کابل پوهنتون

02 غويی 1397 حميدالله حميدي

د كابل پوهنتون د بنسټ ډبره په ۱۹۳۱ زېږديز كال د نادر شاه د واکمنۍ پر مهال کېښودل شوه او په ۱۹۳۳ زېږدیز کال کې د محمد ظاهر شاه د واكمنۍ پر مهال د لومړي وزير محمد هاشم خان په پاملرنه په رسمي توګه ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د لومړي ځل لپاره په دغه پوهنتون کې د طبي علومو پوهنځی ورغول شو. دغه پوهنتون هغه وخت د دوو افغان متخصصینو، پروفیسور ډاکټر ملکزاده او امین الله طاهري له خوا اداره کېدو. کابل پوهنتون هغه وخت د فرانسې، جرمني، روسيې او د امريكا متحدو ايالتونو په مرسته او پاملرنې سره په اسيا كې بې ساري پوهنتون و.
په ۱۹۳۸ زېږدیز کال کې پکې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی ورغول شو. په ۱۹۴۳ زېږدیز کال کې د ساینس پوهنځی او په ۱۹۴۴ زېږدیز کال کې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي هم پکې فعال شول او محصلین یې جذب کړل.
د افغانستان د خلکو د ډیموکراټیک گوند د واکمنۍ پر مهال د کابل پوهنتون خپل ډېر استادان او کارکوونکي له لاسه ورکړل. له هغه وروسته د نوموړي گوند له را پرځېدو سره سم او په ۱۹۹۲ کال کې د لس کلنې نا ارامۍ او کورنۍ جگړې پرمهال دغه پوهنتون ته ډېر زیانونه واوښتل او ډېر پوهنځي یې له منځه ولاړل.
دغه راز په هېواد کې د خپلمنځي جګړو پر مهال هم کابل پوهنتون ډېر زیانونه وليدل او ډېری پوهنځي یې پر کنډوالو بدل شول. خو له نېکه مرغه په ۲۰۰۱ زېږدیز کال کې د موقتې ادارې په راتلو او بیا د ولسمشر کرزي د ۱۳ کلنې واکمنۍ پر مهال دغه پوهنتون ته ډېره پاملرنه وشوه، نړیوال اعتبار یې خپل کړ او بېرته پر یوه نړیوال اکاډمیک مرکز بدل شو. په ۲۰۰۴ زېږدیز کال کې یوه لوړپوړي دولتي پلاوي په داسې حال کې له کابل پوهنتون څخه لیدنه وکړه چې دغه پوهنتون په ټوله کې ۲۴ پایې کمپیوټرونه درلودل. خو د بهرنیو هېوادونو مرستې د دې لامل شوې چې دغه پوهنتون یو ځل بیا پر خپلو پښو ودرېږي او خپل پخوانی ځای ځایګی خپل کړي. ګاونډیو هېوادونو لکه ایران او پاکستان په دې برخه کې عمده رول لوبولی دی. پاکستان د ۱۰ میلیونو ډالرو په ارزښت په کابل پوهنتون کې د ښکلو هنرونو پوهنځی جوړ کړ چې په اسیا کې بې ساري دی. د سید جمال الدین افغاني مقبره او د کابل طبي پوهنځی لومړني ځایونه دي چې په دغه پوهنتون کې رغول شوي دي.
کابل پوهنتون اوسمهال د نړۍ په کچه د اعتبار وړ پوهنتون دی چې په ګڼو برخو کې محصلین لري او خپلې لوړې زده کړې مخ ته وړي. د کابل پوهنتون رییس ښاغلی پوهنیار حمیدالله فاروقي وایي، کابل پوهنتون په ۱۳۹۶ لمریز کال کې ۸۵ کلن شو، په دې ۸۵ کلونو کې یې ګڼ شمېر کادرونه افغان ټولنې ته وړاندې کړي دي چې د افغانستان په پرمختګ او اداره کولو کې یې لوی لاس درلود؛ خو له بده مرغه ځینې داسې محصلین یې هم ټولنې ته وړاندې کړي چې زده کړې یې پر دولتي امکاناتو سرته رسولې دي، خو بېرته یې بیا د خپل وطن په ورانولو، کنډواله کولو او تباهۍ کې لوی لاس درلود.
ښاغلی فاروقي وایي، کابل پوهنتون د کورنیو جګړو پر مهال سخت زیان ولید، ودانۍ یې ونړېدې، استادان او ګڼ شمېر محصلین یې ووژل شول، درسي مودا یې له منځه ولاړل، ان داسې وخت هم راغی چې په دغه پوهنتون کې زده کړې په ټپه ودرېدې. نوموړی وایي، له نېکه مرغه په وروستیو پنځلسو کلونو کې دغه پوهنتون ته په جدي ډول پاملرنه شوې ده او یو ځل بیا پر خپلو پښو درېدلی دی. د کابل پوهنتون رییس وایي، هڅه مو دا ده چې د نړیوالو پوهنتونونو معادل تدریسي سېسټم مروج کړو او محصلینو ته په نړیواله کچه د لوړو زده کړو زمینه برابره کړو.
په کابل پوهنتون کې اوس مهال د شپې او ورځې لخوا په ۲۱ بېلا بېلو پوهنځیوکې لږ تر لږه ۲۱ زره محصلین پر زده کړو بوخت دي چې د ۸۵۰ استادانو له خوا ورته تدریس کېږي. د دغه محصلینو له ډلې ۷۰ سلنه یې نارینه او پاتې ۳۰ سلنه یې نجونې دي. دغه راز د کابل پوهنتون په اداري او نورو برخو کې هم شل سلنه ونډه ښځینه وو ته ورکړل شوې ده. کابل پوهنتون اوسمهال ۱۶ د ماسټرۍ پروګرامونه او دوه هم د پي اېچ ډي یا دوکتورا پروګرامونه لري. د کابل پوهنتون د ۸۵۰ استادانو له ډلې لږ تر لږه ۱۰۰ تنو یې تر پي اېچ ډي (دوکتورا)، له ۴۰۰ زیاتو یې تر ماسټرۍ او څه باندې ۳۰۰ تنو یې د لېسانس تر کچې پورې لوړې زده کړې کړې دي.
کابل پوهنتون د ۸۵ کلونو په اوږ دو کې د یو لړ سیاسي جریانونو شاهد هم و او لا هم دغه لړۍ ښه په درز سره روانه ده. مذهبي مراسم او د یو شمېر کسانو تلین کلونه پکې نمانځل کېږي او ډېر کله له محصلینو څخه سیاسي ګټه هم اخیستل کېږي، خو د کابل پوهنتون رییس ښاغلی حمیدالله فاروقي وایي، هڅه او پالیسي یې دا ده چې پوهنتون په یو غیر سیاسي چاپېریال بدل کړي او یوازې پکې اکاډمیکه فضا حاکمه کړي. نوموړی وایي، محصل باید پر دې پوه شي چې د پوهنتون په دوره کې د ده یوازېنۍ موخه زده کړې دي او بس. د فاروقي په وینا په کابل پوهنتون کې کاملاً د امن او ورورولۍ فضا حاکمه ده، محصلین او ټول کارکوونکي یو بل ته په خورا درنه سترګه ګوري.
فاروقي وایي، کابل پوهنتون د هغو هلکانو او نجونو لپاره چې له ولایتونو راغلي، د اوسېدو لپاره وړیا لیلیه لري. دوی ته د ژوند کولو ټول امکانات په واک کې ورکول شوي او په پوره ډاډمنه فضا کې ژوند کوي.
نوموړی وایي، د ماسټرۍ په هغو برخو کې چې افغان متخصصین شتون نه لري، ځینې بهرني استادان شته چې په دایمي او موقتي ډول زموږ محصلینو ته لکچرونه ورکوي. دغه استادان ډېری یې د ترکيې، مالیزیا او چین هېوادونو اوسېدونکي دي چې ځینې یې په کابل کې مېشت دي او ځینې نور یې بیا د مشخصو لکچرونو لپاره افغانستان ته راځي او بیا بېرته خپل هېواد ته ستنېږي.
له دوولسم ټولګي د هر فارغ زده کوونکي هیله دا وي، چې خپلې لوړې زده کړې په کابل پوهنتون کې سرته ورسوي، خو کابل پوهنتون په کال کې یوازې د پنځو زرو محصلینو د جذب وړتیا لري. د کابل پوهنتون رییس وایي، موږ هر کال پنځه زره محصلین په بېلا بېلو پوهنځیو کې جذبوو او لږ تر لږه ۴۳۰۰ کسان هر کال له دغه پوهنتون څخه فارغېږي. نوموړی وایي، که څه هم د جذب ظرفیت مو لږ دی، خو اوس له نېکه مرغه د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې دولتي پوهنتونونه، د لوړو زده کړو موسسې او دغه راز ۱۳۶ خصوصي پوهنتونونه او د لوړو زده کړو موسسې هم شتون لري چې د کابل پوهنتون د تدریسي مېتود په کچه پکې محصلین خپلې زده کړې کوي. نوموړی وایي، شته امکاناتو ته په کتو سره اوس هم زموږ د کلني جذب شمېره لوړه ده.
کابل پوهنتون اوسمهال په ۱۶ بېلا بېلو برخو لکه: پښتو او دري ادبیاتو، شرعیاتو، اقتصاد، حقوقو، جنډر، زراعت او نورو برخو کې د ماسټرۍ پروګرامونه لري او عملاً پکې محصلین پر زده کړو بوخت دي. همدا راز کابل پوهنتون د پښتو او دري ژبو په برخه کې د دوکتوار پروګرامونه هم لري. د پښتو په برخه کې یې سږ کال یوه ډله محصلین فارغ کړل چې ځینو یې له خپلې دوکتورا دفاع کړې ده او سندونه یې هم تر لاسه کړي دي.
د کابل پوهنتون ریاست اوسمهال د نړۍ د شپېتو هېوادونو له مشهورو پوهنتونونو سره په اړیکه کې دی چې له هغې جملې: چین، ایران، پاکستان، مالیزیا، اندونیزیا، ترکیه، امریکا او ځینې نور هېوادونه یې د یادولو وړ دي.
د کابل پوهنتون رییس حمیدالله فاروقي وایي، کابل پوهنتون یو غني او معیاري کتابتون لري چې لږ تر لږه ۴ سوه زره جلده بېلابېل کتابونه لري او هڅه یې دا ده چې کتابتون ډیجېټلي کړي، تر څو د انټرنېټ له لارې هم خلک او محصلین وکولی شي له دې کتابونو ګټه پورته کړي. نوموړی وایي، د کابل پوهنتون محصلین وخت نا وخت کتابخانې ته ورځي، مطالعه کوي او په بېلا بېلو برخو کې څېړنې تر سره کوي. دغه راز د دوی لپاره په کتابتون کې د انټرنېټ اسانتیاوې هم برابرې شوې دي، تر څو محصلین وکولی شي په تحصیلي برخه کې خپلې ستونزې پرې حل کړي.
کابل پوهنتون د ساینسي علومو په برخه کې د کرنې، کيمیا، ریاضیاتو، کمپیوټرساینس، انجنيرۍ، ځمکپوهنې، فزیک، فارمسۍ، مخابراتي ټکنالوژۍ، وترنرۍ او چاپېریال ساتنې او د ټولنیزو علومو په برخه کې د اقتصاد، ټولنیزو علومو، ښکلو هنرونو، شرعیاتو، ژورناليزم، ژبو او ادبیاتو، حقوقو، عامه ادارې او پالیسۍ او ارواپوهنې په پوهنځیو کې ۲۱ زره محصلینو ته لوړې زده کړې ورکوي.
د کابل پوهنتون هغه پوهنځي چې بهرنۍ ژبې لکه چینایي، انګرېزي، ترکي او داسې نورې پکې تدریس کېږي، تر ډېره یې د پوهنځیو د رغولو چارې خپله همدې هېوادونو پر غاړه اخیستې دي. د بېلګې په توګه د چینایي ژبو او ادبیاتو پوهنځي ودانۍ، د چین هېواد په خپل مالي لګښت جوړه کړې او تر ډېره پکې چینایي استادان تدریس هم کوي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.