مک ماسټر پوهنتون

26 وری 1397 عبدالرقیب نوري

مک ماسټر پوهنتون چې په لنډیز سره يې مک پوهنتون هم بولي عامه څېړنيز پوهنتون دی چې د کاناډا په همېلټن ښار کې موقعيت لري.
مک ماسټر پوهنتون په کاناډا کې د لوړو زده کړو د پراختيا لپاره د باپټېسټ کليسا د هغو هڅو په پايله کې رامنځته شوی چې په ۱۸۳۰ مه لسيزه کې پيل شوې. د دې هڅو په پايله کې د کاناډا په مختلفو ښارونو کې ګڼ شمېر پوهنتونونه و رغول شول چې مک ماسټر پوهنتون هم پکې شامل دی.
مک ماسټر پوهنتون د ۱۸۸۱ يم زېږديز کال په وروستيو کې رامنځته شو او د کاناډا د سوداګريز بانک مشر ويليام مک ماسټر يې د لومړني رييس په توګه وګومارل شو.
ويليم مک ماسټر د کاناډا شتمن وګړی و چې د خپلې پانګې ډېره برخه يې د نوي رامنځته کړي پوهنتون پر پراختيا ولګوله.
د مک ماسټر پوهنتون د پراختيايي پلانونو په لړ کې د دغه پوهنتون تر څو کلن فعاليت وروسته د کاناډا پاپټېسټ او ووډسټاک کالجونه له مک ماسټر پوهنتون سره يو ځای شول چې دغه پرېکړه په ۱۸۸۷ کال کې د سلطنتي منشور له لارې تصويب شوه او د مک ماسټر پوهنتون په تاريخ کې يو نوی څپرکی پرانيستل شو.
مک ماسټر پوهنتون په پيل کې د تورنټو ښار په مک ماسټر تالار کې فعاليت کاوه. په ۱۸۹۰ زېږديز کال کې يې د لومړي ځل لپاره د هنرونو او مذهبي زده کړو په برخه کې د لېسانس په کچه محصلين ومنل او څلور کاله وروسته (په ۱۹۹۴ زېږديز کال کې) يې همدې محصلينو ته د مک ماسټر پوهنتون د لومړۍ دورې فارغانو په توګه د لېسانس سندونه ورکړل.
په تورنټو کې د مک ماسټر پوهنتون تر څو کلن فعاليت وروسته، د دغه پوهنتون محصلين دومره ډېر شول چې په مک ماسټر تالار کې يې ځايېدل ناشوني و. له همدې امله په ۱۹۰۹ زېږديز کال کې د پوهنتون يو شمېر محصلينو وړانديز وکړ چې پوهنتون دې له تورنټو څخه همېلټن ښار ته ولېږدول شي. دا چې دغه غوښتنې او وړانديزونه په جدي توګه تعقيب نه شول، نو پوهنتون په تورنټو کې خپلو فعاليتونو ته دوام ورکړ.
تر ۱۹۲۰ زېږديز کال پورې د مک ماسټر پوهنتون ادارې ته د پوهنتون د موقعيت د بدلولو په تړاو ګڼ غوښتنليکونه وړاندې شول. په همدې کال د همېلټون ښار اوسېدونکو يو لوی کمپاين پيل کړ او غوښتل يې چې مک ماسټر پوهنتون دې له تورنټو، د دوی ښار ته ولېږدول شي.
تر دې مهاله د پوهنتون د چاپېريال د تنګوالي ستونزه د پخوا په پرتله ډېره جدي شوې وه او د پوهنتون چارواکو د پوهنتون لپاره د مک ماسټر تالار د بديل د موندلو هڅې پيل کړې. په لومړيو کې بحث پر دې و چې مک ماسټر پوهنتون د تورنټو پوهنتون له فدرالي جوړښت سره وتړي. دا ځکه چې ټرېنيټي او ويکټوريا کالجونه لا له وړاندې د تورنټو پوهنتون له فدرالي سيسټم سره تړل شوي وو.
د مک ماسټر پوهنتون مسوولانو په ۱۹۲۷ زېږديز کال کې تر اوږدو بحثونو وروسته پرېکړه وکړه چې پوهنتون له تورنټو څخه همېلټن ښار ته ولېږدوي. د همېلټن ښاريانو د پوهنتون د مسوولانو د دې پرېکړې هرکلی وکړ او د مننې په پار يې ۵۰۰ زره امريکايي ‌ډالره او د اړتيا وړ ځمکه د پوهنتون ادارې ته ډالۍ کړه.
درې کاله وروسته په همېلټون کې د مک ماسټر پوهنتون فعاليتونه له سره پيل شول. په تورنټو کې د مک ماسټر پوهنتون ملکيتونه تورنټو پوهنتون وپېرل. په هغو ودانيو کې چې مک ماسټر پکې د خپل فعاليت لومړنۍ شپې او ورځې تېرې کړې وې، اوس د موسيقۍ سلطنتي موزيم جوړ دی.
د لومړۍ نړيوالې جګړې له امله د مک ماسټر پوهنتون تدريسي بهير او فعاليتونه په جدي ډول زيانمن شول. په دغه موده کې په پوهنتون کې ګڼې تحصيلي څانګې وتړل شوې او يوازې د نرسېنګ او دينپوهنې په برخو کې تدريس دوام درلود.
د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال او تر جګړې وروسته کلونو کې پر پوهنتون فشارونه ډېر شول، څو د ټکنالوژۍ او ساينسي علومو زده کړو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د پوهنتون مسوولان هم پر دې پوه وو چې له نورو پوهنتونونو سره د سيالۍ لپاره بايد پر خپل اکاډميک جوړښت غور وکړي او له اړتيا سره سم اصلاحات پکې راولي. خو لکه څرنګه چې مخکې هم وويل شول مک ماسټر پوهنتون يو عامه يادولتي پوهنتون دی او د لګښتونو لويه برخه يې له دولتي بودجې ورکول کېږي، له همدې امله اړتيا وه چې په پوهنتون کې هر راز راوستل کېدونکي بدلونونه او اصلاحات بايد د حکومت په خوښه او اجازه راوستل شي.
د کاناډا حکومت تر دويمې نړيوالې جګړې وروسته د مک ماسټر پوهنتون د اکاډميک جوړښت د پراختيا او اصلاحاتو لپاره د بودجې له ورکړې ډډه وکړه.
د پوهنتون مسوولان چې کله د حکومت له مرستې نهيلي شول نو يو ځل بيا يې د باپټېسټ کليسا ټولنې ته مخ ور واړاوه او مرسته يې ترې وغوښته.
د باپټېسټ کليسا په مرسته د مک ماسټر ټول اکاډميک جوړښت په دوو برخو ووېشل شو، يوه برخه يې يونيورسيټې کالج نومېږې چې دوديزو زده کړو ته ځانګړې شوې او بله برخه يې بيا همېلټن کالج ونومول شوه چې د ټکنالوژۍ او ساينسي علومو په برخو کې محصلين روزي؛ خو له دې هر څه سره سره د پوهنتون ټول تمرکز د لېسانس تر کچې پورې پر زده کړو و او تر ۱۹۴۹ زېږديز کال پورې يې د تکميلي زده کړو په کچه کورسونه داير نه کړل. په همدې کال د مک ماسټر پوهنتون مسوولانو يو بل بريالی ګام هم پورته کړ او د ماسټرۍ او ډاکټرۍ په کچو د زده کړو لپاره يې محصلينو ته داخله ورکړه.
د مک ماسټر پوهنتون کتابتوني سيسټم د څېړنيزو کتابتونونو د ټولنې په شمول د ۳۱ سازمانونو غړيتوب لري. د مک ماسټر پوهنتون د کتابتوني سيسټم غړي کتابتونونه هر کال تر دوو ميليونو ډېر کتونکي لري. د دغه سيسټم کلنی لګښت نږدې ۸ ميليونه ډالره دی چې لویه برخه يا ۹۰ سلنه يې د محصلينو د غړيتوب له فيسونو او پاتې يې د کتابونو د پلورلو له لارې تر لاسه کېږي.
په دغه سيسټم کې څلور کتابتونونه غړيتوب لري چې په ټوليزه توګه ۱،۲۴۰،۶۴۳ عنوانه کتابونه او ۲،۲۵۵،۰۵۳ عنوانه برېښنايي کتابونه، اسناد، ويډيوګانې، غږونه او نقشې پکې راټولې شوې دي.
له دې ور اخوا د مک ماسټر هنري موزيم هم د دغه پوهنتون په چوکاټ کې فعاليت کوي. دغه موزيم نه يوازې د پوهنتون د درسي کيفيت په لوړتيا کې مهم رول لوبولی، بلکې د پوهنتون لپاره د عايد ښه سرچينه هم ګڼل کېږي.
د مک ماسټر هنري موزيم د کاناډا په کچه تر ټولو مشهور موزيم دی چې هر کال ترې په ميليونونو سيلانيان ليدنه کوي. دغه موزيم په ۱۹۶۷ کال کې جوړ شوی چې په ۲۰۱۰ زېږديز کال کې يې ارزښت ۹۸ ميليونه ډالره اټکل شوی و. د مک ماسټر په هنري موزيم کې ټولټال ۷۲۳۰ هنري اثار راټول شوي او خوندي شوي دي.
د مک ماسټر د محصلينو لپاره ۱۲ استوګنځي رامنځته کړای شوي چې ۳۶۸۵ تنو ته پکې د استوګنې اسانتيا برابره شوې ده. د نورو پوهنتونونو پر خلاف د مک ماسټر پوهنتون ډېر شمېر محصلين د پوهنتون له خوا په چمتو شويو ليليو کې ژوند کوي. په ۲۰۱۰ زېږديز کال کې د پوهنتون ۴۹ سلنه محصلين په هغو ليليو کې مېشت وو چې د پوهنتون له خوا چمتو شوې او د پوهنتون په مرکز کې تدريسي ودانيو ته نږدې موقعيت لري.
د مک ماسټر پوهنتون ليليې او استوګنځي مختلف ډولونه لري او محصلين د هغوی لګښتونو ته په پام پکې ژوند کوي.
مطلب دا، هغه محصلين چې له اقتصادي پلوه په ښه وضعيت کې دي، د پوهنتون له خوا په چمتو شويو ځانګړو اپارتمانونو کې ژوند کوي، د منځنۍ کچې اقتصاد درلودونکي بيا ځانګړې کوټې لري او هغه محصلين چې اقتصادي وضعيت يې ښه نه وي کولای شي چې په ډېر کم لګښت سره په څو نفري کوټو کې ژوند وکړي.
د کاناډا مک ماسټر پوهنتون ټولټال شپږ پوهنځي لري چې د ډيګروټ د سوداګرۍ له پوهنځي، د انجنيرۍ له پوهنځي، د روغتيايي علومو له پوهنځي، د بشري علومو له پوهنځي او د ټولنيزو علومو له پوهنځي څخه عبارت دي. د دغه پوهنتون مديريتي چارې د پوهنتون د سنا په نوم د يوې جرګې په لاس کې دي. دغه جرګه ۳۴ غړي لري چې د پوهنتون د ټولو پرېکړو، اجرايي چارو، تحصيلي بهير، استخدام او منفکۍ مسووليت او صلاحيت لري. د مک ماسټر پوهنتون د سنا دوولس غړي انتصابي دي او پاتې ۲۲ نور يې بيا د محصلينو د استازو، د علمي کادر د غړو او د پوهنتون د اداري کارکوونکو له منځه غوره کېږي. د پوهنتون سنا جرګه يو کس د خپل مشر په توګه ټاکي چې د سنا د غونډو مشري او د پوهنتون د اجرايي چارو مسووليت ته اوږه ورکوي. په پرېکړو کې د اجرايي رييس د رايې ارزښت د سنا د نورو غړو د رايو له ارزښت سره برابر دی او په يوازې ځان د هېڅ راز پرېکړې واک نه لري. دی يوازې هغه پرېکړې پلې کولی شي چې د سنا غړو د رايو په اکثريت سره کړې وي.
د مک ماسټر پوهنتون د شپږګونو پوهنځيو رييسان هم د سنا جرګې له لوري د رايو په اکثريت سره ټاکل کېږي او د خپلو کړنو په اړه د سنا رياست يا د پوهنتون اجرايي رييس ته ځواب ويونکي دي. د ساينس پوهنځی د ۶۶۶۵ تنو محصلينو او د روغتيايي علومو پوهنځی بيا د ۵۴۰۹ تنو محصلينو په درلودلو سره د تشکيل او محصلينو د شمېر له پلوه د مک ماسټر پوهنتون تر ټولو لوی پوهنځي دي چې له شک پرته د پوهنتون د سنا جرګې په پرېکړو کې هم د نورو هغو په پرتله ډېر نفوذ او اغېز لري.
مک ماسټر پوهنتون ټولټال ۲۹۴۱۱ تنه محصلين لري. د محصلينو لویه برخه يا ۸۹،۳ سلنه يې د کاناډا د اونټاريو ايالت اوسېدونکي دي په داسې حال کې چې پاتې ۱۰،۳ سلنه نور يې بيا د کاناډا د لسو نورو ايالتونو په شمول د نړۍ د ۸۷ هېوادونو اوسېدونکي دي. د ښځينه او نارينه محصلينو تر منځ نسبت پکې د ښځينه وو په ګټه ۵۳،۹ پر ۴۴،۱ دی او د نړۍ په کچه د ګوتو په شمېر هغو پوهنتونونو له ډلې يو دی چې د ښځينه محصلينو شمېر يې د نارينه وو په پرتله ډېر دی.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.