وېسکانسن- ماډیسن پوهنتون

19 وری 1397 عبدالرقيب نوري

وېسکانسن - ماډيسن پوهنتون يو عامه څېړنيز پوهنتون دی چې د امريکا د وېسکانسن ايالت په ماډیسن سيمه کې موقعيت لري. دغه پوهنتون په ۱۸۴۸ زېږديز کال کې له هغه سره سم فعاليت پيل کړ چې وېسکانسن په رسمي توګه د متحدو ايالتونو د يوه خپلواک ايالت په توګه وپېژندل شو. له همدې امله ماډيسن پوهنتون اوسمهال د وېسکانسن ايالتي پوهنتون ګڼل کېږي.
د وېسکانسن ايالت اعلی وزير، نېلسن ډيوي لومړنی کس و چې د ماډيسن پوهنتون د جوړولو په لاره کې يې ګام پورته کړ. ده د ۱۸۴۶ زېږديز کال د جولای په ۲۶ مه د پوهنتون د جوړولو اجازه تر لاسه کړه او عملي چارې یې پیل کړې. نږدې درې کاله يې په يوازې ځان دا چاره پر مخ بوتله، تر دې چې په ۱۸۴۹ زېږديز کال کې جان لاتروپ ورسره ملګری شو. لاتروپ د پوهنتون د لومړني مشر په توګه وګومارل شو او د جان سټرلېنګ په نوم يې د ماډيسن پوهنتون د لومړني استاد په توګه له يوه رياضي پوه سره تړون وکړ. د همدې کال د فبرورۍ په ۵ مه یاد پوهنتون د ۱۷ تنو محصلينو په درلودلو سره په رسمي توګه کار پیل کړ او پوهنتون ته د ۲۰ هکتارو په پراخوالي سره ځمکه بېله شوه. په ۱۸۵۴ زېږديز کال کې پکې لومړنۍ ودانۍ ورغول شوه چې اوسمهال د شمالي تالار په نامه يادېږي. د دې ودانۍ په رغول کېدو سره که څه هم د محصلينو ستونزې تر ډېره بريده هوارې شوې، خو د محصلینو په زیاتېدو سره یې چارواکي مجبور شول چې ودانيو ته هم پراختيا ورکړي. د ۱۸۵۹ زېږديز کال د اکټوبر په ۱۰ مه د پوهنتون لپاره دويمه درې پوړيزه ودانۍ هم ورغول شوه، په دې ودانۍ کې په ۱۹۱۶ زېږديز کال کې اور ولګېد او په بشپړه توګه له منځه لاړه.
ماډيسن پوهنتون که څه هم تر ډېرې مودې پورې يوازې د لېسانس په کچه محصلين روزل، خو د ۱۹ مې پېړۍ په وروستیو کې يې د خپلو زده کړو کچه ان تر دکتورا پورې ورسوله.
په ماډيسن پوهنتون کې څېړنې، زده کړې او کار له يوې پخوانۍ نظريې څخه اغېزمن دي. دا نظريه د وېسکانسن اېډيا په نوم ياديږي. په ۱۹۰۴ زېږديز کال کې د پوهنتون د هغه وخت ریيس، چارلېز وان هېس اعلان وکړ چې دوی به په پوهنتون کې د زده کړو محتويات داسې برابر کړي چې د وېسکانسن ايالت ټولو کورنيو ته په اغېزناکه بڼه د علم وړانګې ورسوي.
اوسمهال پر ماډيسن پوهنتون يوه داسې انګېزه حاکميت لري چې د پوهنتون پولې د ټول ايالت له پولو سره برابرې دي. ماډيسن پوهنتون به په وېسکانسن ايالت کې د روغتيايي خدمتونو د کيفيت په لوړولو، چاپېريال ساتنې، ښوونې او روزنې، کرنې او نورو برخو کې تر ټولو ډېره ونډه اخلي.
دغه فکر د ماډيسن پوهنتون د استادانو، څېړونکو، محصلينو، اداري کارکوونکو او دغه راز د وېسکانسن ايالت د اوسېدونکو تر منځ نږدې او ژورې همکارۍ ته لاره هواره کړه او د تاريخ په اوږدو کې يې په ګډه ځينې داسې ستونزې هوارې کړې چې ښايي حکومتونه يې په هوارولو کې پاتې راغلي وای.
ماډيسن پوهنتون په امريکا کې د لويو څېړنيزو پوهنتونونو له ډلې هغه پوهنتون دی چې له ۲۰ جلا کالجونو او ښوونځيو څخه جوړ شوی دی. دغه پوهنتون په مختلفو څانګو کې په مختلفو تحصيلي کچو محصلين روزي. ځينې پوهنځي يا تحصيلي څانګې يې داسې دي چې يو کس پکې له لېسانس درجې نيولې ان تر PHD پورې زده کړې کولای شي؛ خو ځينې نورې يې بيا يوازې تکميلي زده کړو ته ځانګړې شوې او د لېسانس په کچه خدمتونه نه وړاندې کوي. هغه پوهنځي چې له لېسانس نيولې تر ډاکټرۍ پورې محصلين روزي، له کرنې او حياتي علومو، سوداګرۍ، ښوونې او روزنې، انجنيرۍ، ساینس، ژورنالېزم او عامه اړيکو، موسيقۍ، نرسنګ، درمل جوړونې او ټولنيزو فعاليتونو څخه عبارت دي. پر دې سربېره، د چاپېريال ساتنې، حقوقو، معلوماتي مطالعاتو، عامې روغتيا، عامه چارو او حيواني علومو په برخو کې بيا يوازې د تکميلي زده کړو په کچه خدمتونه وړاندې کوي.
د ماډيسن پوهنتون د کرنې پوهنځي په ۱۸۶۲ زېږديز کال کې فعاليت پيل کړ چې ورسره سم د وېسکانسن ايالت له خوا ۲۴۰ زره جريبه کرنيزه ځمکه په واک کې ورکړل شوه. د کرنې پوهنځي د جوړولو فکر هغه مهال پيدا شو چې پوهنتون په ۱۸۸۵ زېږديز کال کې د سيمې بزګرانو او ځمکه والو ته ژمني کورسونه داير کړل او د خلکو له تاوده هر کلي سره مخ شول. د ماډيسن پوهنتون د کرنې پوهنځی اوسمهال ۱۹ ډيپارټمنټونه او ۱۲ څېړنيز مرکزونه لري چې یاد پوهنځی د امريکا د متحدو ايالتونو په کچه بې ساري دی.
ماډيسن پوهنتون د امريکايي پوهنتونونو د ټولنې د بنسټ اېښودنې وياړ هم لري. دغه پوهنتون په ۲۰۱۲ زېږديز کال کې د څېړنو لپاره ۱۱ سوه ميليونه ډالره بودجه درلوده چې د متحدو ايالتونو په کچه درېيمه درجه بودجه ګڼل کېږي.
ماډيسن پوهنتون د بېګ ټېن اکاډميک اتحاد غړيتوب هم لري. بېګ ټېن اکاډميک اتحاد د څېړنيزو پوهنتونونو يو کنسرسيوم دی چې په ډله ييزه توګه څېړنې کوي. دوی د څېړنو لپاره ۱۰ ميليارده کلنۍ بودجه لري او فعاليتونه يې د روغتيا، ټکنالوژۍ او کرنې پر سکټورونو متمرکز دي.
ماډيسن پوهنتون په شمالي امريکا کې لوی څېړنيز کتابتوني سيستم لري. دا سيستم نږدې ۴۰ بېلابېل کتابتونونه لري چې په مختلفو برخو کې فعاليت کوي. په ياد شمېر کتابتونونو کې ۸،۳ ميليونه عنوانه کتابونه راټول شوي چې په مختلفو تاريخي دورو پورې اړوند دي. پردې سربېره ۱۰۱ زره لاسي نسخې، ۶،۴ ميليونه عنوانه مقالې، او نږدې ۸،۵ ميليونه نور سندونه لکه نقشې، دولتي مکتوبونه او نور مهم اسناد هم پکې خوندي شوي دي. شمېرې دا په ډاګه کوي چې د دغه پوهنتون له کتابتون څخه هر کال نږدې يو ميليون کسان ليدنه کوي.
ماډيسن پوهنتون ټولټال ۴۳۳۳۸ تنه محصلين لري چې له دې ډلې نږدې ۳۰ زره د لېسانس په کچه او پاتې څه باندې ۱۳ زره په تکميلي زده کړو بوخت دي چې له هرو سلو تنو محصلينو څخه ۵۱ يې ښځې او پاتې ۴۹ نور يې نارينه دي.
په ماډيسن پوهنتون کې د هر کال زده کړو لګښتونه په منځني ډول ۳۵ زره ډالره اټکل شوي چې ۲۵ زره ډالره يې د پوهنتون فيسونو او پاتې ۱۰ زره يې د استوګنې د لګښتونو لپاره په پام کې نيول کېږي. د علمي کادر د غړو شمېر يې ۲۲۳۰ تنه دی.
د ماډيسن پوهنتون محصلين په رسنيزه برخه کې هم خورا فعال دي. دغه پوهنتون د متحدو ايالتونو په کچه لومړنی او يوازېنی پوهنتون دی چې محصلين يې هره ورځ دوې ورځپاڼې خپروي. لومړۍ هغه کارډينل نومېږي او د ۱۸۹۲ زېږديز کال راهيسې په پرله پسې ډول خپرېږي. بله ورځپاڼه یې بيا (ده بجر هېرالډ) نومېږي چې لومړۍ ګڼه يې په ۱۹۶۹ زېږديز کال کې خپره شوې ده.
دغه پوهنتون د (په سيند کې مار) په نامه يوه اف ام راډيو هم لري چې په ۹۱،۷ څپو خپرونې کوي. دې راډيو په ۱۹۹۷ زېږديز کال کې خپرونې پيل کړې وې، خو په ۲۰۰۲ زېږديز کال کې يې څپې اف ام ته بدلې کړې چې لا هم په يادو څپو خپلو خپرونو ته دوام ورکوي. (په سيند کې مار) اف ام راډيو دا مهال اته رسمي او د ۲۰۰ په شاوخوا کې داوطلب کارکوونکي لري چې له يوې خوا يې د پوهنتون محصلينو ته د تفريح زمينه برابره کړې او له بلې خوا د پوهنتون د شاوخوا سيمو اوسېدونکي ترې د بوختيا د يوې ښې وسيلې په توګه کار اخلي.
ماډيسن پوهنتون که څه هم د لرغونتيا، بودجې، لاسته راوړنو او د محصلينو د شمېر له پلوه خورا مخکښ پوهنتون دی، خو په نړيواله کچه يې موقف ډېر د پام وړ نه دی.
د ۲۰۱۷ زېږديز کال د احصائيو پر اساس، د ماډيسن پوهنتون شاوخوا ۴۲۰ زره تنه فارغ التحصيلان د نړۍ په مختلفو سیمو، په ځانګړي ډول د امريکا په ايلېنويز، مينيسوټا، نيويارک، کليفورنيا او واشنګټن ډي سي کې په غوره دندو بوخت دي.
د دغه پوهنتون ۲۱ تنو استادانو، محصلينو او فارغ التحصيلانو تر دې مهاله د نوبل او ۳۴ تنو نورو يې د پولايټزر جايزې ګټلې دي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.