د کابل طبي پوهنتون

16 غويی 1397 حميدالله حميدي

د کابل طبي پوهنتون په لومړي سر کې یوازې یو پوهنځی درلود چې په ۱۹۳۱ زېږدیز کال کې یې د کابل پوهنتون په چوکاټ کې په فعالیت پیل وکړ، دا لومړنی پوهنځی و چې په دغه پوهنتون کې د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال د نوموړي په لاس پرانيستل شو. په ۱۳۵۹ لمریز کال کې یې د کابل د طب دولتي انستیتیوت ته چې د دریو پوهنځیو ( معالجوي طب، د ماشومانو طب او د ستوماتولوژۍ طب) درلودونکی و، ارتقا وکړه. په ۱۳۸۳ لمریز کال کې یې د لا زیاتو معیارونو په پوره کولو سره د کابل طبي پوهنتون ته ارتقا وکړه. د نرسېنګ پوهنځي په ۱۳۸۵کال کې د کابل طبي پوهنتون په چوکاټ کې په فعالیت پیل وکړ. په ۱۳۸۹ لمریز کال کې د عامې روغتیا پوهنځي د ماشومانو د طب د پوهنځي ځای ونیو. د متممه روغتیایي زده کړو پوهنځی په ۱۳۹۱ لمریز کال کې د هېواد اړتیاوو ته په کتو د پوهنتون په چوکاټ کې تاسیس شو چې اوسمهال پکې د طبي ټکنالوژۍ او انستېزۍ ډيپارتمنټونو محصلین زده کړې کوي. د تاسیس له وخته را وروسته ترکیې د کابل طب پوهنځي سره مرسته پیل کړې ده. په لومړي سر کې یې رییس ډاکټر رفقي بېګ (ترکی) و، چې وروسته بیا ډاکټر حسن رشاد بېګ (ترکی) د رییس په توګه وټاکل شو. په وروستیو کې بیا ډاکټر زاهدي بېګ (ترکی) پر دې دنده وګومارل شو. په دې لړ کې دغه علمي پلاوي اووه دورې فارغان درلودل.
په ۱۹۴۵ زېږدیز کال کې پرهبولانژا د کابل طب پوهنځي د رییس په توګه وګومارل شو. چې د دغه پلاوي د مشرۍ پر مهال لږ تر لږه لس دورې محصلین فارغ شول. په ۱۹۵۶ زېږدیز کال کې ډاکټر فقیر احمد شفا د کابل طب پوهنځي د مرستیال په توګه وګومارل شو او په ۱۹۵۶ کال کې ډاکټر محمد عثمان انوري د کابل طب پوهنځي د لومړني رییس په توګه وګومارل شو، چې د نوموړي په کاري موده کې په دغه پوهنځي کې دغه پرمختګونه راغلل:
د زده کړو لپاره قانون جوړ شو، د وینې بانک رامنځته شو، ډېری افغان استادان د مقرراتو پر بنسټ وګومارل شول، د کابل طب پوهنځي خپرونو وده وکړه او درسي کتابونه په فارسي ژبه خپاره شول. په ۱۹۷۸ زېږدیز کال کې د طب پوهنځي د کابل ابوعلي سینا بلخي دولتي طبي موسسې ته وده وکړه، د لېسانس سند يې ماسترۍ سند ته لوړ شو، د کابل طبي موسسه د عامې روغتیا وزارت سره ګډه شوه، د موسسې کتابتون لا نور هم سمبال او غني شو، د روغتیا نړیوال سازمان په مرسته پرمختللی او سمبال رسنیز مرکز پکې رامنځته شو او د زده کړو دوره له شپږو کلونو څخه اوو کلونو ته لوړه شوه.
په ۱۹۹۵ کال کې د کابل طبي انستیتیوت خپل اصلي ځای ته ولېږدول شو، د کابل د طبي علومو پوهنتون بیا رغونه پیل شوه او د کابل طبي انستیتیوت له عامې روغتیا وزارت څخه جلا او د لوړو زدکړو وزارت اړوند شو.
په ۲۰۰۴ کال کې د کابل طبي پوهنتون ته لوړ شو، په ۲۰۰۵ کې د ماشومانو طب پوهنځی منحل شو او د نرسېنګ پوهنځی رامنځته شو. په ۲۰۱۰ کې د عامې روغتیا پوهنځی را منځته شو، په ۲۰۱۵ کې کیونټي کالج رامنځته شو او کابل د طبي علومو پوهنتون د کلیفورنیا د طبي بورډ له لوري په رسميت و پېژندل شو. په ۲۰۱۶ کې د کابل طبي پوهنتون د کابل د طبي علومو پوهنتون ته لوړ شو.
د کابل طبی علومو پوهنتون اوسمهال پنځه پوهنځي لري. د طب پوهنځی، د ستوماتولوژۍ پوهنځی، د نرسېنګ پوهنځی، د عامې روغتیا پوهنځی او د متممه روغتیایي علومو پوهنځی.
د کابل طبي پوهنتون رییس شيرین اقا ظریف وایي د محصلینو لپاره ډېرې تدریسي اسانتیاوې په پام کې نیول شوې دي، چې کولی شي د پلازمېنې په یو شمېر روغتونونو کې عملي زده کړې وکړي. د علي اباد تدریسي روغتون، د میوند تدریسي روغتون، د سترګو تدریسي روغتون، د ستوماتولوژۍ تدریسي روغتون، د شهرارا تدریسي روغتون او د زړه د نارغیو انستیتیوت هغه روغتونونه دي چې محصلین پر پوهنتون سربېره کولی شي خپلې عملي زده کړې پکې پرمخ بوځي.
ښاغلی ظریف وایي، په کابل طبي پوهنتون کې اوسمهال ۳۱۰۰ تنه محصلین په بېلا بېلو برخو کې پر زده کړو بوخت دي چې ۵۵ سلنه یې هلکان او ۴۵ سلنه یې نجونې دي، چې د ۳۰۶ استادانو له خوا ورته زده کړې ورکول کېږي، د دغو استادانو له ډلې یې دېرش سلنه ښځینه دي.
د کابل طبي پوهنتون اوسمهال دغه ادارې لري چې د پوهنتون چارې تنظیموي: مالي او اداري معاونیت، د تهیې او تدارکاتو امریت، مالي او حسابي امریت او د بشري منابعو امریت.
کابل طبي پوهنتون اوسمهال له ګڼو بهرنیو پوهنتونو سره اړیکه لري چې عبارت دي: د امریکا د لومالیندا پوهنتون، د امریکا د نبراسکا پوهنتون، د فرانسې د لیون پوهنتون، د جاپان د توکیو پوهنتون، د شمالي لندن کالج او د واشنګټن پوهنتون.
د کابل د طبي پوهنتون رییس وایي ځینې محصلین یې اوس هم په بهر کې پر زده کړو بوخت دي او ځینې نور یې د زده کړو له پای ته رسولو وروسته بېرته خپل هېواد ته را ستانه شوي او د خپلو هېوادوالو په چوپړ کې دي.
د کابل طبي پوهنتون رییس وایي د خپل ستراتیژیک پلان له مخې له کلونو راهیسې د دوستو هېوادونو او موسسو همکارۍ له ځان سره لري او له دې همکارۍ د پوهنتون په بیارغونه، سنبالولو، د علمي کادرونو د پوهې د کچې په لوړولو، د درسي نصاب په نوي کولو او نورو اکاډمیکو او اساسي چارو کې ګټه اخیستل شوې ده، چې د دغو هېوادونو له ډلې یو هم جاپان دی. د توکیو د پوهنتون له مرستو څخه د جایکا موسسې له لارې د علمي کادرونو د ظرفیت په لوړولو، د درسي نصاب په نوي کولو، د تدریسي مېتودونو په عملي کولو کې ګټه اخيستل شوې ده.
ظریف وایي، دوی په کابل طبي پوهنتون کې په دایمي ډول کوم بهرني استادان نه لري چې محصلینو ته تدریس وکړي، خو ځینې بهرني استادن شته چې په مهالني ډول راځي او ځینې مضامین تدریسوي. دی وایي هڅه یې دا ده چې ځینې بهرني استادان پیدا کړي، تر څو محصلینو ته له لرې فاصلې یعنې د انټرنېټ په مرسته تدریس وکړي او د محصلینو علمي سویه لوړه شي.
نړیوال روغتیایي سازمان يا WHO د کابل د طب انستیتیوت د نشراتو څانګې په جوړولو، تجهیز او فعالولو کې فعاله ونډه اخیستې ده. پر دې سربېره نړیوال روغتیایي سازمان د کابل طبي پوهنتون د درسي نصاب په نوي کولو کې هم د پام وړ مرستې ترسره کړې دي. په دې وروستیو کې د کابل طبي پوهنتون د غوښتنې سره سم د کابل طبي پوهنتون سره د دغه سازمان مرستې بیا پیل شوې دي، نړیوال روغتیایي سازمان د کریکولم د ودې، لنډ مهاله بورسونو او څېړنیزو پروژو لکه، د روټا وایرس په پروژه کې له کابل طبي پوهنتون سره مرسته کړې ده. فرانسې هم له کابل طبی پوهنتون سره د علمي کچې د لوړولو او درسي نصاب په نوي کولو کې مرسته کړې ده، چې په دې برخه کې کولی شو د دغه هېواد له مرستو هم یادونه وکړو. همدا راز ترکیې هم ژمنه کړې چې د علي اباد روغتون په بیارغونه او په دغه روغتون کې د اختصاصي څانګو په جوړولو او د رفقي بیګ د سناتوریم د پخوانۍ ودانۍ په بیارغونه کې مرسته وکړي. دغه راز ترکیې د کابل طبي پوهنتون کادرونو ته د ماسټرۍ بورسونه هم ورکړي دي.
د کابل د طبي پوهنتون رییس پوهاند دوکتور شيرین اقا ظریف وایي، د کابل طبي علومو پوهنتون په افغانستان کې د ډاکټرانو د روزنې د یوازېنۍ مرجع په توګه تل هڅه کړې چې د ډاکترانو د پوهې او ظرفیتونو د لوړولو لپاره زمینه برابره کړي. کلونه مخکې د کابل طبي علومو پوهنتون په تدریسي روغتونونو کې د ډاکټرانو لپاره په معالجوي اختصاصي برخو کې د تخصص پروګرام زمینه برابره کړه چې له یوې خوا د ډاکټرانو مسلکي مهارتونه لوړ شي او له بله اړخه خلکو ته ښه کیفیت لرونکي خدمتونه وړاندې کړي.
د عامې روغتیا د ماسټرۍ پروګرام د لومړي ځل لپاره د ۱۳۹۲ کال د زمري په ۲۷ مه د کابل په طبي علومو پوهنتون کې د نړیوال روغتیایي سازمان په مرسته د هغه وخت د لوړو زده کړو د وزیر له خوا پیل شو. د ماسټري پروګرام د تدریس پروسه د پوهنتون او پوهنځي د نظارتي کمېټو تر څارنې لاندې ترسره کېږي چې دغو کمېټو تل د ماسټرۍ پروګرام د لا ښه والي لپاره هڅې کړې دي. د کابل طبي پوهنتون رییس وایي د عامې روغتیا ماسټرۍ پروګرام درسونه د لوړو زده کړو وزارت د لایحې سره سم له رسمي وخت وروسته پر مخ بېول کېږي. ښاغلی ظریف وایي د عامې روغتیا د ماسترۍ پروګرام متقاضیان د فورمې له ډکولو او د معیارونو له پوره کولو وروسته د شمولیت ازموینه ورکوي، په دغه ازموینه کې چې کومو متقاضیانو تر ټولو لوړې نومرې اخیستې وي د ماسټرۍ پروګرام لپاره جذب کېږي.
د کابل د طبي علومو د پوهنتون کتابتون د هېواد په کچه د پخوانیو او معتبرو کتابتونونو څخه حسابېږي. یاد کتابتون د طب پوهنځي او د نشراتو د مدیریت د تأسیس سره سم په ۱۳۱۱ لمریز کال کې رامنځته او د استادانو او زده کړیالانو لپاره د پام وړ چوپړتیاوې وړاندې کوي.
د کابل د طبي پوهنتون رییس وایي، د وخت په تېرېدو سره مسوولینو د کتابتون د غني کېدو لپاره هڅې او کوښښونه پیل کړل چې په ۵۰ مو او ۶۰ مو لسیزو کې یاد کتابتون د سیمې په کچه په یو مجهز او اعتبار لرونکي کتابتون باندې بدل شو. خو له بده مرغه په ۱۳۷۱ لمریز کال کې د کورنیو جګړو له امله یاد کتابتون هم وېجاړ او ډېر کتابونه یې له منځه ولاړل. له نېکه مرغه د ۱۳۸۱ لمریز کال څخه وروسته د هېواد په سیاسي نظام کې د بدلونونو په راتګ سره د پوهنتون او د لوړو زده کړو وزارت د رهبرۍ کمېټې د نړیوالو مرستو په جلبولو سره د کتابتون د بیارغونې او پرمختګ لپاره د پام وړ ګامونه پورته کړل. اوسمهال یاد کتابتون له ۲۲ زره ټوکو څخه د ډېرو کتابونو او ژورنالونو، د مأخذ یا ریفرېنس خونې، د عمومي مطالعې خونې، کمپیوټر لب او د قفل کېدونکو الماریو په درلودلو سره د استادانو او محصلینو په چوپړ کې دی.
په دغه کتابتون کې د ۸۴۱۷ عنوانه کتابونه چې په ټوله کې ۱۶۹۳۵ ټوکه کتابونه کېږي شتون لري. د ۵۰ زرو جلدو څخه زیات بېلابېل طبي ژورنالونه د ملي او نړیوالو معتبرو رېفرېنسونو څخه دي. ۳۱۲ جلده د لېسانس زده کړیالانو مونوګرافونه او د استادانو ۲۰ جلده تېزسونه موجود دي. دغه راز د دغو ټولو کتابونو سافټ بڼه هم د یاد کتابتون په کمپیوټرونو کې موجوده ده چې استادان او محصلین په اسانۍ سره ترې ګټه اخیستلی شي. د یادونې وړ ده چې دغه کتابتون ۹ کارکوونکي لري چې د کتابتون چارې مخه ته وړي.

 

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.