موناش پوهنتون

12 وری 1397 عبدالرقيب نوري

موناش د اسټراليا عامه څېړنيز پوهنتون دی چې په ۱۹۵۸ زېږديز کال کې رامنځته کړای شوی او په مېلبورن ښار کې موقعيت لري. مېلبورن د اسټراليا د ويکټوريا ايالت مرکز او د دغه ايالت تر ټولو ګڼ مېشتی ښار دی. موناش پوهنتون د ويکټوريا ايالت دويمه درجه لرغونی پوهنتون او د اسټراليا د اتو مخکښو څېړنيزو پوهنتونونو د ګروپ غړی دی.
ويل کېږي، په ۱۹۵۷ زېږديز کال کې، هغه مهال چې د اسټراليا په ويکټوريا ايالت کې يوازې يوه دولتي پوهنتون فعاليت درلود او د لوړو زده کړو دغه وړ پوهنتونونو ته شديده اړتيا ليدل کېده، نو د ويکټوريا ايالت پارلمان د اسټراليا د هغه وخت پر لومړي وزير رابرټ مېنزېس فشار راوړ چې په دې ايالت کې د يوه بل دولتي پوهنتون د رامنځته کولو حکم صادر کړي. رابرټ مېنزېس د اسټرالیا دوولسم لومړی وزير تېر شوی چې د لومړي ځل لپاره يې د ۱۹۳۹ زېږديز کال څخه تر ۱۹۴۱ زېږديز کال پورې او د دويم ځل لپاره يې له ۱۹۴۹ زېږديز کال څخه تر ۱۹۶۶ زېږديز کال پورې په دې مقام دنده تر سره کړې ده. نوموړی د اسټراليا په تاريخ کې لومړنی لومړی وزير دی چې د اوږدې مودې (۱۸ کلونو) لپاره په دې مقام پاتې شوی دی. د نوموړي د واکمنۍ يوه مهمه لاسته راوړنه دا هم ده چې د مېلبورن موناش پوهنتون يې را منځته کړی دی.
موناش پوهنتون د لومړي ځل لپاره د مېلبورن ښار په سوېل ختيځه څنډه (کلېټون ښارګوټي) کې فعاليت پيل کړ. رابرټ بلک ووډ يې لومړنی مشر و. ده د دندې له پيلولو سره سم لويس ماثيسن د خپل مرستيال په توګه وټاکه او په ګډه يې د پوهنتون د پرمختګ هڅې پيل کړې. دوی دواړو تر ۱۹۶۷ زېږديز کال پورې د شپږو کلونو لپاره د موناش پوهنتون د مشرۍ چارې سمبال کړې. د ماموريت په موده کې يې له يوې خوا پوهنتون په کلېټون سيمه کې ۱۰۰ هکتاره ځمکه وپېرله او له بلې خوا يې د محصلينو په شمېر کې د پام وړ زياتوالی راوست.
د ۱۹۶۱ زېږديز کال د مارچ مياشتې په ۱۳ مه نېټه چې کله موناش پوهنتون په رسمي او عملي بڼه ټولګي پرانيستل نو ټولټال يې ۳۵۷ تنه محصلين درلودل. دا شمېر تر ۱۹۶۷ زېږديز کال پورې ۲۱ زرو تنو ته ورسېد. دغه پوهنتون په لومړيو کلونو کې د انجنيرۍ، روغتيايي علومو، ساينس، هنرونو، اقتصاد، سياست، ښوونې او روزنې په برخو کې د لېسانس او ماسټرۍ په کچو محصلين روزل. موناش پوهنتون په اسټراليا کې لومړنی پوهنتون دی چې د کولمبو پلان پر اساس يې اسيايي محصلينو ته د زده کړو چانس ورکړ.
کولمبو پلان يو سيمه ييز سازمان دی چې د اسيا فاسفيک سيمې هېوادونه يې غړيتوب لري او د اقتصادي او ټولنيزې پراختيا لپاره د غړو هېوادونو د هڅو د همغږي کولو لپاره کار کوي. د دې سازمان د فعاليتونو تمرکز په غړو هېوادونو کې د بشري سرچينو پر روزلو او د هغو د ظرفيت پر لوړولو دی.
موناش پوهنتون د خپل فعاليت په لومړيو کلونو کې که له يوې خوا چټک پرمختګ تجربه کاوه، نو له بلې خوا د توندلارو محصلينو له سختو چلنجونو سره مخ و. يو شمېر محصلين چې د کمونېست پلوو ډلو ټپلو له خوا يې ملاتړ کېده، د ويتنام په جګړه کې د اسټراليا د ګډون مخالف وو. دوی په اعتراضونو لاس پورې کړ او د تحصن په ډول د پوهنتون په انګړ کې سره راټول شول. په ۱۹۷۵ زېږديز کال کې د اسټراليا د کارګر ګوند مشر ګاف وايټلم د اسټراليا د لومړي وزير له دفتر څخه ګوښه شو. ده په استازو جرګه کې ځينې پلويان درلودل چې پر مټ يې په ۱۹۷۲ زېږديز کال کې د اسټراليا لومړی وزير وټاکل شو. په ۱۹۷۴ زېږديز کال کې د اپوزېسيون او لېبرال ګوند مشر مالکم فرېزر، چې په سنا کې يې د پام وړ پلويان درلودل، د وايټلم واک وننګاوه او د هغه لومړي وزارت ته يې د پای ټکی کېښود. دا پېښه په اسټراليا کې د اساسي قانون د کړکېچ پر پېښه مشهوره ده او د دې هېواد په تاريخ کې تر ټولو لوی سياسي کړکېچ بلل کېږي.
د وايټلم ګوښه کېدو د موناش پوهنتون د کمونېست پلوو محصلينو توند غبرګونونه را وپارول او په پوهنتون کې اعتراضونو، زور واخيست. لومړی وزير فرېزر د پوهنتون د محصلينو د آرامولو لپاره پوهنتون ته ورغی، خو هلته د محصلينو له خوا پسې واخيستل شو. لومړی وزير د الکزاندر تياتر د ودانۍ په تلخونه کې پټېدو ته مجبور شو چې دا پېښه د موناش پوهنتون په تاريخ کې عجيبه او نادره پېښه بلل کېږي.
موناش پوهنتون په ۱۹۹۸ زېږديز کال کې په ماليزيا کې خپله لومړنۍ بهرنۍ څانګه پرانيسته. دا څانګه يوازې د موناش لپاره لومړنۍ بهرنۍ څانګه نه وه، بلکې په ماليزيا کې هم لومړنی بهرنی پوهنتون و چې پرانيستل شو. په ۲۰۰۱ زېږديز کال کې د سوېلي افريقا په جوهانزبرګ کې د دغه پوهنتون بله څانګه پرانيستل شوه. په همدې کال کې يې د اېټاليا په پراټو کې څېړنيز او تدريسي مرکز پرانيست.
که څه هم په اسټرالوي پوهنتونونو کې د زده کړو لپاره د بهرنيو محصلينو لېوالتيا په ټوله کې ډېره زياته ده، خو موناش پوهنتون بيا له دې پلوه ډېر ځانګړی دی. د موناش پوهنتون د ټولو محصلينو نږدې ۳۰ سلنه برخه بهرني محصلين دي چې په ۹۰ بېلابېلو ژبو خبرې کوي او د نړۍ له ۱۰۰ هېوادونو څخه هلته د زده کړو لپاره ورغلي دي. په موناش پوهنتون کې د بهرنيو محصلينو د شمېر ډېرېدو د پوهنتون له پراختيا سره هم د پام وړ مرسته کړې ده. په دې مانا چې د موناش عوايد ورسره لوړ شوي او د همدې عوايدو پر مټ په مختلفو هېوادونو کې د پوهنتون نورې څانګې پرانيستل شوې دي.
موناش پوهنتون ټولټال لس څانګې لري. په دې ډله کې پنځه هغه په بهر او پنځه نورې په اسټراليا کې موقعيت لري. ماليزيا، سوېلي افريقا، اېټاليا، هندوستان او چين هغه هېوادونه دي چې د موناش پوهنتون څانګې پکې فعاليت کوي. په چين کې د موناش پوهنتون څانګه د موناش سوېل ختيځ پوهنتون نومېږي او په ۲۰۱۲ زېږديز کال کې پرانيستل شوې ده. تر دې وروسته موناش پوهنتون په بهر کې تر اوسه کومه څانګه نه ده پرانيستې. په هند کې بيا د دې پوهنتون څانګه د موناش د څېړنو اکاډمي نومېږي، په ممبی ښار کې موقعيت لري او په ۲۰۰۸ زېږديز کال کې پرانيستل شوې ده.
د موناش پوهنتون کلېټون، کالفيلډ، پارکويل او پېنېنسولا څانګې په اسټراليا کې د هغو پوهنتونونو په توګه پېژندل کېږي چې د زده کړو لپاره پکې د داخلې اخيستل خورا سخت دي. په ۲۰۰۹ زېږديز کال کې په اسټراليا کې له هرو څلورو کسانو يوه د لوړو زده کړو لپاره موناش پوهنتون د لومړي انتخاب په توګه غوره کړی و. په همدې کال په ټوله اسټراليا کې د هغو کسانو له ډلې چې د ښوونځي د وروستيو کلونو د نومرو منځنۍ کچه يې تر ۹۹،۹۵ ټيټه نه وه، ۶۳ کسانو د لوړو زده کړو لپاره موناش پوهنتون غوره کړی و.
موناش پوهنتون لس پوهنځي لري چې هر پوهنځی يې بيا په خپل وار سره په مختلفو ډيپارټمنټونو وېشل شوی دی. دا پوهنځي د معمارۍ او ډيزاين، هنرونو، سوداګرۍ او اقتصاد، انجنيرۍ، معلوماتي ټکنالوژۍ، حقوقو، نرسنګ او روغتيايي علومو، د درمل جوړونې او ساينس له پوهنځيو څخه عبارت دي.
د موناش پوهنتون د څېړونکو ډله هر کال په ۱۵۰ مختلفو برخو کې په منځنۍ کچه ۳ زره څېړنې کوي. دا پوهنتون تر ۱۲۰ ډېر څېړنځايونه او لابراتوارونه لري چې په ټوله کې د موناش بيوميډيسن ډېسکوري انسټيټوت نومېږي. د انفلونزا ضد واکسينو کشف او د ملاريا درملو جوړول د دې مرکز لويې لاسته راوړنې دي.
د موناش پوهنتون کتابتوني سيستم د نړۍ په دريو لویو وچو کې څو کتابتونونه لري چې نږدې ۳،۲ ميليونه عنوانه کتابونه پکې د لوستونکو چوپړ ته وړاندې شوي دي.
دا پوهنتون د نادرو کتابونو يوه ټولګه هم لري، چې د پوهنتون په مرکزي څانګه يا کلېټون کې موقعيت لري او شاوخوا ۱۰۰ زره تاريخي کتابونه، کتابچې او عکسونه پکې خوندي شوي دي. د موناش پوهنتون د لرغونو کتابونو د ټولګې د چمتو کولو کار د پوهنتون له جوړېدو سره يو ځای پيل شوی چې اوس له ۱۵مې پېړۍ د راپدېخوا کلونو مهم اثار پکې راټول شوي دي. د دې ټولګې د اثارو ډېری هغه په انګريزي او فرانسوي ژبو دي او يوازې د موناش پوهنتون محصلين او استادان ورته لاسرسی لري.
موناش پوهنتون ۷۰۰۷۱ تنه محصلين لري چې ۴۸۴۱۴ تنه يې د لېسانس په کچه او پاتې ۲۱۶۵۷ تنه يې په تکميلي زده کړو بوخت دي. ۶۵ سلنه محصلين يې د اسټراليا هېواد وګړي دي او ۳۵ سلنه نور يې بيا د نړۍ له ۱۰۰ نورو هېوادونو څخه پوهنتون ته د زده کړو لپاره ورغلي چې په ۹۰ مختلفو ژبو خبرې کوي. د ښځينه او نارينه محصلينو تر منځ نسبت پکې د ښځينه وو په ګټه ۵۷ پر ۴۳ دی، په دې مانا چې په هرو سلو تنو محصلينو کې يې ۵۷ ښځينه او پاتې ۴۳ يې نارينه محصلين دي. د علمي کادر د غړو شمېر يې ۶۹۶۱ تنه دی.
د موناش پوهنتون مديريتي چارې د دوو کسانو له خوا اداره کېږي. عمومي رياست د پوهنتون تر ټولو لوړپوړی مديريتي پوسټ دی چې د پوهنتون د علمي شورا مشري کوي او د پوهنتون د لويو او مهمو پرېکړو واک لري. مرستيال رييس بيا تر رييس وروسته دويمه درجه لوی پوسټ دی چې د پوهنتون د ورځنيو اجرايي فعاليتونو مسووليت پر غاړه لري. د بودجې تنظيم، د اداري کارکوونکو ګومارل او ګوښه کول، د محصلينو د داخلې او فراغت د چارو تنظيم او ورته نور فعاليتونه د مرستيال رييس د کاري صلاحيتونو په چوکاټ کې راځي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.