته نه وي رامنځته شوې.
له همدې امله يې د ۱۹۶۹ زېږديز کال په اګسټ مياشت کې د امريکايي دوديزو زده کړو څانګه پرانيسته چې د محصلينو له تاوده هرکلي سره مخ شوه.
په دغه تحصيلي څانګه کې د امريکايي ژوند، کلتور او تاريخ په برخه کې د تکميلي زده کړو په کچه محصلين روزل کېدل چې د نړۍ د ګوټ ګوټ اوسېدونکو پکې داخله تر لاسه کړه.
د امريکا د دوديزو زده کړو پروګرام دومره مشهور او پراخه شو چې د لسو کلونو په موده کې يې د پليتابه لپاره د پوهنتون په چوکاټ کې جلا ډيپارټمنټ پرانيستل شو.
د ۲۰۱۱ زېږديز کال د نومبر مياشتې په ۱۸ مه نېټه د ډاوېس پوهنتون يو شمېر محصلينو له دې امله په لاريون او تحصن لاس پورې کړ چې په پوهنتون کې د زده کړو لګښتونه پرې لوړ شوي وو. پوليسو د معترضو لاريونوالو د خورولو لپاره له ترخې سپرې کار واخيست چې له امله يې کوچنۍ ستونزه پر لويې هغې بدله شوه. له محصلينو سره د پوهنتون او پوليسو پر نامناسب او غير مسلکي چلند نيوکو زور واخيست.
په ۲۰۱۶ زېږديز کال کې د دې قضيې په تړاو ځينې پټ رازونه او اسناد افشا شول چې ښيي د پوهنتون مسوولينو تر ۲۰۱۳ زېږديز کال پورې ۱۷۵ زره ډالره يوازې د دې لپاره لګولي وو چې پر پوهنتون د کېدونکو منفي تبصرو مخه ونيسي.
دغه پېښه د ډاوېس پوهنتون په تاريخ کې تر ټولو لويه پېښه ګڼل کېږي چې له يوې خوا يې پوهنتون ته له مالي او معنوي پلوه درانه زيانونه واړول او له بلې خوا یې د اوږدې مودې لپاره د خلکو ذهنونه بوخت وساتل.
لکه څرنګه چې وړاندې هم وويل شول د کليفورنيا ډاوېس پوهنتون په ډاوېس ښار کې موقعيت لري چې نوم هم ورته له همدې امله ټاکل شوی دی. دغه پوهنتون د ډاوېس ښار له مرکزه ۲۴ مايله لرې ختيځ لوري ته موقعيت لري چې د زرغونې سيمې او ښکلو طبيعي منظرو د لرلو له پلوه د نړۍ د زړه راښکونکو پوهنتونونو په ډله کې راځي.
د ډاوېس ښار د محصلينو پر ښار هم مشهور دی. د وړاندې شويو احصائيو له مخې د دغه ښار څلورمه برخه يا ۲۵ سلنه اوسېدونکي په مختلفو پوهنتونونو کې پر زده کړو بوخت دي چې له امله يې ډاوېس ښار ته د محصلينو د ښار نوم ورکړل شوی دی.
د کليفورنيا ډاوېس پوهنتون په دريو جلا برخو کې تنظيم شوی چې د مرکزي برخې په ګډون يې دوې برخې د ښار په سوېل او يوه بله برخه يې بيا د ډاوېس ښار په شمال کې موقعيت لري او په هره برخه کې يې مختلف پوهنځي فعاليت کوي.
د کليفورنيا د ډاوېس پوهنتون په شمالي څانګه کې د محصلينو لپاره استوګنځي هم رغول شوي دي. د دغه پوهنتون له خوا په چمتو شويو استوګنځيو کې یوازې هغو محصلينو ته د اوسېدو اجازه ورکول کېږي چې د لېسانس په کچه پر زده کړو بوخت وي.
هغه محصلين چې د ډاوېس پوهنتون د تکميلي زده کړو په پروګرامونو کې پر زده کړو بوخت وي، بيا د پوهنتون په استوګنځيو کې د اوسېدو حق نه لري او اړ دي چې په ښار کې په خصوصي اپارتمانونو يا کورونو کې ژوند وکړي.
د ډاوېس پوهنتون د محصلينو استوګنځی له دې امله ډېر مشهور دی چې خورا لوی او زړه راښکونکی باغ لري. په دغه باغ کې ۴ زره ډوله ونې او بوټي شته چې له يوې خوا يې د سيمې په سمسورتيا کې مهم رول لوبولی او له بلې خوا يې د ډاوېس پوهنتون د کرنې څانګې محصلينو ته د څېړنو زمينه برابره کړې ده.
د کليفورنيا د پوهنتوني سيسټم ټول غړي پوهنتونونه د يو ۲۶ کسيز بورډ له خوا اداره کېږي، چې د کليفورنيا د اساسي قانون په ۹ څپرکي او ۱۵ مه ماده کې يې يادونه شوې ده.
همدغه ۲۶ کسيزه شورا له خپل منځه يو کس د کليفورنيا د پوهنتوني سيستم د مشر په توګه ټاکي او د سيستم مشر بيا د هر پوهنتون لپاره رييسان غوره کوي چې د شورا له خوا تر منل کېدو وروسته رسماً دنده ورسپارل کېږي.
د کليفورنيا د ډاوېس پوهنتون رييس د پوهنتون په تړاو د پرېکړو عام او تام واک لري، خو د خپلو کړنو راپور د کليفورنيا د پوهنتوني سيستم مشر ته ورکوي.
د کليفورنيا د پوهنتوني سيستم ټول غړي پوهنتونونه د عمومي رييسانو تر څنګ اجرائيه رييسان هم لري چې د پوهنتون د اجرايوي چارو د پر مخ بېولو او دغه راز د پوهنتون د درسي بهير د نظارت دنده پر غاړه لري.
اجرايوي رييسان د کليفورنيا د پوهنتوني سيستم مشر ته مسووليت نه لري او د خپلو کړنو راپور د پوهنتون عمومي رييس ته ورکوي.
د کليفونيا ډاوېس پوهنتون ټولټال ۳۶۰۶۰ تنه محصلين لري چې له دې ډلې ۲۸۳۸۴ تنه د لېسانس په کچه او پاتې يې په تکميلي زده کړو بوخت دي. د ښځينه او نارينه محصلينو تر منځ نسبت پکې ۵۵ پر ۴۵ دی، په دې مانا چې په هرو سلو محصلينو کې يې ۴۵ نارينه او پاتې ۵۵ یې ښځينه محصلينې دي. د ټولو محصلينو ۱۵ سلنه يې بهرنيان دي چې د نړۍ له ۱۲۰ هېوادونو څخه په شخصي لګښتونو او يا هم د يو شمېر سکالرشيپونو پر مټ هلته د زده کړو لپاره ورغلي دي.
دغه شمېر محصلينو ته د ۲۴۵۰ تنو استادانو او ۲۱۴۸۶ تنو اداري کارکوونکو له خوا خدمتونه وړاندې کېږي. د هر کال زده کړو لګښتونه يې ۵۱ زره ډالره ټاکل شوي چې ۳۶۷۰۰ ډالره د فيسونو او ۱۴۳۰۰ ډالره نور بيا د استوګنې په بدل کې اخلي.
د کليفورنيا ډاوېس پوهنتون د لېسانس په کچه د لوړو زده کړو ۱۰۴ او د تکميلي زده کړو ۹۶ پروګرامونه وړاندې کوي. لکه څرنګه چې وړاندې هم وويل شول د کليفورنيا ډاوېس پوهنتون په پيل کې يوازې د کرنې په برخه کې محصلين روزل، خو وروسته يې په چوکاټ کې مختلف پوهنځي پرانيستل شول چې پوهنتون يې له اصلي لوري په بله کړ.
له دې سره سره هم د حيواني علومو ډيپارټمنټ د ډاوېس پوهنتون تر ټولو لوی ډيپارټمنټ بلل کېږي. د کرنې پوهنځي اړوند ځينې نور ډيپارټمنټونه لکه هارټيکلچر، بوټپېژندنه او ځنګلپوهنه يې په ترتيب سره نور لوی ډيپارټمنټونه دي.
په ټوله کې د ډاوېس پوهنتون تحصيلي پروګرامونه د څلورو کالجونو په چوکاټ کې ځای پر ځای شوي چې د کرنې او چاپېريال ساتنې، بيولوژيکي علومو، انجنيرۍ او ټولنيزو علومو له کالجونو څخه عبارت دي.
د کليفورنیا د ډاوېس پوهنتون کتابتوني سيسټم له شپږو کتابتونونو څخه جوړ دی چې په ټوليزه توګه شاوخوا ۳،۵ ميليونه ټوکه چاپي او ډيجېټلي کتابونه، نقشې، انځورونه او مهم سندونه پکې ځای پر ځای شوي دي.
په دغو کتابتونونو کې د پيټر شېلډز کتابتون تر نورو لوی او مشهور دی چې محصلين پکې ۲۴ ساعته مطالعه کولی شي.
ډاوېس پوهنتون هر کال په منځني ډول ۷۲۵،۷ ميليونه ډالره پر څېړنو لګوي چې لویه برخه يې له خصوصي کمپنيو او د امريکا د متحدو ايالتونو له يو شمېر څېړنيزو بنسټونو تر لاسه کوي.
د دغه پوهنتون د علمي کادر ۲۳ غړي د امريکا د ساينس د ملي اکاډمۍ، ۱۴ تنه يې د انجنيرۍ د ملي اکاډمۍ، ۲۵ تنه يې د امريکا د هنرونو د ملي اکاډمۍ، ۱۷ تنه يې د امريکا د حقوقو د انستيتوت او ۳ تنه نور يې د شاهي ټولنې غړيتوب لري. دغسې يې په مختلفو برخو کې د خپلو لاسته راوړنو له امله لسګونه معتبرې نړيوالې جايزې هم تر لاسه کړې دي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.