سان دياګو

15 سلواغه 1396 عبدالرقيب نوري

 سان دياګو پوهنتون د امريکا د متحدو ايالتونو عامه څېړنيز پوهنتون دی چې په ۱۹۶۰ زېږديز کال کې رامنځته شوی دی.

کله چې د کليفورنيا پوهنتون چارواکو په سان دياګو کې د پوهنتون د جوړولو پرېکړه وکړه، نو ټاکل شوې وه چې د پوهنتون دا څانګه به د مهندسۍ، ساينسي علومو او رياضياتو په برخو کې د يوه مرستندوی څېړنيز مرکز رول لوبوي او يوازې د تکميلي زده کړو په کچه به خدمات وړاندې کوي. دا طرحه د سان دياګو د خلکو له تاوده هرکلي سره مخ شوه او د قدردانۍ په پار يې په لومړي سر کې د پوهنتون د لومړنيو اړتياوو د پوره کولو لپاره ۵۹ جرېبه ځمکه په واک کې ورکړه. د کليفورنيا پوهنتون له فدرالي حکومت څخه د ۵۵۰ جرېبه نورې ځمکې غوښتنه هم کوله چې د حکومت له خوا مثبت ځواب ور نه کړل شو. د کليفورنيا د لاجولا مذهبي ټولنې ژمنه وکړه چې پوهنتون ته به ځمکه ورکوي خو شرط يې کېښود چې د پوهنتون نوم به د کليفورنيا لاجولا پوهنتون اېښودل کېږي. د کليفورنيا پوهنتون مشر کلارک کر دې ټولنې ته قناعت ورکړ چې سان دياګو د پوهنتون د نامه په توګه ومني. په دې توګه په ۱۹۵۸ زېږديز کال کې د کليفورنيا د سان دياګو پوهنتون د جوړېدو طرحه تصويب شوه او هربرټ يارک يې د لومړني مشر په توګه وټاکل شو.
هربرټ يارک د ۱۹۲۱ زېږديز کال د نومبر په ۲۴ مه نېټه په نيويارک کې زيږېدلی دی. د ماسټرۍ تر کچې پورې زده کړې يې په روچسټر پوهنتون کې وکړې او وروسته د دوکتورا په کچه د زده کړو لپاره د کليفورنيا بېرکلي پوهنتون ته لاړ. ده د اټوم په برخه کې زده کړې کړې وې او د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال يې د امريکا پوځ ته د پام وړ خدمتونه وړاندې کړل. يارک د کليفورنيا د سان دياګو پوهنتون د بنسټګر په توګه هم پېژندل کېږي چې دوې دورې يې د ياد پوهنتون مشري کړې ده. يارک تر ۲۰۰۹ زېږديز کال پورې ژوندی و او بالاخره د همدې کال د مې مياشتې په ۱۹ مه نېټه د ۸۷ کلونو په عمر ومړ.
د کليفورنيا سان دياګو پوهنتون د هغو ګوتو په شمېر پوهنتونونو له ډلې يو دی چې فعاليتونه يې له لوړې کچې پيل شوي او بيا ټيټې کچې ته رسېدلي دي. مانا دا چې پرته له دې چې د لېسانس په کچه کورسونه داير کړي، د ماسټرۍ او ډاکټرۍ په کچو يې محصلينو ته داخله ورکړه. سان دياګو پوهنتون په همدې دليل په کليفورنيا کې د مقننه جرګې او يو شمېر چارواکو تر نيوکو لاندې راغی. هغوی ټينګار کاوه چې سان دياګو پوهنتون بايد يو تخنيکي پوهنتون وي او په پراخه ليدلوري سره له لېسانس نيولي بيا د ډاکټرۍ تر کچې محصلين وروزي.
د سان دياګو پوهنتون چارواکو د کليفونيا ايالت د چارواکو په نيوکو ډېر غوږ و نه ګراوه او په ۱۹۶۰ زېږديز کال کې يې په شلو تحصيلي څانګو کې د تکميلي زده کړو په کچه کورسونه پيل کړل.
۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ لسيزه د پوهنتون زرينه دوره بلل کېږي. سان دياګو پوهنتون په دې کلونو کې د پام وړ پرمختګونه تجربه کړل. د محصلينو شمېر يې تر ۱۸ زرو واوښت، ګڼې نوې تحصلي څانګې پکې پرانيستل شوې او د راټولېدونکو کلنيو بسپنو اندازه يې تر ۵۰ ميليونو ډالرو ډېره شوه.
د ۲۱ مې پېړۍ په لومړۍ لسيزه کې يې له مالي پلوه د پام وړ لاسته راوړنې درلودې. سان دياګو پوهنتون تر ۲۰۰۷ زېږديز کال پورې د بسپنو د راټولولو يو اووه کلن کمپاين تر سره کړ چې په ترڅ کې يې پوهنتون ته د يو ميليارد ډالرو په شاوخوا کې بسپنې راټولې شوې. د تړونونو کلنی ارزښت يې تر يو ميليارد ډالرو واوښت او سره له دې چې د ۲۰۰۹ کال په ترڅ کې د کليفورنيا ايالت د بودجې کړکېچ په دغه ايالت کې د زده کړو او لوړو زده کړو ډېری مؤسسې سختې وځپلې، سان دياګو پوهنتون يوازې ۴۰ ميليونه ډالره پور وکړ.
د کليفورنيا سان دياګو پوهنتون اصلي مرکز ۷۶۱ ودانۍ لري چې په ۴۶۶ هکتاره ځمکه کې رغول شوې او ۳۶۰ هکتاره نوره ځمکه يې د زرغونې سيمې په توګه خوندي پاتې ده.
کله چې سان دياګو پوهنتون په شمالي سان دياګو کې خپل اصلي مرکز ته ولېږدول شو، يوازې دوه تحصيلي واحدونه يې درلودل. وروسته يې چټک پرمختګ وکړ او د فعاليت په هماغه لومړۍ لسيزه کې يې په چوکاټ کې د ماير، مارشال او وارن کالجونه پرانيستل شول. په همدې لومړۍ لسيزه کې يې د لېسانس په کچه د لوړو زده کړو کورسونه داير کړل چې ورسره سم يې د محصلينو په شمېر کې هم د پام وړ زياتوالی راغی.
سان دياګو پوهنتون د خپلو محصلينو، استادانو او اداري کارکوونکو لپاره د ټرانسپورټ بشپړې اسانتياوې برابرې کړې دي. د کليفورنيا سان دياګو پوهنتون د ۱۷ زرو ټرانسپورټي وسايلو لپاره د پارکېنګ ځای لري. پر دې سربېره يې په سيمه کې له شته ټرانسپورټي شرکتونه سره تړونونه کړي چې د همدې تړونونو پر مټ د پوهنتون هغو محصلينو ته د وړيا ټرانسپورټ زمينه برابره شوې، چې شخصي ټرانسپورټي وسايل نه لري. د سان دياګو پوهنتون محصلين په سان دياګو کې د ننه د لېږد را لېږد لپاره له بسونو او د کليفورنيا ايالت نورو سيمو ته د تګ راتګ لپاره بيا له اورګاډو ګټه اخلي.
د کليفورنيا سان دياګو پوهنتون د امريکا د متحدو ايالتونو لوی، عامه، څېړنيز پوهنتون دی چې د لېسانس په کچه په پنځو مختلفو څانګو، هنرونو او انساني علومو، بيولوژي، انجنيرۍ، رياضياتو او فزيک او دغه راز ټولنيزو علومو کې د ۱۲۵ پروګرامونو په چوکاټ کې محصلين روزي. سان دياګو پوهنتون پر دې سربېره ۳۵ د ماسټرۍ، ۴۷ د ډاکټرۍ او ۵ د مسلکي زده کړو پروګرامونه وړاندې کوي. د سان دياګو پوهنتون تدريسي پروګرامونه په حضوري او انلاين بڼه وړاندې کېږي چې د انلاين زده کړو مينه وال يې د امريکا د متحدو ايالتونو د ټولو پوهنتونونو په پرتله ډېر دي. هنرونه او انساني علوم، سوداګري او رهبري، انجنيري، چاپېريال ساتنه، ژبې، حقوق، عامه روغتيا، ساينس، ټکنالوژي، ليکوالي او عامه اړيکې د کليفورنيا د سان دياګو پوهنتون هغه څانګې دي چې د نورو په پرتله ډېر محصلين لري.
سان دياګو پوهنتون ۳۵۸۱۶ تنه محصلين لري چې له دې ډلې ۲۸۱۲۷ تنه د لېسانس او پاتې ۷۶۸۹ تنه د ماسټرۍ او ډاکټرۍ په کچو په زده کړو بوخت دي.
د دغه پوهنتون د ټولو محصلينو ۱۴ سلنه بهرنيان دي چې د نړۍ له ۱۲۰ هېوادونو د زده کړو لپاره ورغلي او لویه برخه يې اوسمهال په تکميلي زده کړو بوخت دي. د ښځينه او نارينه محصلينو تر منځ نسبت پکې د نارينو په ګټه ۵۳ پر ۴۷ دی، په دې مانا چې په هرو سلو محصلينو کې يې ۵۳ نارينه او پاتې ۴۷ ښځينه محصلينې دي. د کليفورنيا په سان دياګو پوهنتون کې هم د نورو ټولو امريکايي پوهنتونونو په څېر د لوړو زده کړو معيارونه خورا لوړ دي. د نړۍ په ګوټ ګوټ کې خلک د کليفورنيا په سان دياګو پوهنتون کې زده کړو ته لېواله دي. همدا لېوالتيا د دې سبب شوې چې پوهنتون د محصلينو د جذبولو لپاره خپل معيارونه لوړ کړي. په ۲۰۱۵ زېږديز کال کې تر ۷۸ زرو ډېرو کسانو په دې پوهنتون کې د زده کړو غوښتنليکونه وړاندې کړي وو چې د ۲۶۵۰۹ تنو پر غوښتنليکونو غور وشو، خو يوازې ۵۲۹۲ تنو ته يې په پوهنتون کې د زده کړو چانس ورکړل شو. له ۲۰۱۰ زېږديز کال راهيسې کال تر بله سان دياګو پوهنتون ته د زده کړو لپاره د وړاندې کېدونکو غوښتنليکونو شمېر لوړېږي. په ۲۰۱۲ زېږديز کال کې ۶۱ زرو کسانو په دې پوهنتون کې د لوړو زده کړو غوښتنه کړې وه، په ۲۰۱۳ کال کې دا شمېر ۶۷ زرو تنو ته، په ۲۰۱۴ زېږديز کال کې ۷۳ زرو تنو ته او په ۲۰۱۵ زېږديز کال کې بيا ان ۷۸ زرو تنو ته ورسېد.
د سان دياګو پوهنتون مسوولانو په ۲۰۰۹ زېږديز کال کې ۴۷ زرو هغو کسانو ته چې په دې پوهنتون کې يې د زده کړو غوښتنليکونه وړاندې کړي وو، د هرکلي برېښناليکونه ور استولي او ټولو ته يې په پوهنتون کې د زده کړو لپاره د منل کېدو زيری ورکړی و. وروسته يې د دوو ساعتونو په موده کې ټولو ته له سره برېښناليکونه واستول او د خپلې سهوې له امله يې ترې بښنه وغوښته.
دغه پوهنتون د يوې ۲۶ کسيزې شورا له خوا اداره کېږي. د دې شورا ۱۸ غړي د کليفورنيا د والي له خوا، ۷ غړي يې د پوهنتون د اداري کارکوونکو او استادانو له خوا او يو غړی يې بيا د محصلينو له منځه د محصلينو له خوا غوره کېږي.
د کليفورنيا سان دياګو پوهنتون د علمي کادر د غړو شمېر ۱۲۱۵ تنه دی. د علمي کادر غړي يې د نړۍ د مختلفو هېوادونو وګړي دي چې د بې ساري وړتياوو په درلودلو سره غوره شوي او په دغه پوهنتون کې محصلينو ته زده کړې ورکوي. په سان دياګو پوهنتون کې د زده کړو لګښتونه خورا لوړ دي. په دغه پوهنتون کې د هر کال زده کړو په بدل کې ۴۸ زره ډالره اخيستل کيږي چې له دې ډلې ۳۶ زره د پوهنتون د فيسونو او ۱۲ زره نور د استوګنې د لګښتونو په بدل کې اخلي. له دې ټولو سره سره سان دياګو پوهنتون د فولبرايټ او ورته نورو پروګرامونو له لارې غير امريکايي محصلينو ته د زده کړو چانس ورکوي او هغه کسان چې په دغه پوهنتون کې د زده کړو پر شرايطو برابر وي، خو د مالي امکاناتو د محدوديت له وجې داخله نه شي تر لاسه کولای، کولای شي چې له دې لارې خپل بخت و ازمويي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.