دوک پوهنتون

22 سلواغه 1396 عبدالرقيب نوري

دوک پوهنتون يو خصوصي څېړنيز پوهنتون دی چې د امريکا د شمالي کارولينا ايالت په دورهم سيمه کې موقعيت لري. دغه پوهنتون په ۱۸۳۸ زېږديز کال کې په نني ټرېنېټي ښارګوټي کې د يو ښوونځي په بڼه فعاليت پيل کړی و، خو وروسته بيا په ۱۸۹۲ زېږديز کال کې دورهم سيمې ته ولېږدول شو او کرار کرار يې پر پوهنتون د بدلولو هڅې هم پيل شوې.
د دوک پوهنتون پر وېبپاڼه د دغه پوهنتون په خپره شوې تاريخچه کې راغلي چې دوک په ۱۸۳۸ زېږديز کال کې د هغه وخت په ريندولف ولسوالۍ کې چې اوس يې ټرېنېټي ښارګوټی بولي، د براون د خصوصي مدرسې په نوم فعاليت پيل کړ. څلور کاله وروسته يې د شمالي کارولينا عمومي جرګې اساسنامه تصويب کړه او په دې توګه يې نوم په the north Carolina Union institute Academy بدل شو.
د دوک پوهنتون د نوم د بدلېدو لړۍ همداسې په چټکۍ سره روانه وه. په ۱۸۵۱ زېږديز کال کې يې نوم په نارمل کالج او په ۱۸۵۹ زېږديز کال کې بيا په ټرېنېټي کالج بدل شو.
په ۱۸۹۲ زېږديز کال کې ټرېنېټي کالج دورهم سيمې ته ولېږدول شو، سبب يې دا و چې د دې سيمې دوو اوسېدونکو جوليان کار او دوک واشنګتن ورسره د مالي مرستو ټټر ډبولی و.
جوليان کار او واشنګټن دوک د دورهم خورا پېژندل شوي او درانه اوسېدونکي او د مېتوديستانو د کليسا غړي وو چې د تنباکو د سوداګرۍ او برېښنايي صنعت له لارې يې ډېرې پيسې ګټلې وې.
جوليان کار په ۱۸۹۲ زېږديز کال کې خپله يوه ټوټه ځمکه وقف کړه چې د دوک پوهنتون مرکزي څانګه پکې ورغول شوه. د جوليان کار په ځمکه کې رغول شوې ودانۍ اوس د دوک پوهنتون د ختيځې څانګې په نوم يادېږي.
په همدې وخت کې واشنګټن دوک بيا خپله ۸۵ زره ‌ډالره شتمني د پوهنتون د بېړنيو اړتياوو او لګښتونو د پوره کولو لپاره ګوښې کړه. واشنګټن پر دې سربېره په ۱۸۹۶، ۱۸۹۹ او ۱۹۰۰ کلونو کې هر کال له دوک سره ۱۰۰ زره ډالره اضافي مرسته هم کوله خو شرط يې دا و چې د کالج مسوولين به ښځينه محصلينو ته هم اجازه ورکوي چې د نارينو هغو تر څنګ په ګډو ټولګيو کې خپلو لوړو زده کړو ته ادامه ورکړي.
په ۱۹۲۴ زېږ‌ديز کال کې د واشنګټن دوک زوی جېمز بي دوک د دوک خيريه بنسټ پرانيست او له خپلې پانګې څخه يې ۴۰ ميليونه ډالره په هماغه پيل کې د دوک خيريه بنسټ ته وسپارل. د دغه بنسټ فعاليتونه په مختلفو برخو لکه روغتونونو، د ميتودېستانو کليسا او د ټرېنېټي کالج په شمول څلورو نورو ښوونيزو مرکزونو ته د مرستو او بسپنو په راټولولو متمرکز وو.
هغه مهال ويليام پرېسټون فيو د ټرېنېټي کالج د مشرۍ چارې سمبالولې. ده غوښتل چې د دوک د کورنۍ د سخاوت او مرستو په بدل کې د ټرېنېټي کالج نوم په دوک پوهنتون بدل کړي. پر دې سره له يوې خوا د دوک د کورنۍ د مرستو قدرداني کېدای شوه او له بلې خوا به د پوهنتون لپاره داسې نوم موندل شوی وای چې يوازې په همدې پوهنتون پورې اړوند وای. ځکه د ټرېنېټي تر نوم لاندې په امريکا کې په کور د ننه او د نړۍ په يو شمېر نورو هېوادونو کې هم د لوړو زده کړو مرکزونه فعال وو. جېمز بي دوک چې خپل جېب يې پوهنتون ته ور تش کړی و، په پيل کې د ټرېنېټي کالج د مشر ويليام پرېسټون له دې پرېکړې سره مخالفت وکړ. ده ويل نه غواړي چې خدمت ته يې په دې توګه زيان ورسېږي او يا څوک ووايي چې له ټرېنېټي کالج سره د رياکارۍ لپاره مرسته کوي. خو ويليام پرېسټون بيا استدلال کاوه چې غواړي پر دوک پوهنتون د ټرېنېټي کالج د نوم په بدلولو سره د واشنګټن دوک نوم او ياد تلپاتې کړي. همدا وو چې جېمز بي دوک راضي شو او د ټرېنېټي کالج نوم پر دوک پوهنتون بدل شو.
له دوک پوهنتون سره د واشنګټن دوک د مرستو يو شرط دا و چې پوهنتون به ښځينه محصلينو ته هم د نارينه محصلينو په څېر د زده کړو مساوي شرايط برابروي. په ۱۸۷۸ زېږديز کال کې د لومړي ځل لپاره دريو ښځينه محصلينو د لوړو زده کړو په دې مرکز کې زده کړې پيل کړې، په ۱۸۹۷ زېږديز کال کې يې په چوکاټ کې د ښځينه محصلينو ځانګړی استوګنځی پرانيستل شو، په دې توګه يې د ښځينه محصلينو شمېر هم لوړ شو او په ۱۹۰۴ زېږديز کال کې ۵۴ تنو پکې د زده کړو لپاره نومليکنه وکړه. په اوسني دوک پوهنتون يا پخواني ټرېنېټي کالج کې د ښځينه محصلينو شمېر ورځ تر بلې د ډېرېدو په حال کې و. کله چې ټرېنېټي کالج پر دوک پوهنتون بدل شو نو په چوکاټ کې يې د ښځينو يو ځانګړی کالج هم پرانيستل شو.
دغه پوهنتون په ۲۰۰۵ زېږديز کال کې د سينګاپور له ملي پوهنتون سره د ګډ کار يو تړون لاسليک کړ چې پر اساس يې په ۲۰۰۷ زېږديز کال کې د روغتيايي علومو په څانګه کې د لوړو زده کړو لومړني ټولګي پرانيستل شول.
د ۲۰۱۴ زېږديز کال په اوړي کې دوک پوهنتون په چين کې د دوک کونشان په نامه خپله لومړنۍ بهرنۍ څانګه پرانيسته. د پوهنتون دا څانګه په چين کې د اقليم د بدلون، د روغتيا پالنې د پاليسۍ او د نري رنځ ناروغۍ د مخنيوي پر پروژو کار کوي.
دوک پوهنتون د ۳۶.۱۷ کيلو متره مربع ځمکې او ۲۵۴ ودانيو مالکيت لري. د ځمکې ډېره برخه يا ۲۸.۵۱ کيلو متره مربع يې د دوک ځنګلونو پوښلې او په پاتې برخه کې يې د پوهنتون تدريسي، اداري او د څېړنځايونو ودانۍ رغول شوې دي.
د دوک پوهنتون انګړ په څلورو برخو ختيځ، لويديځ، مرکزي او روغتيايي مرکز باندې وېشل شوی دی. د پوهنتون څلور واړه برخې د بسونو د يو داسې سيسټم په وسيله يوه له بلې سره نښلول شوې چې يوازې په پوهنتون پورې تړلو خلکو ته خدمتونه وړاندې کوي؛ خو د خدمت په بدل کې د پوهنتون له ادارې پيسې اخلي.
دغه پوهنتون د اطلس سمندرګۍ د سواحلو بيوفورټ په سيمه کې هم ۱۵ جرېبه ځمکه لري چې د سمندري څېړنو لپاره ترې ګټه اخيستل کېږي. د سارا دوک باغ چې په ۱۹۳۰ زېږديز کال کې زرغون شوی او ۵۵ هکتاره پراخوالی لري هم د دوک پوهنتون ملکيت دی.
دوک پوهنتون ټولټال ۱۲ ښوونځي او پوهنځي لري چې له دې ډلې دوه، د ټرېنېټي د ساينس او هنرونو کالج او د پراټ د انجنيرۍ ښوونځی، يوازې د لېسانس په کچه محصلين روزي. د دغه پوهنتون نور پوهنځي د دوک پوهنتون د حقوقو له ښوونځي، د دوک د تکميلي زده کړو له ښوونځي، د دوک د الهياتو له ښوونځي، د دوک د روغتيايي علومو له پوهنځي، د دوک د نرسېنګ له پوهنځي، د نېکولاس د چاپېريال ساتنې له ښوونځي، د فوکوا د سوداګرۍ له پوهنځي، د دوک د طب د تکميلي زده کړو له ښوونځي، د سنفورډ د عامه پاليسۍ له ښوونځي او په چين کې د دوک پوهنتون له څانګې څخه عبارت دي.
په دوک پوهنتون کې د لوړو زده کړو چانس تر لاسه کول د نورو امريکايي پوهنتونونو په څېر خورا سخت دي. دغه پوهنتون وړم کال د ۳۲۱۱۱ تنو غوښتنليکونه تر لاسه کړي وو چې يوازې ۳۴۳۲ تنه يې ومنل شول او نور یې له منفي ځواب سره مخ شول. دغه پوهنتون د امريکا د متحدو ايالتونو د هغو لسو پوهنتونونو له ډلې يو دی چې يوازې د ګوتو په شمېر محصلينو ته د زده کړو چانس ورکوي. په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ زېږدیز کال کې يې د فولبرايټ، روډز، ټرومن، او ګولډواټر سکالرشيپونو له لارې تر ټولو ډېرو محصلينو ته د زده کړو چانس ورکړ. په دغه پوهنتون کې د هر کال زده کړو لګښت په منځنۍ کچه ۴۵۰۷۴ امريکايي ډالره دی خو سره له دې هم د دوک پوهنتون ۵۰ سلنه محصلين د لوړو زده کړو د پورونو پر مټ زده کړې کوي.
د دوک پوهنتون د محصلينو شمېر ۱۴۸۳۲ تنه دی چې له دې ډلې ۶۴۴۹ تنه د لېسانس او پاتې ۸۳۸۳ تنه نور بيا په تکميلي زده کړو بوخت دي. د نارينه او ښځينه محصلينو تر منځ نسبت پکې د نارينو په ګټه ۴۹ پر ۵۱ دی. په دې مانا چې په هرو سلو تنو محصلينو کې يې ۵۱ نارينه او پاتې ۴۹ نورې بيا ښځينه محصلينې دي. د محصلينو د ټولې برخې ۱۷ سلنه يې بهرنيان دي چې د نړۍ له مختلفو هېوادونو يا پخپلو شخصي لګښتونو او يا هم د فولبرايټ، روډز، ګولډواټر او ټرومن سکالرشيپونو په مرسته په وړيا ډول دغه پوهنتون ته د لوړو زده کړو لپاره ورغلي دي.
د دوک پوهنتون د علمي کادر د غړو شمېر ۳۵۲۲ تنو ته رسېږي، په داسې حال کې چې د اداري کارکوونکو شمېر يې بيا خورا ډېر دی او د ۲۰۱۵ زېږديز کال د احصائيې له مخې ۳۷۱۴۲ تنه ښودل شوی دی. په دې شمېرو کې ۸۴۳۵ تنه د پوهنتون ځانګړي کارکوونکي او پاتې نور يې د پوهنتون د روغتيايي سيسټم کارکوونکي دي. دوک پوهنتون له مالي او اقتصادي پلوه په خورا ښه وضعيت کې دی. د ۲۰۱۴ زېږديز کال په جون مياشت کې د دغه پوهنتون د اوقافو ارزښت لږ تر لږه اووه ميليارده ډالره ښودل شوی و. کلنۍ بودجه يې ۳.۴ ميليارده ډالره ده چې لویه برخه يې په څېړنو او څېړنيزو پروژو لګول کېږي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.